مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دشريروخلګوصفتونه :

دارالافتاء ابوالفضل ـ

فتو ی نمبر(۱۴۲)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  ملک عبدالاحدله عربستان څخه
 دامت مسلمه وپياوړي عالم  مولانا ابوالفضل صاحب اودبېنواوکارکونکوته السلام عليکم ، زماپوښتنه له تاسي عالیقدرڅخه داده چي داسلام له نظره په مسلمانانوکي   هغه خلګ چي داسلام دعوه ګيروي اوپه حقیقت کي اشراراوبدخلګ وي کوم خلګ دي اوصفات اوعلامې ئې کومي دي،مننه

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 

محترمه دادي ډېره ژوره اومهمه اوګټوره پوښتنه کړئې ده،محترمه بداوشریرخلګ په مسلمانانوکي دنبوي احادیثوله رویه هغه خلګ دي چي دغه صفتونه پکښي موجودوي ـ
(۱) : چي ددیني حق عالم تابعداري نه کوي ـ
(۲) : داچي له حلمناک اوعاقل سړي څخه حیااوشرم نکوي ـ
 (۳) : داچي دمشرسړي عزت نکوي ـ
 (۴) : داچي پرکشرباندي رحم نکوي ـ
(۵) :داچي په بدل کي دجهادله کفاروسره په خپل منځ کي په دنیوي اموروباندي سره جنګېږي ـ
 (۶) : داچي زړونه ئي دکافرانووي اوژبي ئي دمسلمانانووي ـ
 (۷) :داچي نه رواپېږني اونه ناروایعني داسي روا اونارواباندي بې فرقه وي لکه چي بېخي په دې باندي خبرنه وي چي داروااوداناروادئ ـ (۸) : داچي صالح سړي په دوي کي یعني له وجي دضرره ددوي په دوي کښي پټ ګرزي ـ
 (۹) : داچي خلګ پردي باندي باعثه کوي چي اسلامي عادات پرېږدي اودکفرعادات عملي کړي  نبې علیه الصلوة والسلام دپیشګويي په توګه فرمایلي دي چي داسي زمانه به پرخلګوباندي راسي چي دغه ډول خلګ به په مسلمانانوکي پیداسي، ددې خبرودثبوت دپاره ددیلمي اوداحمداوطبراني دغه لاندي حدیثونه وګورۍ

(۱) : روی الديلمي في مسنده  عن علي كرم الله وجهه قال عليه الصلاة والسلام(( يأتي على الناس زمان لايتبع فيه العالم ولا يستحيى فيه من الحليم ,ولايوقر فيه الكبير ولا يرحم فيه الصغير , يقتل بعضهم بعضاً على الدنيا , قلوبهم قلوب الاعاجم وألسنتهم ألسنة العرب , لا يعرفون معروفاً ولا ينكرون منكراً , يمشي الصالح فيهم مستخفياً , أولئك شرار خلق الله لا ينظر الله إليهم يوم القيامة ))
    (۲) :  وروي احمد والطبراني من حديث شداد بن اوس قال قال رسول الله صلي تعالي وسلم « ليحملن شرار هذه الأمة  علي سنن الذين خلوامن اهل الکتاب حذوالقذة بالقذة فهم شرار الخلق »
 والسلام ومن الله التوفیق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery