اتباع الهوی په انسانانوكي د نورو فطري غرائزو په شان يوه طبيعي غريزه ده چي له حق څخه د
انحراف او د ګناهونو د ارتكاب سبب كېږي د ګڼ شمير اجتماعي شخړو عوامل همدغه دنفس د خواهشاتو پيروي او د خپلي
ايي اتباع تهيه كوي دې ته اتباع الهوى په كتابونو كي وائي ددي رنځ معلومات په دي شكل كيږي چي كله مونږ يوه د حق
خبره واوريدله اويا په بله كومه وسيله حق راته څرګند شو او زمونږ زړه د هغه حق خبري خلاف كومه غوښتنه ْوكړه كه مونږ هغه د خپل زړه خبره ْومنله او هغه مو حق ْوګڼله نو دنفساني خواهش اتباع
به مو كړي وي د دې رنځ علاج دا دي چي كله هم دا مونږ ته معلومه شوه چي زمونږ قول او يافعل د الله تعالى د حكم خلاف
او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له تګلاري او لارښوونو سره تطابق نه لري بايد فورا تائب شو او هغه قول وفعل
پريږدو او دالله تعالى او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم حكم ته غاړه كېږدو او عمل ور باندي وكړو په هغه صورت
كي به مونږ دنفس د غوښتنو پيروي نه وي كړي كه څه هم په ظاهري شكل د حق منل او غاړه ْورته ايښودل زمونږ په ګټـه
نه وي او په هغه كي زمونږ د نفس ذلت او شكست وي او يا زمونږ مالي نقصان وي خو په حقيقت كي زمونږ په دې وجه په هغه
كي ګټـه ده چي په اسلامي تشريعاتو كي د مسلمانانو منافع او د ټولني نيكمرغي مضمره او پټه ده او الله تعالى له
مْومن بنده څخه د حق په اتباع ډېر خوشاله كېږي او د حق پيروانو ته ئي دجنت زيری ْوركړی دی. الله تعالى فرمائي :
وأما من خاف م
قام ربه ونهى النفس عن الهوى فإن الجنة هي المأوى*
او هغه څوك چي د الله تعالى په حضور كي له ْودريدلو ځخه ْوويريدلو او
خپل ځان ئي د باطلو ارزوګانو له پيروي ځخه راْوګرزولو نو په ريښتيا سره جنت د هغه د پناه ځای دی .
الله تعالى نه یواځي دا چي م
ونږ د نفساني غوښتنو له اتباع څخه منع کوي بلکه هغه عوامل چي انسان د انحراف لورته بیایې لکه هغه ناصالح ملګري
چي د نفس د خواهشاتو پيروي كوي او حق ته غاړه نه ږدي د هغوی له اطاعت او ملګرتیاڅخه
مو هم منع کوي الله تعالى فرمائي:
ولا تطع من أغفلنا قلبه عن
ذكرنا واتبع هواه وكان امره فرطا*
او د هغه چا خبره مه منه د چا زړه چي مونږ له خپله ياده ځخه غافل كړی دی او د خپلو ا
زوګانو پـيروي كوي او د هغه كار سراسر سره په نقصان کي دي .
همدا راز لاندي نبوي لارښوونه د هغه انسان کمزوری شخصیت معرفي
کوي څوک چي د نفس د خواهشاتو په جال کي راګېر وي او نشي کولای د خپل نفس اتباع پرېږدي او د حق په لاره قدمونه کېږ
دي .
عن شداد بن أوس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الكيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت والعاجز من
تبع نفسه هواها ثم تمنى على الله. (المستدرك)
له ابي يعلى شداد بن اوس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي
سول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل هوښيار هغه څوك دي چي له ځان سره حساب ْوكړي او له مرګ ځخه دوروسته ژوند
لپاره كار ْوكړي او كمزوری هغه ځوك دي چي د خپل نفس د خواهشاتو پـيــروي كوي او د الله تعالى د رحمت اميد ئي
ساتلي وي.
دا داسي مثال لري
لكه ځيني كسانوته چي د يوه نيك كار ووائي هغه د خپل نفس په مقابل کي د بېوسي په وجه هغه نيك كار ته ځان نشي ټېنګو
ای خو په جواب كي درته وائي چي الله تعالى غفوررحيم دي.
شاعروائي:
نفْسَك قد أعطيتَها مُناها ......... فاغرةً نحْو مناها فاها
خپل نفس ته د ټولي غو ښتـني او آرمانونه ور پـوره كړي دي او نو
و آرمانونواو خواهشاتو ته ئي هم لاخوله خلاصه نيولي ده. مقصد دا چي نفس كله هم تاته دا نه وائي چي بس نور زما
خواهشات نشته او نه کله د هغه غوښتني پای ته رسېږي .
منصور الفقيه (رح) وائي:
إنّ المرآة لا تُريك ................. خُدوشَ وجهِك في صَداها
وكذاك نفسُك لا تريكَ ............... عيوبَ نفسِك في هواها
لكه څرنګه چي كله هینداره چټله او زنګنه وي د مخ داغونه
نه په كي ښكارېږي په همدې شكل چي كله انسان د نفساني خواهشاتو د اتباع په رنځ اخته وي خپل عيبونه نه ْورښكارېږي
.
بل شاعر وائي::
إنَّ الهوانَ هو الهوَى جُزم اسم
ُه................ فإذا ركبت هوًى لقيت هَوانا
حقیقت خو دادی چي د هوان (سپكه او ذلت) توری عين هوا(د نفساني خواهشاتو اتباع) دي چي صرف له نوم
ځخه ئي نون قطع شوي دي نو چي كله هم په هوا( نفساني آرزو ) سپــور شوي هوان ( سپکي ) ته ْورسيدلي.يعني چي كله د هم د نفس د آرزوګانو پوره كول د ْوغوښتل نو له
لت او سپكي سره به مخامخ ئي.
انسان هغه وخت د خپلي رايي او نفساني خواهشاتو اتباع كوي او حق خبره غوږ ته نه پرېږدي كله چي هغه خپل ځان
پوره او بشپړ ْوبولي اوخودبين شي او خودبيني هم يو اخلاقي رنځ دي خودبيني دا معنا لري چي انسان خپل ځان تر ه
چا هوښيار او پوه وبولي او خپل عيبونه او نواقص نه ويني اونور خلګ ټول ورته نیمګړي
او کم عقل ښکاري ، نو کله چي یو څوک خپل ځان بشپړ وګڼي او نور کسان ورته ناپوه او کم عقل ښکاره شي هغه بیا کله د
چا حق خبري ته غوږ نیسي .
قال ع
يه الصلاة والسلام من عرف نفسه فقد عرف ربه (التيسيربشرح الجامع الصغير)
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : چاچي خپل ځان ْوپيژندلو هغه الله تعالى هم ْوپيژندلو ددي حديث شريف په ت
ريح كي تفسير كبير ليكلي دي:
والمعنى من عرف نفسه بالضعف وا
قصور عرف ربه بأنه هو القادر على كل مقدور ومن عرف نفسه بالجهل عرف ربه بالفضل والعدل ومن عرف نفسه باختلال الح
ال عرف ربه بالكمال والجلال (التفسيرالكبير)
ددې عباراتو مفهوم دادی چي كه چاخپل ځان په كمزوري او بيوسي سره ْوپيژندلو الله تعالى به
په قدرت او قوت سره ْوپيژني او څوك چي خپل ځان په ناپوهي او كم علمي سره ْوپيژني ال
ه تعالى به په كمال دعلم او احسان او عدل سره ْوپيژني اودچاچي په خپله بېوسي او کمزورې یقېن شولونوپه دې به یي
هم یقین شي چي الله تر هرچا ستر مقتدراولوي ذات دي او پوره دي .
وفي الأخبار أن الله تعالى أوحى إلى داود اعرف نفسك واعرفني فقال يا رب كيف أعرف نفسي وكيف أعرفك فأوحى
الله إليه اعرف نفسك بالضعف والعجز والفناء واعرفني بالقوة والقدرة والبقاء (تفسير البغوي)
الله تعالى داوود عليه السلام ته ْوويل چي
خپل ځان ْوپيژنه او ما ْوپيژنه داوود عليه السلام ْورته ْوويل اې زما پروردګاره خپل ځان به څرنګه پيژنم او تا
به څرنګه پيژنم؟ الله تعالى ْورته ْوفرمايل: چي خپل ځان په
بېوسي كمزوري او فناكيدلو سره ْوپيژنه او ماپه قوت ، قدرت او په دائمي بقاسره
ْوپيژنه.
قال أبو علي ا
وراق آفة الناس قلة معرفتهم بقدر أنفسهم قيل لبزرجمهر أي العيوب أعظم قال قلة معرفة المرء بنفسه. (محاضرات ال
دباء)
ابوعلي الوراق
وائي چي په خلګو كي لوی مصيبت دا دی چي د خپل ځان قدر او منزلت نه پـيژني بزرجمهر ته چا ْوويل چي لوي عيب كوم دي ؟ هغه په ځواب كي ْورته ْوويل دا
چي سړی خپل ځان نه پــيژني.
داچي يو څوك خپل ځان پوره ګڼي او خپل عيبونه نه ْورښكاري نو په هغه وخت كي د په
دي پوه شي چي دا ئي د هلاكت مقدمه دي او چي كله يو څوك په دي رنځ اخته شي بيائي د حق له ليدلوځخه سترګي ړندې شي او
غوږونه ئي د حق له اّوريدلو ځخه كاڼه شي او دزړه بصيرت ئي ختم شي.
شاعر هغه چاته چي په دې رنځ اخته وي
وائي:
ما النّاسُ عِنْدَك غيرُ نفسِك وَحْدَها........ والناسُ
عندَك ما خلاكَ بَهَائِمُ
خلګ خو تاته هيڅ هم نه ښكارېږي يو خپل ځان وينې او له ځانه پرته نور ټــول خلګ څاروي او حيوانان درته ښكارېږ
ي .
چي په رنځ د خودبيني باندي اخته
وې .............. خود به ښكاري درته نور ځيناوران
متنبي شاعر وائي:
ومنْ جهلَتْ نفسُه قدرَه .................... رأى غيرُه منْه ما لا يَر
څوك چي په خپله د
خپل ځان قدر نه پــيژني نو نور خلګ به ئي هغه عيبونه ويني چي په خپله به ئي نه ويني.د خود پسند انسان په هكله
یوبل شاعر وائي:
كِبْر بلا نسب تِيه بلا حسب................. فخر ب
ا أدب هذا هو العجبُ
او
مائي داسي تر جمه ْوكړه:
نه د پوهـه نه دمال شته ئي له ذاتـه سپـوټکی
نه د رنــګ او نه د خوي شته ته په څه شوي مېړنی
والنّفْسُ راغبةٌ إذا رغّبتَها ........................ وإذا تُرَدُّ إلى قليلٍ تَ
ْنَعُ
نفس
ته كه دغو ښتني ْور پوره كولې نوري هم غواړي او كه د په لږ څه ګوزاره ْور كوله بيا قناعت كوي .
بل شاعر وائي:
دخولك من باب الهوى إن أردته.................. يسير ولكنّ الخروج عسير
د نفساني خواهشاتو په دروازه چي د كله هم ْورننوتل
ْوغوښتل آسانه دي خو ليكن بيرته ځيني راْوتل ګران او مشكل كار دی .
په دې اساس مونږ ته په کار ده کله چي په دې پوه شو چي په خود
بیني باندي اخته شوي یو باید فورا الله تعالی ته توبه ګارشو او د خود بیني علاج دا دی چي کله مو یوه داسي خبره
وا ورېدله چي د هغې منل د اسلام غوښتنه وي ولو که د یوداسي چا له لوري وړاندي شي چي هغه زمونږ په فکر ناپوه
انسان وي او یا زمونږ په خیال زمونږ خیر خواه نه وي باید هغې خبري ته د قدر په سترګه وګورو او ویې منو او که زم
ونږ زړه د هغې خبري مقابل لورته کش کوي باید د خپل زړه غوښتنه ونه منو په دې صورت کي به مونږ د حق اتباع کړي وي
او د نفس اتباع او خودبیني ته به مو شا کړي وي .
اې الله تعالی حق راته حق څرګند کړې او د منلو توفیق یې را په برخه کړې او باطل
راته باطل څرګند کړې او ور څخه ومو ساتې لویه ربه د زړونو واک یوازي له تاسره دی (آم
ین)