مونږ ته چي كله هم يو څوك يوه خبره را ورسوي او يا د يو چا شكايت وكړي او يا زمونږ م
تعلق د بل چا خبره را ورسوي خواه كه دا كس هر څوك وي كه زمونږ له خپلوانو ځخه وي او يا
له د باندي ځخه وي ، مخكي له دې چي د هغي خبري تحقيق ْوكړو او هغه خبره په ځاي ورسوو
، فورًا ئي تصديق كـوو ، سمدلاسه انفعالي كېږو، خپل اعصاب له لاسه ْوركوو او غصه مو
په كوګل كي په ایشېدو راځي حال داچي دازمونږ لوي نقص او کمزوري ده او اسلام مونږ له دې عکس العمل څخه منع کوي.
xml:namespace prefix = o ns = "urn:schemas-microsoft-com:office:office" />
علماء كرام فرمائي چي د هغي اصلاح په دي شكل په كار دي
چي په لومړي قدم کي مونږ هغه كس چي خبري رسوي په دې كار وترټــواو دا د خبررسولو كار د هغه تر پام وربد كړو
او د خبر رسولو د ګناه ديني اړخ هغه ته روښانه كړو.
په دوهم قدم كي خبر رسان شخص قراّن كريم فاسق
بللي دي او د فاسق سړي په خبره يقين كول په كار نه ده مونږ هم بايد د هغه خبره زړه ته
نه پريږدواو ترڅو چي مو تحقیق نه وي کړی هغه خبر دروغ وګڼو او يقين ورباندي ونكړو
الله تعالى فرمائي :
يا أيها الذين آمنوآ إن
جاءكم فاسق بنبأ فتبينوا أن تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على ما فعلتم نادمين.
اې د ايمان
خاوندانو كه تاسوته يو فاسق انسان يوه خبره راورسوي نو (مخكي له دې چي په يوه عكس ا
عمل لاس پوري كړۍ) دهغي خبري تحقيق او پخلی وكړۍ داسي نه وي چي يو قوم ته په ناخبري كي تكليف ْورسوۍ او بيابه وروسته په هغه څه چي كړي مو وي پښيمانه ياست.
دريم دا چي مخكي له دي چي په يوه
مشخص عكس العمل لاس پوري كړو اول په كار دا ده چي د دي خبري په اړه هراقدام تر هغه
وخته پوري وځنډْوو تر څوچي زمونږ اعصاب نورمال حالت ته راګرزي کله چي مو مازغه
ساړه شولو بيا خو بايد هغه خبره كه ډيره نقصاني نه وي پريږدو او كه زياته خطرناكه وي بيا په كارده د هغې خبري
تحقيق ْوكړو چي آيا كومه خبره چي ماته دې سړي راورسوله دا ريښتيا ده او كه درواغ ؟
داسي نه چي
په ناخبري كي د غصي په حالت كي له انسان ځخه یوداسي كار پــيښ شي چي بياپه راتلونكي كي ورباندي پښيمانه وي پښتانه وائي: اول خپل غوږ ګوره او وروسته بيا په سپـي پسي ځغله. ددي سړي بد ايسول په كا
دي ځكه چي د هغه دا عمل د الله تعالى بد هېسي ، له خبررسوونكيو كسانو سره ناسته و
اړه انسان په تشويش او پريشاني كي اچوي او انساني ټولنه په بد مرغي اخته كوي دا ډله كسان په اخلاقي لحاظ په
ټولنه كي منفور او په جنت كي ځاي نلري.
الله تعالى فرمائي:
وَلاَ تَقْـفُ مَا لَـيْسَ لَكَ بِهِ عِلْـمٌ إنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ
كَانَ عَنْهُ مَسْؤولاً*
او هغه څه مه پلټـه چي ته په هغه خبر نه یې ځكه چي غوږونه ، سترګي اوزړه به د قيامت په ورځ په دې
هكله پوښتل كېږي.
عن حفص بن عاصم قال قال
سول الله صلى الله عليه وسلم كفى بالمرء كذبا أن يحدث بكل
ما سمع. (مسلم)
له حفص بن عاصم رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وس
م فرمائي: سړي ته همدغه درواغ كافي دي چي څه ئي اّوريدلي وي هغه بيانوي.
په دي اساس تر غبرګون او
عكس العمل د مخه د هري خبري ريښتيااو درواغ معلومول ضروري دي.
أناس أمناهم فنموا حديثنا............. فلما كتمنا السر عنهم تقو
وا
زم
ونږ مجلسيان داسي خلګ دي چي مونږ امانت داره ګڼل خو زمونږ خبري ئي نقل كړې او چي كله مو له دوی ځخه خپلي خبري
پټي كړې نو له ځانه ئي خبري راپسې جوړي كړې .
ددې رنځ علاج دا دی چي نه په خپله خبري نقل كړو او نه هغه چا ته غوږ ْونيسو چي د
نورو خبري نقل كوي او نه له داسي كسانو سره تعلق ْوساتو چي هغوی د نورو د خبرو د نقل كولو او د مسلمانانو په م
ينځ كي د فساد د جوړولو عادت لري .