Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-10 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د کار په وخت کی قران پاک په یاد ویل یا ذکر کول
دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۱۳۴)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : جان اغا
د کار په وخت کی قران پاک په یاد ویل یا ذکر کول
محترم مفتی ابولفضل صا حب الله ج دی په دین دنیا او اخرت کی کامیاب او خوشحاله لره زموژ او ده ټولو مسلمانانو سره
هغه بله ورځ می یوه پوښتنه درڅخه وکړه کور دی ودان جواب دی راکړی او پوهه شوم
یو څو پوښتنی نوری هم لرم
۱یوه بله پوښتنه دا ده که د مزدوری په وخت کی په یاد سره قران پاک ووایی او یا زکر وکړی یعنی چی کار هم کوی او دا هم کوی جا یز دی
۲که سړی ده کافر مزدوز وی هم نفلی عبادت نشی کولای لکه نفل لمونځ
۳ځینی ملګری ده کار په وخت کی چی کله لګ وزګار شی نو سندری اوری او یا مجلس کوی نو که په دغه وخت کی سړی نفلی عبادت وکړی جا یز دی
۴مالک خو ده فرض لمانځه اجارت کړی دی په رسمی وخت کی هم نو که زه په هغه تفریحی وخت کی فرض لمونځ وکم او کله چی زما نورو ملګرو په رسمی وخت کی فرض لمونځ کوی زه په هغه وخت کی نفل لمونځ وکم خو دوی یا مالک به نه پوهه کو م چی زه نفل لمونځ کوم دوی به وایی چی دی خو فرض لمونځ کوی آیا دا جا یز د
ډیره مننه الله ج دی ثوابونه درکړی
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه دکارکولوسره سره دالله ذکرکول یاتلاوت کول په اسلام کي نه یوازي داچي رواده بلکه دلوۍ اجراودډېرودنیوي برکتوسبب دئ په صحیح حدیث کي راغلي دي چي داسلام پیغمبربه دالله ذکرپه خپلوټولوختوکي کاوه البته که دکارکولوځای ناپاکه بدبویه وویا هلته سرودوونوبیاپه زړه کي تلاوت اوذکرکوه رسول علیه الصلوة والسلام په یوه حدیث کي چي په مشکوة کي دذکرپه بحث کي راغلَیدۍ فرمایلي دي چي هرچاکه زه له ځان سره تنهایادکړم نوزه به هغه له ځان سره يادکړم اوچاکه زه په ډله دخلګوکي کي یادکړم نوزه به هغه په داسي ډله کي یادکړم چي دده ترډله به غوره وي چي دملائکه ووډله ده البته داخیال به ساتي چي که خلګ په تکلیف کیدل اوغوږئې وتلاوت اوذکرته نه نیوَی نوپه خفیه بې کوې،اوکافرکه داسي کافرووچي له مسلمانانوسره بالفعله په جنګ اخته وونودهغه مزدوري خوبیخي نارواده اوکه داسي نه وونوشرعا دمسلمان ترمزدوري دهغه په مزدوري کي زیاته امانت داري پکارده نودهغه بې اجازې به دکارپه وخت کي نفل نکوې ،دوزګاریدوپه وخت چي ملګري سندري اوري چي کبيره ګناه ده نوپه دغه وخت کي چي ته عبادت وکړې دابه ستاددنیا اواخرت دلوی سعادت سبب وګرځي دڅلرمي پوښتني جواب دي دادۍ چي مالک پوه سي که نه سي دغه نفل کول درته روااودثواب کاردئ ـ
والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ