مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د توبې قسمونه :

دارالافتآء أبوالفضل .

 فتو ی نمبر(۱۴۵)


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

 

مستفتي  :  عبدالصمد صمدي  .
ځائ  :  ماسکو   .

 

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  .
محترم علامه أبوالفضل صاحب ستاسو له درانه حضور څخه ځما بله پوښتنه داده چي توبه پر څو قسمه ده  ؟ که د توبې د قسمونو تشريح راته وکړۍ مهرباني به مو وي  . د جواب په هيله  .

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب  :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین   .
محترمه وروره ! توبه په مختلفو اعتبارو سره مختلف تقسيمونه قبلوي ، په اعتبار د هغه فعل چي مسلمان له هغه څخه توبه کاږي په يوه تعبير يو قسم توبه له قطعي حرام کاره څخه ده ، او دوهم قسم توبه له هغه کاره څخه ده چي په شريعت کښي مکروه تحريمي وي ، او دريم قسم توبه له هغه کار څخه ده چي مکروه تنزيهي وي  ، او څلرم قسم توبه له داسي کار څخه ده چي په هغه کښي انسان شکمن سي چي دا به روا کار ؤ او که ناروا ، او پدې ډول نور قسمونه هم لري .
او په بل تعبير توبه پر درې  قسمه ده : اول قسم  توبه له کبيرې (غټي) ګناه څخه ده او دوهم قسم له صغيرې (کوچنۍ) ګناه څخه ده ، او دريم قسم توبه د بدعت له کار څخه ده  .

او که د توبه کونکي انسان د حال رعايت وکړ سي نو بيا بل ډول تقسيم او ويش په توبه کښي کيږي ، ملا علي قاري (رحمه الله) په شرح  د فقه أکبر کښي ذکر کړيدي چي خلاصه يې پدې ډول ده چي توبه درې قسمه ده  :
اول :  د عامو خلګو  توبه، دوهم  : د خاصو خلګو توبه  . دريم  :  توبه د هغو خلګو چي عارفين د خدائ پاک او مُوَحدين ورته ويل کيږي (عارفين او موحدين د علماوو د شریعت او د طريقت په اصطلاح کښي د الله پاک هغه بندګان دي چي تر عوامو او خواصو په لوړ او اوچت مقام کښي قرار لري) .
د عوامو خلګو توبه داده چي د ګناه له کارو څخه توبه ګار وګرځي ، او د خواصو خلګو توبه عبارت ده له دې څخه چي کله يو قسم غفلت له طاعت ،  بندګۍ او د الله پاک له ذکر څخه ورته عارض سي نو له هغه څخه دوۍ توبه وکاږي  ، او د عارفينو توبه عبارت ده له دې څخه چي هر څه چي ماسوا له الله (جل جلاله) دي د هغو ټولو له ملاحظې او التفات څخه توبه ګاره سي ، لکه  چي «ابن فارض » په يوه شعر کښی  ويلي دي  :  
وَلوْخَطَرَتْ فِيْ سِوَاکَ ارَادَةٌ - - عَلی خاطري ْسَهوًا حَکمْتُ بِردّتيْ   .
يعني کچيري تيره سي مالره په ماسوا ستا کښي اې خدايه !  يوه اراده پر زړه ځما باندي (يعني اې خدايه ! که داسي پيښه سي چي پرته له تا مي په زړه کښي د بل شي اراده پيدا سي) نو حُکم کوم زه (يعني په هغه وخت کښي) په ارتداد خپل (ګواکي زه له دين څخه مرتد سوم)  .

د ملا علي القاري الحنفي (رحمه الله) عربي عبارت  :
 ولها مراتب : توبة من المعصیة : وهي توبة العوام ، وتوبة عن الغفلة : وهي للخواص . وتسمي الاوبة ايضا ، ومنه قوله تعالي في حق الانبياء «  انه اواب »  اي رجاع الي الله بالتوبة . وفي حق الصلحاء : « فانه کان للأوابين غفورا » و توبة عن ملاحظة غيرالله ، وهي للعارفين ، والموحدين کماقال ابن الفارض : شعر  :  ولوخطرت في سواک ارادة - - علي خاطري سهواحکمت بردتي   ( شرح الفقه الأکبر :  صـ  ۱۹۳ ) .

والسلام ومن الله التوفيق  .

کاتب : ب ا ق ي .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery