Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-14 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
څوک چي په قصدلمونځ قضاکوي
دارالافتاء ابوالفضل ـ
فتو ی نمبر(۱۴۹)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : سيد .
و محترم علامه أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله کوم چي جوړ او روغ یاست ، له تاسي محترم څخه ځما اوله پوښتنه داده چي د شريعت له نګاه څخه هغه څوک څه حکم لري چي تارک د لمانځه وي او فرض لمونځ نکوي قصداً ئې قضاکوي؟
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه خدای دي ددې پوښتني اجردرکي بیخي مهمه پوښتنه ده دنښان منځ دي ویشتلَی دۍ اوخیال مي نکېږي چي درمعلومه دي نه وي صرف وکیل مي ګرځوې الله پاک دي مسلمانان له دغي برباده وونکې ګناه څخه وساتي اوډیر نارینه اوښځي په دغه عظيمه ګناه مبتلادي اوس ستا دپوښتني وجواب ته راځم
پوه سه ! چي پر دې خبره خو د ټولو مسلمانانو اتفاق دئ چي هغه څوک چي تارک د لمانځه پدې وجه وي چي د لمانځه له فرضيت څخه منکر وي کافر او مباحُ الدم دئ ، ليکن که يو څوک د تهاون ، تکاسل او سستۍ پخاطر لمونځ پريږدي نو ددغسي چا په باره کښي د علماوو اختلاف دئ ، چي بيان يې پدې ډول دئ :
د امام أحمد بن حنبل ، او په شافعيه ؤ کښي منصور فقيه او نور ډير بزرګان لکه عبدالله بن المبارک ، اسحق بن راهويه او داسي نور داسي شخص مرتد اوکافر بولي چي یولمونځ په قصدسره قضاکړي او د رِدّت په وجه سره بايد دغسي څوک قتل کړ سي .
او امام مالک او امام شافعي (رحمهماالله) فرمايلي دي چي دغسي څوک خو مُرتد نګرځي ليکن د دغه جرم د ارتکاب په وجه يې سزا داده چي بايد په قتل ورسيږي (المجموع شرح المهذب ج۳ ص ۱۶) .
او ابن شهاب زهري ، امام أعظم أبوحنيفة ، امام مزني او داؤد ظاهري (رحمهم الله) فرمايلي دي چي داسي څوک بايد قتل نکړ سي بلکي په يوه محکمه او زبردسته بنديخانه کښي دي بند کړ سي او سزا دي ورکوي تر څو چي یا توبه کاږي او يا وژل کيږي ( المغني ج۲ ص ۱۵۶/ والمجموع ج۳ ص ۱۶/ والمحلی ج۱۱ ص ۳۷۶) .
او علامه أبو محمد ابن حزم ظاهري (رحمه الله) ويلي دي چي لمونځ نکول خو يو مُنْکَر او بد عَمل دئ او د منکر ازاله واجبه ده ، لکه چي په حديث شريف کښي راځي : «من رأی منکم منکرًا فلیغيره بيده ، فان لم يستطع فبلسانه ، فان لم يستطع فبقلبه » [صحيح مسلم ج۱ ص ۵۱/ سنن نسايي ج ۲ص ۲۶۹/ سنن ترمذي رقم ۲۱۷۲] .
او ددې صورت پدې ډول دئ چي د مُنکرْ مرتکب ته بايد اول تأديبي سزا ورکړه سي او تأديبي کوړې دي ووهل سي (په حديث کښي لس کوړې ذکر دي) نو که يو څوک لمونځ نکوي نو هغه دي لس کوړې ووهل سي ، او که يې له دې سره بيا هم لمونځ نکوئ نو دا بيا بل يو نوئ منکر کار سو او لس کوړې دي بيا ووهل سي ، دارنګه تر څو چي دَئ لمونځ شروع کوي نو مسلسل دي لس کوړې وهل کيږي او د لمانځه تلقين دي ورکوي ، تر څو چي يا لمونځ شروع کوي او يا وژل کيږی ، ليکن د کوړو په وهلو کښي دي دده د وژلو قصد نکوي .
دارنګه دغه تأديبي سزا دي تر هغه پوري جاري ساتي تر څو چي د لمانځه وخت نه وي ختم سوئ ، او که د لمانځه وخت تير سو (نو چونکي دابن حزم په نزد چي کوم لمونځ د وخت په تيريدو سره قضا سي د هغه راګرځول ممکن نه دئ [المحلی ج۲ ص ۲۳۵] ) نو بيا ددغه لمانځه په وجه وده ته تأديب نه ورکول کيږي ، البته ددوهم لمانځه وخت چي داخل سي نو بيا دي تأديبي سزا ورشروع کړي ، نو څرنګه چي دغه سزا ورکول د لمانځه په وخت کښي دننه ورکول کيږي نو لهذا د لمر تر زواله وروسته دي زد او کوب شروع سي بيا تر نيمئ د شپې پوري ، او له دې وروسته (چونکه دابن حزم په نزد د لمانځه وخت ندئ [المحلی ج۳ ص ۱۶۴] ) نو وهل دي تر فجر پوري موقوف کړل سي ، او تر سپيدو راختلو وروسته که بيا دَئ له لمانځه کولو څخه انکار وکړي نو سزا دي ورکوي تر لمر راختلو پوري ، او بيا دي تر زِواله پوري وهل موقوف کړه سي ؛ ځکه چي د لمر راختو څخه بيا تر زواله پوري د فرضي لمانځه وخت نه دئ . (المحلی / مسئلة تارک الصلوة عَمدًا ج ۱۱ ص ۳۷۹) . اوپه دې اړه نورمعلومات له لاندي عربي مسالې څخه حاصل کړۍ
حکم تارک الصلاة
من ترک الصلاة منکرا لوجوبها فأنه یکفر ، لثبوتها بالأدلة القطعية ـ واما اذا ترکها تکاسلا مع اعتقاده وجوبها، فقداختلف العلماء فيه، ومذهب الجمهور أنه لايکفر، بل يحکم بفسقه ويستتاب، قال تعالي : « إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا ( سورة النساء :۴۸) .
واختلف اصحاب هذالقول في عقوبة تارک الصلاة کسلا، فذهب مالک والشافعي الي انه يستتاب حتي يصلي والاقتل حدا، واستدلوا بقوله تعالي : « فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ( سورة التوبة : ۵) .
وبقوله عليه الصلاة والسلام : « أمرت ان اقاتل الناس حتي يشهدوا ان لااله الاالله وأن محمدرسول الله، ويقيموالصلاة ويؤتوالزکاة، فأذا فعلوا عصموامني دمائهم واموالهم الابحقها ، وحسابهم علي الله » رواه مسلم (۲۲)ـ
و ذهب أبوحنيفة الي انه يعزر ویحبس حتي يصلي ولایقتل، واستدل بحديث عبدالله بن مسعود رضي الله تعالي عنه، أن رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم قال: « لايحل دم امرئ مسلم، يشهد ان لااله الله واني رسول الله ، الا بأحدي ثلاث : الثیب الزانی والنفس بالنفس ، والتارک لدينه المفارق للجماعة » رواه مسلم (۱۶۷۶) ـ
وذهب جماعة من الصحابة والعلماء الي القول بکفرتارک الصلاة کسلا واحتجوا بحديث حابررضي الله تعالي عنه ان رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم قال : « أن بين الرجل وبین الشرک والکفر ترک الصلاة » رواه مسلم (۸۲) ـ
و عن بريدة رضي الله تعالي عنه ان رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم قال : « العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة، فمن ترکها فقدکفر » ـ
و عن عبدالله بن شقيق قال : کان اصحاب رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم لايرون شيئا من الأعمال ترکه کفر الاالصلاة ـ رواه الترمذي ـ
و تأول اصحاب القول الأول هذه الأحاديث ، وحملوها علي ترک الصلاة مع جحود مشروعيتها ـ
و مع ذالک فأننا ولوقلنا بعدم کفر تارک الصلاة کسلا وتهاونا ، ولکن نقول : يخشي عليه خاتمة السوء وان يموت علي غيرالأيمان : اذالصلاة هي حصن العقيدة الحصين ، ودرعها الأمين ، فأَنَّي لتارک الصلاة ان يثبت علي الأيمان بوجه اعاصيرالزیغ والتشکک والحاد ، وهومتجردعن السلاح الرئيسي الذي يدفع به عن عقيدته ، و يصون به أيمانه ، ألا وهوالصلاة ؟ وانّي له وقدکان غافلا عن ربه سبحانه في حياته باعراض عن الصلاة ، ان يذکره حينما ينزل به نازل الموت وسکراته ـ،الفقه الحنفي فی ثوبه الجدید،ج۱ص۱۷۳
والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ