فتو ی نمبر (۱۱۹)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : احسان الله له ننګرهار څخه .
ومحترم مفتي علامه أبوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، ځما پوښتنه له تاسي محترم څخه داده چي د سيدالشهدآء د لقب په باره کښي مختلف روايتونه راغلي دي : په ځيني روایتو کښي يو څوک سيدالشهدآء بلل سوئ دئ او ځينو کښي بل څوک ، نو پدې باره کښي که وموږ ته قاطع معلومات راکړۍ مهرباني به مو وي ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! رشتيا هم پدې اړه روايتونه مختلف راغلي دي ، په ځينو روايتو کښي حضرت يحيی ۰عليه السلام) سيدالشهدآء بلل سوئ دئ ، او په ځینو روايتو کښي د حضرت آدم (عليه السلام) صلبي ځوۍ حضرت هابيل سیدالشهدآء بلل سوئ دئ ، او په ځینو روايتو کښي د نبي (صلی الله عليه وسلم) مبارک اکا حضرت حمزه (رضي الله عنه) سيدالشهدآء بلل سوئ دئ ، او په ځينو روایتو کښي حضرت «مهجع» رضي الله عنه کوم چي په أمت محمدي کښي تر ټولو شهيدانو ړومبنئ شهيد دئ سيدالشهدآء بلل سوئ دئ .
خو ددغو مختلفو روایاتو تطبيق پدې ډول سوئ دئ چي علی الاطلاق سيد الشهدآء حضرت يحيی (عليه السلام) بلل سوئ دئ ، او د آدم (عليه السلام) په صُلبي اولاد کښي سيدالشهدآء حضرت هابيل (عليه السلام) دئ ، او د نبي (صلی الله عليه وسلم) په أمت کښي د أوليت په اعتبار سیدالشهدآء حضرت مــــــــــهجـــــــــــع (رضي الله عنه) دئ .
او نسبت ونورو شهيدانو ته د أمت د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سيدالشهدآء حضرت حَـــــــــــــمزه (رضي الله تعالی عنه) دئ .
ددې بيان د ثبوت دپاره دالسيرة الحلبية دغه لاندي عبارت وګورۍ ! :
قال في السیرة الحلبية ج۲ ص ۱۶۱ : «ونقل بعض المشائخ أنه أول من يدعی من شهدآء هذه الأمة ، وأنه عليه السلام قال يومئذ مهجع سيد الشهداء اي من هذه الأمة فلا ینافي ما جآء أن سيدالشهداء يوم القيامة يحيی بن زکريا عليهما السلام وقائدهم الی الجنة .
لکن جآء سيدالشهدآء هابيل الا أن تجعل الأولية اضافية فیراد اول اولاد آدم لصلبه ( انتهی ) .
وفي الحديث المرفوع سيد الشهدآء حمزة (رضي الله عنه) .
والسلام ومن الله التوفيق