دخپریدو نیټه : 2004-09-07 مخپرونکئ : عبدالله احسان
وسله والي ټلوالي ته بايد دپای ټکی کښېښول شي
ډاکټر طارق رشاد
ډاکټر طارق رشاد / هالنډ
افغان کړېدلی ولس چي د سولي له هر نوښت څخه تر څو له هغه ناهيلی شوی نه دی ملاتړ ښيې ، اوس لا هم هيله من دی چي جګړه ژر تر ژره ختمه ، نېمګړتياوي رفع ، د عادلانه او رښتيني سولي پرلور ګام واخستل شي ، نه (( د منفي سولي )) لپاره چي پراخه جګړه نه وي ، خو د جګړې (( بالقوه ځواکونه )) په ټولنه کي موجود اوولس يې يرغمل کړي ، او هم کله کله په سيمه کي دخپل واک د غزېدو لپاره جګړې پېښوي ، له مرکز څخه فرار او قومندان سالاري اوملک الطوايفۍ ته لمن وهي ، او مرکز هم تر فشار لاندي راولي ، څو امتيازات واخلي ، القاب تر لاسه کړي ، خپلي کوچنۍ سيمي په لويو اداري واحدونو بدلي ، بې انډولي او ملي بېباوري رامنځ ته کړي ، او يوازي د بهرنيو ځواکونو څخه د بېري په خاطر د څه مودې لپاره پر ځای کښيني او جګړې د پراخ بالفعله حالت څخه ډډه وکړي، چي دا ډول هڅي د حل لار نه ده اوهم هيڅکله رښتينې سوله نه سي رامنځ ته کولای .
ځکه دا ډول هڅي د واک انحصار ، پوځي سياست ، د مرکز اويو موټي ملت په وړاندي سيمه ايزي واکمنۍ ، بې انډولۍ ، وېشنه اوپاشنه رامنځ ته کوي او کله کله په پټه ، د دواړو ډلو اوددوی د ملاتړو په مصلحت دا شخړي رامنځ ته سوي وې ، څو ولس لوټ اوتالان کړي ، قومي شخړي راوياروي او د هغو مظلمو خلکو چي په دواړو خواوو کي ښکلېل نه وي پر سر، مال اوپت تيری وکړي او دهغه په پايله کي د لويي سطحي قومندان ددې پر ځای چي ورټل شي له مرکز څخه نور امتيازات هم تر لاسه کړي .
د خواشينۍ خبره خو لاداده ، ځيني چي ځانونه روڼ اندي ( روښنفکران ) هم بولي او دوينا د ازادۍ ، ولسواکۍ ، ټولنيز عدالت او مدني ټولني د جوړېدو نارې هم وهي ، خو د قومي ، نژادي، مذهبي ، ژبني او سيمه ايزو اړيکو پر بنسټ نه يوازي د جګړه مارو او د جنګ اوفساد د ډلو او مشرانو ملاتړ کوي بلکي ، که څوک د هغو غندنه او دخپلو انساني ، ملي اوافغاني حقوقو دفاع وکړي اوحقايق څرګند کړي اويوه او بله پلمه يې د څارنوالۍ ياجګړه مارۍ تر منګولو رسوي .
که د نشه يي توکو سره په تړاو کي ددا ډول پوځي ، وسله والو هڅو اوددوی دمتعصبو ملاتړو مخنيوی و نه شي اودوی ته نور امتياز هم ورکړه شي په سيمو کي دواک انحصار ، پوځي سياست ، دجګړې اوغچ اخيستني فرهنګ ، قومي ، نژادي ، مذهبي ، ژبنۍ ، او سيمه ايزي کرکي له مرکز څخه سرغړوني ، د مرکز له ټاکونو سره مخالفت اوپه خپل سرټاکني ، ملک الطوايفي پياوړې کوي او هيواد پر جزايرو ويشي خو ددې دپاره چي (( د رښتيني سولي )) پرلور ، نه دمعاملې پر لار روان شو ، نو لازمه ده دجګړې مخنيوی د رښتينو ولس ډله ايزو ملي _ سياسي اوټولنيزو _ کلتوري هڅو په وسيله تر سره او دجګړې (( بالقوه ځواکونه )) د بې پرې لوري له خوا په رښتينې اوبشپړه توګه په مرکز او نورو سيمو کي بې وسلې شي او (( د بالقوه شخړو )) دحل له پاره بې پرې ملي هڅنده اړيکي اود ولس سره رښتينې پلان شوې همکاري او جوړونکي هڅي (( درښتيني سولي )) خاکه يامنځپانګه وګڼل شي او دوګړو او ولسي ډلو تر منځ ازاده همکاري د امنيت ، ولسواکۍ ، ازادۍ ، ټولنيز عدالت او ملي ټولني دجوړېدو پر بنسټ رامنځ ته او په دغو ګډو ملي هڅو کي دوسله واکۍ ، پاټکسالارۍ ، جګړه مارو اوملي ضد ډلو اواشخاصو پر ضد پراخ او افغاني کار تر سره شي ، ځکه داوسنۍ وضع په پام کي لرلو سره ددې اړتيا شته چي د پخوانيو اختلافاتو په ليري کولو سره پر نوي فکري بنسټ چي پر ملي تفکر ولاړ وي ټول رښتيني افغاني، ملي _ سياسي اوټولنيز _ کلتوري شخصيتونه اوډلي که په هيوا کي دننه او يا دباندي دي د پيوستون ږغ پورته کړي ، او راتلونکو ټولټاکنو ته چي د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره تر سره کيږي چمتو والی وښيي ، اوداسي څوک د ولسمشرۍ اوپارلمان لپاره وټاکي چي پر ملي ارزښتونو او ولسواکۍ باور ولري او داسلام د سپيڅلي دين په رڼا کي دملي او مدني ټولني پر لور ګام واخلي .