مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-14   مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي

موسکا شه چي جهان درته موسکا شي

قدوسي سليمانخيل

کله نا کله انسان په خپل ژوند کي له داسي پېښو او دریځونو سره لاس او ګرېوان شي چي د تفکر حلقه یې تنګه شي او د سینې تنګي یې زړه کلابند کړي او په ظاهري څېره یې د وېر او کاوړ آثار څرګند وي او مخ یې توره لمبه وهي ، څوک یې مخ ته نشي کتلای ، یواځینی شی چي د هغه مخ د کتلواو یدلو وړ ګرزوي هغه (تبسم) یوه وړه موسکا ده ، موسکا هغه ماده ده چي دوېرجني  ټنډي ګونجي ختموي او  دمخ تور والی په ګلابي رنګ بدلوي .

که هر څومره انسان له سختودرېځونو سره مخامخ شي خو یوه وړه خندا هغه نعمت دی چي د هغه د مخ ښکلا برېښوي ، د هغه اود هغه د دوستانو په زړونو کي  د خوښي اوانبساط زړي شنه کوي ، اودا کومه د تعجب وړ خبره نه ده ، دخندا سرچینه د انسان په دننه کي هغه فطري احساس دی چي د هغه په خوشاله ساتلو او د وقایعو په وړاندي هغه ته د مقاومت کولو توان وربښي ، غالبا انسان ته سکون اوهوساینه ورپېرزو کوي ، تاسوبه داسي کسان ډېر لیدلي وي چي که له یوې خوا ددنیا غمونوپه سر اخېستی وي او تل د غمونو په سیوري کي د ژوند شپې ورځي تېروي خو په عین وخت الله تعالی ورته د موسکا هغه نعمت هم ورپېرزو کړی وي چي کله یې وینې هغه یې په داسي شکل په شونډو خپره وي چي ناروغانو ته روغتیا ډالۍ کوي او د وېر ځپلو انسانانو زړونه خوشاله کوي او د مصېبت وهلیو اوښکي وچوي، دنیوي غمونو د هغه د موسکا مخه نه وي نېولي او د ژوندانه ترږمیو د هغه د غاښونو په برېښ  پېڅول نه وي غوړولی  . او د ژوندانه په هر جمپ د هغه د موسکا ډېوه بله وي چي نه یوازي هغه ته بلکه نورو انسانانوته هم رڼا ورکوي .

ډېري داسي پېچلي دریځونه د انساني تاریخ په بهېرکي مېنځ ته راغلي دي چي غوره حل یې ځلانده موسکا ګڼلي شوي ده ، همدغي بې بهاموسکا ډېري داسي ستونځي په نطفه کي خنثی  کړي دي چي ممکن وولمبې یې پ اخي  شوي وای.

هغه کسان څومره بدمرغه دي چي په څېرو یې موسکا نه لیدلي کېږي که هغوی ته معلومه وای چي ددې وړې موسکا څومره مثبتي ګټي دي یوه شېبه به یې هم بخل نه وای ورباندي کړی ، موسکا د اعصابو ستوماني له مېنځه وړي ، نېکمرغي اوخوشالي زېږوي ، زړه ته سکون وربښي ، د مخ عضلاتو ته قوت بښي او هغه فعالوي ، انسان  د تنهایې له تیارې څخه راباسي ، اود خلګو په زړونو کي د هغه مینه او ه کلی پیدا کوي ، دموسکا درخته نوري هم زیاتي مېوې لري چي انسان په هره ګړۍ کي ورڅخه استفاده کولای شي .

م وسکا داسي جادویې اغېزې لري چي نظرونه د ځان لوري ته راکاږي ، زړونه وړي او عقلونه ګونډه کوي ، یوازي یوه د پ اخي ټنډي موسکاده ولوکه وړه وي تاسو یې آزمویلای شۍچي څومره په مقابل طرف ژوره اغېزه کوي .

له طبي پلوه هم ډاکټرانو په خپلو روغتیایي څېړنو کي دا خبره جوته کړي ده چي هغه څوک چي موسکا یې عادت وي د هغوی عمرونه د هغه چا په نسبت اوږده وي څوک چي له دې نعمت څخه بې برخي وي دا ځکه چي هغوی تل خوشاله وي په زړونو کي کوم رنځ نه پرېږدي او د همدغي موسکا په برکت عداوتونه نه پالي ،  موسکا یې له ژوند څخه د خوشالي یوه زانګو جوړه کړي وي .

ځکه خومونږ اوس هم زیات داسي کتابونه په ولکه کي ل و چي لومړنیو پوهانو او علماوو لیکلي دي چي هغوی هم له دې برکتناکي وني څخه بې پروا نه دي پاته شوي د هغوی په یکنو کي ټوکي ټکاري د لېونیانو اوناپوهانو په هکله قصې نکلونه او هغه اشعار  شامل دي چي لوستونکي په تنهایې کي خندوي او کوم چي اسلامي کتابتون اوس هم ورباندي غني دی ، هغوی دا پانګه ځکه راتلونکو نسلونو ته په مېراث پرې اېښي ده چي دا د موسکا ډېوه د مسلم انانو تر مېنځ تل ترتله ځلانده پاته شي .

دلته مونږ یواځي د (تبسم) موسکا خبره کوو هغه قهقهه خندا ګاني چي خېټي په کي ناڅي او شور او ځوږ جوړوي اود حاضرینو هټ هټې وي نه شرعاً روا دي او نه زمونږ د بحث موضوع دی دا ډول هقهه خندا ګاني نه یواځي دا چي خوشالي نه جوړوي بلکه پایلي یې وېر او ماتم وي،

زمونږ م صد هغه پسته او نازکه موسکا ده چي ستازړه خوشاله کړي په شونډو خپره شي غاښونه په کي سپین شي او د مخ سوراواوږ ده را کم کړي اوباړخوګانو ته كش ورکړي اونورو ته هم خوشالي اونېکمرغي ور وبښي.

داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنګار کوي کومه چي د انسانانو په زړونو کي د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي دا دی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې :

عن أبي ذر قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان)

له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم ایل : ستا موسکا ستا د مسلمان ورور په حضور کي یوه صدقه او خیرات دی .

موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چي د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او بېلانس یې ورباندي زیاتېږي.

ستا یوه وړه موسکا نه بیه لري اونه وخت نیسي ستا د ستونځو د حل یوه غوره وسېله موسكاده , هغه  ستا په واک کي ده عربي کي يوه مقوله ده وایې : (ابتسم تبتسم لك الدنيا)  موسکا شه چي جهان در ته موسکاشي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery