دخپریدو نیټه : 2004-09-11 مخپرونکئ : عبدالله احسان
دولسمشرۍ لپاره کانديدان څه وايي ؟
ولي شا طبيب
ولي شاه طبيب / کندها ر ښار
د سپتمبر لسمه ۲۰۰۴
په دې ورځو کي دولس مشرۍ لپاره دکانديدانو رسمي کمپاين شروع شوی دی . تېره شپه مي دکندهار د تلويزيون له لاري د درو کانديدانو خبري واوريدې .
ښاغلو کانديدانو يوه : عبدالستار سيرت ، حافط منصور او سيد اسحق ګيلاني هر يوه په خپل وار سره دافغانستان په نړيوال اطلاعاتي مرکز کښي ويناوي وکړې . دري واړو کانديدانو تور ولګاوه چه ګواکي په اساسي قانون کی لاس وهل شوی دی . او دايې په ګوته نه کړه چه په کومه ماده کښی لاس وهل سويدی اوڅه ډول بدلون پکښی راغلی دی ، ايا دا امکان لری چه دلوی جرګی په تصويب شوي اساسي قانون کښي ولسمشر ، وزيران او يا اشخاص لاس ووهی ؟ . دا ښاغلی کانديدان به خبر وي چي دقانون اساسي اصلي مسوده کوم چه د لويي جرګې له خوا تصويب او د ټولو غړو په هغه باندی امضا کړيده موجوده ده او ممکن دنوموړو کانديدانو امضا هم وي . دا ديو دوکان يا يو کور قباله نه ده چه لاس پکښي ووهل شي بلکي دا د افغانستان داساسی قانون وثيقه ده . داساسی قانون دانفاذ څخه تقريباً اته يا نهه مياشتي تيري شويدي ، دلته سوال دادی چه نوموړی کانديدان دادومره وخت ولی چوپ پاته وه ، چه اوس يې دا بې بنسټه ډنډوری پيل کړی دي .
ښاغلی منصور وويل چي که دی دقدرت ګدۍ ته ورسيږی نو دده لمړی مرستيال به دکابينې رياست مخ ته بيايي ، او دوهم مرستيال به پارلماني چاری مخ ته بيايي ، خپل مرستيالان به يې کاملاَ فعاله رول ولري نه سمبوليک . اما ښاغلي منصور اساسي قانون نه دی لوستلی ، هلته دولسمشر ، مرستيالانو او وزيرانو لپاره وظايف او مسوليتونه ټاکل شوي دي . ښاغلي منصور اوسنی نظام ديکتاتوری نظام معرفی کړ . که دا ديکتاتوری نظام وی نو ښاغلی منصور او نور کانديدان داسي په زغرده خپلی ويناوي اوبې بنسټه تورونه د دولتی ډلييزو وسايلو له لاري خپرولای شي ؟ ښاغلی منصور داوسنی دولت پر وزيرانو د چاپلوسۍ تور ولګاوه . ايا په يوه ديکتاتوری نظام کی داسی تيری او تور د رژيم په وزيرانو څوک لګولی شي ؟
نوموړو درو کانديدانو ټولي خبري په دري ژبه وکړې ، يوه هم په پښتو يوه جمله ونه ويله ، دښاغلي سيرت ښه روانه پښتو زده ده ، داسحق ګيلاني خو مورنی ژبه هم پښتو ده ، د منصور څخه خو هيڅ توقع هم نه کيږی .