اسلامي شریعت مسلمانان له ظلم کولو څخه ژغوري او له ظلم کولو څخه یې سخته منع کړي ده رسول الله صلی الله
علیه وسلم فرمایي :
اتقواالظلم فان الظلم ظلمات يوم القيامة ( رواه مسلم)
له ظلم کولو څخه ځانونه وساتۍ ځکه چي ظلم به د قیامت په ورځ
توري ترږمۍ وي.
او په یوبل حدیث قدسي کي
الله تعالی فرمایي :
ياعبادى انى حرمت
الظلم على نفسى وجعلته بينكم محرماً فلا تظالموا
اې زما بندګانو ما په خپل ځان ظلم حرام ګرزولی دی او ستا سو په مېنځ کي مي هم حرام ګرزولی دی نو ځکه په
خپل مېنځ یو پر بل ظلم مه کوۍ .
د ظلم ش
عي حکم او د هغه په هکله نصوص او روایات په بل بحث کي ذکرشولو چي تکرار ته به یې اړتیا نه وي هلته د وکتل شي .
د خلګو په عملي
ژوند کي ظلم بېلابېلي بڼي او شکلونه لري او انجام یې په دنیا او آخرت کي زیات وخیم دی
او عذاب یې ډېر دروونکی دی چي کېدای شي الله تعالی یې بنده ته په دنیوي ژوند کي ور
وویني ورنه په آخرت کي یې عذاب حتمي نتیجه ده ، همدا راز ظالم همېشه دخپل کوګل په
داخلي عذاب او کشمکش اخته وي د خپل ظلم له لاسه تل پرېشانه او ستومانه وي او د ظلم بدمرغي یې تل شړي ولوکه په
ظاهري څېره خوشاله او هوسا ښکاري ، خپل ضمیر یې تعقیبوي او تل یې ترټي ولو که کلونه هم ور باندي تېرشي او دتوبې
چانس ډېر کم په لاس ورځي او هغه هم هغه وخت چي د حقوقو خاوندان یې ورک اویاتیت اوپرک شي او د ظالم لپاره همدا
کافي ده چي د ظلم آخري نتېجه پښېماني او لاس مروړنه وي ، او له دې څخه وېرېږي چي د مقتدر خدای جل جلاله په حضور کي
به د خپلو ظلمونو څه جواب ورکوي ډېر داسي ظالمان مو لیدلي دي چي د ژوند په پای کي په خپلو کړو وړو پښېمانه شوي
دي او دداسي یو چا تلاش کوي چي هغوی ده ته له هغه سر نوشت څخه د خلاصون لاره وروښیي کوم چي هغه ورسره مخامخ کېدونکی دی .
کله
چي د ظلم توری ذکرشي د خلګو ذهن ته هغه ظلم وړاندي کېږي چي هغه د بل چا په مال تېری او یا د یو چا په ناحقه ویني
تویول او یا د یوچا عزت پایمالول دی او داسي نور کوم چي د سالم فطرت خاوندان ورڅخه بالطبع کرکه کوي کوم چي ما
ومان ، لویان ، پوهان اوجاهلان ټول ورباندي پوهېږي چي دا ظلم دی او په ځینو ټولنو کي
وجود لري او همداد ټولنېز ظلم څرګند شکلونه دي .
خو مونږ به دلته د ظلم د معنوي شکل ځینو شکلونو ته هم اشاره وکړو کوم چي د تعامل په وخت کي د ټولني د
ځینو افرادو له خوا د نورو په مقابل کي تر سره کېږي دې ته د لږو خلګو پام شته خو په حقیقت کي دا هم د ظلم په زمره
کي راځي چي یو څوک چاته یو ذهني تکلیف متوجه کړي او یا له هغه سره د عدل او انصاف په اساس تعامل ونکړي اویا هغه
مقام ورته ورنکړي کوم چي د الهي عدل غوښتنه ده د مثال په توګه :
(۱) د پلار تمایل د ځینو اولادونو لورته او نورو اولادونو ته په هغوی د مچکو او بخشش
او ستایلوغوره والی ورکول دا هم د ظالمانه تعامل یوه برخه ده خو چي دا یې خپل عادت ګرزولی وي او هغه په دې ام
تیازي سلوک شهرت موندلی وي او پېژندل شوی وي چي غالباً دا ډول سلوک د اولادونو تر مېنځ کرکه نفرت او بلآخره دښم
ني پیدا کوي ، دا ډول امتیازي سلوک که کله ناکله په یوه خاص مقام کي او یا په تصادفي ډول پېښ شي څه بده خبره نه
ده خو که یې خپل عادت وګرزوي نو ددې حدیث شریف په اساس ورته ظلم ویلای شو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم
ایي :
عن نعمان بن بشيرقال قال النبي ص
ى الله عليه وسلم : اتقوا الله واعدلوا فى أولادكم (متفق عليه)
له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل له الله تعالی څخه ووېرېږۍ او د خپلو اولادونوپه مېنځ کي عدل او انصاف کوۍ .
(2) د وروڼو قساوت له خپل ورور سره
په دې شکل چي د هغه عزت کول پرېږدي پوښتنه او ګروېږنه نه ورباندي کوي ، په مختلفو مناسبتونو کي دعوت نه ورکوي په
کارونو کي ورسره مشوره نه کوي په غم او خوشالي کي یې نه خیروي او د هغه د فامیل قدر او عزت نه کوي سره له دې چي
هغه به ورسره په مشکلو حالاتو کي مرسته کړي وي خپلوي به یې ورسره پاللي وي او دهغه
په نسبت به له نورو داسي وروڼو سره ورورولي پالي چي تر هغوی به ددې ورور علمي سویه او اخلاق ښه وي
.
د وروڼو ددې غیر منصفانه او ظالم
انه تعامل په نتېجه کي هغه ضرور دا فکر کوي چي دی یې ورور نه دی او نه ددوی تر مېنځ کومه صله رحمي وجود لري دا هم د
ظلم یو معنوي مفهوم دی چي الله تعالی به ضرور له وروڼو څخه ددې ورور په هکله پوښتنه کوي په تېره بیا که یې هغه م
ر ورور وي چي د احادیثو له مخي رتبه او حقوق یې د پلار په شان دي او د مشرانو د احترام په بحث کي یې مفصله یادونه
شوي ده .
(۳) د خواښیي ظالمانه تعامل له خپلي نږور سره هم د ظلم د ځنځېر یوه کړۍ ده زمونږ په ټولنه کي غالباً داسي په سترګو کېږي چي نږور را واده شي له
لومړۍ ورځي خواښیه ورسره سیالي پیل کړي په هر څه کي یې تعقیبوي او ځوروي او داسي فکر کوي چي یوه د خدمت لپاره م
ېنځه یې کورته راغلی ده چي ټول د کور افراد ورته باید په ټیټه سترګه وګوري ، نه یې خدمت ستایې او نه یې د اخلاقو
تعریف کوي او نه یې د هغه اطاعت احسان مني کوم چي یې دا نویه مېلمنه د خپلي خواښیه کوي
، تل یې د عیبونو په نلاش کي لګیا وي په تنهایې او دنورو ښځو سیالانو په مخکي چي کله موقع په لاس ورشي ورته سپک ورک وایې او تهدیدوي یې ، ډېره درنه خو لادا خبره که خپل زوی وویني چي د خپلي مې
مني خواته یې وکتل له خپل زوی سره دښمني واخلي او زیار باسي چي د زوی او نږور تر مېنځ چاکونه واچوي او ژوند یې
ورخړپړ کړي چي دا هم په خپل ځای یوستر ظلم دی او معالجه یې او توجه ورته کول زیات ضروري ده کله خو د نجلۍ مور هم
په عین شکل له خپل زوم سره داسي ډول رقابت او سیالي پیل کړي .
(۴) د نږور له خواښیه یعني د خپل نارینه له مورسره بې شرمانه سلوک هم د ظلم یوه برخه ده
هغه داچي د هغې احترام نه ساتي ، خدمت یې نه کوي ، پوښتنه نه ورباندي کوي ، د هغې معمولي ګرېز او خبري نه برداشت کوي کله نا کله خو دعوې ورسره پیل کړي او خپل مېړه ته هم ګواښېږي چي خپله شتمني او
مصارف ټول په خپله مور باندي خرچ کوي او زما خواته یې هیڅ توجه نشته داسي هم پېښ شوي دي چي نږور د خپلو ناوړو
اخلاقو او دخواښیه په سر د مېړه کور پرې اېښی وي او د خپلي مور په کور کي خرنډه شي او وایې چي یا خو کور راجلا کړه
او یا به دلته ناسته یم دا ډول قضیې زمونږ په ټولنه کي پېښېږي په تېره بیا چي نجلۍ له یوه هسکه خاندانه او شتمني
کورنۍ څخه وي بیا خو هیڅ د خواښیه وجود ورته د منلو وړ نه وي، ځیني خو داسي هم وي چي د
نارینه مطلق خپلوان ښه نه ایسوي لکه د نارینه وروڼه او خویندي او تل یې خپل نارینه ته شکایتونه کوي ددې په
خاطر چي هغوی یې ترپام بد شي او د خپل مېړه هستي او دارایې ټوله په خپله پلرګنۍ وخوري په دې صورت کي له اهل خبره
کسانو سره مشوره کول ضروري وي او معالجه یې په داسي شکل په کار ده چي هم والدین او د هغه وروڼه او نور أقرباء
خپه نه وي او هم دا نوی جوړ شوی کور وران نشي او مونږ به هم (له کوژدې تر واده) په بحث کي ورته اشاره وکړو .
مقصد داچي د اجتماعي ظلم شکلونه ډېر زیات دي خو مونږ یې دلته یو څو شکلونو ته ددې په خاطر اشاره
وکړه چي دا شکلونه یې مونږ بالکل له پام څخه غورځولي دي .
مسلمان ته په کار ده چي د ظلم داسي پټو شکلونو ته زیاته پاملرنه وکړي او له ځان سره د هغه په هک
ه ټېنګ حساب ونیسي او هرماښام د یو څه وخت لپاره په دې هکله فکر وکړي ځکه چي انسان به د هر کړه وړه په هکله د
یامت په ورځ پوښتل کېږي .
همدا راز مسلم
ان ته په کار ده چي که له یو چا سره مینه خپلوي او آشنایې پالي نو زیات افراط د په کي نه کوي او د اعتدال لاره د
خوښوي او که یې له یوچا سره دښمني وي نو هم د په کي زیات افراط نه کوي او دا دعدل هغه مېزان دی چي آسمانونه او زم
کي ور باندي ولاړ دي او شریعت امر ورباندي کړی دی الله تعالی فرمایې :
واذا قلتم فاعدلوا , اعدلوا هو أقرب للتقو
كله چي تاسو څه وایاست نو عدل کوۍ ، عدل او انصاف کوۍ ځکه چي عدل تقوا ته
ښه نژدې دی .
او زمونږ ګران پیغمبر ص
ی الله علیه وسلم دېر ښه فرمایلي دي :
أحبب حبيبك هوناً ما عسى
أن يكون بغيضك يوماًما وأبغض بغيضك هونا ما عسى أن يكون حبيبك يوما ما (رواه الترمذي)
له خپل دوست او آشنا سره آسانه دوستي پاله کېدای شي یوه ورځ
ددښمن وګرزي او له دښمن سره آسانه دښمني پاله ځکه چي کېدای شي یوه ورځ د دوست وګرزي .
پښتانه هم وایې چي مه داسي خوږ شه چي یوڅوک د ښوی تېرکړي او م
ه داسي ترېخ شه چي خلګ د لېري وغورځوي .
د زیات ترو ستونځو او ذات البیني مظالمو د لویښت عمده عامل دا وي چي خلګ یې په ابتداء کي معالجه نه کوي او
چي کله خبره بشپړه ورانه شي بیا یې د حل لاري لټوي خو په کار داسي نه ده که کورنۍ ستونځي وي او که د چاپېریال م
کلات وي انسان ته په کار ده چي کله یې محسوس کړي فوراً یې د معالجې لاري چاري ولټوي الله تعالی د مونږ ته توفیق
اکړي چي نه په بل چا ظلم وکړو او نه دنورو ترظلم لاندي شو .