دارالافتآء أبوالفضل.
فتو ی نمبر(۱۵۲)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتية : نازيه / افغانستان / جلال اباد .
ځما نیکي هیلي او سلامونه دي ځموږ د ګران هيواد و تکړه عالم علامه محمد معين الدين أبوالفضل صاحب او د بينوا و کارکونکو ته ورسيږي .
ځما له عاليقدر مولانا صاحب څخه پوښتنه داده چي د استخارې شرعي طریقه او د هغې أهمیت راته بيان کړي نو دا به ستاسو ډيره مهرباني او غټ احسان وي . مننه
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمي خور ! استخاره د أصل لغت په اعتبار «طلبُ الخير» يعني وطلب ته د خير ويله کيږي ، او دلته مراد هغه معلوم لمونځ دئ (چي دوه رکعته نفل دي) سره له مأثوري دعا چي وروسته تر لمانځه ده .
استخاره د هغو مباحو کارو دپاره کيږي کوم چي يا نادر وي او يا نادر نه وي خو د هغوۍ په شان کښي غمخوارګي کيږي ، لکه سفر ، عمارت ، له يوې ښځي سره نکاح کول ، د يوه استاذ شاګرد کيدل ، ديو پير او مرشد مريد کيدل او داسي نور ، خو هغه شیان چي هغه معتاد او مباح (روا) وي د هغو دپاره استخاره نسته ، لکه خوراک ، چښاک وغيره ، دارنګه په هغو کارو کښي چی واجب يا حرام وي ، يا مستحب او مکروه وي استخاره نکيږي ، په ځینو د هغو شيانو کښي چي هغه خالص خير وي او په ښه والي کښي يې شک نه وي خو بيا هم استخاره پکښي کيږي لکه حج مثلا نو دا استخاره صرف ددې دپاره کيږي چي دا کار زه په کوم وخت او کوم حالت کښي سر ته ورسوم ، نه ددې دپاره چي ددې کار کول به ښه وي او که نه کول . (البذل المجهود ج۲ ص ۳۶۵ / و لمعاتُ التنقيح ج۴ ص ۱۲۹) .
د استخارې شرعي حُکم :
پوه سه ! چي ځينو علماوو استخاره کول په ذکر سوو کارو او په أمثالو ددوۍ کښي واجب بللې ده ، او ځينو علماوو د استخارې په باره کښي د مسنون لفظ استعمال کړئ دئ ، خو أصلي خبره داده چي استخاره مُستحَب کار دئ ، ليکن د مسلمان دپاره استخاره له الله (جل جلاله) څخه په مستقيم ډول د معلومات حاصلولو لاره ده .
په يوه حديث شريف کښي راغلي دي : «من شَقوة ابن آدم ترْکُه استخارةَ اللهِ (مجمع المسانيدلابن کثير ج۵ رقم الحديث ۳۲۴۱/ والترغيب والترهيب ج۲ ص ۴۷۹ ) .
يعني بعضي له بدبختۍ څخه د ځوۍ د آدم (يعني د انسان) داده چي ترک کړي (پريږدي) طلب د خير له الله پاک څخه (يعني د کارو دپاره استخاره نکوي) .
په يوه بل حديث کښي راغلي دي چي : «مَا خابَ مَنِ استخارَ ، وما نَدِمَ مَنِ استشارَ » (طبراني ) .
يعني نه دئ تاواني سوئ هغه څوک چي استخاره يې کړېده ، او نه دئ پښیمانه سوئ هغه څوک چي مشوره يې کړېده (یعني په کارو کښي له داسي چا سره چي هغه ددې وړ وي چي مشوره ورسره وکړه سي) .
د استخارې د لمانځه طريقه :
محترمو وروڼو ! د نبي (صلی الله عليه وسلم) دسنت مطابق د استخارې طريقه داده چي اول وار دوه رکعته نفل وکړه سي پدې ډول چي په اول رکعت کښي به له سورت فاتحې څخه وروسته دغه اياتونه ووايي چي : وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (68) وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ (69) وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَى وَالْآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (70)[القصص] .
او په دوهم رکعت کښي به له فاتحې څخه وروسته دغه ايت ووايي : « وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا ( الاحزاب : 36) .
او په يوه روايت کښي داسی راغلي دي چي په اول رکعت کښي دي د سورت فاتحې څخه وروسته سورة الکافرون ، او په دوهم رکعت کښي دي له سورت فاتحې څخه وروسته سورة الاخلاص ويل کيږي .
کله چي دغه دوه رکعته نفل وکړه سي نو بيا دي هغه دُعا ووايي کومه چي د استخارې دُعا ورته ويله کيږي ، دُعا داده :
اللهم اني أستخيرکَ بعِلْمِکَ وأستقدِرُکَ بِقُدْرَتِکَ وأسألُکَ مِنْ فَضْلِکَ الـْعَظيْمِ ، فانّکَ تَقْدِرُ ولاأقْدِرُ وتَعْلَمُ ولا أعْلَمُ وأنتَ علّامُ الـْغيوبِ ، اللـــهُمّ انْ کنتَ تَعْلمُ أنّ هذا الـْأمرَ (دلته دي د خپل کار ذکر وکړي) خيرٌ لِيْ فِيْ دينِيْ ودُنيايَ ومَعَاشِيْ وَعَاقبَةِ أمْرِيْ وَعاجلِ أمريْ وآجِلِه ، فاقدِرْه لِيْ ويَسِّرْه لِيْ ، ثُمّ بَارِکْ لِيْ فيْه ، اللهم وانْ کنتَ تَعْلَمُ أنهُ شرّ لِيْ فِيْ دينِيْ ودُنيايَ ومَعاشِيْ وعاقبَةِ أمرِيْ فَاصْرِفْنِيْ عَنْه وَاصْرِفْه عَنِّيْ ، وَاقْدِرْ لِيَ الـْخيْرَ حَيْثُ کانَ ، ثُمّ رَضِنِيْ بِه
خو دلته ویو څو خبرو ته بايد فهم وسي : اوله خبر دا چي تر دغه دُعا له مخه ددغو کلماتو ويل مُسْتَحَب کار دئ : «اللهُمّ رَبّنَا لَکَ الـْحَمْدُ حمدًا کثيرًا طَيِّبًا مُبارَکًا فِيْه ، وَ صَلِّ وَ سَلِّمْ عَلی سَيِّدِنا مُحمدٍ وآلِه وصَحْبه أجْمَعين » . بیا به دغه قرآني دُعا يو ځل ووايي : « رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا (الکهف : ۱۰) او وروسته به بيا دغه بله قرآني دُعا چي : « رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي (25) وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي (26 طه ) درې واره ووايي ، له دې څخه وروسته به د استخارې دُعا درې واره ووايي ، بيا به آمين درې واره ووايي ، بيا به دغه توري ووايي : «ولَکَ الـْحَمْدُ يَا رَبّ الـْعالَمينَ وَ صَلِّ وَ سَلِّمْ عَلی سَيِّدِنا مُحمدٍ وآلِه وصَحْبه أجْمَعين ، بِرَحْمَتِکَ يَا أرحَمَ الرّاحِمیْن » .
[قطب الارشاد ص ۲۷۵ ، ۲۷۶] .
په «شرح شرعة الاسلام» کښي راغلي دي چي د استخارې په اړه چي له مشايخو څخه څه اوريدل سويدي دادي چي استخاره کونکئ دي وروسته له ويلو د دُعاد استخارې په اوداسه سره پداسي حال کښي چي مخ يې وقبلې ته وي بيده سي ،نو کې چيري په خوب کښي سپين والئ يا شين والئ وليدئ نو کوم کار چي دَئ يې اراده لري هغه ورته خير دئ ، او کې چيري توروالئ يا سوروالئ وليدئ نو د هغه کار کول دده دپاره شر دئ او ځان دي ورڅخه وساتي (الشامي ج۱ ص ۶۴۳) .
تر (۷) وارو پوري استخاره کول :
کچيري د استخاره کونکي ويوه طرفته سينه نسوه خلاصه نو استخاره دي متعدده او مکرره کړي تر څو چي واوو وارو ته ورسيږي ، لکه چي ابن سني له حضرت أنس (رضي الله عنه) څخه روايت کړئ دئ چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل : «يا أنس ! اذا هممتَ فاستخر ربکَ سبع مراتٍ » . او کچيري په اوم وار هم د استخاره کونکي شرح صَدر نه وسو او يوه طرف ته يې زړه نه تلئ نو وده ته اختیار دئ چي هر طرف يې زړه غواړي هغه دي وکړي ، خو پدې شرط چي دواړه طرفه جائز او روا وي .
ابن کثير (رحمه الله) پدې اړه ويلي دي چي په تحقيق سره الله پاک مؤمنان پدې سره أمر کړیدي چي کله چي دوۍ د خپلو کارو په کولو کښي مترددين او شکمن سي نو طلب او غوښتنه د خير دي کوي له الله پاک څخه .
پدې ډول چي اول دي د الله پاک عبادت او بندګي وکړي بيا دي په هغه کار کښي چي دوۍ يې اراده لري له الله تعالی څخه د خير سوال وکړي ، لکه چي امام أحمد ، بخاري او أصحابو د سننو له جابر بن عبدالله څخه روايت کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) به موږ ته پدې ډول په کارو کښي د استخارې تعليم کوئ لکه چي د قرآنکريم د یو سورت ښوونه بې راته کوله ، او ویل بې چي : «اذاهم أحدکم بالأمر فليرکع رکعتين من غير الفريضة ثم ليقل :
اللهم اني أستخيرکَ بعِلْمِکَ وأستقدِرُکَ بِقُدْرَتِکَ وأسألُکَ مِنْ فَضْلِکَ الـْعَظيْمِ ، فانّکَ تَقْدِرُ ولاأقْدِرُ وتَعْلَمُ ولا أعْلَمُ وأنتَ علّامُ الـْغيوبِ ، اللـــهُمّ انْ کنتَ تَعْلمُ أنّ هذا الـْأمرَ (دلته دي د خپل کار ذکر وکړي) خيرٌ لِيْ فِيْ دينِيْ ودُنيايَ ومَعَاشِيْ وَعَاقبَةِ أمْرِيْ . او قال : وَعاجلِ أمريْ وآجِلِه ، فاقدِرْه لِيْ ويَسِّرْه لِيْ ، ثُمّ بَارِکْ لِيْ فيْه ، اللهم وانْ کنتَ تَعْلَمُ أنهُ شرّ لِيْ فِيْ دينِيْ ودُنيايَ ومَعاشِيْ وعاقبَةِ أمرِيْ فَاصْرِفْنِيْ عَنْه وَاصْرِفْه عَنِّيْ ، وَاقْدِرْ لِيَ الـْخيْرَ حَيْثُ کانَ ، ثُمّ رَضِنِيْ بِه .
[لفظ أحمد/ وقال الترمذي هذا حديث حسنٌ صحيحٌ غريبٌ لانعرفه الا من حديث ابن الموالي وقدروی حديث الاستخارة غير واحد منَ الصحابة (رضي الله عنهم) کما رواه ابن أبي الموالي ، وقد جآء من رواية أبي أيوب وأبي سعيد وأبي هريرة وابن مسعود وغيرهم ، وليس في حديث منهم ذکر الصلوة الا فی حديث أبي أيوب ولم يُقَید برکعتين ولا بقوله من غير الفريضة . أنظر بذلُ المجهود ج۲ ص ۳۶۵ ] .
قال الشامي (رحمه الله رواه الجماعة الا مسلما (شرح المنية) و معنی «فاقدره» : اقضِ لي وهيئه ، وهو بکسر الدال وبضمها ، وقوله «او قال عاجل أمري» شکٌ منَ الراوي . قالوا : وينبغي لن يجمع بینهما فیقول : «وعاقبة أمري وعاجل وآجله » وقوله : «ويسمی حاجته» قال الطحطاوي : اي يدل قوله هذا الأمر آه .
کذا في أحکام القرآن للسيد عبدالشکور (نورالله مرقده) ج ۱ ص ۲۳۳ .
والسلام ومن الله التوفيق .
کاتب : ب ا ق ي .