فتو ی نمبر(۱۱۸)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مسفتي : ملاعبدالقيوم مجاهد .
و علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسئول ګران خالد هادي حيدري صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !!.
خما پوښتنه داده چی په اسلام کښی چي اول د الله جل جلاله د رضا پخاطر د جهاد او د جنګ په ډګر کښي په شهادت رسيدلئ دئ څوک ؤ ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
قدرمنه وروره ! د الله (جل جلاله) په لار کښي اول قرباني سوئ او شهيد سوئ څوک چي د الله پاک د رضا پخاطر ددين له دُښمنانو سره دبدرپه غزاکي په لوړ همت سره وجنګيدئ او بيا يې د شهادت په وينو ځان رنګين کړ ، او د شهادت په شرافت سره په محمدي أمت کښي تر ټولو ړومبئ مشرف کړ سو ، او د شهادت د دفتر او کتاب اول نقش دده مبارک نوم وګرځيدئ : حضرت «مهــــــــــــجَــــــــــــع» رضي الله تعالی عنه ؤ ، کوم چي د حضرت عُمر فاروق (رضي الله عنه) ازاد شده مريئ ؤ .
ددې خبري د تصديق دپاره د أحمد زيني دحلان د سيرت نبويه ج۱ ص ۴۱۷ ، او دارنګه سيرة حلبية ج۲ ص ۱۶۱ وګورۍ ! .
والسلام ومنَ الله التوفيق .