مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په آيت «والسبقون اه » کي کوم انصاراومهاجرين مراددي

دارالافتاء ابوالفضل

 

فتوی نمبر(۱۱۵)

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي : مولوي صبغة الله ، شلګر ـ

عاليقدر مولانا ابوالفضل صاحب اودبېنوامشر اوکارکونکوته  سلامونه وړاندي کوم ، له محترم مولانا صاحب څخه زماپوښتنه داده چي له سابقين اولين څخه په دې قول دخداۍ پاک کي چي (والسابقون الاولون من المهاجرين والانصار والذين اتبعوهم باحسان رضي الله عنهم ورضواعنهم واعدلهم جنات تجري من تحتهاالانهار ..الآية ) کوم مهاجرين اوانصارمراددي ـ  په درناوي

الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 

محترمه اصحاب دنبي عليه السلام درې قسمه دي :
(۱)مهاجرين (۲)انصار (۳)  هغه اصحاب چي نه مهاجرين وونه انصاروو ـ
مهاجرين هغه صحابه ووچي له مکې مکرمې څخه يې مدېنې منورې ته هجرت راکړئ وو ـ
اوانصار وهغواصحابوته ويل کيږي چي اصلي ځاۍ يې مدينه منوره وو اوايمانونه يې راوړل اوونبي عليه الصلاة السلام اوومهاجرينوته يې پناه ورکړه ، بيادغه انصاراومهاجرين پردوه قسمه دي يوقسم هغه انصار اومهاجرين دي چي سابقين اولين ورته ويل کيږي ، اودوهم قسم يې هغه انصاراومهاجرين دي چي سابقين اولين نه ورته ويل کيږي ـ
په دې باره کي علماوو اختلاف کړئ دئ چي سابقين اولين وکومو صحابه و   ته ويل کيږي ، مشهوريې درې قوله دي :
(۱)قول دادئ چي سابقين اولين هغه صحابه دي چي له نبي عليه الصلاة والسلام سره يې ودواړو قبلوته لمونځ کړئ دئ اهل القبلتين دي چي هغه دوې قبلې بيت المقدس اوکعبه شريفه ده ځکه کله چي نبي علیه السلام ومدینې ته په هجرت راغي نوشپاړس یااولس میاستي ئې وبیت المقدس ته  په لمانځه کي مخ ګرځاووبیا ئې قبله کعبه سوه

(۲) قول دادئ چي سابقين اولين هغه اصحاب دي چي په بيعت الرضوان کي يې شرکت کړيدئ کوم چي په حديبيه کي دحديبيې دصلحي دمخه يې  له نبي عليه السلام سره تريوې درختي لاندي وکړ ـ
(۳) قول دادئ چي سابقين اولين هغه صحابه دي چي دبدر په غزاکي يې شرکت کړيدئ ـ                    کذاقال ابن عبدالبرفي الاستيعاب ، مقدمة البيضاوي ، ج۲ ، ص ،۲۵۰  ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery