دمځکی بیا ابادول – Land
Reclamation
دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاد
دکرهڼي په سکتور کي مځکه نه یوازي د تو
ید یوه مهمه وسیله ده ،بلکه د انسانانو د ژوندانه د نورو شرایطو دبرابرولو دپاره( خوراک ، پوښاک او
استوګنځای) هم لمړی درجه اهمیت لري .
افغانستان چی یو کړهڼیز هیواد دی او د وګړو اکثره خلګ یی(په س
وکی ۸۵) په کرهڼیزو چارو کی بوخت دي اود ملي عوایدو څه دپاسه ( په سلوکي ۷۵) د دغه سکتور څخه لاس ته راځي .نوپه
عمومي توګه دا حقیقت څرګندولای سو چي د ملي اقتصاد د بنسټ ډبره هم دغه د کرهڼي سکتور دی او بیا په خاصه توګه د
مځکي څخه د ګټي اخیستلو څرنګوالی دی .
سره ددې چي د مځکي د کرلو دپاره ډیر ښه اقلیمي شرایط په طبیعي
کل سره موجود دي چي په نورو مملکتونو کي دغه ډول شرایط په مصنوعي توګه او په لوړ لګښت سره برابریږي. خو
د بده مرغه د یوه واحد تولید اندازه بیحده ډیره ټیټه ده. همدا علت دی چي د کرهڼیزو توکو د کمي او کیفي کموالي
په اثر ټوله خلګ د غذایي کمښت په ناروغیو اخته دی. داچي ولي کرهڼیز توکي په کمي او کیفي لحاظ په ډیره ټیټه سطحه
کي قرار لري ،ددې علت اوعوامل بیخي ډیر دي . خم یو څو مهم عوامل یې په لاندي توګه په ډیر لنډ تفصیل سره بیانیږي
:
۱ - پر مځکه باندي ملکیت : دلته دوه ډوله ملکیتونه وجود لري – عامه ملکیت او خصوصي ملکیت.
عامه م
کیت:دعامه ملکیت په برخه کي دومره وضاحت کفایت کوي چي تر اوسه پوري دې ملکیت ته هیڅ پاملرنه نه ده سوې او
حتی لاس ندي ورغلي اوکه چیري کوم ځای ور څخه کار اخیست سوی وي ، هغه به هم په ډیره ټیټه اندازه سره وي ، خو
په ډیرو مواردوکي د قدرت لرونکو خلګو د خوا څخه دغه ملکیت غصب سویدی.
خصوصی ملکیت: د اوسنی بحث اصلی
موضوع همدغه د خصوصي ملکیت څخه ګټه اخیستل دي چي په پوره تفصیل سره به پر دې موضوع باندي رڼا واچوله سي .
د مځکي د اماده کولو عصري طریقې .
د اوبو لګولو مؤثري طریقې
د افاتو او ناروغیو پر ضد مبارزه
د کرهڼیزو
توکو پروسس ، ذخیره او بازار ته د هغو عرضه کول او داسي نور عوامل .
اوس به راسو خپل اصلی بحث ته چي هغه د
مځکي بیا ابادول دي .
د تاریخ په اوږدو کي د مځکي څخه د ګټي اخیستلو په هکله ډول ډول ملکیتونه راغلي دي تر څو
دې اوسني حالت یې اختیار کړیدی . پر مځکه باندي د خصوصي ملکیت شکل او څرنګوالي د عنعنوي دودونو تر اغیزي لاندي
دی او په ډیري بیرحمۍ سره مخ په وړاندي ځي او هیڅوک په دې حصه کي هیڅ چرت نه وهي او نه ددې خبری پروا لري . دې
عنعنې پر مځکه باندي خصوصي ملکیت و دې سرحد ته رسولی دی چي د حاصل ورکولو خبره یوې خوا ته پریږده حتی اوس په
ځینو ځایونو کي د مالک لپاره د یوې کوټې د جوړولو ظرفیت هم نلري . اوس دا پوښتنه را پورته کیږي چي دا څه ډول جریان
دی چي مځکه په ډیري چټکتیا سره په دومره وړو وړو ټوټو باندي بدله سویده ؟ ددې موضوع تفصیل داسي دی چي :
پ
ار چي څومره مځله درلوده ،هغه یې و زامنو ته په میراث پاته سوه او هغو پخپل مینځ کی وویشله او تر هغه وروسته د
هر یوه مځکه د هغه اولادې ته پاته سوه او دا پروسه په هم دغه ترتیب مخ په وړاندي ولاړه او نور هم مخ په وړاندي ځي
او بالاخره داسي وخت به راسی چي یوه کوټه به هم د وړونو تر مینځ ویشله کیږي او په نتیجه کي به يې . . .
نو
کله چي پر مځکه باندي خصوصي ملکیت و داسي مرحلې ته ورسیږي چي د یوې خوني د جوړیدو ظرفیت ونلري ، د حاصل ورکولو
امید خو بیخي له مینځه ځي . په داسي حال کي چي د هري ورځي په تیریدوسره د یوې خوا د خلګو په شمیر کي زیاتوالی راځي
، د بلی خواه د خلګو خواهشات او ضروریتونه مخ پر زیاتیدو دي .نوکله چي د یوې خوا د حاصل ورکولو مځکه د یوې
خوا تر ښارونو او ابادیو لاندي راځي او د بلي خوا پاتي برخه په داسي کوچنیو ټوټو باندي اوړي چي د حاصل ور کولو
توان له لاسه ورکوي ،نو دغه مخ په زیاتیدو ضروریتونو ته به څه ډول د قناعت وړ جواب وویل سي ؟
ددې سوال
جواب ورکولو ته په کار داده چي د اوسنۍ ټولني د عیني واقعیتونه باید په نظر کي و نیول سي او هغه داچي :
۱ -
د خلګو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او مخنیوی یې تر هغه ګران تمامیږي چي د خوراکې غم یې وخوړل سي .
۲ - د ورځي په
تیریدو سره خواهشات په کمي او کیفي لحاظ ډیریږي چي د نوو منابعو لټول ضروری دي
۳ - د کر او کښت داسي وسایل
پیدا سویدي چي په کوچنیو ټو ټو مځکو کي د هغو څخه کار اخیستل د امکانه وتلې خبره ده .ددې لپاره چي ددغو
وسایلو څخه کار واخیستل سي ، مځکه باید ِغټ غټ فارمونه ولري .
۴ - د کرهڼیزو محصولات د پخوا په شکل
چیداني تازه نه خوي ، او هغه پروسس کوي ، په ګدامونو او یخچالونو کي یې ساتی ، تر څو د کال په اوږدوکي د ضرورت
وړ خوراکي مواد ولري .
۵ - په نړۍ کي د خلګو اړیکي دومره سره نژدې سویدي چي وډیرو لیري ملکونو ته په ډیر لږ
وخت کي د رسیدو امکانات پیدا سویدي چي راکړه ور کړه یې ډیر اسانه کړیدی .
دداسي او نورو امکاناتو په
موجودیت کي په کار داده چي :
الف - د مځکي د ټوټې کیدو څخه باید لاس واخیستل سي، تر څو د اوسني علم او تخنیک
څخه د کار اخیستلو زمینه برابره کړي او د کرهڼیزو محصولاتو تولید په ارزانه بیه تمام سي .
ب - کرهڼیز مح
صولات باید پروسس سي او په تازه شکل ونه خوړل سي ،ځکه داکار ددې امکان په ګوته کوي چی په ټوله کال کي د ښو او
کافي اندازه خوراکي موادو خاوندان سو.
د - د تولید د زیاتوالي په خاطر په کار داده چي په کرهڼیزو چارو کي
په کافي اندازه پانګه واچوله سي ،تر څو خوراکي محصولات په کمي اوکیفي لحاظ ډیر سي .
نو اوس
اساسي خبره داده چي:
لمړی :د مځکي د ټوټې کیدو څخه څه ډول ممانعت وسي؟
دا یو داسي کار دی چي د هر مم
کت د حکومت په اقتصادي سیاست پوري اړه لري او د یوه داسي قانون په وضع کولو پوري اړه لري چي په قانوني ډول څوک
ددې حق ونلري چي په قانون کي تر ټاکلي معیار کښته مځکه وویشل سي .لکه چي دا کار په ډیرو مملکتونو کي سویدی او
کیږي.
دوهم : په افغانستان کي یوه بله اساسي خبره د مځکي د خړوبه کولو لپاره د اوبوکموالی دی . په
افغانستان کي اوبه ډیري کمي دي او حتی ددې تیرو څو کلنو په جریان کي چي ډیره سخته وچکالي راغله او اثرات یې
اوس هم ندي لیري سوي ،د اوبو کموالی بیحده زیات دی . نو دداسي شرایطو په موجودیت کي کله چي د یو چا مځکه څو ټوټې
وي او هغه هم یوه د بلي څخه فاصله ولري ، د هغو خړوبه کول به څه ډول وي او د اوبو ضایعات به څومره وي ؟ په یقین
سره دا ویلای سو چي تر نیمایي زیاتي اوبه په ویالو کي بیله کومی ګټي ضایع کیږي . اوس یو بل مشکل پیدا سویدی چي
ډیرو خلګو د باوړیو جوړولوته مخه کړیده او اوبه په واټرپمپ باندي راباسي او هغه هم د تیلو په زور .اوس وینو چي
د تیلو بیه ورځ په ورځ زیاتیږي . نو په داسي شرایطوکي یو بزګر په خپله مځکه کي کوم نبات وکري چي د هغه په حاصل س
ه لیګیدلي پیسې برابري کړي ؟ دا تر لمر سپینه خبره ده چي د اوسني نباتاتو کښت لکه غنم ، جواري او داسي نور دوم
ره حاصل نه ور کوي چي حتی د تیلو پیسې پوره کړای سي . دکور او نورو مصارفو په هکله باید هیڅ فکرونیسي . کله چي
د ژوند شرایط ودې کچي ته را ورسیږي ایا ددې تصور کیدای سي چي د ټولني عمومي وضع به څه ډول وي؟ دا پوره واضح خبره
ده چي داسي شرایطو رشوت ، غلا او بالاخره چور او چپاول دبه ډیر عادي کارونه وي .
د ټوته –ټوټه سوو مځکو
بیرته یوځای کیدل په لاندی ډول سره کیدای سي :
د تبادلې یا الیشولو د لاري : په دي صورت کي ،ددې لپاره چي د
دواړو خواو حق تلف سوی نه وي،دواړي ټوټې باید په یوه درجه مځکه واوړي او هغه د مځکي د درجه بندۍ د ضریب څخه کار
اخیستل کیږي او هغه داچي :
۷- درجه |
۶- درجه |
۵- درجه |
۴ درجه |
۳- درجه |
۲- درجه |
۱ – درجه |
درجی |
۰.۱۵ |
۰.۲۵ |
۰.۳۰ |
۰.۴۵ |
۰.۶۰ |
۰.۸۵ |
۱ |
ضریب |
د مځکي د درجه بندۍ سنجس دا ډول کیږي چي
:
که چیري مځکه څلورمه درجه وي او د جریبو اندازه یې ۲۰ جریبه وي ، نو دغه مځکه لمړۍ درجه څو جریبه کیږي ؟
سنجش یې دا ډول کیږي : 20X 0.45= 9
د مځکي د اندازې معیار ټاکل : دلته په کار داده چي د مځکي و اندازې ته یو م
عیار وټاکل سي او ددې معیار په ټاکلو کي د داسي شاخصونو څخه کار اخیستل کیږي چي :
- یوه متوسطه کورنۍ څ
ومره لګښت لري ؟
- یو جریب مځکه څومره حاصل ور کوي ؟
- د یوه جریب لګښت ځومره دی ؟ او
-
د یوه جریب خالص عاید څومره دی ؟
د پورتني سنجس پر اساس باید یوه ټوټه مځکه دومره حاصل ورکړي چي د یوې
متوسطي کورنۍ ټول ضروریات پوره کړای سي .د مثال په ډول که چیري د یوې متوسطي کورنۍ لپاره شل جریبه لمړۍ درجه م
ځکه کفایت وکړي بناء د مځکي اخرینۍ اندازه باید تر شل جریبه کمه نه وي او دا معیار باید په قانون کي قید کړای سي
او څوک به ددې حق نلري چي تر دې اندازې کښته مځکه توزیع کړي .
ددې مثال داډول دی : دوه وړونه دي او دوی په ګ
ه سره شل جریبه مځکه لري .که چیري مځکه سره وویشي نو هر یوه ته به لس – لس جریبه مځکه ورسیږي چي د دوی دا کار ددې
سبب ګرځي چي مځکه دوې ټوټې سي . نو ددې لپاره چي دا کا ر ونسي ، دوی باید پخپل مینځ کی سره کښیني او ددې لاندي کا
ونو څخه یو کار وکړي :
- یو دي په خپله خوښه تر مځکي تیر سي او ټوله مځکه دي و خپل ورور ته پریږدي او هغه و
ور یې مکلف دی چي د محل د عرف مطابق د خپل ورور د مځکي پیسې ورکي .
- یو نه غواړی چي تر خپلي مځکي تیر سي ،
نو په دې صورت کي به پچه سره کوي د هر چا پچه چي وغورځېده مځکه د هغه ده او هغه بل ته به د مځکي بیه ورکوي.
-
که چیري یوه ورور ته مځکه تکیه سوه ،خو هغه د ټولو پیسو د ورکړي طاقت نه درلود ، په دې صورت کی به پیسې به په هغو
اقساطو سره ورکوي چي دواړو ورباندي موافقه کړې وي .
دا مثال کیدای سي چي تر دوو زیاتو وړونو په مینځ کي
تطبیق کړای سي .