مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-18   مخپرونکئ : سلیمانخېل قدوسي

څوک جنت ته بلنه قبلوي ؟

قدوسي سليمانخيل

آیا ته دا غواړې چي الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم ته نژدې شې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

أقرب ما يكون العبد من ربه و هو ساجد فأكثروا ا دعاء (رواه مسلم ) .

بنده تر هرحالت الله تعالی ته په سجده کي نژدې وي نو ځکه په سجده کي زیاتي دعاګاني کوۍ .

(۲) آیا ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حج کولو اجر او ثواب غواړې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

العمرة فى رمضان تعدل حجة أو حجة معي(متفق عليه)

د رمضان په میاشت کي عمره کول له حج سره اویا له داسي حج سره برابره ده چي څوک یې زما په ملګرتیا کي ادا کړي .

(۳) آیا ته په جنت کي د ځان لپاره تیار جوړ شوی کور غواړې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

من بنى مسجداً لله بنى الله له فى الجنه مثله ( رواه مسلم)

چا چي د الله تعالی درضا لپاره یو مسجد جوړ کړ الله تعالی به په جنت کي دده لپاره هماغسي کور جوړ کړي .

(۴) آیا ته دا غواړې چي الله تعالی درڅخه خوشاله شي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

إن الله ليرضى عن العبد يأكل الأكلة فيحمده عليها و يشرب الشربة فيحمده عليها(رواه مسلم)

کله چي بنده یو خوراک وکړي او د الله تعالی ح مد اوشکر ورباندي ادا کړي اویا یو ګوټ اوبه وڅښي او د الله تعالی حمد ورباندي ووایي الله تعالی ورڅخه خوشاله کېږي .

(۵) آیا ته دا غواړې چي ستا هره دعا قبوله شي ؟ رسول الله صلی الله ع یه وسلم فرمایي :

الدعاء بين الأذان و الإقامة لا يرد ( رواه بوداوود)

د اذان او اقامت تر مېنځ دعا غوښتل نه واپس کېږي .

(۶) آیا ته دا غواړې چي د پوره کال د وژو ثواب درته ولیکل شي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

صوم ثلاثة أيام من كل شهر يعدل صوم الدهر كله ( متفق علیه)

په هره میاشت کي درې روژې نیول د ټول وخت له روژو سره برابري دي .

(۷) آیا ته دومره نېکیوي غواړې لکه غرونه ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

من شهد الجنازة حتى صلى عليها فله قيراط و من شهدها حتى تدفن فله قيراطان قيل و ما القيراطان ؟ قال مثل الجبلين العظيمين (متفق علیه)

یو څوک چي یوې جنازې ته حاضر شي تر څو چي لمونځ ادا کړي د یوه قېراط اجر یې دی او که تر خښولو او تدفین پوري ورته حاضر وي د دوو قېراطونو اجر یې دی پوښتنه وشوه چي دوه قېراطه څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لکه دوه ستر غرونه .

(۸) آیا ته دا غواړې چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جنت کي یوځای شې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

 أنا و كافل اليتيم كهاتين فى الجنه و أشار بإصبعية السبابة و الوسطى (رواه البخاري)

رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه د لاس ګوتي (مېنځنۍ او سبابه)  یوځای سره ونیولې او ویې فرمایل چي زه او د یتیم پالونکی به په جنت کي داسي سره یو ځای یو .

(۹) آیا ته دا غواړي چي د مجاهد او یا دروژه دار لمونځ کوونکي دومره ثوابونه درته ولیکل شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ف مایي :

الساعى على الأ ملة أو المسكين كالمجاهد فى سبيل الله و أحسبه قال أو كالقائم أو الصائم لا يفطر (متفق عليه)

د کونډي او مسکین په چوپړ کي د ځغاستونکي انسان دومره ثواب لکه د الله تعالی په لار کي د جهاد کوونکي او یا د لمونځ کوونکي روژه دار چي کله هم روژه نه ماتوي  .

(۱۰) آیا ته داغواړې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د په خپله دجنت ضمانت وکړي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

م ن يضمن لى ما بين لحييه و ما بين رجليه أضمن له الجنة (متفق عليه)

که څوک د دوو ژامو او د دوو پښو په مېنځ کي د اعضاوو ضمانت راکړي (چي د الله تعالی د حکم په مخالفت کي به یې نه کاروي) زه هغه ته د جنت ضمانت ورکوم .

(۱۱) یا ته داغواړي چي ستا له مرګه وروسته هم ستا د نېکو اعمالو ثواب تاته په قبر کي در ورسېږي ؟رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

إذا مات إبن أدم إنقطع عمله إلا من ثلاث , صدقة جارية أو علم ينتفع به أو ولد صالح يدعو له (رواه مسلم)

چي کله انسان مړ شي له دریو عملونو څخه علاوه یې ټول عملونه قطع شي روانه صدقه او خیرات، هغه ع م چي ګټه ورڅخه پورته کېږي او هغه صالح زوی چي ده ته دعاکوي .

(۱۲) آیا ته د جنت له پټو خزانو څخه یوه خزانه غواړې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

لا حول ولا قوة الا بالله كنز من كنوز الجنة (متفق عليه)

لا حول ولا قوة الا بالله د جنت له پټو خزانو څخه یوه خزانه ده .

(۱۳) آیاته دا غواړې چي ستا ټوله شپه د لمانځه په عبادت کي وګڼله شي ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

من صلى العشاء فى جماعة كأنما قام نصف ال يل و من صلى الصبح فى جماعة كأنما صلى الليل كله ( رواه مسلم)

چاچي د ماخوستن لمونځ په جماعت سره ادا کړ  لکه نېمایي شپه چي په عبادت کولوسره تېره کړي او چاچي د سهار لمونځ هم په جماعت سره ادا کړ نو لکه ټوله شپه چي یې په عبادت کولو سره تېره کړي وي .

(۱۴) آیا ته داغواړي چي په نیمه دقیقه کي د قرآنکریم درېیمه برخه تلاوت کړې ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

قل هو الله أحد تعدل ثلث القرأن (رواه مسلم)

د قل هوالله أحد د تلاوت اجر د قرآنکریم د درېیمي برخي د تلاوت له اجر سره ب ابردی.

(۱۵) آیاته دا غواړې چي ستا د نېکي تله درنه شي ؟ رسول الله صلی الله ع یه وسلم فرمایي :

كلمتان خفيفتان على اللسان حبيبتان الى الرحم ن ثقيلتان فى الميزان ( سبحان الله و بحمدة سبحان الله العظيم (رواه البخاري)

دوه توري دي چي په ژبه باندي سپک دي د الله تعالی ډېر خوښ دي او په تله کي زیات درانه دي : سبحان الله و بحمده سبحان الله العظیم .

(۱۶) آیاته دا غواړې چي ستا رزق پراخ او عمر د اوږد شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

من سره أن يبسط فى رزقه أو ينسأ له فى أثره فليصل رحم ه ( رواه البخاري)

که څوک په دې خوشالي کېږي چي رزق یې پراخ شي او عمر یې اوږد شي نو له خپلوانو سره د خپلوي پالي .

(۱۷) آیاستا زړه د الله تعالی ملاقات غواړي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایي:

من أحب لقاء الله أحب الله لقائه (رواه البخاري)

څوک چي د الله تعالی د ملاقات مینه او محبت لري الله تعالی د هغه م اقات خوښوي .

(۱۸) آیاته دا غواړې چي الله تعالی د وساتي ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

من صلى الصبح فهو فى ذمة الله (رواه مسلم)

څوک چي د سهار لمونځ ادا کړي هغه د الله تعالی په ساتنه کي ده .

(۱۹) آیاته دا غواړې چي په یو ځای د الله تعالی لس رحمتونه درته ورسېږي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

من صلى علي صلاه صلى الله عليه بها عشراً (رواه مسلم)

چاچي په ما یوځل درود وویلو الله تعالی ور باندي لس رحمتونه لېږي .

(۲۰) یاته دا غواړې چي الله تعالی د لوړ مقام ته ورسوي ؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم ف مایي:

ما تواضع أحد لله لا رفعه الله عز و جل (رواه مسلم)

چا چي د الله تعالی لپاره تواضع غوره کړه الله تعالی به یې لوړ مقام ته پورته کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery