فتو ی نمبر(۱۲۸)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه : ملکه له ژوبه
ومحترم علامه ابوالفضل صاحب ته اودبېنواومحترموکارکونکوته السلام عليکم ـ
زماپوښتنه داده چي په اسلام کي يوداسي ذکر راوښياست چي دهغه له خصوصیاتوڅخه یوخصوصیت داوي چي یومسلمان ئې و ردوګرځوي نواخیره خاتمه بې الله پاک په خیرکي ،مننه
الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
هوګراني خورې په اسلام کي په همدغه ډول ورداوذکروجودلري :چي شرحه يې په دې ډول ده :
حضرت ابوادريس خولاني له خضرعليه السلام څخه پوښتنه وکړه چي داسي عمل راوښيه چي هغه عمل څوک کوي نوالله پاک به هغه پرايمان باندي ټينګ کي اوله دنياڅخه به له ايمانه سره ولاړسي نوخضرعلي نبينا وعليه الصلاةوالسلام ورته وويل چي مايوزرشپږسوه نبيان ليدلي دي اوله دوۍ څه مي په دې باره کي پوښتنه کړېده خودوۍ وماته جواب نه دئ راکړۍ تر څوچي حضرت محمد صلي الله تعالي عليه وسلم مي ولېدئ نوله ده څخه مي هم ددې پوښتنه وکړه نوده يعني نبي عليه الصلاة والسلام راته وويل چي هر هغه څوک چي دسهارلمونځ وکړي اوبياکښېني اوآية کرسي وايي اوورپسې دغه آياتونه چي « آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (285) لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (286) البقرة ـ
شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (18) آل عمران ـ
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (26) تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (27) آل عمران ـ
وايي نوخداۍ پاک بې پرايمان باندي ټينګ وګرځوي اوله دنيا څخه به له ايمانه سره ولاړسي ـ
دتائيد لپاره دميآ فقيرالله دقطب الارشاد « ص ، ۴۴۳ » لاندي عبارت وګورئ ـ
« قال صاحب العوارف لبعض المريدين سَئَلَ ابوادريس الخولاني عن الخضرالنبي علي نبيناوعليه الصلاة والسلام اي عمل يعمله العامل حتي يثبته الله تعالي علي الايمان ويکون خروجه من الدنيا به فقال الخضرعلي نبيناوعليه الصلاة والسلام ادرکت الف وستمأة نبي وسئلت عن هذه الواقعة فلم يجيبوني حتي ادرکت محمدا صلي الله تعالي عليه وسلم وسألت عنه فقال النبي صلي الله تعالي عليه وسلم من صلي صلاة الفجر ويجلس بعدها ويقرء آية الکرسي وآمن الرسول وشهدالله وقل اللهم مالک الملک ، يثبته الله الله تعالي علي الايمان ويخرج من الدنيا بالايمان ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ