مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

اياعیسي ع زموږ له نبي مبارک سره ليدلي دي ـ

دارالافتاء أبوالفضل .

فتو ی نمبر(130)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي  : ډاکټر عبدالله  / أفغانستا / شبرغان  .

السلام عليکم ورحمة الله وبرکــــــــــــــــاته ، عاليقدر علامه معين الدين أبوالفضل صاحب الله مو ژوندئ لره ، ستاســــو له درانه حــــضور څخه مي پوښتنه داده چــــي د نبی (عليه السلام) په حيات کښی حضرت عيسی (عليه السلام) له ده سره لیدلي دي ، ملاقات يې ورسره کړی دی او که يا  ؟
په درنــــــښت  .   ډاکټر عبدالله احسان  له شبرغان څخه  .
 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
هو !  حضرت عیسی (عليه السلام) له نبي (صلی الله عليه وسلم) سره د د نبي (عليه السلام) په حيات کښي څو واره يو ځائ سوئ دئ ، همدا سبب دئ چي حضرت عيسی (عليه السلام) ځموږ د نبي (صلی الله عليه وسلم) له أصحابانو څخه هم ګڼل سوئ دئ  .
حضرت أنس بن مالک (رضي الله عنه) فرمايلي دي چي پدې مابين کښي چي موږ له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره ناست وو نو ناڅاپه موږ يوه جامه ، چادر او يو لاس وليدئ ، نو موږ وويل چي اې د خدائ رسوله ! دا څنګه چادر او لاس ؤ چي موږ وليدئ  ؟ نبي (صلی الله عليه وسلم) راته وويل چي ايا تاسي دغه شئ وليدئ ؟ موږ ورته وويل چي هو !  نو ده مبارک راته وفرمايل چي دا حضرت عيسی بن مريم ؤ ، سلام يې ووايو پر ماباندي  .
مطلب دا چي ځما د سلام دپاره راغلئ ؤ  (د حضرت أنس ددغه حديث روايت ابن عدي کړئ دئ ) .
او دارنګه ابن عساکر له أنس څخه روايت کړئ دئ چي أنس (رضي الله عنه) ويلي دي چي طواف کوئ ما له نبي (صلی الله عليه وسلم) سره پر شاوخوا د کعبې شريفي ، ناڅاپه مي رسول (صلی الله عليه وسلم) ولیدئ پداسي حال کښي چي ده له يو داسي شي سره روغبړ کوئ چي ما نه ليدئ ، نو موږ وويل چي اې د خدائ رسوله ! موږ ته وليدي چي له يو شي سره دي روغبړ کوئ او موږ هغه نه ليدئ ؟ نو نبي (صلی الله عليه وسلم) راته وويل چي دا ځما ورور عيسی ابن مريم ؤ ، ما وده ته انتظار وکړ (يعني پدې وجه چي دَئ په طواف مشغول ؤ ) نو کله چي دَئ له طواف څخه فارغ سو نو ما سلام ورواچوئ .
همدا سبب دئ چي د أمتِ مسلمه حقانــــــي علماوو لکه ابن حجر هيتمي (رحمه الله) دا خبره هم کړېده چي عيسی (عليه السلام) چي ځموږ د نبي په شریعت سره حُکم کوي نو أحکام د شريعت د نبي ځموږ به له نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه ايزده کوي  ،  او امام سبکي ويلي دي چي عيسی به په قرآن او سنت د نبي (صلی الله علیه وسلم) سره فيصلې کوي ، او د قرآن او سنت أخذ به يا وروسته له نزوله دده له اسمان څخه له نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه کوي ، يعني پدې ډول چي دده مبارک وقبر ته به راځي او پوښتني به ورڅخه کوي  ، لکه چي په يوه حديث شريف کښي چي أبويعلی يې روايت کړئ دئ راغلي دي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي چي قسم کوم زه په هغه ذات باندي چي موجود دئ نفس ځما په بلاکيفه يَد يا په قدرت دده سره چي خامخا به راکښته کيږي خامخا (يعني له اسمان څخه) عيسی د مريمي ځوۍ ، بيا خامخا کچيري ودريږي دَئ پر قبر ځما باندي او ووايي چي يَامُحَمد ! نو جواب به ورکړم زه وده ته خامخا ، او يا به پدې سبب په  قرآن او سنت  سره حُکم کوي چي الله پاک وحي کړيده دهغه و ده ته په انجيل کښي يا بې له انجيله  .

د ثبوت او استيثاق لپاره (الفتاوی الحديثية للامام ابن حجر الهيتمي ص ۲۴۲ / ۲۴۳ ) دغه لاندي عبارت وګورۍ :
وفي روايةِ ابن عساکر عنه : «کنتُ أطوف مع النبي (صلی الله عليه وسلم) حولَ الکعبة اذ رأيتُه صافح شيئًا ولمْ أره ، قلنا يا رسول الله ! رأيناکَ صافحتَ شيئًا و لانراه ؟ قالَ :  ذلک أخي عيسی ابن مريم انتظرته حتی قضی طوافه فسلمتُ عليه  »  . و حينئذٍ فلا مانعَ أنه حينئذٍ تلقی عنِ النبي (صلی الله عليه وسلم) أحکام شريعته المخالفة لشريعة الانجيل لعلمه أنه سينزل و أنه يحتاج لذلک فأخذها منه بلا واسطة  .
وفي حديث ابن عساکر : « ألاان ابني مريم ليس بیني وبینه نبي و لا رسول ، الا انه خليفتيْ في أمتي منْ بعدي» . وقد صرحَ السبکي بأنه يحکمُ بشريعة نبینا (صلی الله علیه وسلم) بالقرآن والسنة ، اما بکونه يتلقاها من نبینا (صلی الله عليه وسلم) شفاهًا بعدَ نزوله من قبره ، ويؤيده حديث أبي یعلی : «والذي نفسي بيده لينزلنّ عيسی ابن مريم ثم لئن قامَ علی قبري و قالَ يا محمد ! لأجيبنّه» و اما بکونه تعالی أوحاها اليه في کتابه الانجيل أو غيره ، لأن جميع الانبيآء کانوا يعلمون في زمانهم بجميع شرآئع مَن قبلهم و مَنْ بعدَهم بالوحي منَ الله علی لسان جبريل (عليه الصلاة والسلام) و بالتنبيه علی ذلک في کتبهم المنزلة عليهم ، کما دَلّ علی ذلک أحاديث و آثار ، ولا بعدَ فيما يفهم من هذا أن جميعُ ما في القرآن مضمن فی الکتب السابقة ؛ لقوله تعالی : «مصدقًا لّما بينَ يديْه منَ الکتابِ» (البقرة : ۹۷) اي کتب مَن قبله «ان هذا لفي الصحف الاولي ، صحف ابراهيم و موسی  (الاعلی : : ۱۸/ ۱۹) « وانه لفي الزبر الاولین (الشعرآء : ۱۹۶)  اي کتبهم  .

وسئل نفع الله به : هل ثبت أن عيسی بعدَ نزوله يأتيه الوحي ؟
فأجابَ بقوله  : نعم ! يوحی اليه وحي حقيقي کما في حديث مسلم وغيره عن النواس بن سمعان  .
وفي رواية صحيحة  «فبینما هو کذلک اذْ أوحی اليه يا عيسی ! اني قد أخرجت عبادا لي لا يد لأحد بقتالهم حولَ عبادي الی الطور» وذلک الوحي علی لسان جبريل اذ هوَ السفير بینَ الله وأنبيآئه لا يعرف ذلک لغيره ، وعيسی نبي کریم باق علی نبوته و رسالته ، لا کما زعمه مَن لا يعتد به أنه واحد من هذه الأمة ؛ لأن کونه واحدا منهم یحکم بشريعتهم لاينافي بقائه علی نبوته ورسالته  .
 والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery