مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-14   مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي

مسلمانان ټول د يو بدن مثال لري

قدوسي سليمانخيل

مسلمانان ټول د يوه جسم حيثيت لري دایو اسلامي اصل دی او مسلمانان په دې مکلف دي چي دا اصل په خپل ورځني ژوند کي عملي وګرځوي ،زمونږ  د ستونځو اساسي لامل دا دی چي مونږ  په انفرادي شکل خو هریو د خپلو ستونځو د هوارولو او د منافعو د ساتلو لپاره تل لګیایو خو د بل مسلمان ورور ستونځي خپلي او د هغه ګټي خپلي ګټي نه ګڼو چي د همدې عمل په اساس ځانځاني او د انانیت رنځ ددې اصل ځای نېولی دی  په مونږ لازمه ده چي زمونږ  ټول كړه  وړه باید ددې احساس  څرګندوی وي چي د اسلامي امت هر وګړی خپل تن  او د اسلامي نړۍ هره ټوټه خپله خاوره وګڼو ،  ژبني ، نژادي ، سېمه ایز او جغرافبایي بندرونه زمونږ تر مېنځ درزونه وانه چوي ،  زمونږ معاملات ، راشه درشه ،  تعلقات ، خپلوي ، رفاقت او ملګرتيا او راکړه  ورکړه مقصد داچي هرڅه بايد له دي احساس ځخه برخوردار وي ددي احساس په درلودلو سره ديوبل منافع خوندي ْوساتو او له يو بل ځخه تك يف او ستوماني لري كړو دا احساس له مونږ څخه مطلوب دی او په دې احساس هم الله تعالى خوشاله كيږي او هم په ژوند كي لذت پيدا كوي.

عن نعمان بن بشير قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم يقول مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم كمثل الجسد الواحد إذا اشتكى عضو م نه تداعى له سائر الأعضاء بالحمى والسهر. (مسلم)

نعمان بن بشير رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د مس مانانو مثال په  خپلوي ، زړسوي او همدردي كي د يوه بدن دی  كله چي د جسم يو اندام درد کوي  ټول جسم ْور سره بيخوبه او ناقراره وي .

فقهاء وایي که په ختیځ کي د کفارو له خوا یوه مسلمانه ښځه اسیره شي او د هغه ځای مسلمانان یې له خلاصولو ځخه بېوسه وي د لوېدیز په مسلمانانو دا فرض ده چي د هغې آزادولو ته ور ودانګي همدا راز که د اسلام په خاوره د کافرانو له خوا تېری وشي او اشغال شي  او د هغه ځای مسلمانان یې له آزادولو څخه عاجز وي په ټولو مسلمانانو د هغې خاوري آزادول فرض عین دی .

د اسلامي اخوت مثا ونه زیات دي او په کتابونو کي یې تفصیل ذکرشوی دی چي  ذکرشوی حدیث شریف یې خلاصه ده په دې معنا چي هر مسلمان خواه که هغه هرڅوک وي مونږ یې باید د خپل تن یو اندام وبولو د هغه خوشالي خپله خوشالی وګڼو او د هغه غم خپل غم وګڼو.

عن أبي موسى قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا و شبك أصابعه.  ( متفق عليه)

ابو موسى الاشعري رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : يو مسلمان د بل مسلمان لپاره د عمارت مثال لري چي يوه خښته ئي بله خښته راټینګوي او( او د مثال په توګه)  ديوه لاس ګوتي ئي د بل لاس په ګوتو كي بندي كړې.

 دامعنا چي يو مسلمان د بل مسلمان پاره دا سي كومكي او پشتيبان وي لكه ديوه تعمير خښتي چي يوه دبلي پشتيبان وي او اسلامي ټولنه هم د يوه تعمير مثال لري چي افراد ئي د خښتو رول لوبوي كه خښتي يوه له بلي سره ْونه نښلي تعمير كله هم نه درېدلای شي او نه ب پړېدلای شي په همدي شكل اسلامي ټولنه تر هغه وخته تحقق نشي موندلای چي تر څو افراد ئي يعني مسلمانان د يو بل په څنګ كي ْو نه درېږي او یو بل ځانته نژدې نکړي .

کله چي یو مسلمان په دې عقېده ولري چي اسلامي امت ټول یو بدن دی او مونږ مسلمانان یې بېلابېل اعضاء او اندامونه یو بیا به له هغه سره ضرور د ټولو مسلمانانو د ستونځو فکر وي او تل به زیار باسي چي په هغو ممکنو وسایلو سره چي په لاس کي یې لري د هغوی د ستونځو په له مېنځه وړلو کي اغېزمن قدمونه واخلي .

دا چي ځیني مسلم انان په دې غلط فهمي اخته دي چي که د مثال په توګه یو عرب وویني چي په غیر عربي هېواد کي د اسلام د دښمنانو په وړاندي جنګېږي وایې ولي همدغه عرب په خپله خاوره کي جهاد نه کوي هغوی ولي فلسطین ته نه ځي ، دا منتقدین وروڼه باید د یو مسلمان په صفت په دې پوه شي چي دا اسلامي خاوره هم د هغه مسلمان ورورخپله خاوره ده او هغه همدې اسلامي احساس دلته راوستلی دی چي ددې ځای مسلمانان خپل وروڼه او خپل بدن بولي او خاوره یې خپله خاوره ګڼي په همدې شکل مونږ ته په کارده چي که د نړۍ په هرګوټ کي د مسلمانانو خاوره د یرغلګرو کفارو تر تجاوز لاندي وي هغه په خپله خاوره تېری وګڼو ، د هغوی ویر خپل ویر وګڼو  دهغوی د درد احساس وکړو د هغوی د بریالیتوبونو لپاره دعاګاني وکړو چي دا د هر مسلمان مقدور دی ، کشمیر،  فلسطین ، عراق،  افغانستان ، سودان اود اسلامي نړۍ په هرځای کي چي کفار لاسوهنه کوي که د مسلحانه مقاومت توان په مونږ کي نه وي د هغوی د نصرت لپاره یو خیر و خیرات  او دعا خو کولای شو. هسي هم دا دنیوي ژوند یو ټاکلی وخت دی چي تل پایښت نلري او چي کله سترګي پټي شي بیا به دا ژوند او د هغه ماجری هسي د اوبو په مخ یوه کرښه وي چي له نیک عمل او اسلامي احساس څخه علاوه به هرڅه زمونږ د غاړي طوق وي ، او له مونږ څخه به د قیامت په ورځ ا له تعالی ددې هرڅه پوښتنه کوي الله تعالی فرمایي: .

إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ ُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَاْ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ 

په رېښتیاسره چي همدغه اسلام ستاسو امت دی یو امت دی او زه ستاسو پروردګار یم زما عبادت او بندګي کوۍ .

دا زما خود ساخته خبري نه دي دا د اسلام د اجتماعي نظام غوښتني دي ، دا دقر نکریم او نبوي احادیثو مدلول دی همدا راز د ا د اسلام د روح او جسم آواز دی چي مسلمان ور ته متوجه کوي  . مسلمان که د ملت آواز وچتوي نو موخه یې باید اسلامي ملت وي او که د قوم آواز وچتوی نو منظور یې باید مسلمان قوم وي او که د عقیدې او اېډیالوژي خبري کوي نو محور یې باید اسلام وي  .

همدا از  یو رېښتنی پوه او باشعورمسلمان تل باید له داسي حرکتونو څخه لېري واوسي چي هغه د اسلامي امت وحدت ته زیان رسوي هغه که خبري کوي او که فکر او سوچ وهي او که څه لیکي مقصد دا چي که په هر موقعیت کي قرار لري خو نصب العین یې باید یواځي د اسلامي امت وحدت او د هغه مجد او برم ته رسېدل او اعلاء کلمة الله وي هغه ته مادي ګټي او شه ت او د مقام ساتل باید ارزښت ونلري او یواځي د الله تعالی رضا تر هرڅه لوړه او ارزښتمنه وګڼي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery