مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رشادپوهنه ( ۲) په هند کي د علامه رشاد دپښو پلونه ( دوهمه برخه دوهم مخ )

پروفيسر خالق رشيد

ګرانودوستانو!
زه په رشادپوهنه باندې كاركوم ، په دغه ترڅ كې  يوشميرنظريات نورهم شته چې اوس له ماسره نه وو، په دې چې هغه لاهم په هند كي له ماپاتې دي .په راتلونكي به كه دخداى رضا وه هغه به هم په دغه ليكنه ورزيات كړم .خواوس استاد ته دارادت په خاطر دغه  نيمګړي برخه ستاسوپه واك كې دركوم .پروفيسر خالق رشيد - کاناډا

رشاد پوهـنه دوهمه برخه : دوهم مخ ( له ښکلا مجلې څخه )
 په هند كي دعلامه رشاد دپښوپل  ( يادونه او وياړونه )  

د لومړي مخ په ادامه : : > دكتور محمداسلم خان په ډيلې پوهنتون كې دفارسي ژبې له خورا نومياليوپوهانو څخه و، دى څوڅوځلې په خپل وخت كې ددغه پوهنتون دفارسي څانګې مشر  پاتې شوې په ( ۱۹۹ ) كې دسرطان دناروغۍ له امله په حق ورسيده دى په فارسي اودهندوستان په نورو ژبوكې آثار لري اودهند دفارسي ژبې په نومياليواستادانو كې راځي ، دبنګال په شانتي نيكيتان كې دفارسي ژبې نړيواله كنګره وه زه اودى په يوه ګاډي كې هلته سره ملګري وو. تربنګاله پوري ددوو شپواويوې ورځې  داورگاډى مزل دى په لاره كې به چې هرځاى كوم نامتوځاى په مخه راغى ده به راته ويل چې كه اوس رشاد صاحب راسره واى نوهغه به ما اوتا ته ددغې سيمې تاريخې اهميت په تمامه مانا ويلۍ واى ، هغه علامه رشاد ليدلې و، اودهغه علمې څرګندونې يې اوريدلې وې، دبنګال لاره په بيهار باندې تيريږي ، ده په همدغه سفركې راته وويل :
( ما له استاد رشاد سره په كابل اوهندكې ډيرې خبرې كړې ، خو كوم معلومات چې ده دهند اوپه تيره بيا دهند دتاريخ په باره كې درلودل ، زماله په تمامه مانا دحيرانتيا وړ وو ، ده دهند دپخوانى اومنځني تاريخ په باره كې دومره معلومات درلودل ،چې زه فكر كوم په هند كې دومره معلومات له يوڅودگوتو په شميركسانو سره سړى موندلاى شي ، ده ته دشمالي هندوستان دټولو مسلمانو استوګنوپه تيره بيا پټانانو په باره كې  زيات معلومات وو، زه نه پوهيږم چې ده دومره لوى هند دومره په  زور اوزير سره څنګه پيژانده  ، داده اوس تاراته وويل چې ده ليكلې چې دشانتي نيكيتان دفارسې ژبې استادان چې دلته يې فارسي ژبه پيل كړه هم پټانان وو، لكه زما په شان . زه استاد رشاد ته دزړه له كومي ارادت لرم اوخداى وكړي چې په دې يوه دوو كالوكې دافغانستان حالات سم شي اوموږ وكولاى شو دى هند را دعوت كړو. ))
په هند كې داردو ژبې دشعر اوڅيړنې په برخه كې يونوم چې بې له شكه ددرناوي وړ دې ، هغه داردوژبې نوميالې عالم اوپوهاند جگن نا تهه آزاد دى چې تيركال(۲۰۰۴)

(  داردو ژبې نامتو ليكوال او اقبال پوه  ارواښاد جګن نات آزاد  او رشيد )

(  داردو ژبې نامتو ليكوال او اقبال پوه  ارواښاد جګن نات آزاد  او رشيد )

په كشمير كې په خپل پلرنۍ ټاټوبې جموكې يې له نړى سترګې پټې كړې ،زه په دې باوري  يم چې اردو ژبې ته چې كوم خدمتونه ده په خپل وخت كې ترسره كړي دهغوى له امله دى په دغه برخه كې دګوتو په شماركسانو كې راځي ، له  دغه نوميا لې پوهاند سره زما پيژندګلوي د ډيلې په اردو ژبو ټولنو اوسيمينارو كې وشوه،  په (۱۹۹۷ ) كال زما دده  لومړى كتنه په ايوان غالب كې وه ، همداسې مو بيا د اردو اكاديمۍ ،جواهرلال نهرو، جامعې اوډيلې پوهنتونو د اردو څانګو په سيمينارو اوغونډوكې په كال كې څو څو ځلې ليدنې كتنې كيدې ، په (۱۹۹۹ ) كال خليق انجم صاحب يونړيوال سيمنار جوړ كړى و، چې زه يې هم وربللې وم اوهلته مې دافغانستان په نمايندګې برخه اخستې وه ، دغرمې دډوډۍ په سر  زه ، جګن نات صاحب ، تنوراحمد علوي صاحب ، كاظم علي خان صاحب ( لكنهو) استاد عابدي، شرف عالم صاحپ (پټنه ) عتيق الله صاحب (دډهلي پوهنتون داردو څانګې مشر) اودجامعې پوهنتون داردوڅانګۍ استاد  قاضي صاحب په يوه ميز باند ې ناست وو، عتيق الله صاحب دپښتوژبې خبره راواچاوله اوويل چې : زما پلار دې خداى وبښي ټول عمر يې پرموږ ټينګار كاوه چې پښتوزده كړو ،چې زما يې يوازې دايوڅو كلمې تراوسه هم په ياد دي  : ( الكه علم سره پښتو هيرول گناه ده ...  پختو وايه ، چاى راوړه ، اوبه راوړه ، هركله راشه ....)  له بده مرغه چې موږ ونه شواى ساتلاى اورانه لاړه. په همدغوتاوده بحث كې وو چې جګن نا ت صاحب پرماغږ وكړ : رشيد صاحپ ، هغه مهال چې زه لا دزړښت په لورنه وم ورمخه لكه تاغوندې ځوان وم په هغه مهال مې له يوچاسره څوڅو ځلې دعرشۍ صاحب په دفتركى  په ډيلې اوكله هم په رامپوركې  يو پټان ليكوال اواستاد  ليده ډيرپوه اوعالم سړى و، نه پوهيږم چې هغه اوس ژوند ى دى كه نه، ماچې دنامه پوښتنه ترې وكړه ده راته وويل كه نوم ېې راته واخلې راياديږي ، ما لومړى داستاد بينوا اوبيا داستاد رشاد نوم ورته ياد كړل، كله چې ماداستاد نوم ورته واخيست ده دواره وويل هو، رشاد، رشاد... هغه ژوندى دى ؟ ماويل هو، هغه زما استاد دى اوشكرژوندى دى. په دغه وخت كې عابدي صاحب ( باباى فارسي هند ) مداخله وكړه  ( هان جې وه زنده هې ، ميرا بهي اس كې ساتهه  ملاقات هوي هيې ، افغانستان ميي اچهى علما مين سې ايك هې ، ايك بارميرې  سې پوچها كه تم قطب مينار پې چر ګيا هين ، مين نې كها كه ها ايك بار وه بهى بهت پهلې ، انهون نې كها كه مين كيې با ر اس پې چهرګيا هون ) ورپسې جگن نات آزاد صاحب هم دده يوه يادونه راته وكړه:
... كال مې نه دى په ياد ، عرشي صاحب هغه مهال  په ډيلې كې و، كومه غونډه وه ، زه هم په ډيلې كې وم ، راته يې وويل  چې يوڅوك له افغانستان هم راغلۍ سبا له هغوى سره هم يوه كتنه ده، زه هم ورغلم ، په هغه غونډه كې مې له جناب رشادصاحب  سره كتنه وشوه، ډيرعالم سړى و، همدغه پوښتنه چې تا ويل اقبال دپښتنوپټانانو په باره كې  ولې دومره كاركړى اوله دغې موضوع سره دده ليواتيا څه وه ، همدغسې پوښتنه ده هم په هغه مهال له  مانه وكړه ، رښتيا خبره داوه چې ما په  هغه مهال لاپه اقبال باندې دومره زيات كارنه وكړى ، په دغه برخه كې ما دومره معلومات هم نه درلودل اونه مې په خپله له اقبال صاحب  څخه اوريدلې وې ، خوده دومره خبرې راته وكړې  چې زما له پاره داقبال په باره هم نوې وې اوهم جالبې وې، زه په كشمير كې اوسيدلې يم خو په كشميركې هعه سيمې ماته نه وې معلومې چې هلته اوس هم پټانا ڼ داسې چې تراوسه پورې يي هم خپله ژبه له لاسه نه ده وركړې ژوند كوي .  په اردو اوهندې يې داسې خبرې كولې چې تا به ويل همدلته په هند كې لوى شوې دى. كه كله دليك اوياسلام ورليږه زما سلامونه هم ور وليږه، فكركوم چې زه به يې په ياديم .... ))
استاد ته چې كله ما دده سلام وروليږه ده هم سلام ورته راوليږه اودايې رښتياهم  په ياد وو چې له ده سره يې كتنه شوې وه اوپه رښتيا يې هم له ياده نه وه وتلى اولايې داهم ورته ليكلې وو چې يوشمير كتابونه يې ده ته له هنده وررسيدلې وو. 
داردو ، عربې او تصوفې څيړنو په برخه دهند يو نامتو ليكوال او پوهاند ارواښاد نثاراحمد فاروقي د خورا زياتو آثارو او مقالو ليكوال و، دغه نوميالى ليكوال په تيركال (۲۰۰۴ ) كې وفات شوې دى ده دهند په خورا زياتو پوهنتونو اوعلمي ټولنو علمې عړيتوب درلود، او په هندى ادبې  اوعلمې ټولنو كې ددرناوى اوصلاحيت وړ پوه و. درې كاله مخكې په كابل كې داسلامې څيړنو په باره كې يو سيمينار جوړيده، دى دغه سيمينار ته كابل ته روان و، يوه شپه يې راته تليفون وكړ، خندل يې اوپه خنداكي راته وويل چې په كابل كې سيمنارد ى هلته حالات څنګه دي بيرته سړى ژوندى راتلاى شي كه نه ؟ ما ټوكه ورسره وكړه اوورته ومې ويل چې داډول خبره خو دهند په باره كي پخوانو كړى وه چې ( له تركوسر اوله هنده زرچا نه دي وړي ) ته دافغانستان په با ب داخبره ولې كوي ، ده راته وخند ل چې زه په رښتيا هم ډاريږم . نثار صاحب دخپلو خبرو په ترڅ كې داهم راته وويل چې زه په كابل كې له چا سره وگورم اوله چا كولاى شم ديوشمير تصوفي مسايلو په با ب خبرې وكړم ، ما داستاد په با ب له ده سره خبرې كړي وې  نوده راته وويل چې زه به په دې وتوانيږم چې ويې ګورم كه نه ماهم دهغه دكتنې  په باره كې خپل كوشش وكړ . نثار صاحب كابل ته ولاړ هلته يې په سيميناركې ګډون كړى و ، خپله مقاله يې هلته لوستې وه ، كله چې بيرته راغې بيا يې تليفون راته وكړ. اوراته ويې ويل  : (( دخداى په فضل هم ژوندى بيرته راغلم اوهم مې علامه رشادسره خورا لنډه كتنه وشوه ، ما چې دافغانستان په اړه كوم فكركاوه هغه سرچپه شو، ما فكركاوه چې په افغانستان كې اوس هغه پخوانى  علميت اوهغه خبرې ديوه خوب ليده دي ، ما رشادصاحپ وليده ډير متين اوداوچتې درجې عالم دى، ما چې دى وليده ما فكركاوه چې زه په افغانستان كې نه يم  ، ده چې كله له ماسره په هندى كې خبرې كولې ما فكركاوه چې شبلي ، ندوى اوياهم نطامي صاحب له ماسره خبرې كوي ، زه په دى باوري يم چې افغانستان اوس هم دعلم اوفرهنگ ټاټوبې دى ، اودغه اړيكې بايد موږ نورهم پياوړي كړو اوهغوته بايد په درنښت سره وګورو. استاد رشاد بايد هند ته راشې ، دهغه له علمې معلوماتو موږ بايد گټه واخلو، خداى يې دژوندى لري ،تاسې افغانان بايد له خدايه راضي اوسئ چې په دغو حالاتوكې يې رشادغوندې پوه درباندې لورولي دي... )) 
ډاكټراخترحسين دجواهرلال نهرو پوهنتون دفارسي ژبې استاد چې كورنۍ يې له پښتونخوا (پيښوره ) لويديز بنګال ته تللي اولا يې هم له اصلي ټآټوبي سره رابطه نه ده شليدلي اوتراوسه هم  يي هم دپښتوژبې سره يې اړيكي شته راته وويل :
(( كلونه مخكې چې په جواهرلال نهروپوهنتون كې مې زده كړه كوله ،يوه ورځ چاراته وويل چې له افغانستان څخه يوپلاوى راغلى ،  دهغودخبرو دژباړې له پاره زه څانګي وګمارلم  ، زه ورغلم ، هغوى دافغانستان دادب، تاريخ اوفرهنګ په اړه په علمي غونډوكي  خبرې كولې، ماددوى خبرې وژباړلې، په دغه پلاوى كې مې يوخورا مامره اواوچت سړى ترسترگوشو، چې په ډيرمتانت اوعالمانه توگه يې خپلې خبرې پيل كړې ، داسې چې دزياتروهندي پوهانو له پاره دپاملرنې وړ وې ، په هغه ورځ په دغه غونډه كې دجواهرلال نهروپوهنتون پراستادانوبرسيره  دعليگړ اونوروپوهنتونو پوهانواواستادانو هم گډون كړى و، له دغه نوميالي افغان پوهاند څخه خورا زياتې پوښتنې داسې وشوې چې ماته په هغه مهال دهغوژباړه په خپل وار يوه ستونزه وه ، همدغه استاد رشاد و چې په اردو، هندى يې هم په ښه توگه خبرې كولاى شوې خوپه هغه غونډه كې يي زما دترجمې په خاطرپه فارسي خبرې وكړې ، اوماهغه دده خبرې حاضرينوته ژباړلې. په هغه پلاوي كې دافغانستان يوتاريخ پوه هم و چې دهغه ديوشميرپوښتنوځوابونه هم استاد رشاد وويل ، كله چې غونډه پاى ته ورسيده ، دغو درى واړو ويناووالو ته پوهنتون يوڅه روپۍ دحق الزحمې په توګه لكه چې اوس هم قانون دى وركړې ، نورو پوهانو خپلې پيسې په خپلو جيبوكې كيښودې خواستاد رشاد دخپلې حق الزحمې پاكت بې له پوښتنې زما په جيب كې راكيښود، ماهركه څه هڅه وكړه چې بيرته ېې وركړم خوماته يې داموقع رانه كړه .كلونه تيرشول خوزما ددغه استاد هغه لومړى خاطره له ياده نه وځي ، له هم هغې كتنې وروسته زموږ آشناېې سره وشوه ، هركال به چې بيا هند ته راته زما به كتنه ورسره كيده اوزيات شيان به مې له ده دپشتواوفارسې اوهمدارنګه هندي اواردو ژبوپه باب اوريدل ، دهغه مطالعه دهند اونيمې وچې دتاريخ ،ژبواوفرهنګ په باره كې زماله پاره دحيرانتياوړ وه . ))
ممتازولي يوسفزى پښتون دى چې له اوږدې مودې راپه دې خوا دآل اندياراديوپه پښتوڅانګه كې كاركوي ، اودپښتوژبې په چوپړكې يې خپله ځوانى نژدي دزړبودى پولې ته وررسولې ده، خوله دې سره سره اوس هم په پوره پياوړتياسره په دغه برخه كې ګامونه پورته كوي اوپه پوره رښتنيولۍ سره پښتوته كاركوي. دده په يادښتونوكې مې داستاد رشاد يوشميرليكونه اوشعرونه ولوستل چې ده په اتيايمه لسيزه كې په هغه مهال چې په افغانستان كې لاروسي پوځونه پراته وواوددې وطن دتسخيراونيواك په ځوښ كې وو. ليكلي وو. ممتازولې صاحب افغانستان ته چا تراوسه هم نه دى بللى خودى دافغانستان دزياتروليكوالواوپوهانو سره دده په خپله وينا ميلاو شوى ، له هغوى سره يې مركې كړې او له هغوى سره يې خپل اړيكې ساتلې دې ، ده راته وويل چې داستادرشاد صاحب چې كوم شعرونه نورې ليكنې له ماسره دي دايې په هغه مهال چې دهند له لارې به جاپان اوياكوم بل هيواد ته ته ماته راكول اويابه يې له جاپان څخه زماپه پته اوادرس رااستول ...
 كه څه هم هغه شعرونه مالوستي وو خوڅه شى چې زمالياره خورا مهم اودپاملرنې وړ وو هغه داوو چې ده په هغه وخت كې په مستقيمه توګه  دغه ليكونه اوشعرونه چې دافغانې مقاومت ادبي څرګندونه يې كوله هند ته استول اوهلته يې خپرول ، ممتاز ولي صاحب وايې : (( چې مادده هيوادپالنه په هغه مهال په رښتنې توګه دزړه له كومې محسوسه كړه چې دې په هيواد كې ناروغه شوى و.دهند له لارې خارج ته تلو اوموږ مركه ورسره وكړه اوده دخپل هيواد، خپل قام اوپه مجموع كې دپښتنو په اړه داسې خبرې كولې چې په ډيرووختوكې به ما له ځان سره داسوچ كولو چې دخداى فضل دى په پښتتنوكې اوس هم داسې لوى پوهان شته چې ددوى په شته والۍ باندې وياړكول دهرپښتون له پاره پښتنى اواسلامې وياړ بلل كيداى شي . ))

 
(ميرمن قمرغفار دجامعي پوهنتون استاده )

پروفيسورميرمن  قمرغفار په نوې ډهلې كې د جامعه مليه پوهنتون دفارسې څانګې مشره ، يوه له هغو استادانو څخه ده چې له استاد رشاد سره يې له نژدې ناسته ولاړه كړې اوهغه يې په هند وستان كې په كراتوليدلى اودهغه له محضرڅخه برخمنه شوې ده ده ، دوه كاله دمخه ( ۲۰۰۳ ) كال كې په نوې ډيلې كې دفارسي ژبې دنوميالې شاعرابوالمعاني ميرزا عبدالقادر بيدل په اړه نړيوال سيمينار د همدغې استادې په همت جوړ شو، دغه سيمينار ته استاد رشاد هم راوبلل شو، زه ددغه سيمنار دتدارك دكمسيون غړى اوعلمې سلاكاروم ، دقمرغفار يوازنى هيله داوه چې بيدل كه په هندكې زيږيدلى خوله دې سره سره هم دبيلابيلوعواملو پراساس ناپيژندل شوى پاتې دى ، داچې ايرانيان په دغه اړه زياته ليواتيا نه ښي ، هغوى په دغه اړه خپل دليلونه لرې خوداچې هنديان يې نه پيژني په دغه اړه هيڅ داسې يودليل نشته چې دځان له پاره برآت پرې واخلي ، افغانانو خوبيدل دومره ستايلى اودومره كاريې ورته كړى چې اوس ټول فكركوي بيدل په افغانستان كې زيږدلې او همداده چې اكثرهنديان يې د بيدل افغاني په نامه سره پيژنې.
د دغه سيمينارله پاره دافغانستان پوهانوته چې په دغه برخه كې دصلاحيت خاوندان اوحقداروو لكه استادرشاد اويوشميرنور بلن ليكونه ما واستول ، استاد چې كله خپل بلن ليك ترلاسه كړ په دغه ، ډيرخوشاله شو، ماته يې زراحوال راكړ چې قمرې ته ډاډوركړه چې زه ستاسې په سيمينار كې برخه اخلم ، اوددغه سمينار مباركې يې مااو قمرغفارته راوليږله ، له بده مرغه چې لږموده وروسته استادته ډاكترسره مشوره وركړې وه، او ورته ويلى يې وو چې سفر ده ته ښه نه دى ،كله چې افغاني پلاوى ډيلى ته راغلى داكاډيمى رييس ښاغلى راشد هم دغه ټكى راته ووايه چې مايې دپاسپورت كارونه خلاص كړل خودروغتيايې ستونزى له امله يې ونه شواى كولاى چې هند ته راشى ، وروسته يې احوال راوليږه چې (( زه خودرنه غلم ، په دغه اړه يوازې دناروغى ستونزه نه وه ،ځينى نورې ستونزې هم وې چې مامناسبه ونه بلله ،مطلب چې ته نه وې خپه شوى...  )) .
سيمينارجوړ شو، خوقمرغفار چې داستاد په نه راتګ خبره شوه خوراخواشينې شوه ، دې سيمينارته په خپله پرانستونكې ويناكې داستاد په نه راتګ اوپه دغه علمي اونړيواله غونډه كي يې دده په برخه نه اخيستوخپله خواشينى څرګنده كړه اوويې ويل :
 (( كه چيرې  زموږ په دغه سيميناركې دافغانستان نوميالې پوه پروفيسور رشاد صاحب برخه اخيستى واى، دابه زموږ پاره په دغه مهال ډيرلوى وياړواى، خوله بده مرغه چې ناروغى له امله يې برخه وانه شواى اخيستى ، موږ ده ته دبيړنى روغتيا هيله كوو. ))
قمرغفاراوكورنى يې له استاد سره له ډيرپخوا پيژني هغه وايې : ((  مااستاد رشاد څوځلې دلته په ډيلۍ كې ليدلى اوله موږ سره كورنۍ تګ راتگ درلود، هغه به په كال كې يويادوه ځله راته ، زه به يې كتوته ورتلم اوكله خوبه ده خپله مهرباني كوله اوزموږ كورته به راغى ، ماله هغه په علمى لحاظ دومره معلومات ترلاسه كړې په تيره دهند په باره چې زياتره هندى پوهانوهغه معلومات نه درلودل ، دهغه په وړاندې به چي موږ هره موضوع طرحه كوله ده به داسۍ معلومات په هغه برخه كې موږ ته ويل چې موږ به يې ګوته په غاښ اوحيران كړو، هغه دهند له زياترو ليكوالو اوشاعرانو لكه عرشى ، جوش مليح ابادى ، نيازفتحپورى اونوروسره له نژدې ناسته ولاړه كړې وه اوله هغوى سره دوست اوملګرى و)) .
ديره دون په هند كې له هغو سيمو څخه دى چې هرڅوك يې نوم اوري، بياهم دافغانانو ديوې واكمنې كورنى نوم خامخا ورياديږي ، دلته دافغانستان د واكمن اميرمحمد يعقوب خان كورنى تراوسه پورې اوسيږي ، دوى په دغه ښار كې تراوسه پورې دافغانۍ واكمنۍ پرتم په خپله وړتياسره ساتلۍ دى ، سرداراكبرخان اووزيرصاحب اسلم خان اوامان الله خان  اوس هم په دغه ښار كې دپاملرنى وړ كسان دي ، دهند په سياسې ټاكنو كې يې څوڅوځلې په زړه پورې مقامونو تراوسه كړي اوپه هند كې اوس په درنو سياسۍ اوملې كسانو كې شميرل كيږي . دسردار اكبرخان خواښې بلقيس نوميږې داد ميوند دفاتح ايوب خان لمسئ ده چې اصلآپه اله آباد كې اوسيده اوخاوند چې دتره زوى كيده هلته اوسيده اوخورا ښه ژوند او شته يې درلودل ، خوكله چې هغه له نړۍ سترګې  پټې كړې داهم له هغه ځايه دهره دون ته راغله اودلته له خپل زوم( اكبرخان ) اولور سره تراوسه اوسيږي ، څوكاله مخكې چې زه له خپلې كورنى سره داوړي په رخصتيوكې دهماليا سړو لمنو ته په اوړي كې ولاړم له هغې خوا مو لاره په دهره دون را چپه كړه ، هلته مو داميرمحمد يعقوب خان له كورنى سره كتنه وشوه ، په دغه كتنه كې مو دايوب خان لمسۍ بلقيس چي په (بې كې مور ) باندې نامتو وه وليده دا دسردارمحمد رفيق خان دماموريت په مهال هركال كندهار ته تله ځكه چې هغه يې ډيرنژدي خپلوان و (خوريي اوكه دمامازوى ) له كندهاره سره يې دزړه له كومي مينه درلوده ، زما له ميرمنې سره يې خبرې كولې په پښتو دومره پوهيده چې كله به  موږ په خپل منځ كې كومه خبره  كوله داپوهيده چې موږ په كندهارى ګړدود (لهجې ) باندې خبر ې نه كوو. زما ميرمنې ته يې وويل چې ستاسې پښتو كند هارى پښتو نه ده ...
دا اوس ۸۸ كلنه وه ، خوبياهم په خپلو خبروكې خورا استواره ښكاريده دې راته وويل :
(( كله زما ځوانى وه اوموږ په اله آباد كې وو، هلته به مو هميشه اوآن هره ورځ دكندهار ميلمانه درلودل ، ډيرپوهان به زموږ كورته راتلل استاد عبدالشكور رشاد صاحب هم زما دخاوند ډيرنژدې دوست و، هميشه به اله آباد ته راته ډيركلونه دلته په هند كې و. روان فرهادى خو مى لادلته په دهره دون كى وليد ، خورشاد صاحب به هميشه اله آباد ته راته  د داود خان دكودتاه په ورځ زه په كند هاركې وم، خداى ته مې دعاوى كولي چې اوس زر بيرته هند ته ځان ژوندى ورسوم . له هغه ځايه كابل ته راغلم، الوتنې بندې وې ، زه په كابل كې څوچې الوتنې پيل كيدې پاتې شوم ، په هم هغوشپوكې  رشاد صاحب هلته زما ليدو ته راغى ... اوس نه پوهيږم چې په كند هاركى دي كه په كابل كې ... ؟
دبې كې مورسترګې له اوښكوراډكې شوې په ډك او درديدلي زړه يې تر خوله راووتل : (( ...كندهار مې ډيرياديږي ، كاشكي زه په هغه ورځ زما دمينې له دغه ښاره ژوندۍ نه واى راوتلې ، كا شكې زه هلته مړه واى اوزما مړى هلته خاورو ته سپارل شوى واى ...هو، كاشكي ....
اوبې كې مور موږ ټول ( زه اوزما كورنۍ چې ټول ددوى كره ناست وو) وژړولو .
دوه كاله مخكې ( سپتمبر ۲۰۰۳) چې زما ميرمن كابل ته تللې وه رشاد صاحب ته يې دهغې يادونه كړى وه ،خواستاد ته داخبره دومره دحيرانتيا وړوه چې ويلي يې وو:( بې كې ) تراوسه ژوندى ده ؟ رشتيا وايي ما هغه ليدلې اودهغوى كورته په اله آبادكې څوڅوځلي  ورغلى يم  ... زما هيڅ باور نه كيده چې هغه به تراوسه ژوندى وي ...


 ( دسردار محمد ايوب خان۸۸ كلنه لمسې بلقيس چې په بې كې مور مشوره ده ،دهغې مشره لور ، اوپوهنمله رحيمه_ دهره دون )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery