د لاپراوایي توری د بېباکي له توري سره مترادف دی او له معمول سره سم دا مفهوم په هغه صورت کي کارول کېږي
کله چي انسان دهغه واجب په هکله لاپروا پاته شي کوم چي په بشپړه توګه سر ته رسول یې د هغه
مسؤلیت وي ، یا خو یې په سمه توګه سرته نه ورسوي او یا یې نېمګړی سرته ورسوي او یا یې سرته رسول خپل مسؤلیت ونه بولي .
کله چي پلار خپل زوی خپلي مخي ته پرېږدي او دهغه په ښو او بدو
څه غرض ونلري ویل کېږي چي پلار د زوی په هکله لاپروا دی ، که استاد د شاګردانو پامل
نه ونکړي ویل کېږي چي فلانی استاذ لاپروا دی ، که یوه مېرمن د مېړه خدمت او د کور سمبالښت او د اولاد پاللو ته
اکړي ویل کېږي چي فلانۍ مېرمن لاپروا ده ، که یوکار کوونکی خپلي وظیفې ته پاملرنه نه
کوي ویل کېږي چي فلانی مأمور لاپرواده اوکه د هېواد واکمن په خپله عیاشي اخته شي او د عام ولس او هېواد وا
وستونځو ته شاکړي ویل کېږي چي لا پروا دی .
مقصد دا چي د لاپروایي توری د ژوندانه له مختلفو اړخونو او بېلابېلو مفاهیمو سره تړلی دی او څرنګه چي
لاپروايي په ټولنه او د هغې په افرادو ناوړه اثرات پرېږدي او خطرناکه نتایج مېنځ ته راوړي ځکه مونږ په دې بحث کي
هغې ته ستاسو پام رااړوو.
د لاپروایي
تر ټولو خطرناکه بڼه هم داده چي انسان ددین په هکله لا پروا پاته شي ، د مثال په توګه که دکور د نظافت او یا د
ښوونځي د درسونو د مذاکرې په هکله په لاپروایي یو څوک عیب جن ښکارېږي نو د لمانځه په هکله لاپروايي او د امر با
معروف او نهي عن المنکر په هکله لاپروايي خو تر هغې ډېره خطرناکه ده ، همدا راز د خپل ځان سېنګار او د وېښتانو ږ
مونځول د والدینو له حق پالني او د هغوی له خدمت کولو سره نه دی برابر ، په دې اساس
ددین په هکله او په کور، کلي ، چاپېریال ، ټولنه اوهېواد کي دهغه د تشریعاتو دپلي
کولو په هکله لاپروایي ټولنه او د هغې مادي او معنوي شتمني د هلاکت کندي ته غورځوي ،
د کومي ټولني افراد چي لاپروا او خودخواه شي هلته دپوهني ځای جهالت او د عدل او انصاف ځای ظلم او د نظم او دیسپ
ېن ځای بې نظمي او ګډوډي نیسي چي بالآخره د هغې ټولني هویت او وجود له مېنځه وړي او له ډول ډول ګواښونو سره یې م
خامخ کوي .
پدې اساس مونږ ته په کار
ده چي د لاپروایي په هکله لا پروا پاته نشو او هغه څوک چي لاپروا وي هغوی خپلو مسؤلیتونو او دندو ته متوجه کړو
او هغوی ته د نظم د ساتلو او د خپل ځواک د وېښ پاللو روزنه ورکړو ، همدا راز هغه څوک چي د لاپروایي په رنځ اخته
وي په هغوی کي د نفس د مجاهدې احساس راژوندی کړو او په ارادي قوت او لوړ همت د هغوی روزنه وکړو ، ځکه چي الله
تعالی فرمایي :
خذوا ما أتيناكم بقوة
در ونیسۍ هغه څه چي مونږ یې درکوو په قوت سره .
همدا راز رسول الله صلی الله ع
یه وسلم فرمايي :
إن الله تعالى يحب إذا عمل أحدكم عملا أن
يتقنه
الله تعالى دا خوښوي چي ک
ه په تاسوکي یوڅوک یوکار کوي او په سمه توګه یې بشپړ کړي .
همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم په بل حدیث شریف کي فرمايي :
المؤمن القوي خیر من المؤمن الضعیف .
قوي مسلمان تر کمزوري مسلمان غوره دی .
مسلمان باید د خپلو مسؤلیتونو په پاللو او د ورسپارل شویو دندو په سرته رسولو کي
زیات جدّي وي او معمولي لاپروایي هم ونکړي او ددې لپاره غوره او ژوندۍ نمونې د انبیاء کرامو علیهم السلام
خصیتونه دي کوم چي د خپلو رسالتونو په سرته رسولو او د حق په ابلاغ او د الله تعالی لورته د رابللو د امانت په
پاللو کي یې لږ شان ته سستي هم نه دي کړي او دا تر ټولو مشکله دنده ده هغوی د خپل مسؤلیت په سرته رسولو کي شپې او
ورځي رڼې کولې د هغوی سفر او اقامت ، ناسته او ولاړه ، اقوال او افعال ، دوستیوي او دښمنيوي او ټول ژونداوهرڅه د
همدې ستر مقصد دپوره کولو لپاره وقف وې دا ددې لپاره چي راتلونکي نسلونه او انساني پرګنې د هغوی په مېراث پاته لارو خپل قدمونه کېږدي همداوو چي الله تعالی د هغوی ددې محنتونو په نتېچه کي ړندې ست
ګي بېنا کړې او بند زړونه یې خلاص کړل او کاڼه غوږونه یې آورېدلو ته چمتوکړل او دهغوی
د نه ستومانه کېدونکیوهلوځلوپه برکت یې د هدایت وړانګي هر لورته خپرې کړې .
الله تعالی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم په همدغو غورو
صفتونو موصوف ګرزولی دی، د هغه انفرادي او اجتماعي ژوند ، د هغه د عوت ، د هغه جهاد ، د هغه هجرت او له دښمنانو او
دوستانو سره د هغه تعامل دا هرڅه زمونږ لپاره ځلانده څراغونه او د ژوندانه په څلورلاري د هدایت بلي شوي ډېوې
دي ، الله تعالی مونږ ته خطاب کوي او فرمایي :
لقد كان لكم في رسول الله أسوة حسنة لمن كان يرجو ا
له واليوم الآخر وذكر الله كثيرا
په رېښتیاسره چي ستاسو لپاره د رسول الله په اتباع کي یوه غوره نمونه شته خودا د هغه چا
پاره ده چي په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري او الله تعالی یې ډېر په یادوي .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د
ژوندانه په خپلولو کي برکتونه او زیات اجرونه او نېکي وي شته دي ځکه چي الله تعالی د هغه د کړو وړو په هکله په
رآنکریم کي په خپله ګواهي ورکوي او تر دې لوړه شهادتنامه به بله کومه وي چي فرمایي :
وماینطق عن الهوی ان هو الا وحي یوحی .
هغه کله هم له خپل ځان څخه خبري نه جوړوي هغه څه
چي دی یې بیا نوي هغه الهي پیغام دی چي د وحی په شکل کي ده ته د الله تعالی له لوري
اځي .
وإنك لعلى خلق عظيم
په رېښتیا سره چي ته په لوړو ښو خویونو سره موصوف یې .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم
ژوند مبارک خو د لاپروایې په دې وړوکي مقال کي نه شي خلاصه کېدلای د هغه په مبارک سېرت او ژوندانه باندي زیات
کتابونه لیکل شوي دي چي باید هر مسلمان یې په خپل کتابتون کي د کتني او استفادې لپاره وساتي ، د هغه تواضع او
انکسار دې حد ته رسېدله چي ده مبارک خپلي موچڼي په خپل مبارک لاس ګنډلي دي پوسونه یې
لوشلي دي خپلي جامې یې په خپله ګنډلي او ټوټې او پنې یې ورته اېښي دي ، هغه هم د مظلوم مرسته کړي ده او هم یې د مح
تاج او بېوسه خیال ساتلی دی او هم یې د الله تعالی په لار کي جهاد ته ملاتړلي ده ، هغه د وفات تر ورځي پوري د خپل
رسالت او همدغه ستر امانت له سرته رسولو څخه یوه شېبه هم لاپروا نه دی پاته شوی هغه د زنکدن په وخت کي هم د خپل
امت په هکله اندېښمن وو چي د(اُمّتي اُمّتي) توري یې به ژبه څرخېدلو .
همدغه د الله تعالی غوره استاځي هم لاپروایې غېندلي ده
او هغه یې ښه کار نه دی ګڼلی که څه هم لاپروايي د ژوندانه له ټولو اړخونو سره تړلی ده او که یې ټولي بېلګي
بیانوو نو مقال به نه وي کتابونه به ځیني جوړ شي خو دلته به مونږ یو څو روایتونه ذکر کړو چي هغه حتی د څارویو
په باب هم لاپروايي ډېره ستره ګناه بللي ده او هغه څوک چي د کورني څارویو په هکله
اپروایې کوي په سخت الهي عذاب یې وېرولي دي .
عن سهل بن الحنظ
ية رضي الله عنه أنه قال: مر رسول الله صلى الله عليه وسلم ببعير قد لحق ظهره ببطنه فقال: اتقوا الله في ا
بهائم فاركبوها صالحة وكلوها صالحة
له سهل رضي الله تعالی عنه څخه روایت
وی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه اوښ تېر شولو چي ګېډه یې له پوښتیو سره لګېدلي وه او ویې فرمایل : د
خپلو څارویو په هکله له الله تعالی څخه ووېرېږۍ که ورباندي سپرېږۍ هم ویې پالۍ او که یې خورۍ هم ویې پالۍ
.
عن عبد الله بن جعفر رضي الله عنهما أنه قال: أردفني رسول الله صلى
الله عليه وسلم خلفه ذات يوم قال: فدخل حائطا لرجل من الأنصار فإذا جمل، فلما رأى النبي صلى الله عليه وسلم ح
َنَّ وذرفت عيناه فأتاه النبي صلى الله عليه وسلم فمسح ذفراه فسكت، فقال" من ربُّ هذا الجمل؟، لمن هذا الجمل؟ "
فجاء فتى من الأنصار فقال: لي، يا رسول الله، فقال:" أفلا تتقي الله في هذه البهيمة التي ملَّكَكَ الله إياها، ف
نه شكا إلي أنك تُجِيعَهُ، وتدئبه ". ( رواه أحمد وأبوداوود )
له عبد الله بن جعفر رضي الله تعالی عنه څخه روایت شوی دی چي رسول
الله صلی الله علیه وسلم زه په یوه سفر کي له ځان سره ملګری کړم اوشاته یې سپورکړم چي د یوه انصاري جار ته و
ننوتلو چي هلته یواوښ تړلی وو کله چي اوښ رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدلو سریې ښکته کړ او سترګي یې له
اوښکو څخه ډکي شولې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سر لاس ور تېر کړ اوڅه ساکت شولو او بیایې پوښتنه وکړه
چي ددې اوښ مالک څوک دی او دا اوښ د چا دی ؟ له انصارو څخه یو ځوان راغی او ویې ویل چي دا اوښ زما دی یارسول الله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : آیاته ددې څاروي په هکله له الله
تعالی څخه نه وېرېږي کوم چي الله تعالی ستا ترلاس لاندي کړی دی؟ ځکه چي هغه ماته شکایت وکړ چي ته یې هم ستومانه
کوې او کار ورڅخه آخلې او هم یې وږی ساتې .
عن عبد الله بن عمر رضي ا
له عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:" عُذِّبَت امرأة في هرة سجنتها حتى ماتت فدخلت فيها النار؛ لا هي
أطعمتها وسقتها إذ حبستها ولا هي تركتها تأكل من خشاش الأرض". ( رواه البخاري ومسلم).
له عبد الله ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل: یوې ښځي ته ددې په وجه د جهنم په اور کي عذاب و
کېږي چي خپله پیشو یې ترڅو چي مړه کېدله تړلي وه نه یې اوبه ورکولې او نه یې خوراک ورکولو او نه خلاصوله چي د زم
کي ګیځاري وخوري .
عن خيثمة رضي الله عنه أنه قال: كنا جلوسا مع
عبد الله بن عمروإذ جاءه قهرمان له فدخل فقال: أعطيت الرقيق قوتهم؟ فقال:لا، قال: فانطلق فأعطهم،قال، قال رسول
الله صلى الله عليه وسلم:" كفى بالمرء إثما أن يحبس عمن يملك قوته". ( رواه مسلم)
له خيثمه رضي الله تعالی عنه څخه روایت
دی چي مونږ له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما سره ناست وو چي د هغه د غلامانو مسؤل (قهرمان) راغی ،
عبدالله بن عمر(رض) ورته وویل: آیا غلامانو ته د خوراک ورکړ؟ هغه ورته وویل نه ، ده ورته وفرمایل : ورشه هغوی ته
خوراک ورکړه ځکه چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه آورېدلي دي چي هغه وفرمایل : د انسان لپاره همدا
ګناه کافي ده چي له خپلو زېردستانو څخه خوراک بند کړي .
د زېردستانو او د هغه چا په هکله لاپروایي چي هغوی ستا ترلاس لاندي وي همدغه حکم لري خواه که هغوی ستا د کور مزدوران او چپړاسیان وي او که ستا د دفتر مامورین وي او که
ستا د کاروبار او تجارت او یا ټېکې مزدوران وي ، چي د هغوی معاشونه بې موجبه ځنډول او
د هغوی وږي کول او یا له هغوی څخه تر حق زیات کار اخېستل هم په هم دې زمره کي راځي .
همدا راز د ګاونډي په هکله لاپروا پاته کېدل د مسلمان په خصلتونو کي
نه وي داسي نه چي خپله ګېډه ډکه کړې او په دې خبر نه یې چي ستا ګاونډي څه خوړلي دي او که هغه او د هغه ماشومان په
وږه شپه رڼوي .
وعن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله
عليه وسلم: " ما آمن من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهويعلم به". ( رواه الطبراني والبزار والمنذ
ي).
له انس رضي الله تعالی عنه څخه
وایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه چا ایمان نه دی راوړی چي خپله شپه په ډکه خېټه تېره کړي
او ګاونډی یې څنګ ته وږی پروت وي او دی یې په لوږه باندي خبروي .
دا دلاپروايي ځیني شکلونه وو چي مونږ ورته اشاره وکړه هر مسلمان ته په کار دی چي
ددیني لارښوونو په هکله وېښ او حساس پاته شي او کله هم لاپروایي او غفلت ونکړي همدا راز په هغو دندو او مسؤ
یتونو کي چي هغه ته سپارل شوي وي د اسلامي شریعت په چوکاټ کي یې په بشپړه توګه او لوړ همت سره سرته ورسوي ځکه
چي ډېر ځلي داسي پېښ شوي دي چي معمولي لاپروايي د ستري تباهي پېش خېمه ګرزېدلي ده .