دروغ ويل په اسلام كي حرام دي او الله تعالى په درواغجنو كسانو په قراّنك
يم كي لعنت وئيلي دي همداراز دروغ وئيل د ټولو ګناهونو بنسټ او اساس دي د ريښتوني
كس جرائم د درواغجن كس په نسبت ډير كم وي درواغجن كسان نه اسلام د اعتبار وړ ګڼـي او
نه انساني ټولنه او چاپــيريال اعتبار ورباندي كوي همدا
راز هغه څوک چي د دروغو ویلو عادت لري له هیڅ ډول جرم څخه مخ نه اړوي مونږ ته په كار داده چي ريښتيا ويل خپل نه
بيليدونكي عادت جوړ كړو په هرصورت كي چي وي بايد له درواغ وئيلو ځخه ډډه وكړو او ريښتيا ْووايو كه څه هم ريښتيا وئيل په ظاهري حالت مونږ ته زيان رسوي خو په حقيقت كي ريښتيا ويل د نجات ذريعه ده الله تعالى فرمائي :
إنما يفتري الكذب الذين لا يؤمنون بآيات الله وأولئك هم الكاذبون.
په درواغو تورونه هغه څوك لګوي چي د الله تعا
ى په آيتونو ايمان نلري او همدغه كسان درواغ ْويونكي دي.
دروغ ويل د منافقينو خوي دي په تيره بيا د اقاربو، ملګرو او دوستانو په مينځ كي دروغ وئيل د اقرباء پروري او رفاقت ريښې پرې كوي د يو حديث شريف م
ضمون دي چي مْومن كه هره ګناه هم كوي خو دروغ نه وائي .
روى ابن عبد البر في التمهيد أن عبد الله بن جراد سأل النبي هل يزني المؤمن قال قد يكون ذلك قال هل
يكذب قال لا (فيض القدير )
له عبدالله بن جراد رضي الله تعالی عنه څخه روايت دي چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پو ښتنه ْوكره : چي آيا مْومن زنا كوي ؟ رسول الله صلى ا
له عليه وسلم ْوفرمايل كيدای شي ما ورته ْوويل : چي آيا مْومن دروغ وائي ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمائيل: نه ، مْومن هیڅکله دروغ نه وائي.
ومن آفات الكذب أنه يضيق الرزق فقد روى أبو الشيخ في الطبقات
عن أبي هريرة رضي الله عنه رفعه الكذب ينقص الرزق (فيض القدير)
او ددرواغو يونقصان دادي چي هغه رزق کموي ځكه چي له ابوه
يره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت شوي دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلي
دي چي درواغ ويل رزق كموي.
د تجربي له مخي هم هغه كسان چي دائماً یي دروغ ویل عادت وي غالبا ډير
پريشانه درپه دره او مفلوك الحال وي وسائل ئي په لاس كي وي خو كار ئي نه روغېږي بناء
مسلمان بايد كله هم دروغ ْو نه وائي.
بل داچي دروغ ویل د منافق د پېژندلو نښه ده منافقین تل دروغ وایې ترڅو هغه عداوت او کفر چي
په زړونو کي یې وي هغه پټ کړي او روغه څېره ښکاره کړي تر څو ورباندي مسلمانان دوکه کړي .
عن عبد الله بن عمرو بن العاص
ضي الله عنهما أن النبـيَّ قال:أربَعٌ مَنْ كُنَّ فـيهِ كانَ مُنافِقاً خالِصاً، وَمَنْ كانَتْ فِـيهِ خَصْلَةٌ
مِنْهُنَّ كانَتْ فِـيهِ خَصْلَةٌ مِنْ نِفَـاقٍ حَتَّـى يَدَعَهَا: إذَا اؤتُـمِنَ خَانَ، وإذا حَدَّثَ كَ
َبَ، وإذا عَاهَدَ غَدَرَ، وإذَا خَاصَمَ فَجَـرَ و في رواية مسلم اذا وعد اخلف . (البخاري)
له عبدالله بن عمرو بن العاص
ضي الله تعالى عنهما څخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : څلور
خويونه چي په چاكي وي هغه سوچه منافق دي او كه له دي خويونو ځخه يو خوي په كي وي نو د نفاق خوي په كي دي ترڅو چي
ئي دا خوي پري ايښی نه وي : چي كله امانت ورته كيښودل شي خيانت يا لاسوهنه په كي كوي ،
او چي كله خبري كوي دروغ وائي، او چي كله له چاسره معاهده ْوكړي ټګي په كي كوي ، او چي كله ئي له چاسره دښم
ني شي ښکنځلي كوي او مسلم په يوه روايت كي دا هم زياته كړيده ،
او چي وعده ْوكړي نه ئي پوره كوي.
عن
نس بن مالك رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ثلاث من كن فيه فهو منافق وإن صام وصلى وحج واعتمر وقال إني مسلم إذا حدث كذب وإذا وعد أخلف وإ
ا ائتمن خان. (مسلم)
له انس رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي ماله رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واوريدل چي فرم
ائي: دادري خويونه چي په چاكي وي هغه منافق دي كه څه هم روژي نيسي او لمونځ كوي اوحج اوعمري كوي او وائي چي زه م
سلمان يم هغه دري خويونه دادي چي كله خبري كوي دروغ وايي او چي كله وعده ْوكړي نه ئي پوره كوي او چي امانت ْو
ته ْوسپارل شي خيانت په كي كوي.
عن أبي هريرة
عن النبي صلى الله عليه وسلم قال آية المنافق ثلاث إذا ح
دث كذب وإذا وعد أخلف وإذا أؤتمن خان زاد مسلم فـي رواية: وإنْ صامَ وصَلَّـى
وزَعَمَ أنَّهُ مُسْلِـمٌ . (بخاري و مسلم)
له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وس
م ْوفرمايل :دمنافق درې نښـي دي يعني منافق په دريو خويونوپيژندل كيږي چي كله خبري
كوي درواغ وائي او چي كله وعده ْوكړي نه ئي پوره كوي او چي كله امانت ورته ْوسپارل شي لاس په كي وهي په يوه
وايت كي مسلم داهم زياته كړي ده چي د ذكر شويوخويونو لرونكي انسان كه څه هم روژې
نيسي او لمونځونه كوي او دهغه يقين وي چي دی مسلمان دی .
عن سفيان بن أسد الحضرمي انه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول كبرت خيانة ان تحدث أخاك بما هو لك مصدق وأنت له كاذب. (سنن البيهقي الكبرى)
له سفيان
بن اسد رضي الله تعالى عنه ځـخه روايت دي چي رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم
ْوفرمايل: دا ډير ستر خيانت دي چي ته خپل ورور ته يوه خبره ْوكړې اود هغه ستاپه خبره
يقين شي تاريښتوني ْوګڼـي خو تاهغه خبره هغه ته په درواغو كړي وي .
قـيـل للقمان ما بلغ بك ما ترى فقال لقمان: صدق الـحديث وأداء الأمانة وترك ما
ا يعنـينـي. (شرح الزرقاني)
له لقمان حكيم ځخه پو ښـتنه ْوشوه چي د پوهي همدغه ستر مقام ته څه شي ْورسولي ؟ هغه په ځواب كي ورته ْوويل: ريښتيا ْوئيلو ، دامانت خپل ځاي ته رسولو
او د بي ګټي كاراو خبرو پريښـودلو همدې د پوهني مقام ته رسولي يم .
خو په دريوځايونو كي فقهاْوو د درواغو د وئيلو رخصت وركړی
دی او نور په هرصورت كي دروغ ْويل حرام دي
(1) ددوو متخاصمينو په مينځ كي دروغي او مصالحي په
نيت دروغ وئيل جائزدي
(2) له كفارو سره د جګړي په وخت كي ددښـمن د وېرولو لپاره دروغ ويل جائزدي
(3) د ښځـي
او ميړه په مينځ كي دواړو ته د يو اوبل د خوشاله كولو لپاره دروغ وئيل جائزدي نور په هر حالت كي دروغ ويل حرام دي (احياء علوم الدين).
عن أم كلثوم رضي الله عنها أنها سمعت رسول الله
يقول: لَـيْسَ الكَذَّابُ الَّذي يُصْلِـحُ بَـيْنَ النَّاسِ فَـيَنْـمِي خَيْراً أو يَقُولُ خَيْراً و قالت
م اسمعه يرخص في شيئ مما يقوله الناس الا في ثلاث في الحرب و الاصلاح بين الناس و حديث الرجل امرأته و حديث ا
مرأة زوجها (البخاري و غيره) .
له ام كلثوم رضي الله تعالى عنها څخه روايت دی فرمائي چي ما له رسول الله صلى الله عليه
وسلم څخه واوريدل چي هغه ْوفرمايل : هغه سړي درواغجن نه دي چي د خلګو په مينځ كي د روغي په نيت د خير خبري رسوي
اود خير خبري كړي يعني جانبينو ته په دروغو د خير خبري كوي او فرمائي چي د دريو ځايونو ځخه علاوه مي په بل هیڅ
ځای كي ددروغو ويلو اجازت نه دی ځيني اوريدلی
(1) له كفارو سره د جګړي په وخت كي ( ددښمن د وېرولو لپاره ) دروغ ويل
(2) د خلګو په مينځ كي دروغي او مصالحي په نيت دروغ وئيل
(3) د ښځي او ميړه په مينځ كي دواړو ته د يو اوبل د خوشاله كولو لپاره.
شاعرد دروا غ وئيلو علت داسي بيانوي او وائي:
لا يكذب المرءُ إلا منْ مهانتهِ ........... أو عادةِ
السوء أو من قلّة الورعِ
نارينه له دريو سببونودرواغ وائي، ياخو سپك وي، اويا بد خويه وي، او يائي تقوا
كمه وي يعني له الله تعالى ځخه نه وېريري.
بل شاعروائي:
أصدق يريك إله العرش
جنته .................... يوم المعاد ولا تولع بتكذيب
إن الصدوق
لدى الرحمن منزله.................. دارالخلود بلا موت وتعذيب
يوم الجزاء على متن الصراط إلى .............. دارالنعيم بلا حزن وتكئيب
ريښـتيا وايه چي الله تعالى
داّخرت په ورځ خپل جنت درْوويني او د درواغ ْوئيلو حرص مه كوه ، دريښـتيا وئيلو مقام د الله تعالى په حضور كي
دي د خوشالي په هغه كوركي چي دائمي دی چي هلته نه بيا مرګ شته او نه به تكليف وي ، د قيامت په ورځ به په پل صراط
بي غمه اوبي ځوره د نعمتونوكور ته ْورځې .
إذا
عُرف الكذّاب بالكذب لم يكن .......... يُصدّق في شيءٍ وإن كان صادقا
چي كله يوكس په دروغو ْوپيژندل شي بيا ئي كله هم څوك په
خبره يقين نه كوي ولوكه ئي ريښتيا وئيلي وي .
بالصدق ينجو الفتى من كل معضلة....... والكذب يذرى بأقوام وإن سادوا
په ريښتيا ْوئيلوځوان له هرمشكل څخه خلاصېږي
او دروغ ويل قومونه عيب جن كوي كه سرداران او يا خانان هم وي .