ليكوال: كانديد اكاډم
ېسين محمداعظم سيستانى
ژباړن: سلېم
ان جالب
استاد كانديد اكاډمېسين محمداعظم سيستانى
يو له هغو ويښو او باضميرو افغان ليكوالو څخه دى، چي كه څه هم له هيواده بهر دى خو د افغانستان حالات له نيژدې
څاري، او وخت پر وخت د ځينو ملي مسايلو په اړه خپلي ليكني په انټرنيټ او ځينو چاپي خپرونو كي خپ
وي.
داچي اوس_اوس افغان حكومت او پاكستان د امريكا په غوښتنه د افغانستان له
وروستيو ناكراريو څخه د وتلو په اړه د پولي د دواړو غاړو له قومونو څخه د يوې ګډې جرګې د جوړېدو تكل كړى دى،
استاد سيستاني په دې ليكنه كي د دې جرګو د پايلو په اړه ژور تحليل كړى دى. استاد دغه ليكنه په دري ژبه كړې او په
ټول افغان ويبپاڼه كي خپره شوې وه، ما چي هلته ولوسته د ژباړي فكر يې را پيدا سو، چي دا دى له ټول افغان ويبپاڼي
څخه په مننه يې د بېنوا ويبپاڼي له لاري له هغو لوستونكو سره شريكوم، چي يا يې په دري ژبه نه وي لوستې او يا يې
وستل ورته ګران وي. (ژباړن)
پي
:
زموږ د هيواد په تاريخ كي چي به هر وخت سياسي او ټولنيزه اوضاع څپڅپانده سوه، يا
به مو ملي حاكميت د بهرنيو او كورنيو عواملو پر بنسټ له ګواښ سره مخ سو، نو حكومت به لويه جرګه جوړول. په هغو
خطرناكو حالاتو كي به لويي جرګې تصميم نيوئ، چي دولت له روان بحران څخه د وتلو په لاره كي څه وكړي او څه
نه؟
اوس هم د پاكستان بې شرمانه لاسوهنو د هيواد د امنيت وضعيت داسي يوه حالت ته رسولى،
چي دولت ته ښايي لويه جرګه جوړه كړي، خپلي ستونزي ورته وړاندي كړي او له ستونزو څخه د وتلو لار ولټوي. خو مخكي
له دې چي افغان حكومت په دې كار لاس پوري كړي، د امريكا ولسمشر جارج ډبليو بوش يې خبره راپورته كړه.
د جرګې د جوړېدو خبره د بوش په هغه ماښامنۍ مېلمستيا كي راپورته سوه، چي د ولسمشر كرزي
په وياړ يې په سپينه ماڼۍ كي جوړه كړې وه. د افغانستان د ولسمشر كرزي د زړه د دردونو له اورېدو او هغو ته د مشرف له
ځوابونو وروسته بوش د دې ستونزو د اواري غوښتنه د پولي د دواړو خواوو د قومونو له خوا د جرګې په جوړېدو
وكړه.
اصلي خبره خو دلته ده چي مشرف امريكا مخكي لا پوهولې وه، چي په افغانستان كي پر
بهرنيو ځواكونو د بريدونو د راكمولو په موخه دي د دواړو خواوو له قومونو څخه ګډه جرګه جوړه سي، چي ښايي په دې
ول په افغانستان كي د امريكايي او ناټو ځواكونو د مرګ ژوبلي مخنيوى وسي.
دغه ځاى دى چي
بوش او رمزفيلډ د يوې داسي جرګې له جوړولو سره خپله لېوالتيا وښوده او له ولسمشر كرزي څخه يې وغوښتل چي د جوړولو
په موخه يې لاس په كار سي.
په كابل كي د مشرف خبرو، وروسته په بلجيم كي د ناټو سازمان
غونډي ته د مشرف وينا، همداسي په ملګرومتلونو او د امريكا له CNN ټلوېزوني شبكې سره په
مركه كي هغه طالبان ډېر خطرناك وګڼل.
د اروپايي ټولني مشران او په ځانګړې توګه ام
يكا له تروريزم سره د مبارزې غوښتونكي دي، دا چي د طالبانو جيلب د پاكستان په لاس كي دى، نو مشرف غوښتل نړيوا
ي ټولني ته څرګنده كړي چي بېله د پاكستان له همكارۍ هغوى هيڅكله هم د طالبانو او القاعدې د ځپلو تر عهدې نه سي
وتلاى.
دغه علت دى چي لوېديځ بايد په دې مبارزه كي د مشرف پر همكاريو حساب وكړي او
پاكستان ته ځيني امتيازات په نظر كي ولري. په عين وخت كي مشرف غوښتل خپل ولس ته وښيي چي دى يو خپلواك مشر دى، م
ستقلي خبري كوي او بېله د پاكستان له ملي ګټو د امريكا په شمول د هيڅ يوه هيواد پروا نه لري. چي له دې څخه يې م
وخه د راتلونكي كال د انتخاباتو د ګټلو په خاطر د پاكستاني ولس د ملاتړ ترلاسه كول وو.
همدا علت وو چي اروپا او امريكا ته تر تګ وړاندي يې د شمالي وزيرستان له قبايلو سره سوله ييز تړون
اسليك كړ، له شمالي وزيرستان څخه يې خپل پوځيان پرشا كړل او د افغان حكومت مخالفانو ته يې د نورو بريدونو زمينه
برابره كړه.
بېله شكه تر هغه تړون وروسته موږ په كندهار، هلمند، كنړ او نورو سيمو كي
پر افغان او ناټو ځواكونو د بريدونو د ډېرېدو شاهدان يو. او وينو چي طالبانو هم د درنو تلفاتو په منلو پر ناټو او
امريكايي ځواكونو خپلو سختو يرغلونو ته اوږه وركړې ده. او ورځ تر بلي ډېر له امريكايي عسكرو څخه خپل انتقام اخ
ي.
رمزفلډ او د هغه په ټينګار د امريكا ولسمشر بوش د پښتنو دوديزي جرګې ته د احترام په
خاطر له مشرف او حامد كرزي څخه وغوښتل چي د پولي د دواړو غاړو له قومونو څخه يوه ګډه جرګه جوړه كړي.
ښكاره خبره ده چي د جرګې جوړېدل او له دې لاري د ستونزو اوارى د يوه لوېديځ سياستوال له
نظره ډېره وروسته پاته عمليه ده، خو څه پېښه ده چي هغوى وروسته له پنځو كالو پرله پسې بمباريو چي د طالبانو پر
مورچو يې كولې او د ډېرو بېګناه ولسي كسانو او پښتنو ويني يې توى كړې، اوس د جرګې جوړېدو ته حاضر سول؟ او هغه څه ته
تن وركوي چي تر پرونه په هيڅ ډول ارزښت ورته قايل نه وه؟
د دې ستونزي علت بايد په
افغانستان كي د ناټو او امريكايي ځواكونو په ډېرېدونكو تلفاتو او د افغانستان او عراق په اړه د رمزفيلډ په غلط
سياست كي ولټول سي.
رمزفيلډ فكر كاوه چي د ۷۰ ميليونو ډالرو په بدل كي يې شمالي ټلواله
رانيول او د طالبانو په وړاندي يې د امريكايي ځواكونو په خدمت كي ودرول، اوس كولاى سي له شمال ټلوالي سره په
همكارۍ د طالبانو د لټون په بانه نوري پښتني قبيلې هم وټكوي او د هندوكش په شمال كي يې له خپلو اصلي
استوګنځايونو څخه تېښتي ته مجبور كړي، وروسته د هندوكش په جنوب كي پښتانه قومونه تر بريد لاندي ونيسي او په دې
ډول يې بې چون او چرا خپل ځان ته تسليم كړي. خو د شمال ټلوالي په ملګرۍ او له ټولو عصري جنګي وسايلو سره_سره د ام
يكايانو له پنځه كلنو وسله والو وژنو وروسته، رمزفيلډ او د هغه همفكرو ته جوته سوه، چي هغه لاره چي ده او د ده
مشاورانو د طالبانو د له منځه وړلو په بانه چي اصلي موخه يې د پښتنو ټكول او كمزورى كول دي، انتخاب كړې وه سمه
نه ده.
د دې لاري ناسموالى خو هغه ورځ څرګند سو، چي د طالبانو د سقوط په ورځ د ام
يكا له ادعا خلاف كابل غير پوځي پاته نه سو او د شمال ټلوالي ونيوى، هغوى چي له ايډيولوژيك پلوه له طالبانو س
ه هيڅ توپير نه لري، اول زور يې تر كابل ښاريانو وكيښ.
چور، چپاول، د خلكو پر ما
ونو او شتمنيو تېرى، د شخصي جايدادونو غصب، له خلكو څخه د باج اخيستو په موخه د هغوى د ماشومانو تښتونه، د
كوكنارو كښت او قاچاق ټول د شمال ټلوالي له كارنامو څخه دي.
دې ورځ تر بلي خرابېدونكي ح
الت خلك له نوي حكومت، چارواكو، د هغوى له نړيوالو ملاتړو او زلمي خليلزاد څخه متنفر كړل، او د طالبانو په فكر
كي يې واچول. هغه كسان چي مالونه او ناموسونه يې د شمال ايتلاف له خوا لوټ سوي وه، د انتقام په موخه د طالبانو
ه جبهو سره يو ځاى سول، چي ښايي اوس به يې وسلې پر اوږو وي او د آيساف له ځواكونو سره به جنګېږي.
د طالبانو تر ماتي وروسته چي ۸۰۰۰ طالب جنګيالي له جنرال دوستم سره بنديان سوه، د امريكا د دفاع
وزير رمزفيلډ له خولې خبر وركړل سو، چي امريكا د طالب جنګياليو له خوشي كېدو سره هيڅ دلچسپي نه لري، د رمزفيلډ
دا خبره وه چي جنرال دوستم هم طالب بنديان په كانتينرونو كي واچول، له هوا او اوبو څخه يې محروم كړل، وروسته
يې پر هر كانتينر په سلګونو مرمۍ وكارولې، چي له مزار څخه په هماغو كانتينرونو كي د شبرغان تر ليلى دښت پوري څ
وك مړه او څوك نيم ژواندي ورسېدل او هلته يې په ډله ييزه توګه تر خاورو لاندي كړل. خو هغه طالبان چي له مزارشريف
څخه د ګوانتانامو زندان ته ولېږل سوه، هلته ډول_ډول شكنجې او عذابونه ورباندي تېر سوه، او وروسته يې ځيني
بېګناه كسان خوشي سول او خپلو كورونو ته وګرځېدل، طبعاٌ به يې خپلو كورنيو او دوستانو ته خپل د سترګو ليدلى حال
او ظلمونه بيان كړي وي، او كه يې له هغوى څخه ځيني د طالبانو په صفونو كي درېدلي وي، بېله شكه چي دا ځل به تر پخوا
په ټينګ عزم له دولت او امريكا سره جنګېږي.
د ګوانتانامو د زندان او له بنديانو سره د
امريكايي سرتېرو د چلند په اړه چي په اروپا كي ځيني مستند فلمونه بازار ته وړاندي سوي دي، يو يې Road to Gvantanamo يا د ګونتانامو لاره نومېږي.
دا فلم د يوه پاكستاني الاصله انګريزي ځوان برخليك بيانوي، چي له انګلستان څخه د واده كولو په نيت
پاكستان ته ځي، هلته له افغانستان څخه د ليدلو هوس ور ولاړېږي او له دوو درو نورو ځوانانو سره افغانستان ته ځي،
خو خپل برخليك يې د شمالي ټلوالي تر بنده رسوي، په بند كي يوازي په دې خاطر ژوندى پاتېږي چي انګرېزي ژبه يې زده
وي، وروسته يې د ګوانتانامو زندان ته استوي، څو كاله په ډول_ډول فزيكي او اروايي شكنجو كي تېروي، وروسته خوشي
كېږي او انګلستان ته سپارل كېږي، او بيا دوهم ځل په پاكستان كي خپلي كورنۍ ته ورځي او هلته واده
كوي.
دا فلم چي بېله د واده له پاتي برخي، په درو صحنو كي مستند جوړ سوى دى، ليدونكى
ېر ژر تر خپل تاثير لاندي راولي او له امريكايانو څخه يې د نفرت حس راپاروي.
په هر ح
ال د دوو لويو جرګو جوړېدل، د نوي اساسي قانون تصويبېدل، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې له پاره انتخابات ټول مثبت پ
مختګونه وو. خو ادارې فساد او د رشوت اخيستل، د مظلومانو آه نه اورېدل، د بشري حقونو د سرغړوونكو او جنايتكا
انو نه محاكمه كېدل، د خلكو په ژوند كي د يوه محسوس بدلون نه راتګ، د دولتي كاركوونكو او هيواد ته د بيرته
استنو سويو بېكارانو لښكر، او د شمال ټلوالي تر لاس لاندي د ۱۸۰۰وسله والو ډلو۲۵۰۰۰ كسان، د هغوى په ترلاس
اندي سيمو كي د كوكنارو كښت او قاچاق او د دوى ترمنځ وسله والي نښتي چي د هيواد په ځينو سيمو كي رامنځته كېږي، د
مركز په شمول په جنوبي ولايتونو كي د طالب جنګياليو بيرته راپورته كېدل، ټول نه يوازي د ځينو وروسته پاته و
ايتونو د بيا رغوني او تعليمي نظام خنډ ګرځېدلي دي، بلكي د كرزي له دولت څخه د خلكو د مايوسۍ او د هغه له لوى م
اتړي امريكا څخه د ليري والي سبب هم دى.
له دې ستونزو څخه د وتلو په خاطر اوس افغان دولت
د خپل سياسي او اقتصادي ملاتړي امريكا په غوښتنه هڅه كوي چي د پولي د دواړو غاړو له قومونو څخه يوه ګډه جرګه
جوړه كړي. د دې ليكني په باور دا كار د پاكستاني دولت يو بل سياسي دام دى. داسي يو دام چي غواړي په يوه تېغ دوې
نښي وولي، يو دا چي دې جرګې ته د قبايلو د جلب په خاطر له امريكا څخه پيسې او امتيازات واخلي، او بل دا چي له
افغانستان څخه د ډيورنډ كرښي د رسميت پېژندلو امتياز ترلاسه كړي.
دا چي د جرګې خبره
پاكستان راپورته كړې ده، ښايي د لوبي د ګټلو له پاره يې هر ډول چالونه سنجولي وي. او پاكستان غواړي يو ځل بيا د
ISI رول او تاثير د جهادي ګوندونو پر مشرانو، د شمالي وزيرستان پر قبايلي مشرانو
او د پولي د دې خوا پر پخوانيو جهادي قومندانانو و ازمايي، دمخه خو يې پر كابل ښار په لسګونو زره راكټونه
وتوغول او كابل ښار يې په كنډواله بدل كړ، ملي پوځ يې له منځه يووړ، دا ځل غواړي د ډيورنډ كرښي د رسميت پېژندلو
ګټه ترلاسه كړي، او د پښتني ټولني نيمه برخه د خپلي مور له وجود څخه جلا كړي او بيا مو پر زخمونو مالګه
ودوړوي.
د يوه افغان په حيث زما لويه اندېښنه په دې جرګه كي د افغان جهادي ګوندونو
د مشرانو له ګډون څخه ده. د پخوانيو اوو جهادي ګوندونو مشرانو پخوا په پاكستان كي خپل مركزونه لرلي دي، ټوله
بېله استثنا د پاكستان په استخباراتي شبكه ISI كي رجستر سوي دي او په مقابل كي يې آى
ايس آى ته تعهدونه وركړي دي، نو څرګنده خبره ده هغوى د خپل هيواد افغانستان تر ګټو د پاكستان د ګټو مدافع
دي.
په دې هم پوهېږو چي د جهادي ګوندونو مشران په پاكستان كي ماڼياني او بانكي حسابونه
لري او پاكستان خپل دوهم هيواد ګڼي، نو هغوى كله كولاى سي چي د پاكستان له ګټو خلاف يو حرف ترخوله وباسي، او له
خپل ګليم څخه پښه خلاصه كړي. خو كه داسي وكړي نو په پاكستان كي به له خپلو بانكي حسابونو، منقولو او غير منقو
و ملكيتونو څخه بې برخي سي، په داسي حال كي چي دغو كسانو د وطندوستۍ ازموينه افغان ولس ته ډېر پخوا وركړې ده، نو
هغه وخت ته پام سره بېله شكه چي د افغانستان ملي ګټي به د پاكستان تر ګټو جار كړي.
هغوى له ۱۹۹۲- ۱۹۹۶واك ته تر رسېدو وروسته نه يوازي د پاكستان د آى ايس آى په غوښتنه د كابل ښار په
كنډواله واړاوه، بلكي د خپل هيواد ټول اقتصادي بنسټونه يې هم له منځه يووړه، حتى د كابل ملي بسونه او زغره وال
ټانكونه يې هم پر پاكستان د اوسپني په نرخ خرڅ كړه. او په دې اوو رهبرانو كي يوه هم د دې تباهۍ او ورانۍ مخينوى
ونكړ. اوس هم هماغه د پاكستان په لاس د جوړو سوو ګوندونو مشران د افغان ملت په استازيتوب په دې جرګه كي ځاى نيسي
او لومړنۍ فيصله به يې له پاكستان سره د ډيورنډ كرښه د پاكستان په ګټه په رسميت پېژندل وي.
ډيورنډ كرښه به هم په اوسنۍ بڼه په رسميت وپېژني، په داسي حال كي چي د افغانستان ځيني سيمي د پاكستاني
پوځيانو له خوا اشغال سوي دي او موږ تاسو ټول د راډيو ګانو او رسنيو له خوا خبر يو، چي د پاكستان پوځ په ځينو
ځايونو كي له ۳۰ څخه تر ۴۰ كيلومتره د افغانستان خواته راتېر سوى دى او سرحدي نښي يې په اغزن تار د ځان له پاره
ټاكلي دي.
د پاكستان حكومت د امريكا په مشرۍ له تروريزم سره د مبارزې له ايتلاف سره
په همږغۍ، له هماغه پيله په دې هڅه كي وو چي د قبايلي سيمو ځيني مشران تطميع او تېرباسي، چي كه احياناً يوه ورځ
ه خلكو پوښتنه وسي چي له پاكستان سره د افغانستان پوله چيري وه؟
هغوى به د هغو م
ادياتو په خاطر چي له پاكستان څخه يې ترلاسه كړي دي او يا به يې ترلاسه كړي، ووايي چي له پلاني كلي تر پلاني
پوري، يا له هغه كارېز څخه تر دې كاريزه. او يا هغه نقطه ده چي پاكستاني پوځيان ورباندي ځاى پر ځاى
دي.
څو كاله مخكي يوه اوازه ولوېده، چي د رباني د حكومت پر وخت د ډيورنډ كرښي ټولي نقشې
او اسناد د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت څخه غلا سوي دي او د پاكستاني چارواكو په اختيار كي وركړل سوي دي
او اوس داسي يوه نقشه چي له پاكستان سره پوله وښيي، د افغان دولت په اختيار كي نسته.
نو كه دا اوازه رښتيا وي، د افغانستان حكومت څنګه كولاى سي چي لږ تر لږه پر هغه پوله باندي موافقه
وكړي چي د افغانستان پارلمان يې له مخي په ۱۹۴۹ كال د ډيورنډ كرښي د لغوه كېدو تصميم نيولى وو، او هغه خط د
دواړو هيوادونو برتانوي هند او افغانستان ترمنځ په رسميت پېژندل سوى وو؟
د افغانانو په اند په جوړېدونكې جرګه كي
كېدونكى بحث بايد يوازي په افغانستان كي د ثبات او امنيت پر ټينګښت را وچورلي، او له پاكستان او د قبايلو له م
شرانو څخه وغواړي چي د طالبانو له ملاتړ، روزني او دلته د هغوى له را اوښتو مخنيوى وكړي، او پر افغان او ناټو
ځواكونو له ځانمرګو بريدونو څخه ډډه وكړي.
خو آيا موږ له دې جرګې څخه د داسي يوه تړون هيله لرلاى سو؟
فكر كوم هيڅكله نه، ځكه پاكستان او د هغه هيواد پوځي استخبارات نه غواړي افغانستان له امنيت او ثبات څخه ب
خمن سي، چي له امله يې پر يوه مخ د بيا رغوني چارو ته فارغ سي. او هغه هم په داسي يوه حالت كي چي د دواړو
هيوادونو ترمنځ تاوتريخوالى تر بل هر وخت ډېر سوى دى. ښايي پاكستان په افغانستان كي د امنيت او ثبات د ټينګښت
په بهانه د ډيورنډ كرښي د رسميت پېژندلو موضوع د يوه اساسي شرط په توګه رامنځته كړي، خو كه د هغوى دا شرط ومنل
سي، ښايي بيا هم هغه آش هغه كاسه وي. او هغه وخت به نو د پاكستان لاسوهني او د طالب ياغيانو تجهيز او روزنه د
افغانستان په داخل كي له سره شروع سي.
دا هم له احتماله ليري نه ده، چي د پولي د ها خوا د جرګې د غړو له خوا
داسي يو وړانديز او پرېكړه وسي، چي افغانستان يو اسلامي هيواد دى او د نا مسلمانو هيوادونو له خوا نيول سوى د
، د جګړې د مخنيوي او د پاكستان او طالبانو د مداخلي د مخنيوي په خاطر بايد نړيوال ځواكونه د څو مياشتو په ترڅ
كي له افغانستان څخه ووزي.
خو آيا داسي يوه پرېكړه به د افغانستان حكومت او امريكا ته د منلو وړ وي؟
څرګنده خبره ده چي داسي يوه فيصله به هغوى ونه مني، نو بيا به هماغه پخوانۍ كيسې له سره راونيول سي. معنى دا
چي له پاكستان څخه به طالبان را اوړي، د ناټو ځواكونو بمبارۍ به رواني وي او په ترڅ كي به يې بېګناه افغانانان
وژل كېږي. نو دې ټولو ستونزو ته په پام سره د ستونزي د حل يوازينۍ لاره هغه ده، چي ولسمشر كرزي ناټو او نړيوالو
ته وړانديز كړې وه.
كرزى چي د مشرف د خبرو په موخه پوهېدلى وو، په ډېره زړورتيا يې د ملګرو ملتونو په غونډه
او كاناډا كي وويل چي پر تروريزم باندي د برياليتوب له پاره بايد د هغوى روزنځايونه له منځه يووړل سي. كرزي له
نړيوالي ټولني وغوښتل چي خپله ټوله هڅه په دې لاره كي په كار واچوي، كه داسي ونكړي نو د افغانستان په جنوب كي د
بېګناه كسانو پر كورونو بمونه اورول بېله دې چي خلك له نړيوالي ټولني او امريكا څخه متنفره كړي بله پايله نه ل
ي.
له دې خبرو څخه د ولسمشر كرزي موخه پر پاكستان د امريكا او اروپا له خوا د فشار اچول دي، چي دغه هيواد په
خپله خاوره كي د مذهبي تندلارو روزنځايونه له منځه يوسي.
يو وخت د امريكا د باندنيو چارو پخواني مرستيال
وزير ښاغلي ريچارډ ارميتاژ پاكستان ته ګواښ كړى وو، چي كه له امريكا سره د تروريستي ډلو په له منځه وړلو او
ځپلو كي مرسته ونكړي، امريكا به دغه هيواد هم په نښه كړي.
د دغه امريكايي چارواكي ګواښ وو، چي پاكستان دوه م
خي رول ته لاس واچاوه، له يوې خوا يې له تروريزم ضد ايتلاف سره همكاري پيل كړه او له بلي خوا يې طالبان په دې م
وخه د خپل استخباراتي سازمان آى ايس آى تر چتر لاندي ونيول، چي د اړتيا پر وخت د افغانستان په بې ثباتۍ كي كار
ځني واخلي. افغانستان چي له هماغه پيله د پاكستان په دې موخه پوهېدلى وو، څو ځله يې دغه حقيقت د امريكايي چا
واكو تر غوږه ورساوه، خو امريكايانو د افغان حكومت سورنا ته غوږ نه نياوه يا دا چي پوهېدل خو سر يې نه خ
اصاوه.
پاكستان د طالبانو ملاتړى او د تروريستانو پلورنځى:
څه وخت مخكي BBC په افغانستان كي د نا امنيو د ډېروالي
په اړه يو راپور خپور كړ، چي پكښي ويل سوي وه ISI په پاكستان كي دننه يو بېل حكومت دى. او ويې ويل چي د انګلستان چاپ هرالډ ټربيون
ورځپاڼي د ۲۰۰۶م كال د مې د ۲۵ مي په ګڼه كي د افغانستان په بې ثباتۍ او نا امنۍ كي د پاكستان د آى ايس آى شبكې پر
ول مقاله خپره كړې ده.
د دې مقالې ليكوال د استراليا پوهنتون د سياسي علومو استاد او د اسلامي مطالعاتو د م
كز رئيس امين صيقل وو، نوموړى ليكي په دې وروستيو كي د افغانستان د حكومت د مخالفانو ډېروالي په دې هيواد كي د
سولي ټينګښت له جدي ګواښ سره مخ كړى دى، د لوېديځو استخباراتو تحليل ګران په دې عقيده دي چي د پاكستان له ملاتړ
او اجازې پرته طالبانو هيڅكله نه سواى كولاى چي په اوسنۍ بڼه منسجم او پياوړي سي، او له افغان او ايتلافي
ځواكونو سره د مقابلې توان ترلاسه كړي.
ليكوال ټينګار كوي چي كه څه هم د پاكستان ولسمشر پروېز مشرف په
افغانستان كي نه مداخلې ته ژمن وي، خو هيڅكله نه سي ويلاى چي د دې هيواد استخبارات او بنسټپال اسلامي ګوندونه
دغه تعهد مراعتوي.
د مقالې ليكوال د آى ايس آى شبكه په پاكستان كي يو بېل دولت ګڼي او وايي پاكستان په دې
باور دى چي كه ژر وي كه وروسته، خو نړيوال ايتلافي ځواكونه له افغانستان څخه وزي او بيا به نو د دې هيواد برخليك
د ګاونډيو هيوادونو په واسطه ټاكل كېږي.
دې خبري ته په پام سره پاكستان غواړي په داسي يوه مقام كي ځاى ولري، چي
وكړاى سي د افغانستان په راتلونكي كي خپلي ګټي خوندي كړي، او په افغانستان كي د سيمي د نورو لوبغاړو په ځانګړي
ډول د هند او اېران د نفوذ مخنيوى وكړي.
هرالډ ټربيون زياتوي په عراق كي د امريكا له ناكاميو، په افغانستان كي
د ناټو ځواكونو تر ځاى پر ځاى كېدو او له دغه هيواد څخه د ۴۰۰۰ امريكايي سرتېرو له وتلو وروسته د پاكستان سخت د
يځي اسلامپالي هم د دوو مياشتو په ترڅ كي د طالبانو غوندي پياوړي سوي دي.
ليكوال ځينو نورو ستونزو لكه، فقر، د
نشيي توكو قاچاق او د كوكنارو كښت ته هم اشاره كوي، او وايي چي تر هغه وخته به له دغو ستونزو څخه يوه هم حل نه
سي، ترڅو چي افغان دولت او د هغه نړيوال ملاتړي په جدي ډول خپل سياست ته تغير ورنكړي.
وروسته وړانديز كوي چي ح
امد كرزى بايد اول يو معتبر او موثر دولت تشكيل كړي، چي له فساد او واسطه بازۍ څخه پاك وي، دوهم دا چي امريكا
او متحدين يې بايد د افغانستان په بيا رغونه او او د ملي امنيت په تامين كي پانګونه وكړي. درېيم دي له افغانستان
سره د پاكستان د اوږدې پولي څارنه وسي او دا مهمه ده چي متحده ايالات او متحدين يې پر دغه پوله كافي سرتيري ځاى
پر ځاى كړي، او له پاكستان څخه وغواړي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ پوله بيا وټاكل سي. او دا هغه موضوع ده چي په
۹۴۷ كال د پاكستان له جوړېدو راهيسي تر اوسه د دواړو هيوادو ترمنځ د اختلاف عمده لامل دى.
د ليكوال څلورم
وړانديز دا دى چي امريكا بايد په افغانستان كي خپل ستراتيژيك لومړيتوبونه يو ځل بيا څرګند كړي، او داسي وښيي
چي امريكا له افغانستان سره د سولي او ثبات د ټينګښت او د بيا رغوني په لاره كي خپلو وعدو ته ژمنه ده، په داسي
حال كي چي له پاكستان سره به هم د يوه ستراتيژيك متحد په توګه له نرمي څخه كار اخلي. (بي بي سي ۲۰۰۶ د څلورمي
۲۵)
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د كنړ نا ارام ولايت ته چي له پاكستان سره پر پوله پروت دى، ناڅاپي سفر وكړ.
او هلته يې د هغه ځاى له قومي مشرانو سره په خبرو كي د پاكستان د آى ايس آى پوځي استخباراتي سازمان په دې تورن كړ
چي افغانان له خپل هيواد سره جګړې ته تشويقوي، هغه وويل پاكستان د افغانستان خپل بچيان د ښوونځيو سوځولو او د
هغو بهرنيو انجينرانو ووژلو ته هڅوي، چي په افغانستان كي د بيا رغوني چاري پر مخ وړي. ښاغلي كرزي د افغانستان
اوسنۍ نا امني د بيا رغوني په لاره كي ستر خنډ وباله.
ولسمشر كرزي ټينګار وكړ چي د افغانستان امنيت د پاكستان
په ګټه دى او زياته يې كړه چي څو ځله يې د پاكستان مشرانو ته ويلي دي، چي نور هغه وختونه ولاړه چي د افغانستان او
افغانانو برخليك به په اسلام آباد كي ټاكل كېدئ.( بي بي سي ۱۸/۵/ ۲۰۰۶ ) خو پاكستان دغه ټول تورونه رد كړي
دي.
په كابل كي د بي بي سي خبريالي اسماء حبيب د سپتمبر پر شپږمه يو راپور وركړ چي ډېره مهمه خبره يې كړې وه، هغې
ويل كابل ته د پاكستان د ولسمشر پروېز مشرف له راتګ څخه څو ساعته مخكي يوه برتانوي لوړ پوړي ډيپلومات وويل چي
په افغانستان كي د امنيت او ثبات ټنګېدل تر هغه وخته امكان نه لري چي په پاكستان كي د تروريستانو د روزني م
كزونه ونه تړل سي.
په كابل كي د برتانيې د باندنيو چارو مرستيال وزير كيم هاوس په يوه خبره كنفرانس كي
وويل چي كه ټاكل سوې وي په افغانستان كي امنيت او ثبات ټينګ سي، پاكستان بايد ژمنه وكړي، چي نور په افغانستان
كي لاسوهنه نه كوي. ښاغلي هاوس وويل كه غواړو چي افغانستان په راتلونكي كي يو با ثباته هيواد وي، پاكستان
بايد ژمنه وكړي چي هيڅ وخت له طالبانو او تروريستانو سره مرسته نه كوي، د تروريستانو د روزني مركزونه به
وتړي او چاته به اجازه ورنكړي چي د ځوان نسل په فكرونو كي د تروريزم فكرونه راوټكوي.
دا لومړى ځل دى چي يو لوړ
پوړى برتانوى چارواكى په دومره صراحت د پاكستان په اړه څرګندوني كوي.( بي بي سي د ۲۰۰۶ كال د سپتمبر شپږمه)
ايرنا خبري اژانس د اكتوبر پر ۲۶مه په خپل يوه ګزارش كي وويل چي د نيويارك پوهنتون د نړيوالو همكاريو د م
طالعاتو مدير بارنيت روبين د اكتوبر د مياشتي په وروستۍ اونۍ كي په خپله يوه مقاله كي چي د وال سټريټ ژورنال
په ورځپاڼه كي خپره سوې ده، ليكلي چي د پاكستان او افغانستان ترمنځ د اوږدو ناندريو د له منځه وړلو له پاره تر
هغه ماښامني پروګرام چي تېره مياشت په سپينه ماڼۍ كي جوړ سوى وو، ډېرو هڅو ته اړتيا ده
د روبين په وينا غيرله هغو
پنځو كالو چي طالبانو پر كابل حكومت كاوه، پاكستان او افغانستان نور ټول وخت، له هغه راهيسي چي پاكستان جوړ
سوى دى له يو بل سره په دښمنۍ تېركړى دى، حتى د طالبانو د حكومت په دوران كي هم افغانستان له پاكستان سره د
پښتنو او بلوڅو د سيمو د يو ځاى والي موافقه ونكړه، همدا اختلافونه وه چي د افغانستان پخواني شاهي حكومت له
پاكستاني پوځ سره د جګړې په خاطر د روسيې پوځي مرستو ته لاس اوږد كړ او افغانستان له هند سره په ډيپلوماتيك نظر
يو سو، ځكه پاكستاني پوځ د امريكا له مرستو او ملاتړ څخه برخمن وو.
د روبين په وينا د امريكا اسختباراتي
بكه، ناټو او افغانستان درې سره پر دې موافق دي چي د طالب مشرانو پټنځايونه په پاكستان او په ځانګړې توګه د كويټې
په ښار كي دي او ځيني كړۍ په افغانستان كي دننه د طالب جنګياليو په ځواكمنتيا او د افغان حكومت په كمزورتيا كي
ونډه لري.
روبين ليكلي تر ټولو عمده مسئله چي د پاكستان د اندېښنې سبب ګرځېدلې، هغه هندوستان دى، چي په دې و
وستيو كي يې له پاكستان سره پر پوله ولايتونو ننګرهار او كندهار كي قونسلګرۍ جوړي كړي دي، پاكستان پر هند تور
لګوي چي د خپلي استخباراتي شبكې له لاري د پاكستان په بې ثباتۍ كي لاس لري.
د مثال په توګه اسلام آباد ادعا كوي
چي نوى ډيلى د پاكستان په بلوچستان ايالت كي د نا اراميو په را پيدا كولو كي ونډه لري. په عين وخت كي بايد ام
يكا او افغانستان هم د پاكستان دغو مشروعو اندېښنو ته پام وكړي، بايد په افغانستان كي د هند د كونسلګريو شمېر
راكم سي، امريكا، هند او افغانستان هم بايد د پاكستان د ډاډګېرني له پاره ګامونه پورته كړي.
روبين د خپلي مقالې
په پاى كي يوه ټكي ته اشاره كړې، چي كله پاكستان د طالبانو په پټنځايونو پسي راپاڅي، د افغانستان ولسمشر دي هم
په زړورتيا يو سياسي ګام پورته كړي، د افغانستان په دننه او دباندي كي دي د سياسي خبرو اترو يوه كړۍ جوړه كړي،
او په هغه كي دي پرځينو نورو مسايلو لكه د دواړو هيوادونو ترمنځ د پولي د رسميت پېژندلو مسئله باندي بحث وسي،
او په مقابل كي بايد افغانستان هم دا ډاډ ترلاسه كړي چي د پاكستان بندرونو ته به لاس رسى لري.
روبين ليكلي چي
امريكا او د ناټو سازمان غړي هيوادونه هم بايد تضمين وركړي چي د سرحدي سيمو په آبادولو كي به مرسته كوي،
بېكاري او بېسوادي چي د دې سيمي د وروسته پاتي والي تر ټولو لوى عامل دى، بايد په له منځه وړلو كي يې مرستي
وكړي.
اوس چي په افغانستان كي د پاكستان د لاسوهني موخه روښانه سوه، بايد متوجې اوسو چي د تروريزم سرچينه
پاكستان دى، نه افغانستان، نو دې ته په پام سره د تروريزم خلاف نړيوال ايتلاف بايد د القاعده غړي، تروريستان
او طالبان په پاكستان كي ولټوي.
پاكستان چي تر دې وروستيو پوري په دغه هيواد كي د اسلامي بنسټپالو له
وزنځايونو څخه منكر وو، د اكتوبر پر۳۰مه يې پوځي الوتكو له افغان پولي سره نيژدې د قبايلو په باجوړ سيمه كي يوه
مدرسه بمبار كړه چي ۸۰ تنه مذ هبي تندلاري پكښي ووژل سوه، او د پاكستان امنيتي چارواكو آن خپله مشرف هم د خلكو
د نيوكو په ځواب كي وويل چي په مدرسه كي يو بېګناه كس هم نه دى وژل سوى، بلكي ټول هغه تندلاري وه چي په مدرسه كي
يې تروريستي زدكړي ترلاسه كولې. چي داسي ده نو بيا خو كرزي نړيوالي ټولني ته ښه ويلي وه، چي له تروريزم سره د م
بارزې د برياليتوب په خاطر بايد په پاكستان كي هغه منابع له منځه يووړل سي چي هغوى پكښي روزل كېږي. بېله دې به نو
د تروريزم په وړاندي مبارزه او تلاښ يو بېځايه كار وي.
همدا اوس د پاكستان د صوبه سرحد ايالت د مذهبي مدرسو كچه
د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر له ۱۱ مي وروسته ۲۸ برابره ډېره سوې ده، په ۲۰۰۵ م كال كي يې شمېر ۶۸۷۰ ته ورسېد (رك لوموند
ديپلوماتيك مارچ ۲۰۰۶).
دا مدرسې چي شمېر يې په ټول پاكستان كي له ۳۰۰۰۰ څخه اوړي تاسو فكر وكړئ، چي توليدات يې
چيري ځي؟
بېله شكه چي ډېرى يې وروسته له هغه چي د جګړې او مبارزې فكر په مغز كي ورپېچكاري سي، د انتحاري حملو
او جګړې له پاره افغانستان او كشمير ته ځي. او په افغانستان كي د افغان، ناټو او امريكايي ځواكونو پر ضد جنګېږي،
چي له امله يې د دغو هيوادونو امنيت او ثبات له ګواښ سره مخ كړى دى.
نو لوېديځي نړۍ ته د تروريزم په وړاندي د ك
زي خبره ډېره پرځاى او د اهميت وړ ده، او نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ او بنسټپالني سره مبارزه له پاكستان او
په دغه هيواد كي له مذهبي مدرسو څخه پيل كړي، نه د افغانستان له كليو او بانډو څخه چي مذهبي بنسټپالان له بلا
څخه د سپر كار ځني اخلي.