مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-14   مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي

په بخیل انسان کي خیر نه وي

قدوسي سليم انخيل

بخل او یا په شتمني کي د انسان ټېنګتوب د هغه په نه هوښیاري اوکم عقلي دلالت کوي همدا راز بخل د اخلاقي نیمګړتیاوو جړ اوبنیاد دی چي انسان د بدوخویونو لور ته وربولي اوبخل له ایمان سره نه یو ځای کېږ ي، بخل خپل څښتن هلاکوي اواخلاق یې تباه کوي ، بخل په الله تعالی د انسان دبد ګماني نښه ده ، بخل انسان شاته بیایې او د انبیاوو اونیکانو د صفاتو له خپلولو څخه انسان لېري کوي .

بخیل انسان په دنیا کي د خپلي شتمنۍله استفادې څخه محروم او د قیامت په ورځ کي ورباندي مأخوذ دی ، بخیل انسان په دنیاکي د خپلي شتمنۍ په ساتلو او ډېرولو پرېشان وي او په آخرت کي به یې په حساب ورکولو پرېشان وي ، هغه په دنیا کي شتمن بلل کېږي او په آخرت کي به په دې وجه  چي هغه یې د الله تعالی په لار کي نه ده م صرف کړي د نېکي د پانګي دنه لرلو په وجه مسکین وي،بخیل انسان نه دالله تعالی خوښېږي او نه دخلګوښه اېسي ، سخاوت له انسان سره دهغه د دښمنانو مینه پیدا کوي او بخل د انسان خپل اولادونه دهغه دښمنان ګرزوي .

بخل دانساني ارزښتونو له مېنځه وړل اودحیواني صفاتو خپلول ګڼل کېږي .

بشرالحافي رحمةالله تعالی علیه فرمایې : دبخیل انسان غیبت نشته .

ومدحت امرأة عند رسول ا له  صلى الله عليه وسلم  فقالوا صوامة قوامة إلا أن فيها بخلا قال فما خيرها إذن (إحياء علوم الدين)

درسول الله صلی الله علیه و سلم په حضور کي یوه  ښځه  وستایله شوه چي هم روژې نیسي او هم تهجد کوي خو بخیله ده رسول الله صلی الله علیه و سلم و فرمایل : چي بخیله ده نو څه خیر په کي پاته شو؟

د بخل دایره هغه وخت پراختیا مومي کله چي انسان د هغو حقوقو ه ادا کولو څخه  چي الله تعالی د هغه په ذمه واجب ګرزولي دي لاس واخلي تاسو به ځیني کسان لیدلي وي چي په ځان وخت او مال کي بخل کوي او همدا بخل یې د ځان او خلګو او د الله تعالی د حقوقو له اداکولو څخه راګرزوي ، جاحظ رحمة الله تعالی علیه فرمایې: بخل که په هرچا کي وي مکروه عادت دی خو که ښځینه د خپل نارینه په مال کي بخل کوي کراهیت نلري بلکه د ښځو بخل تر هغه وخته چي خپل نارینه په کي ورته د سخاوت کولو اجازت نه وي ورکړی یو مستحب او ستایلی عمل دی .

نور ټول خلګ که هرڅوک وي په بخل کولو بد ښکارېږي په تېره بیا سرمایه داران او پاچاهان او هغه څوک چي خپل ځانونه لویو خاندانونو او قومونو ته منسوب ګڼي ، ثروت منده طبقه او د ا تدار خاوندان په بخل کولو د عامو خلګو په نسبت زیات بد ښکارېږي ځکه چي له هغوی څخه د عام ولس تمه شکېږي او دعام ولس ورسره د بخل په وجه عداوت پیدا کېږي .

کله خو یو څوک په خپله بخل کوي چي ضرر یې یواځي هغه ته متوجه وي خو بد ترین د انسانانو هغه څوک دی چي په خپله هم بخیل وي او نورو کسانو ته هم د بخل کولو سپارښتنه کوي بخیلان نه يواځي دا چي په خپله كنجوس او بخيلان وي بلكه نوروته  هم دا وائي چي خرچه مه كوه او د ځان م ګري زياتوي .

الله تعالی فرمایې :

الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ (النساء: 37)

الله تعالی هغه بندګان نه خوښوی چي هم پخپله بخل کوي او هم نورو ته په بخل کولو امر کوي .

کله خو بخل دې حد ته ورسېږي چي انسان په خپل ځان هم بخیل شي په خپل ځان یې نه مصرف کوي که ناروغ شي علاج نه کوي جامې یې خیرني او څپلۍ یې شلېدلي رنګ یې تک تور سپېره او مفلوک الحال وي له دې وېري په ځان باندي خرچه نه کوي چي هسي نه دا شتمني یې چي په ډېره ستوماني یې لاس ته راوړي ده  لږ او یا ختمه شي داسي کسان به تاسو هم ډېر لېدلي وي .

همدا راز الله تعالی بخل کول هلاکت ګڼلی دی چي هغه څوک چي د الله تعالی  په لار کي خپل مال نه لګوي هغوی خپل ځانونه په هلاکت کي غورځوي .

وأنفقوا في سبيل الله ولا تلقوا بأيديكم إلى التهلكة.(البقرة۱۵۹)

او خرچ كوۍ خپل مالونه د الله تعالى په لاركي او خپل ځانونه په خپل لاس هلاكت ته مه اچوۍ .

په مقابل لوري کی د سخاء لوړه درجه هغه ده چي انسان سره له خپله ضرورته د بل چا د ضرورت په رفع کولو کي خپل مال مصرف کري او دبل ضرورت ته د اولیت حق ورکړي دې ته اېثار وایې الله تعالی فرمایې :

وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (الحشر9)

د مدینې منورې د انصارو صحابه وو خصوصیت دادی چي هغوي د ځان تر اړتیاوو د مهاجرو صحابه وو ضرورتونو ته ترجیح ورکوي ولو که هغوی پخپله سخت مح تاج وي او څوک چي له بخل او حرص کولو څه وساتل شول هغوی بریالي او کامیاب دي .

هغه قرآني  آیتونه چي بخل یې بد ګڼلی دی په لاندي ډول دي .

 وَلا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْراً لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ م ِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (آل عمران:180)

او هغه څوك چي ال ه  تعالى له خپل رحمت ځخه دوی ته كوم نعمتونه وركړي وي او هغوي دالله تعالى حقوق د بخل په وجه نه ځيني وركوي هغوي د دا ګمان نه كوي چي دا ددوی لپاره خير دی  بلكه دا بخل ددوی لپاره شردی نژدې دی چي همدغه منع كړی مال به د قيامت په ورځ ددوي په غاړو كي زيندۍ او طوق شي په داسي حال کي (چي هغوی په دې باور لري ) چي آسمانونه او زمکي الله تعالی ته په مېراث پاته دي (او هغه یې حقیقي مالک دی) او الله تعالی په هغه څه چي تاسو یې کوۍ ډېر ښه خبر او پوه دی .

ځیني کسان له خلګو څخه خپله شتمني پټوي چي چي څوک یې په شتمني خبر نه شي  تاسو به داسي کسان ډېر لېدلي وي چي ښه به یې کاروبار برابر وي تجارتونه به یې روان وي خو چي کله یو څوک د کاروبار په هکله پوښتنه ځیني وکړي په دروغو قسمونه به خوري او وایې به چي ټپ سره ولاړ یم او خپله شتمني به پټوي

 وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ ال هُ مِن فَضْلِهِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا(النساء: 37)

او الله تعالی هغه بندګان نه خوښوي چي هغوی ته الله تعالی په خپل فضل او احسان سره شتمني ورکړي وي خو هغوی یې له خلګو څخه پټوي او مونږ کافرانو ته ذلیل کوونکی عذاب تیار کړی دی .

الله تعالی بخل کول د منافقینو خوی ګڼلی دی  فرمایې :

وَمِنْهُم مَّنْ عَاهَدَ اللهَ لئِنْ آتَانَا مِِن فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقنَّ وَلَنكونَنَّ مِنَ الصَّالِح ِينَ * فَلَمَّا آتَاهم من فَضْلِهِ بَخِلُوا بِهِ وتَوَلّوا وّهُم مُّعْرِضونَ *( التوبة: 75 - 76])

په منافقینو کي ځیني داسي کسان دي چي هغوی له الله تعالی سره تعهد کړی دی چي که الله تعالی ورته په خپل فضل سره شتمني ورکړي هغوی به په کي صدقې او خیراتونه کوي او نېکان بندګان به جوړېږي خو کله چي الله ورته شتمني ورکړه په هغې کي یې بخل پیل کړ او له خپلو وعدو څخه په شاشول او له حق څخه یې مخ واړولو .

الله د قرآنکریم په بل آیت کي دا جوته کوي چي د بخیل د بخل کولو ضرر هغه ته متوجه دی فرمایې :

هَا أَنْتُمْ هَؤُلاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ(محمد: 38)

دا خو تاسي هغه څوک یاست چي  د الله تعالی په لاره کي انفاق کولو ته رابلل کېږۍ په تاسو کي ځیني کسان بخل کوي نو که څ وک بخل کوي نو هغه له خپل ځان څخه بخل کوي او الله تعالی بې پروا او غني ذات دی او تاسو هغه ته محتاج یاست که تاسو د الله تعالی په لار کي له انفاق کولو څخه مخ واړوۍ الله تعالی به ستاسو په بدل کي بل قوم راولي بیا به هغوی ستاسو په شان نه وي .

بل ځای الله تعالی فرمایې :

وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ ال َّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ.(التوبة۳۴)

او هغه كسان چي دوی سره او سپين زرذخيره كوي او د الله تعالى په لار كي ئي نه لګوي هغوی ته د دردوونكي عذاب زيری و كړه .

هغه نبوي احادیث چي د بخل په هکله روایت شوي دي :

عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما قال خطب رسول الله  صلى الله عليه وسلم فقال اياكم والشح انما هلك من كان قبلكم فالشح امرهم بالبخل فبخلوا وامرهم بالقطيعة فقطعوا وامرهم بالفجور ففجروا. (الحاكم)

عبدالله بن عمررضي الله تعالى عنهما فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه  و سلم په خطبه كي ْوفرمايل : خپل ځانونه له كنجوسي او زيات حرصناک بخل څخه ْوساتئ ځكه چي همدې بخل له تاسي ځخه مخكي ومونه هلاك كړي دي حرص هغوي په بخل ْوګمارل بخيلان شول ، د خپلوانو په قطع رحمي ئي ْوګمارل قرابت یې قطع کړلو په بد فعلي یې وګمارل بد فعله شول .

عن عبد ال ه بن جراد قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  إذا ابتغيتم المعروف فابتغوه في حسان الوجوه فوالله لا يلج النار إلا بخيل ولا يلج الجنة شحيح إن السخاء شجرة في ا جنة تسمى السخاء وإن الشح شجرة في النار تسمى الشح. (البيهقي)

له عبد الله بن جراد څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل كه تاسي خير غواړۍ  نو د ښكلي څېرو په كسانو كي ئي غواړۍ او په الله تعالى مي د قسم وي چي بخيل به دوزخ ته ننوزي او جنت ته به حریص بخیل سړی نه ننوزي او سخاء په جنت كي يوه ونه ده چي سخا یې نوم دی او حرصناک بخل په دوزخ كي يوه ونه ده چي شُح نومېږي .

بخل د مال نه خرچ کولو ته وایې او ُشح د مال نه خرچ کو و او حرص ته وایې په دې اساس بخیل هغه څوک دی چي د مال لګښت نه خوښوي او خپله شتمني نه مصرف کوي او شحیح هغه څوک دی چي هم خپل مال نه لګوي او هم د نور ي شتمني په راټولولو نه مړېږي چي مونږ ورته د کنجوس اصطلاح ټاکلي ده .

عن عائشة رضي الله عنها قالت قال رسول ال ه صلى الله عليه وسلم الجاهل السخي أحب إلى الله من العابد البخيل. (البيهقي)

له عائشه رضي الله تعالى عنها څخه وايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : الله تعالى ته ناپوه سخي تر عبادت كوونكي بخيل غوره دی .

عن ابي سعيد الخدري قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم خصلتان لا تجتمعان في مؤمن البخل وسوء الخلق.  (الترمذي)

له ابوسعيدرضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : دوه خويونه په مسلمان كي نه يوځاي كېږي بخل او بداخلاقي .

عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله يبغض ثلاثاً الشيخ الزاني والبخيل المنان والفقير المختال. (سنن ا بيهقي)

له ابوذر رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه  و سلم ْوفرمايل : د الله تعالى درې كسان بد اېسي سپين ږیری زناكاراو احسان اچوونكی بخيل او محتاج كبرجن .

 قدم خالد بن الوليد من ناحية أرض ا روم على النبي  صلى الله عليه وسلم  بأسرى فعرض عليهم ال سلام فأبوا فأمرأن تضرب أعناقهم حتى إذا جاء إلى آخرهم قال النبي  صلى الله عليه وس م  يا خالد كف عن الرجل قال يا رسول الله ما كان في القوم أشد علي منه قال هذا جبريل يخبرني عن الله أنه كان سخيا في قومه فكف عنه وأسلم الرومي. (الدر المنثور عن الموفقيات)

خالد بن وليد له روم څخه راغی او جنګي بنديان ْورسره وو او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ئي حاضر كړل هغه د اسلام د قبلولو دعوت وركړ هغوي انكار ْوكړ امر ئي ْوكړ چي غاړي ئي غوڅي كړۍ چي كله د وروستي كس وار راغی رسول الله صلى الله عليه و سلم ْوفرمايل خالد لاس د درونيسه  هغه ْوويل چي دا سړی خو تر ټولو سخت راسره جنګېدلو رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل چي دادی جبرئيل عليه السلام له الله تعالى ځخه خبر راووړ چي دا سړی په خپل وم كي سخي وو مه ئي وژنه هغه رومي بيا اسلام قبول كړ .

عن جابر بن عبد الله قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال لي جبريل قال الله تعالى إن هذا الدين ارتضيته لنفسي ولا يصلحه إلا السخاء وحسن الخلق فأكرموه بهما ما صحبتموه. (الاتحافات السنية بالاحاديث القدسية)

له جابر رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :  جبريل عليه السلام ماته وْويل چي الله تعالى فرمائي ما همدغه دين د ځان لپاره خوښ كړی دی او دا دین په سخا او ښو اخلاقو ښه ښکارېږي نوتاسي د خپل دين په دغودوو خويونو قدر ْوكړۍ.ترڅو چي د دې دين ملګري ياست .

 عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "ما من رجل له مال لا يؤدي حقّ ماله إلاّ جعل له طوقًا في عُنُقه شجاع أقرع وهو يفر منه وهو يتبَعُهُ  (رواه ابن م اجه والنسائي )

له عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هرڅوک چي تمني لري او په خپله شتمني کي د الله تعالی حقوق نه ورکوي دا خپله شتمني به یې د قیامت په ورځ یو برګ ښامار وي چي په غاړه کي به یې زېندۍ وي چي دی به ورڅخه ځغلي او هغه به ورپسي وي .

 عن عبد الله بن الشّخير رضي الله عنه قال: أتيتُ النبيّ صلى الله عليه وسلم وهو يقرأ: {أَلْهَاكُمُ ا تَّكاثُرُ} قال: "يقول ابن آدم: مالي، مالي. قال: وهل لك يا ابنَ آدم من مالكَ إلاّ ما أَكَلْتَ فأَفْنَيْتَ، أو لَبِسْتَ فَأَبْلَيْتَ، أو تصدَّقْتَ فأمْضَيْتَ؟" (رواه مسلم)

له عبد الله ابن الشخير رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او هغه ( ألهاکم التکاثر) تلاوت کړ او بیا یې وفرمایل : انسان وایې زما هستي او زما شتمني او بیا یې وفرمایل : اې انسانه ستا مال خو صرف هغه ده چي ود خوړلو او ضایع د کړلو ، واد غوستلو او زاړه د کړلو او یا د الله تعالی په لار کي صدقه کړلو او له لاسه د ووتلو.  

 عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "ثلاثٌ مُنجيات: خشية الله تعالى في السّرِّ والع انية، والعدل في الرضا والغضب، والقصد في الفقر والغنى. وثلاث مُهْلِكاتٌ: هَوَىً مُتَّبع، وشُحٌ مُطاع، و عْجابُ المرء بنفسه(رواه الطبراني والبزار )

له أنس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : درې شیان انسان له هلاکتونو څخه خلاصوي په ښکاره او پټه کي له الله تعالی څخه وېره ، په خوشالي او غصه کي عدل او انصاف کول ، او په نېستي او اوبادي کي په مصرف کولو کي میانه روي کول او درې شیان انسان هلاکوي دنفس هغه غوښتني چي انسان یې په سر اخېستی وي او هغه بخل او حرص چي په انسان کي یې پړې اچولی وي او دانسان په خپل ځان مغرور کېدل .

 وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "شَرُّ ما في الرجل: شُحٌّ هالعٌ، وجُبْنٌ خالع" (رواه أحمد وابن حبان )

له أبوهريره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وف مایل : دوه خویونه په سړي کي بدترین د خویونو دي هغه بخل سره له حرصه چي هیڅ وخت یې مړښت نه وي ، او هغه بزدلي چي هرڅه د انسان له لاسه باسي .

 وعن عائشة رضي الله عنها قالت: قالت هند أم معاوية لرسول الله صلى الله عليه وسلم: "إنّ أبا سفيان رجل شحيح، فهل عليّ جُناحٌ أن آخذ من ماله سِرًّا؟ قال: "خذي أنت وبنوك ما يكفيك بالمعروف( واه البخاري ومسلم)

له عائشه رضي الله تعالی عنها څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي دمعاویه رضي ا له تعالی عنه مور د أبو سفیان مېرمني (هند) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چي أبوسفیان هم بخیل دی او هم حریص دی آیا زه به بزه ګاره یم که د هغه له دارایې څخه یو څه په پټه راواخلم؟  سول الله صلی الله علبیه وسلم وفرمایل : ته او زامن د په ښه طریقه د هغه له دارایې څخه دومره څه در آخلۍ چي ستاسو ګوذاره ورباندي کېږي

 وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "ما من يوم يُصبح العباد فيه إلاّ ملكان ينزلان، فيقول أحدهما: اللهم أعطِ مُنفِقًا خلفًا، ويقول ال خر: اللهم أعطِ ممسكًا تَلفًا(رواه البخاري ومسلم)

له أبوهريره رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هره ورځ چي سهارشي دوه ملایکه له آسمان څخه راښکته کېږي اویو یې  دا دعاکوي چي اې پروردګاره هرڅوک چي مصرف کوي هغه ته نوره شتمني ورکړې او هغه بل یې وایې: اې پروردګاره په هرکنجوس نېستي او تباهي راولې .

 وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "يتقارب الزمان، وينقص العمل ويُلقى الشُّحُّ، ويكثر الهرجُ" قالوا: وما الهرجُ؟ قال: "القتلُ القتل ُ(رواه البخاري ومس م)

له أبوهري ه رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : وخت رانژدې کېږي او عملونه کمېږي او بخل او په دنیا نه مړښت را مخ ته کېږي او هرج به ډېر شي اصحابو پوښتنه وکړه چي هرج څه ده ؟ هغه وفرمایل : د یو بل له لاسه مرګونه او قتلونه .

 وقال محمد بن المنكدر رحمه الله تعالى -: كان يُقال: إذا أراد ا له بقوم شرًّا أمَّرَ عليهم شرارهم، وجعل أرزاقهم بأيدي بخلائهم.

محمد بن المنکدر رحمة الله تعالی علیه فرمایې  چي داسي به ویل کېدل چي کله الله تعالی یوه وم ته د بدو اراده وکړي په هغوی باندي بدترین د خلګو مسلط کړي او د هغوی ارزاق د بخیلانو لاسونو ته وسپاري .

. ومسألة اللّـئيم عليـك عـارٌ ......................  وذلـك حـين تسـأله عناءُ

وذو ا كرم الكريم تراه سهلا..................... طلـيق الوجه ليس به التواءُ

له كنجوس ځخه غوښتنه پيغور دی او چي كله څه ځيني غواړې ْو ته دروند بار وي  او سخي طبيعته انسان چي كله هم ويني نو ټنډه به ئي غوړېـدلي وي، ګونجي به نلري او هركار به ْورته آسان  وي .

منع العطاءِ وبسط الوجه أفضل من................. بذل العطاء بوجهٍ غير م نبسط

د تروې ټنډي تر و کړي نه ْوركړه ښه ده خو ټنډه  تروه مه نيسه .

وذي حرص تراه يلم وف ا............................... لوارثه ويدفع عن حماه

ككلب الصيد يمسك وهو طاو............................... فريسته ليأكلها سواه

د حرص خاوند ته ګوره چي دخپل ميراث خورلپاره ستړی ستومانه وي اومال رايوځاي كوي اوډېروي ئي او د وارث د اُورسو(چراګاه) چوكيداري كوي لكه ښكاري سپی چي په ښکا پسي ځغلي او ستوماني ګالي ددي لپاره چي هغه ئي ْونيسي او نورئي ْوخوري .

یوبل شاعر وایې:

أمت مطامعي فأرحت نفسي...................................  فان النفس ما طمعت تهون

وأحييت القنوع وكان م يتا........................................ ففي احيائه عرض مصون

اذا طمع يحل بقلب عبد............................................. علته مهانة و علاه هون

خپل اميدونه او لالچونه مي ټول ووژلو او خپل ځان مي هوسا کړلوځكه نفس چي تر كومه وخته طماع وي سپك وي او مړ شوی قناعت مي را ژوندی كړلو ځكه چي د هغه په اژوندي كولو كي زما عزت محفوظ ْوو او كله چي د يوه انسان په زړه باندي طمع را ټیټه شوله نوداسي یي وګڼه چي ذلت او سپكه ئي په سر باندي سپره شوله .

هرمسلمان ته په کار ده چي خپ ه شتمني د الله تعالی یو نعمت او رحمت وګڼي او شتمني د الله تعالی تعالی یوه آزموینه احساس کړي او په هغې کي د الله تعالی فرض شوي حقوق او د أقرباوو او مساکینو او ګاونډیانو حقوق ادا کړي ورنه الله تعالی ددې توان لري چي هرڅه د هغه له لاس څخه د سترګو په رپ کي وباسي او په دې عقېده ولري چي زه که هرڅه تصرف په خپله شتمني کوم خو د یامت په ورځ به الله تعالی ته د هغې ذره ذره حساب ضرور ورکوم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery