مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-09-13   مخپرونکئ : عبدالله احسان

په افغانستان کي د پوهني بهير او ملي پيوستون

غرزی خواخوږی

 

د غرزي خواخوږي ليکنه

١٣ / سپټمبر / ٢٠٠٤ ز 

د پوهني بهير چي د انسان د پيدايښت سره سم پيل سوي او الله ( ج ) د پيغمبرانو، نبيانو او رسولانو په ذريعه خپل بندګانو ته د علم د زده کړي امر او د اسلام د مقدس دين د ظهور سره جوخت د قرآن عظيم الشان په لمړي آيت مبارکه کي چي حضرت محمد (ص) ته نازل کړي ؤ فرمايلي:

ژباړنه ولوله د خپل رب په نامه چي ټول مخلوقات يي پيدا کړل، انسان يي د تړل سوي وينو څخه خلق کړ، ولوله رب ستا لوي کريم دئ هغه ذات چي انسان ته يې په قلم سره علم ښوولئ، انسان ته يي د هغو شيانو ښودنه کړيده، چي دي نه په پوهيده. چي د پورتني مبارکو آيتو د لوستني څخه ( پوهنه او علم ) د اسلام د مقدس دين اصول او معيار ګنل سوي دي او حضرت رسول الله ( ص ) د علم زده کړه و نر او ښځو ته امر کوي چي د زده کړي په اړه يو حديث شريف کي فرمايي: علم زده کړي که څه هم په چين کي وي. پوهنه د اسلام د حکمونو پر اساس هغه وسيله ده چي خلګ د هغه په رڼا کي د نړي مادي او معنوي ژوند امکانات ميندلاي سي. اسلام علمي قياس او سپارښت و خپل پيروانو ته کوي چي د اسلامي علماو، فلاسفو او څيړونکو د طبعيت، کايناتو، موجوداتو، رياضي او منطق علومو په اړه خپل څيړني کړيدي چي د بشريت په ژوند او پرمختياو کي ئي ګټوري برخي اخيستي دي او د اسلامي تمدن نوميالي پوهانو چي د ژوندلويه برخه يي د علومو په څيړنو او ليکنو کي تيره کړي وه لکه امام ابو حنيفه (رح)، امام محمد (رح)، امام بخاري (رح)، فاراني، ترمزي، ابن سينأ بلخي، ابن رشيد، ابو ريحان البيروني، شيخ ابو سعيد ابوالخير، شيخ ابو الحسن او نورو علمأو د ارزښت څخه ډک آثار ئي موږ ته ميراث پري ايښي دي او د ټولي نړي د استفادي وړ ګرزيدلي دي.

د افغانستان په تاريخ کي د پوهني بهير ته چي ځير سو د کليو، صحراو، جوماتو او کوچني مدرسو څخه تر پوهنتون او عالي مدارسو پوري په بيلا بيلو ښوونيز سيستمونو چي د کمزورتيا او مشکلاتو سره د زمان او ټولني و غوښتنو ته ځواب ورکړي ؤ که د ورستيو پيړيو د ښووني او روزني سيستم ته کتنه وکړو د امير شير علي خان د بادشاهي څخه تر امير حبيب الله خان چارواکي او د امير امان الله خان غازي تر ټولواکي پوري د پوهني بهير په منظمه ټوګه پيل سوي وده او پياوړتيا يي موندلي ده په تيره بيا د غازي امان الله خان د سلطنت په دوران کي چي ده د پوهني سره خاصه مينه درلودل د استقلال د بيرته اخيستني څخه ورسته ولس ته په خپل يو وينا کي ويلي وه: ما چي هر څونه ستاسو (ولس ) د پرمختيا او سو کالي په اړه مي سوچ وکړ، د علم د لاري څخه بل څه مي نه وموندل چي د علم لمړني بنسټ ښوونځي ده..... پوهنه به ستاسو په خير وي او تاسو به مستقيمي لاري ته ليږدوي او د خپل علمي سويي سره به د نړي د پرمختياو څخه خبر تر لاسه کړي تر څو چي د ناپوهي د ناوړي لمن څخه د پوهني رڼا ته ورسيږي.

هو!

غازي امان الله خان د افغانستان د ښووني او روزني د نوي سيستم او زده کړي ملي پروګرام پيل کړ چي د خلګو په ګډون او د هغوي د مادي پانګو په برکت په ټول هيواد کي د پوهني بهير پياوړي سو.

د بيلګي په ټوګه د کندهار تاجرانو د يوي ښوونځي د جوړولو لپاره (١٢٠٠٠) افغاني په خپل سوداګري کلني محصول کي ډيري کړي، د پکتيا خلګو (٧٥٠٠٠) افغاني يي د څلور ښوونځيو لپاره چي ګرديز، خوست، ځکمني او زرمت په سيمو کي جوړي سي ور کړي. د کوهستان او پنجشير خلګ هم په خپل مالياتو کي يوه افغاني او لس پيسي ډيروالي د ښوونځيو د جوړولو په خاطر و منلي د بادشاه ميرمن ټولواکمني ثريا په (١٩٢٠ م کال) کي د ښځو يوه ټولنه جوړه کړه چي (٥٠) تني ميرمني او پيغلي په کښي ګډون درلود او د نجونو لمړني ښوونځي د مستوراتو په نامه د کابل په ښار کي پرانيستل او خپله ټولواکمني ثريا د ښوونځي د پلټونکي په ټوګه کار کاوه.

د پوهني مصارف چي په (١٩١٩ م کال) کي (٢٨٠٠٠) افغاني وي په (١٩٢٨ م کال) کي (٦٨٨٠٠٠) افغاني ته ورسيد چي د دغه جملي څخه ( ٥٤٠٠٠٠ ) افغاني ولس په خپله خوښه ور کولي او نور مصارف دولت په خپله غاړه منلي ؤ.

د اماني د دوري د اساسي قانون د تصويب څخه وروسته د پوهني وزارت تشکيل منظور سو، نوي ښوونځيو او مسلکي ليسو په کار پيل وکړ چي په کابل کي د ښکلو صنايعو ښوونځي، د نجونو ښوونځي او د پوهني ټولني (چي په هغه کي د دولت لوړ پوړي چارواکو، د ولس مشران او پوهان شامل وه) پرانيستل سوي.

د کابل په ښار کي د حبيبيي ليسي، امانيه ليسه ( د استقلال ليسه ) او رشديه ليسه (د غازي ليسه ) په څنګ کي د تيلګراف ښوونځي، د انځور ګري ښوونځي، د ترکاڼي ښوونځي، د کرهڼي ښوونځي، د پوليسو ښوونځي، د موزيک ښوونځي، د روغتيا عالي ښوونځي، د مساحت ښوونځي، د غاليو د اوبدلو ښوونځي، د شيشه جوړولو او د سيمنټ جوړولو مسلکي کورسونه جوړ سوي وه او هم د کندهار د رشديه ښوونځي، د جلال آباد د رشديه  ښوونځي، د هرات د رشديه ښوونځي، د مزار شريف د رشديه ښوونځي او د قطغن او بدخشان د رشديه ښوونځي پرانيستل سوي او په زرهاؤ زده کونکي په زده کړه بوخت سول چي په ټول هيواد کي (٣٢٢) لمړني ښوونځي او (٢٢) ليسي د ښووني او روزني په بهير بوخت وي.

په (١٩٢١ م کال) کي (٣٠٠) تنه د عالي درجي زده کونکي د هيواد څخه د باندي (اروپايي او آسيايي ممالکو) د لوړو زده کړو لپاره واستول سول او د ښوونځيو تعليمي نصاب د اسلامي هيوادو د تعليمي پروګرامو سره د فقه، اصول، منطق، تصوف، صرف، نحو، رياضي، تاريخ او جغرافيي مضامينو په څنګ کي د بهرنيو ژبو (عربي، انګليسي، روسي، فرانسوي، جرمني او ترکي) تدريس هم کيدئ او د ناپوهي سره د مبارزي په خاطر د ارواښاد کاکا سيد احمد خان لودين کندهاري ښوونيز اصول د طرز کاکا(نوي طرز) چي کاکا سيد احمد خان په جيل کي (د ١٩٠٩م کال څخه تر١٩١٩ م کال پوري) ليکلي ؤ په ټول هيواد کي د پوځي قطعاتو په شمول رواج وموند او ډير خلګ يي د زده کړي د برکت څخه برخه مند سول.

د پورتني ټکو د يادولو سره څرګنديږي چي د غازي امان الله خان د واکمني کلونه د افغانستان د پوهني ځلانده دوره وه چي د غازي امان الله خان بر سيره علامه محمود طرزي، کاکا سيد احمد خان لودين، استاد عبدالهادي داوي، استاد عبدالرحمن لودين، مولوي صالح محمد خان کندهاري، غلام محي الدين خان افغان، پروفيسر غلام محمد خان ميمنه ګي او مير قاسم خان لغماني کوښښ او نه ستړي کيدونکي هلي ځلي د يادوني وړ دي.

خو په تأسف سره بايد ووايو چي د هيواد د بهرنيو دښمنانو په لمسون د کورني ګوډاګيانو لخوا اغتشاش د سقاؤ زوي (حبيب الله کلکاني) تر مشري لاندي د علم، پوهني او پرمختيا ضد واکمني په هيواد کي را منځ ته سوه، ډيري ښوونځي او روزنيز مراکزيي له منځه يووړل، د ديني عالمانواو پوهانو پر ضد يي په عمل لاس پوري کړ چي مولوي عبدالواسيع اخندزاده او قاضي القضات عبدالشکور خان ئي د (١٩٢٩ م کال) د جون پر ٤ نيټه د توپ و خولي ته وتړل او شهادت ته يي ورسول. د سقاوي توره دوره چي د پکتيا د خلګو په مرسته د جنرال محمد نادر شاه تر مشري لاندي په (١٩٣٠ م کال) کي پاي ته ورسيده او جنرال محمد نادر شاه د کابل د نيولو سره جوخت ځان د افغانستان بادشاه اعلان کړ او د خپلي واکمني د پيل څخه د نورو تغيراتو په څنګ کي يي د پوهني و اړوند بهير ته پاملرنه درلوده چي د روغتيا ليسه ئي د طب و پوهنځي ته لوړه کړه او د نسوانو ښوونځي ئي بيا پرانيستل، د محمد ظاهر شاه د بادشاهي په دوران کي ښووني او روزني پرمختيا ومونداو د لوړو او مسلکي زده کړو لپاره پوهنتونونه، د ښوونکو د زده کړي عالي مؤسسي او مسلکي ليسي پرانيستل سوي چي د دکتور نجيب الله تورويانا، داکټرعلي احمد خان پوپل، شهيد محمد هاشم ميوندوال، لوي استاد علامه پوهاند عبدالحي حبيبي، علامه استاد صلاح الدين سلجوقي، داکټر عبدالقيوم، استاد ګل پادشاه الفت او نورو پوهانو نه هيريدونکي کوښښونه او زيار د يادوني وړ دي.

د ارواښاد محمد داود خان د کودتا څخه وروسته بيا هم د ښووني او روزني په بهير کي يو بل ناورين پيښ سو چي د لمړنيو ښوونځيو د فارغانو څخه و منځنيو ښوونځيو ته د شامليدو کانکور ؤ چي د دغه ريفورم په نتيجه کي ډير نوي ځوانان د زده کړو څخه محروم سول او د لوړو تحصيلاتو څخه هم ځيني ځوانان بي برخي سول چي په هيواد کي د بيکارانو شمير ډير سو او ځوانان د کار د پيدا کولو لپاره په غير قانوني توګه د هيواد څخه دباندي تګ ته اړ سول او د ثور د کودتا څخه وروسته هم د سياسي ملحوظاتو لکبله ډير ځوانان د لوړو او ثانوي تحصيلاتو پريښيدلو ته مجبور سول او د ګوندي احساساتو تر سيوري لاندي د پوهني سيستم زيانمند سو، د روسانو د تجاوز څخه وروسته د روسي تعليمي نصاب لپاره کار پيل سو او د ښوونکو او استاذانو، د لوړو تحصيلاتو محصلينو او د ښوونځيو د زره کونکو علمي سويه له مينځه ولاړل چي د روسانو د سياست او د کابل د واکمنانو قرباني سول.

د تنظيمي اختلافاتو او جنګونو په نتيجه کي د مستبدو سيميزو حکمرانانو چي په مختلفو هاندونو او نومونو سره د پوځي ګونډونو څخه په ګټه اخستو په زور او جبر واکمني تر لاسه کړه او د خلګو ژوند، خپلواکي، شتمني او د ويلو واکي ئي سلب کړي، د خپل ناولو هيلو په خاطر د ځوانانو د زده کړي حقوق ئي ځيني واخيست، ښوونځي ئي و نظامي قرار ګاو او پوهنتون ئي د وژلو مرکز ته تبديل کړ او د ښوونځيو د ور تړلو سره په هيواد کي نامناسب فضا ايجاد سول، ځوانان جبراٌ تير ايستيدل چي توپک تر لاسه کړي او په ګوندي تنظيمي او جګړ ايزو ډلګيو کي د جنګسالارانو د غوښتنو، هيلو او ګټو په خاطر خپل ځانونه قربان کړي.

و پورتني ټکو ته پاملرني سره د زده کړي په چارو کي د خلګو په ژبه د پوهني جريان ته کتنه وکړو نو وينو چي د نورو قومونو په څنګ کي د هيواد د پوهني په بهير کي د پښتو د ژبي زده کړي په اړه خاصه توجه نه ده سوي او د مصلحتو په خاطر د پښتو ژبه چي د افغانستان د خلګو د اکثريت ژبه ده او (٦٢ فيصده) پښتانه يوازي په افغانستان کي اوسيږي په خپله ژبه د پوهني د بهير څخه بي برخي پاته دي که څه هم د (١٩٢٣ م کال) د اساسي قانون په (٣) ماده کي پښتو او دري د افغانستان د رسمي ژبو په توګه او په (٣٥) ماده کي راغلي وه چي: د پښتو ملي ژبي د پرمختيا او تقويي لپاره دولت موظف دي چي موثر پروګرامونه جوړ او پيل کړي.

خو خپله پخواني پادشاه، صدر اعظمانو، وزيرانو، جنرالانو او ټول دولتي چارواکو په پارسي ژبي ليکنه او خبري کولي او د دولت څخه ئي د پارسي ژبي متعصبه ټولنه جوړه کړي وه چي د اساسي قانون د (٣) او (٣٥) مادي پر خلاف د پښتو ژبي د پرمختيا پر ځاي په تعصب سره چلند کاوه چي ملي پيوستون ته زيان ورسيد او د ملي يوالي پر خلاف د سازشو پيل ګڼل کيږي او ننني ناورين د هغه محصول دي لکه څنګه چي علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د (بي بي سي) راډيو د پښتو خپروني د ورځي په سوچ کي وويل: افغانستان خو ډير څه ته ضرورت لري يوازي تلقين باندي نه کيږي، تربيه ته ضرورت لري، نوي نسلونه زده کړي ته ضرورت لري او دغه ليډران صاحبان چي د قبايلو په مخونو کي ولاړ دي يا د ډلو مخته ولاړ دي د دوي لخوا څخه د هغي تبليغونو ته ضرورت سته چي هغه د ملي وحدت لپاره ګټه وکي او اوس موږ وينو چي اخبارونو د تفرقه اندازي، خشونت او تشدد لپاره تحريکات کوي نو په داسي فضا کي د ملي وحدت راتلل ماته داسي د تعجب وړ ايسي، د ذهنونو صفا کول او د ذهنونو آماده کول د ملي وحدت لپاره يو ممتدي تربي او ممتد تعليم ته ضرورت لري او ډيري سعي ته ضرورت لري. دغه ليډران نسي کولي چي دغونه لوي فيض او برکت و دي ملک ته ور په نصيب کړي او د دي ملک و ملت ته ور په نصيب کړي. لمړني ضرورت د ذهنونو آماده کول دي د ملي وحدت لپاره، ملي وحدت خو د خولي يو خبره ده مګر چي ذهن ورته حاضر نوي نو څنګه به سړي کوي؟

اوس هم موږ  وينو چي يو د بل لپاره پارول کيږي قبيلي د قبيلو په مقابل کي، قومونه د قومونو په مقابل کي، ډلي د ډلو په مقابل کي دا اوس دستي موږ وينو په افغانستان کي. نو دي ته، ته څه اميد لري چي دغسي اعمال به د ملي وحدت د تأمين لپاره کار وکړاي سي په افغانستان کي، نو زه وايم چي ملي وحدت نعري سمي خبري دي خو تربيت غواړي د قوم او د دوي ذهن پاکول په کار دي، کثافات ئي د ذهنونو څخه ايستل په کار دي سره، اول هغه وسي بيا دا اميد وسي چي ملي وحدت به تأمين سي.

هو!

د محترم علامه پوهاند رشادسوچ په ځاي دي او د زمان ضروري غوښتنه ده چي ټول خلګ د افغانستان تر يو بيرغ لاندي د افغان په نامه د ملي پيوستون سره د افغانستان د بيارغوني او پرمختيا لپاره ګامونه واخلي او پښتو ژبه چي د افغانستان د مظلوم اکثريت ژبه ده د ملي يوالي او ملي پيوستون سمبول وګڼل سي.

د نوي اساسي قانون د لويي جرګي په بهير کي د پښتو ژبه د افغانستان د ملي ژبي په توګه د جرګي د اکثريتو استازو لخوا وړانديز سوي ؤ چي د افغانستان د خلګو غوښتنه وه خو په لويه چرګه کي د پردو تر شا په معاملو کي د مصلحت په خاطر پښتانه يو وار بيا د خپل حق څخه تير سول او پښتو ملي ژبه په قانون کي و نه ليکل سوه افسوس دا دي چي پښتانه خپل حق په خيرات غواړي او نورو ته رسمي ژبي ګټي.

اوس بايد د نوي اساسي قانون په رڼا کي کوچنيان او نوي ځوانان د ښووني او روزني په بهير کي د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کي لرلو سره خپل په مورني ژبه بايد زده کړه وکي چي د نوي اساسي قانون په (١٦) ماده کي داسي راغلي دي:د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پاميري او په هيواد کي د نورو مروجو ژبو له جملي څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبي دي.

په هغو سيمو کي چي د خلګو اکثريت له ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوي خبري کوي له پښتو او دري سربيره هغه ژبه درييمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول يي د قانون له لياري تنظيميږي.

دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح او تطبيقوي.

په هيواد کي د مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون خپروني پر ټولو مروجو ژبو آزادي دي.

په هيواد کي موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل کيږي.

ښاغلي حامد کرزي د اساسي قانون د تصويب په بهير کي د خلګو د منتخبو وکيلانو سره ژمنه کړي وه چي:زه به داسي اقدامات وکم چي په دفترونو کي پښتو او دري دواړه وکاريږي او پښتو ژبه به په دفترونو، مطبوعاتو او معارف کي خپل ځاي ونيسي.نو اوس د هغه ژمني پر اساس بايد د پوهني سيستم داسي جوړ سي چي د پښتو ژبي لپاره امکانات او شرايط مساعد سي چي پښتانه کوچنيان او نوي ځوانان په خپله ژبه زده کړه وکړي، کتابونه ولري، نه يواځي په هغه سيمو کي چي د پښتنو سيمه ده بلکه په هغه سيمو کي هم چي ډير پښتانه ژوند کوي لکه چي د کابل اوسني نفوس (٥ /٣) مليون تخمين کو نو (٥ /١ تر ٢) مليونو پښتانه د کابل په ښار او ولسواليو (زمان خان کلا، ده خدايداد، هود خيل، الو خيل، تره خيل، پکتيا کوټ، څرخي پله، سيابيني، چهل دختران، شيوکي، دولسم ناحيه، ټني کوټ، آقاعلي شمس، چهل ستون، واصل آباد، دوغ آباد، چهار کلا، فاضل بيګ، نياز بيګ، خوشحال خان مينه، خواجه مسافر،ارغنده، قرغه، پغمان، شکر دره، ګل دره، قره باغ، مير بچه کوټ، حسين کوټ، کوهي ساپي، بګرام، ده سبز، سروبي او نورو سيمو کي) په اکثريت اوسيږي خوله بده مرغه په دري ژبه بايد زده کړه وکړي چي دا د مظلوم اکثريت په وړاندي نا انصافي ده نو دولت بايد په پښتو ژبه د زده کړي امکانات مساعد کړي چي پښتانه هم د نورو قومونو په څنګ کي له خپلي ژبي څخه چي ډير تاريخي او ملي ارزښتونه او علمي آثار لري معقوله استفاده وکړي تر څو چي خداي ( ج ) مکړه پښتانه په خپل کور کي د خپلي ژبي څخه بي برخي سي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery