کانديد اکاډميسن ظاهر افق - کاناډا
استادرشاد نه يوازي د يوه فرهنګی دايرة المعارف حيثيت لری،
بلکي يو خپلواک سياسي مبارزهم دی
لومړۍ برخه - دوهمه برخه :
پيل
١. د ارواښاد استاد رشاد د ژوند يوه لنډه يادونه (١٩٢١- ٢٠٠٤ م)
٢. دايره المعارف يعنی څه او استاد رشاد څنګه د يوه فرهنګی دايره المعارف په څير بللي شو؟
٣. د علامه رشاد خپلواک سياسي شخصيت
٤. نتيجه او « رشاد پيژندنه»
پيل :
هره ټولنه په خپله تاکلی تاريخي مر حلې کی د تا کليو ضرورتونو پر اساس يو لړ شاعران، ليکوالان، قهرمانان او مبارزين را منځ ته کوی چی خپل وروستی نسلونه يې په خپل نوبت افتخار په کوی او په وياړی . د همدی اصل له مخی افغانی ټولنی هم پخپل اوږده او افتخاره ډک تاريخ کی ډير نامتو پوهان، ليکوالان، شاعران، څيړونکی او قهرمانان لرلی دی چه نن بايد ټول افغانان په هغوي ووياړي او افتخار په وکړی. يو له همدغه پوهانو، څيړونکو او شاعرانو څخه زموږ ثابت قدمه استاد عبدالشکور رشاد دی چی د تېرعېسوی کال دډسمبر په مياشت کی د ٨٣ کلونو په عمريې لدی فانی نړۍ څخه د تل له پاره سترګی پټی کړې او موږ يې اوس د مېړانی او همت، د ابتکار او فضيلت بيان کوو. پر همدی اساس زموږ دټولنی يو لړ ليکوالان، شاعران اودده پلويان يې پر ژوند او آثارو بحثونه او ليکنی کوی؛ څيړنو او شخصيت ته يې په درنه سترګه ګوری، څوچی په خپلو ليکنو او شعرونو کی يې د استادۍ حق ورادا کړاي شی. شک نشته چی ليکوالان او څيړونکی په ښه توګه سره خپله وظيفه اجرا کوی، خوپه تآ سف چی يو لړ ليکوالان او شاعران د استاد د شخصيت پر سياسي بُعد چی دده د ژوند مهمترين اړخ جوړ وی يا څه نه وايې او ياهم په نيمګړی پيمانه. په داسی حال چی استاد دخپل ژوند په مختلفو برخو او مرحلو کی نه داچی د سياسته څخه ليری نه دی پاته شوی، بلکه ډير وختونه يې < ويښ ځلميانو> ګوند کی فعاله برخه اخستی او بيايې په را وروسته زمانه کی<د مترقی دموکرات ګوند> د ملی ارمانونو د تحقق له پاره د خپلو ملګرو سره يوځای، مبارزه وکړه، خو پردی ټولو سر بيره – يې کله چی په ټولنی کی شرايطو تغير وموند او سياسي- سازمانی شرايط نا مساعد شول نو استاد بيا هم خپل مستقل او خپلواک سياست نه دی پری ايښی او هميشه يې د تولنی پر مهمو موضوعاتو باندی خپل جوړونکی نظر منظوم او يا منثور وړاندی کړی دی .
١. د ارواښاد استاد رشاد د ژوند يوه لنډه يادونه (١٩٢١- ٢٠٠٤ م)
ارواښاد استاد رشاد عبدالشکور د عبدالغفور زوي اود محمد اياز لمسی دی، چی د کندهارد بابړو په کوڅه کي يې په کال ١٩٢١ عيسوی ( ١٣٠٠لمريز کال) دنيا ته سترګی خلاصی کړی دی. د استاد کورنۍ د کندهار د معتبرو او روشنفکرو کورنيو څخه يوه کورنۍ وه چی رشاد پکشی روزل شوی او تربيه شوی دی . د رشاد پلار چی علاوه د خپل وخت په مروجه علوموپوهيدی، فارسی ، عربی، اردو او انګليسی ژبی يې هم زده وې )(١) دخپل زيرک او مستقل زوي په روزنه او پالنه کي يې زياته هڅه وهاند کړی دی. رشاد د چی لا د ١٣ کلونو و د پلار څخه يی انګليسی ژبه زده ګړه او په همدغه زمانه کی يې «ګلستان»او« بوستان» او« حافظ» ګټوراخلاقی، اجتماعی او فلسفی متنونه ولستل.
کله چه استاد په ١٩٤٨ هندوستان ته ولاړ نه يې يوازی د انګليسۍ د نوری زدکړی په لاره کی زيارويوست بلکه د پښتو او پښتنو په باب يې هم په زډه پوری څيړنی او ليکنی وکړی.
< سوری پښتانه> او< لودی پښتانه> مهم آثار يې د همدغه وخت د زحمتونو او خلاقيتونو ښی نمونی اوثمرې دی. ځکه چی استاد رشاد د خپلواک او مستقل فکر څښتن و او د دولتي يې ځايه قيدونو حوصله يې نه در لوده، نو يې په خپل اوږده اوله فيضه ډک ژوند کی د لوړو رتبو دفتری او بيروکراتيک وظايف نه دی اجرا کړی، بلکه په علمی او ادبی څيړنو او تحقيقاتو کې يې زيات وخت تير کړی دی. دده يوه په زړه پوری او علمی وظيفه په کابل پوهنتون کي د ژبو او ادبياتو په پوهنځی کی د استادی او درس ورکولو(١٩٥٨م ) وظيفه وه. په کال ١٩٦١ کې يې د پخوانی شوروی اتحاد د پيترزبورګ ښار د ختيځ پيژندنی په انستيتوت کی ددوه نيمو کلونو په موده کی د پښتو ژبې د استاد په توګه وظيفه اجراکړی ده ..
استاد په وروسته کی د پښتو تولنی په شان علمی او ادبی مؤسسو سره خپل جوړونکی روابط پراخ کول څو په وروسته کی د افغانستان د علومو اکادمۍ چی د يو لړ علمي مؤسسو د پو ځای کيدلو په نتيجه کی منځ ته راغله او استاد د اکادميسنی علمي رتبه د خپلو علمي او ادبی فعاليتونو او ليکنو پربنسټ تر لاسه کړه.
په همدی توګه، استاد رشاد په خپل د افتخاره ډک ژوند کی ډير آثار وليکل، له خارجی ژبو څخه يی زياتی ژباړنی وکړی او په يولړ علمی او ادبی موسسو کی يې خپلي مرستی ونه سپمولی؛ په ډيرو فرهنګی ، تاريخی او ادبی مجلسونو، کنفرانسونو، سمپوزيمونو کی يې د هيواد په داخل او خارج کی، برخه اخستی او خپل علمی تاثيرات يې ښندلی دی. استاد د ځوانۍ څخه بيا تر پيرۍ پوری خارج ته ډير سفرونه کړی، خو په هيڅ يوه سياسی مرحله کی يې په خارج کې د ژوند تيرولو مينه نه ده ښودلی، که څه هم، ډيرو دوستانو به ده ته په خارجی هيوادو کی د هستوګنی توصيه کوله؛ خو بر عکس، ده به هميشه د خپلی وطنپالنی پر اساس د خپل ژوند وطنی تکليفونه تر هر ډول خارجی استراحت افضله بلل. د همدغه دليل له مخی د ژوند تر آخره په خپل ګران هيواد د افغانستان کی پاته شو او د خپل معنوی ثروت«دده د چاپ شوو او قلمی آثارو سترکتابتون» د ساتلو له پاره يې هم سترکوښښونه کړی دی.
د استاد رشاد دي اروا ښاد وی، د هغی ناروغۍ په سبب يې د تل لپاره ددې فانی دنيا څخه سترګی پټی کړی. چی ده ور پيښه او په تداوی کی يې کلکه توجه ونه شوه. اوس، که څه هم ستر استاد زموږ سره نه شته خودده فضيلتونه، پوهنی ، د تمکينه ډک اخلاق او معرفت، با ثباته عقيده او سياست زموږ د لاری لارښود دی. په ډير تاسف بايد ووايو چی داستاد غيابت، دده علمی او اکادميک ځای او مقام داسی را خالی کړی دی چی په دې نژدو وختونو کی يې څوک نه شی ډک کولای ،.
اکادميسن پوهاند رشاد د خپل بشپړ زحمت او خواری کښۍ په خلاقيت او استعداد په نتيجه کی د سلګونو چاپ شوو او نا چاپ شوو کتابونو، رسالو او مقالو داسي څښتن دی چی د خپلی افغانی ټولنی او سيمه ئيز فرهنګ د ژور درک او علمی برياليو څيړنو پر اساس مختلفو تاريخي، اجتماعی، ادبی ، ژبنيو او داسی نوورو علمي او فرهنګي موضوعاتوته دفرهنګی دايره المعارف په څير جوابونه ور کولای شي. نو ګواکی فاضل رشاد د افغانی سمسور فرهنګ د يو منلی او جواب ورکونکی دايره المعارف حيثيت لری.
٢. دايره المعارف يعنی څه او استاد رشاد څنګه د يوه فرهنګی دايره المعارف په څير بللي شو؟
دايره المعارف د علومو او فنونو هغه جامع ماخذ او ستره سرچينه ده چی د ڼړۍ دپوهنو. فلسفو، فرهنګونو، تاريخونو، مشهوروا شخاصو،اصطلاحاتو او نورو مختلفو مقولو مفهومونوپکښی ځای ښوی او د حکمتونو او فضيلتونو استادان، شاګردان اود مختلفو موضوعاتو څيړونکی پر بيلو بيلو وختونو د ډول هدفونو په خاطر استفاده ځينی کوی . ټول علمی او ارزښتمن دايرالمعارفونه د زمانی په تيريدو، علومو د انکشاف، فلسفو په پراخوالی او همداسی د بشري فرهنګونو د وسعت او غنی کېدو په نتيچه کی اوږدوالی او پراخوالي مومی؛ غنی کيږی او نوی بُعدونه پيداکوی. د همدغه څرګند علت له مخی موږ وينو چی هر کال د هري ژبي که ستره وی يا وړه، نوې وی يازړه دايره المعارف يې نوی چاپ مومی او د خپل مسلکه سره سم ټول هغه نوی موضوعات ، مقولی او اختراعات ور اضافه کوی کوم چه د يوه کال په دوران کی رامنځ ته شوی. زيږېدلی او پيداشوی وی.
دايره المعارف چی تاکلی تاريخ لری د مدنيتونو او فرهنګونو په اوږ ده دوران کی يې د نورو علومو او پوهنو د مهمو حرکتونو او کتابونو په څير د زيړېدلو اورا منځ ته داسی پيل ، پر مختګ او تکامل لرلی دي چی د تاريخ په هر ي پرمخ تللی دورې کی ليکوالانو، څيړونکو، فيلسوفانو او نورو مينه والو پوره استفادی ځينی کړی دی.
٣ــ د روم د امپراتورۍ په لومړنيو وختونو کی «مشر يلينی» د لومړی واره پاره د «طبيعی تاريخ» تر عنوان لاندي يو مهم علمی اثردخپلو شرايطو سره سم وليکئ چی د وخت د دايره المعارف حيثيت يې و موند. (پلينی)چی د خپل وخت په نجوم، جغرافيی اود ژوند په طبيعی تاريخ پوهيد، نو-يې کتاب هم نوموړی بيل بيل موضوعات په خپل دننه کی ځای کړوو چی ګواکی بيا هم لومړنۍ دايره المعارف بلل کېدای شی. خو لومړنی پر الفبا برابر انګليسي دايره المعارف ډيره زمانه وروسته په کال ١٧٠٤م د « جان هريسن» ٤ له خوا د«تخنيکی قاموس»٥ په نامه بشريت ته وړاندي شو چی زياتره ساينسي او تخنيکی مسايل- يې احتوا کړی وو . په همدی ترتيب په کال ١٧٢٨م يو لړ پاشلی علمی مقالی او موضوعات د يو ماخذ په څير، « ايفريم جمبر» ٦د « سايکلوپيديا»٧ په نامه رامنځ ته کړل چی تقريبا ددوو کلونو( ١٧٤٣-٤٥ م ) په دوران کی فرانسوی ژبی ته ورواوښتل. په همدی توګه« بريتانيکا انيسا يکلو پيدا» ٨ بريتانيکا دايره المعارف د د « ١٧٦٨- ٧١ »کلونو په موده کی د يوی ډلی متخصيصونو له خوا تدوين او چاپ شوؤ» ٩. ګو اکی دايره المعارف ليکنی اصول سبک د همدغه ځايه را پيل کېږی.
په هر صورت، دايره المعارف چی د فرهنګی، تاريخي، تخنيکی اوداسي نورو مهمو ټولنيږو او طبيعی موضوعاتو د توضيح په خاطر يوه ډيره ستره پوهنيزه وسيله اوذخيره ده خپل ځانته څرګند او روښانه تاريخ لری. پدی وروستيو پيړو کی مختلفو هيوادونو د خپلو علمي ضرورتونو د رفع کولو په په خاطر ډيره غنی او د قدر وړ دايره المعارفونه تنظيم او چاپ کړی دی. ددغه ډول سترو کتابونو و قاموسونو په ګډون ليکل او تاليف اساساَ د يوه تيم او يا ګروپ کاردي. په تيرو زمانو کی ځينو متبحر او مبتکرو شخصيتونو او پوهانو هم په يوازي او انفرادی توګه نوموړی فعاليت ځکه کولاي شوای چی په لرغونو زمانو کی علمونو پراخوالی او ډيروالی نه وموند.
ځکه چی د انسانانو د ژوند د تولنيزو او تاريخی شرايطو، دماغی او ذهنی حالتونو تر منځ تو پيرونه موجود دی نو پر همدي اساس مسلمه ده، ځينی پوهان، اديبان، مخترعين او.... نه يوازی د خپلو تولنو وياړنی ګنل کيږی بلکه يو لړ يې د نړيوالو افتخاراتو څخه هم بلل کيږی.دمثال په توګه، البرت انشتاين، نيوتن، شکسپير، بالزاک، ماګسيم ګورکی او داسی سلګونو نور علمي او ادبی شخصيتونه نه داچی يوازی په خپلو هيوادونوکی د افتخار وړ دی، بلکه په نړۍ واله سطح کی يې هم د زړه له کومی احترام څرګند اود تل له پاره ژوندی دی.
په همدغه توګه، څرګنده ده، ځينی وختونه په ځينی هيوادونو او ټولنو کی يو لړ اشخاص د هغوي فطري استعداد او ابتکار، همداسی د هغوی زيات کار او زحمت په نتيجه کی، کيدای شی. د يوه علامه. او يا هم د دايره المعارف حيثيت ومومی. د مثال په توګه په لرغونی زمانه کی ارسطو(١٠) داد لرغونی يونان يو ستر فيلسوف؛ د منطق پوهنی لوی عالم او موسس، چی زده کړی په اتن کی د افلاطون په اکادمي مدرسه کی پای ته رسولی دی، د خپل وخت ديو دايره المعارف په څير پيږندل شوی) دی(١١). ځکه چی په لرغونی يونان کی علوم لږ اود ګوتو په شمير وو اود اوسنی زمانی بی شميره پوهنی لانه وی کشف سوی نو ارسطو همدغه وخت علوم لکه منطق، اخلاق، متافيزيک، ايپستمولوجی، مترولوجی، رياضيات، سايکولوجی، ښکلا پيږندنه، سياست او داسی نور د فلسفی په حدودوکی ګنل (١٢) اوتولو څخه برخه وال و.
څنګه چی ارسطو د يوه ستر استاد په حيث د خپل وخت په ټولو نوموړو علومو پوهيداو په سلګونوکتابونه او مقالی يې پکښی ليکلی دی خو د منطق پوهنی اثره يې چی د (ارګانون) په نامه ياد شوی ډيره مؤثر او په وروستيو فلسفی جنبشونو کی يې ارزشت خورا زيات و.
ارسطو علاوه پر خپلو تاليفاتو او ليکنو په خپلی مدرسی(ليسی) کی خپلو شاګردانو او نورو خلکو ته نور هغه څه هم توضيح کول کوم چی دده په ليکنوکي نه و و راغلی.
د همدغه خبرو برا ساس کله چی د يونان نامتو امپراتور ( لوي سکندر) د ختيځ په لور د فتوحاتو او کشفياتو په منظور د سفر عزم وکړ، نو دده مهربان استاد ارسطو د خپلو بيولوژيکی څيړنو له پاره فرمايش ورکړ چی دراستنيدلو په وخت کی د هغه خاص نبات او بوټي يوه نمونه وروړی کوم چی په هندوستان کی پيدا کيږی. خو ځنکه چی سکندر هندوستان ته ونه رسيد او د افغانستان په غرونو کی زخمی او محاصره شو، نو د راغبر ګيدلو په وخت کی يې هغه څه ونه موندل کوم چی ارسطو ځينی غوښتی وو. البته، کله چی لازخمی او محاصره و نويې په خپل مکتوب کی چی خپلی ميرمنی ته يې لېږلی و د افغانانو د ميلمه پالنی پوره ستاينه کړی ده.
په هر صورت د لرغونی يونان د ټاکلو علومو د موجوديت له مخی، ارسطو د خپل استعداد او زحمتکشۍ پربنسټ کولای سوای چی د وخت د مروجو پوهنو او موضوعاتو پر مبنا هر ډول پوښتنی ته ځواب وړکړای شی اود وخت د دايره المعارف په څيروپيژندل شی. البته ځکه چی د نن ورځی علوم هم په کيفی او هم په کمی لحاظ ډير زيات او پراخ شوی دی او تخصصی يې په هری برخي کی انکشاف موندلی دی، نو ډيره مشکله ده چی يو شخص که هر څومره زيات د استعداد او زحمتکښۍ خاوند وی نه شی کولای د ټولو طبيعی، ټولنيزو او ادبی علومو دايره المعارف اوپه ټولو اصولو يې و پوهيږی. خو بياهم که چيری يو فرهنګی او دانشمند د خپلو خاصو شرايطو، سرشاره استعداد، پوره زيار او زحمتکښيو خاوند وی کولای شی چی د خپل هيواد او سيمه ئيزو فرهنګی، تاريخيو ادبي او داسی نورو پوهنو او فضيلتونو استاد او دايره المعاف حيثيت ومومی.
د نوموړی اصل له مخی موږ وينو چی ارواښاد استاد رشاد د خپل ګران هيواد افغانستان يو پياوړی ليکوال او محقق د خپل زحمت او فضيلت له مخی د يوه روښانه فرهنګی دايره المعاف حيثيت لرلای شی؛ آثاروته يې د لوړ هدف په خاطر مراجعه کول د هر محقق آرزو پر ځای اود خپلو پوښتنو مستند او مستدل جوابونه پيدا کولاي شی.
د علامه رشاد تبحر په دوو جهتونو او بعُدونو کی د بحث وړدی :لومړی داچی که دده آثار تاليفات او ليکنی وګورو، وينوتر سلو يې لاهم زيات درانه، ارزښمن او د فيضه ډک کتابونه، او په سلګونو مقالی د هر وقت د ضرورته سره سم په ادب، تاريخ، فرهنګ، مذهب، ژبو،صرف او نحو او داسی نورو مروجو علمونو کی ليکلی او تاليف کړی دی. ګواکی د مسولی يو مهم بُعد او جهت همدغه تاليفات، آثار او تحقيقات دی چی په خپل ټول پراخوالی، استناد او استدلال کی د علم او فرهنګ څښتنانو پوښتنو ته لازمی او قناعت بخښونکی جوابونه ورکولای شی.
دمسولی دوهم بُعد او جهت دادی چی ډير وختونه به اديبانو، شاعرانو، پوهانو او د صحبت خاوندانوشخصاَ ، د استادڅخه بيله دی چی دده آثاروته مراجعه وکړی ، په بيلو بيلو موضوعاتو کی پوښتنی او سوالونه کول، نوده به هم په ډيره حوصله، کلکو استدلالونو او مستند اسنادو( که به ضرورت و) داسی توضيحات ور کول چی کله کله به يې توضيحات تر دايره المعارف لاهم پراخ، ټول اړخيزه او قانع کوونکی وو. البته، په دغه ډول توضيحاتو کی به داسی برخی هم موجودی وې چی د استاد په ليکنو او تاليفاتو کی به نه وې درج سوی، بلکه دده هغه ژوندی معرفت فضيلت سيمه يې اشغال کړی وه چی دده د قوی دماغ او فعالی حافظی محصول وه ، چې اوس دادی دده همدغه ژوندۍ معرفتی او علمي برخه دتل له پاره تللی او موږ هم د تل له پاره ځينی محروم شوی يو.
لنډه داچی د استاد رشاد آثار او تاليفات د افغانی او سيمه ئيز فرهنګ ادب او فضيلت يوه داسی ستره ذخيره او خزانه ده چی د يو بشپړ ژور او غنی دايره المعارف حيثيت لرلاي شی. ددي پراخي پوهنی سلسله می ځکه د ځينو ګاونديو سيمو په خوا وراوږده کړې ده چی استاد نه يوازی په اردو، فارسی او پښتو کی شاعرۍ او ليکوالۍ کړی بلکه هندی، سانسکريت، عربی، انګليسی، روسی او داسی نورو ژبې يې هم زده وی او دخپلو شاو خوا سيمو په علم، فرهنګ او ادب می يې پراخ او ژور معلوماتونه لرلی دی. بايد څرګنده شی چی د يوه محقق او څيړونکۍ له پاره د متعددو ژبو زده کړه ډيره مهمه او ضروری ده. د چايې هر څومره ژبی زده وی هغومره شخصيته وی.
اوس به وګورو چی استاد رشاد څنګه د موضوعاتو په توضيح ګولو او سپڼلو کی تبحر لری. د مثال په توګه ، استاد د ( د نسبي شجرو ترعنوان لاندی د افغانی او پښتنی ټولنی تاريخ، مهم واقعتونه بيل بيل مشخصات، نومونه او داسی نورو مربوط حوادث پوره او مستند روښانه او توضيح کړی دی . استاد نومړی اثر څلور ټوکونوکی داسی تصنيفوی :
لومړی ټوک ( هندوستان د پښتنو نوابی مشهوری کورنۍ، دوهم ټوک ( د سدوزو پاچاهان شاهزاده ګان او سرداران، دريم ټوک ( د محمد زو پاچاهان، شهزاده ګان او سرداران) ، څلورم ټوک( د پښتنی قبيلو په باب عمومی شجری) (١٣). نوموړی اثر د پښتنو پاچاهانو، سردارانو او همداسی د پښتنی قبيلو د شجرو او بنسيټونو بيان په ډيره ژوره او تول آخيزه توګه د استنادونو له مخی داسی توضيح کيږی چی نه يوازی د يوه عميق تبحر انعکاس ښيئ بلکه د نومړو موضوع ګانو يو معتبر ماخذ هم بلل کيږی . متاسفانه چی نوموړی ستر اثر لاتر اوسه نه دی چاپ شوی.
په همدې توګه، د( پټې خزانی فرهنګ چی په کال (١٩٨٣) له چاپه وتلی نه يوازی د (پټی خزانی) دا دپښتو ژبی ډير تاريخی او معتبر اثر چی د پښتو لومړنی شعر له ډير پخوا څخه يعنی دوهمی هچری پېړۍ کی ښيئ توضيح کوی، بلکه ډير هغه پيچلی اړخونه او زاړه مفهومونه يې روښانه کړی ، د کوموچی يې يولړ محصيلين اولوستونکی ضرورت ورته لری. نوموړی اثر دډرو نورو مثبتو اړخونو پرڅنګ داپه زړه پوری حصوصيت هم لری چی ګرانو لوستونکو ته دا په زغرنده څرګندوی چی ( پټه خزانه) خپل ټاکلی وخت محصول او تر ننه پوری دادی د يوه روښانه تاريخی – ادبی مشعل په څير ځليږی اولا به هم وځليږی.
داستاد رشاد دليکنی نه يوازی په ادبياتو، نظمونو او نثرونو کی د قدر وړ دی، بلکه د نوموړو پوهنو او فنونو په باب يې يو لړ هغه تئوريک آثار چی خاصتاَ ادبيات، شعر او شاعرۍ په رهبری او روښانه کيږی، وړاندی کړی دی چی د ادب او فرهنګ خاوندانو ته يې د يوه ارزشمن او معتبر لارښود حيثيت موندلی دی. د همدغه ادبی معرفت عمده بنسيټيز مسايل بديع و بيان، قافيه او عروض دی چی استاد په ډيری استادۍ او تبحر سره دبديع علم په (٣٧١) مخونه، بيان په (٣٧٠) مخونه، قافيه په (٣٠٠) مخونه او همداسی عروض په دوو ټوکونو کی په ډير تفصيل سره چی لومړی توک يې (٧٦٧) مخونه اودوهم ټوک يې (٣٥٠) مخونه لری، توضيح کړی دی (١٤) همداسی يې د معاني پوهنی توضيحات په مفصله ټوګه په (٣٨٣) مخونو کی راغلی دی. نقد چی د ادب په کره کولو ، چڼ اوسمولو کی ډيره مهمه پوهنه ده، استاد په ډيره ژوره توګه په( ٢٢٣) مخونو کی داسی وړاندی کړی دی چی د پښتو، فارسی او عربی ژبو ادبيات يې په علمی او تاريخی لحاظ په چڼ او نقد کړی هم دی. د همدغو علومو او فنونو څخه نه يوازی د شعر او ادب څښتنان استفاده کوی بلکه په څرګنده توګه د ټولنی او سيمی د ادب په جهان کی د ځلانده لارښود حيثيت هم لرلاي شی.
اوس بايد څرګنده شی چی علامه رشاد يوازی شاعر او ليکوال نه و، يوازی يې په علمي او تحقيقی برخو کی تبحر نه در لود بلکه د خپل ټول افتخاره ډک ژوند په دوران کی د خپل ولس يو غمخور، با حوصله او دمتانت څښتن سياسي شخصيت هم و .
( دلومړۍ برخي پای ) دوهمه برخه څوورځي وروسته له بېنواويبپاڼي خپريږي .
ماخذ:
١. رشاد ډاکتر طارق، افغان رساله، ١٣٨٣، تورنتو، ٩مخ
٢. د روم مشهور ساينتيست او مورخ تير شوی دی Pliny the Elder( 79-23 B.C)
٣.Webster’s New Universal Encyclopedia, U.SA, 1997, 381
٤. John Harris,
٥. Technical lexicon
٦. Ephrain Chamber
٧.Cyclopedia
٨.Encyclopedia Britannica
٩.Webster’s New universal Encyclopedia, United States of America, 1997.p 380
١٠.Aristotle(384-322B.C)
١١. Dictionary of Philosophy, I.Frolov, Moscow, 1984, p27
١٢.The Oxford Companion to philosophy, The Honderich, New York 1995,p520
١٣. رشاد طارق...... مخ ٩
١٤.رشاد طارق .....مخ ٩