کانديد اکاډميسن ظاهر افق - کاناډا
استادرشاد نه يوازي د يوه فرهنګی دايرة المعارف حيثيت لری،
بلکي يو خپلواک سياسي مبارزهم دی
لومړۍ برخه - دوهمه برخه :
اوس بايد څرګنده شی چی علامه رشاد يوازی شاعر او ليکوال نه و، يوازی يې په علمي او تحقيقی برخو کی تبحر نه در لود بلکه د خپل ټول افتخاره ډک ژوند په دوران کی د خپل ولس يو غمخور، با حوصله او دمتانت څښتن سياسي شخصيت هم و.
٣ــ د علامه رشاد سياسی او خپلواک شخصيت
علامه عبدالشکور رشاد نه يوازی د ګران هيواد د افغانستان د ستر نهضت« ويښ ځلميانو» د پرمختګ اود خپل وخت ددموکراتيکو او ملی هدفونود تحقق له پاره ډير زحمتونه ګاللی دی، بلکه د خپل پر طلاطمه ډک ژوند تر پايه خپلواک او مستقل سياسي شخصيت پاته شوی هم دی.
هغه ليکوالان او شاعران چی په خپلو ليکنو او شعرونو کی استقلال او خپلواکی ونه لری يقيناً چی نه به ابتکارلری اونه يي د آثارو څخه څوک سمه استفاده کولاي شی، دا هم ځکه چی همدغه فرهنګی فعاليتونه به يې دوخت د سياسي قدرت تر سيوري لاندی ناڅی اود هغوی د تغير سره سم به تغير کوی، او همداسي به يي د انتقاد او کره کولو هغه توانايی له نصيبه وتلې وی کومه چی اصلاحات او نوی والی زيږوی، انکشاف منځ ته راوړی او د تکامل نوی کړکۍ پر ليکوالانو پرانيزی. په دې آخرو وختونوکی، زموږ د ستر ليکوال او شاعر استاد رشاد په باب ځينی مقالی دده په ژوند خو ځينی يې بيا تر ژوند وروسته خپري شوی او خپريږیِ خو په تأسف سره چی نه يې دده پر خپلواک ادبي کرکتر بحث شوی اونه يې هم دده پر هغو سياسي فعاليتونو باندي کوم مکث روابللی دی کوم چی د استاد د ژوند مهمه برخه جوړوی او دظلم، استبداد، استعمار او نورو ټولنيزو خرافاتو پر ضد يې د يويې پرمختللی او د موکراتيکی ټولنی په خاطرجوړونکی تلاښونه رهنمايې کوی.
کله چی په کال ١٩٤٦د سردار محمد هاشم خان د صدارت مستبده دوره پسله ١٧ کلونو پاي ته ورسيده او سردار شاه محمود خان د صدارت پر چوکۍ تکيه ووهله او دموکراسی يي اعلان کړه ، نو د ټولنی منورينواو روشنفکرانو په ډيری ميني سره نه يوازی دموکراسی استقبال کړه بلکه سمدستې يې د خپلو ولسی ارمانوپه خاطر ګوندی جوړونکی فعاليتونه پيل کړل. په دی نويو انقلابی او ملی ګوندونو کی مشهورګوندونه « ويښ ځلميان» «وطن» « ندای خلق» اوداسی نوروو.« ويښ ځلميان» چی د مرحوم بڅرکی په قول يې په ١٣٢٥هجري ش ، کی اساس ايښودل شوی دی (١٥) د نورو ملی او پر مختلونکو ګوندونو پر څنګ يې د ټولنی د انکشاف، د خرافاتو او ناوړو عادتونو پرضد نه سټری کېدونکی مبارزی کړی دی.
ځکه چی «ويښ ځلميانو» په ولس کی زيات نفوذ درلود، د حکومتی منفی تبليغاتو سره سره يې د خلکو د جلب او جذب قوی مرکزونه جوړ کړل او د شورا د انتخاباتو د رارسيدلوله پاره يې بشپړه تياری ونيوله. کله چی د شورا انتخابات د اوومی دوری له پاره پيل شول، نو په ډير برياليتوب سره علامه عبدالحي حبيبی د کندهار، استاد ګل پاچا الفت د ننګرهار او نور محمد خان د پنجوايي څخه پارلمان ته وټاکل شول چی ګواکی دغه پارلمانی بری د «ويښ ځلميانو» په لږ وخت کی د بريالی فعاليت نتيجه ګڼله کيږی، په همدغه وخت کی د کابل څخه مرحوم داکتر عبدالرحـمن محمودی د « نداي خلق» ګوند او همداسی د هيواد مشهور مؤرخ مير غلام محمد غبار د «وطن» د ګوند مشر پارلمان ته د يو لړ نورو وکيلانو سره کاميابه شول. څنګه چی په دغی پارلمانی مبارزې کی دولتی مداخله خلاف له پخوانيو وختونو څخه ډيره محسوسه نه شوه، نو د برياليو آزادی غوښتونکو عقيده پيدا شوه چی ښايي د پارلمان د رئيس په ټاکلو کی هم ددولت مداخله ونه شی اما بر عکس، دولت د خپلي بېری له مخي په رئيس ټاکليو کی مداخله وکړه او هڅه يې وکړه چی د پارلمان آزادی غوښتونکو او دموکراتو وکيلانو په خاصه توګه د «ويښ ځلميانو» « وطن» « ندای خلق» او داسي نورو ګوندونو وکيلانو څخه بيره احساس اود هغوي د مخنيوی له پاره يې بيلې بيلې وسيلی استعمال کړې . په نتيجه کی ، د پارلمان د محافظه کارانو او آزادی غوښتونکو وکيلانو تر منځ کشمکش زياد او دولت د ډيروهمه څخه و غوښته چی ددموکراسی کمبله ټوله کړی. « په ١٩٥١ کال آزاد اخبارونه يو په بل پسي بيله کومی محاکمی بند شول.
ځکه چی د نوموړی کال په آخر کی د شورا د انتخاباتو وخت راورسيد، نو حکومت هم د تېرو دورو روش پردی اصل نو ي کړ چی وکيلان يي د ضبط احوالاتو له لاری نوی کول اود اصلاح غوښتونکو او آزادی خواهانومخ نيوی يې کاوه.....» (١٦)
لږ زمانه وروسته د ټول آزادی غوښتونکی جنبش ( ويښ ځلميان، وطن، نداي خلق، ..) او داسی نورو رهبری هئيتونه زندان ته ولويدل. د ويښ ځلميانو ٣١ تنه مشران او تکړه کدرونه داسی محبوس شول چی ګوند بلکل بي سره او بي رهبری پاته شو. نژدی وچی د ګوند بيرغ کښته شی.
اوس نو ګوندونه او آزادی بخښونکی جنبش او خلک داسی تر فشار او اختناق لاندی دی چی هر څوک د سياسي مسئلو څخه ليری ګرزی. په زړونو کی يې بيرو او وحشتونو ځای نيولی دی. خو په دغه حساس او خطرناکه وخت کی استاد رشاد په ډيره مېړانی سره د ويښ ځلميانو دآزادۍ او پر مختګ ګوندی بيرغ مځکی ته نه پريښاوه اود ګوند رهبری يې حتی تر پخوا لا هم په جديت او ټينګوالی سره پر غاړه واخستله. د همدې موضوع په باب مرحوم غلام جيلاني خان الکوزی چی د ويښو ځلميانود رهبری يو تکړه غړی و او څلورونيم کاله يې د دهمزنګ زندان په سختو شرايطو کی تېر کړل، داسی وايي:
« په دی وخت کی چی ويښ ځلميان ځينی تطميع او ځيني بنديخانو ته ولاړل، د پاتی ويښو ځلميانو رهبری استاد رشاد پر اوږو واخسته، چې تر پخوايې زيات په شدت او جديت مبارزه شروع کړه، خپلوحزبی مجلسو ته يې دوام ورکړ...» ١٧ استاد نه يوازي ګوندی فعاليتونوته ادامه ورکړه بلکه د شورا د اتمی دورې له پاره چی اختناق هم تسلط موندلی و ، ځان په دلاوری او د خلکو په ملا تړ سره کانديد کړ. په دغه وخت کی دولت تر ډيرو ورځو پوری د استاد رشاد معرفی ونه کړه او دده صندوق يې د راي ور کولوله پاره کښی نښود. کله چی د رايي ورکولو وروستی څو ورځی پاته شوې ، بيايې د استاد صندوق ته د ايښودلو اجازه ورکړه چی ګواکی په دی لنډ وخت کی انتخابات نه شی ګټلای، بر عکس،کله چی اولس پدی خبر شوچی د استاد رشاد د رايي ورکولوله پاره يې صندوق ايښی دی، نو په ډيره مينه او علاقه سره د رايي ورکولو صندوق ته (په ښاروالی کی) په ډلو ډلو ورغلل اوداسی ډيری رايي يې صندوق ته ور واچولی چی حتي دولت اود انتخاباتو هئيت يې پوره په وحشت کی واچاوه. د همدغه وحشت او بيری پر اساس دولت څرګنده مداخله وکړه، د رايي ورکولو صندوق يي له منځه واخست او استاد رشاد يي د ښاروالی څخه د باندي ويوست.
په دې برخه کی مرحوم بڅرکی په خپل« ويښ ځلميان» اثر کی داسی وايي: « زموږ کره په دوهمه غونده کی فيصله وسوه چی د اولسی جرګی د اتمی دوری په انتخاباتو کښی به حصه اخلو، چی هغه هم په نن سبا کښی شروع کيدونکی وه، د ځلميانو له خوا ښاغلی عبدالشکور رشاد وړاندي سو... کله چی د محترم رشاد صاحب عريضه د شورا د اتمی دوری له پاره د کندهار د کانديد په توګه حکومتي مقام ته وړاندي سوه، انتخاباتو ته دوی ورځی پاته وې خو حکومت د رشاد صاحب عريضه وځندوله او حکومت خپل نماينده عبدالغفور خان خروټی و دراوه. .... په مجرد ددی چی ښار پری خبر شو چی د ويښو ځلميو نماينده ښاغلی رشاد کانديد سوی دی، د ويښو ځلميو فعاليت شروع شو او خلک رضاکارانه انتخاباتی حوزوته ور روان سول.... دم په دم ګړی په ګړی د رشاد صاحب رايي په ډيريدو سوی. څوحکومت ته بله چاره پاتی نه سوه چی د پوليسوپه ذريعه په سپينه ورځ د ټول اولس په مخ کی رشاد صاحب د ښاروالی د تالاره څخه ( د رايي اچولو حوزه) وايستل شی. کله چی رشاد صاحب د تالاره څخه ووت نو يې غفور خروټی ته آخرينه جمله دا وويله: ( داچی په دی ډول وکالت ستا وجدان قبلوی، نودی مبارک شه!»١٨
استاد رشاد نه داچی په دغه وخت کی روحيه د لاسه ور نه کړه، بلکه بر عکس يې هم د حکومت نماينده ته د وجدان ساتلو درس ورکړ او هم يې خپل اولس ته خپل حقانيت او د حکومت خيانت او تذوير وروښودل. په هر صورت، استاد رشادد خپل وخت دويښو ځلميانو ټکړه مخکښ او ولس کی محبوب او ګران شخصيت و.
کله چی د شاه محمود خان دزمانې دموکراسی پاي ته ورسيده؛ ويښ ځلميان، وطن او ندای خلق او نورآزادی غوښتونکی ګوندونه او محافل سره وپاشل شول، خو بيا هم ويښ ځلميانو خپله انډيوالی په مختلفو شکلونو سره وساتله. استاد رشاد د همدغی انډيوالۍ پر څنګ خپلو علمی او ادبی څېړنو ته پوره ادامه ورکړه؛ آثاريې وليکل؛ اشعاريې وويل او تاليفات يې وړاندی کړل. په همدی توګه يې خپلی علمي او ادبی مرستی د مختلفو علمی او ادبی مؤسسو او اشخاصو څخه ونه سپمولی.
کله چی په کال(١٩٦٦) محمد هاشم خان ميوندوال دوخت صدراعظم د مترقی دموکرات په نامه ګوند اعلان کړ، د ويښ ځلميانو ډله يوه مهمه ډله وه چی د خپلو ارمانونو د تحقق په خاطر يې د نوموړی ګوند په مرامنامه کی د خپل فعاليت سيمه وليدله. تر نوموړی سازمانی فعاليتونو وروسته چی د سياسي او سازمانی فعاليتونو ساحه تنګه او سياستونوی رنګونه واخيستل، هلته نو دويښ ځلميانو د ځنځير کړۍ وړی کېدلی اود زمانی په تېردو سره د ګوند غړی مخ پر کميدو شول. خواستاد رشاد هيڅ وخت خپله سياسی علاقه، ملی خروښ او احساس نه دی خاموشه کړی بلکه هميشه يی په هره سياسي مرحله او زمانه کی په ډول د ډولونو خپل احساسات او عقايد په شعرونو او ليکنو کی منعکس کړی او خپاره کړی دی؛ تل يې د ظلم، استبداد او استعمار پر ضد خپل آواز کله په خپل نامه خو کله په مستعارنامه خپل اولس ته وررسولی او د وطنپالنی مدافعه يې په کلکه کړی ده، دمثال په توګه:
هغه وخت چی د ثور قيام منځ ته راغئ او بيا شوروی لښکری پر هيواد را کښته شوې، نو استاد هم د خپلو وطنپالو احساساتو له مخی يولړ شعرونه د « ملحد شاهۍ» تر نامه لاندی وويل او هغه ناوړ توبونه يې په ګوته کړل کوم چی پر هيواد نازل شولی وو. په همدغه توګه يې د ( ١٩٩٢- ١٩٩٦) کلونو په دوران کی د په اصطلاح مجاهدينو هغه وحشتونه هم توضيح کړل کوم چی يې د اسلام د مقدس دين تر عنوان لاندی رواوبلل. البته د شعرونو دغه مجموعه بيا( د تنظيم شاهی يا ملا شاهی) ١٩ په نامه ياديږی، چی لوستل يې ضروری دی. کله چی د طالبانو سخته او تاريکه دوره راورسيدله او ټولنه يې د هديری په شان د يوی خاموشی سيمی سره مخامخ کړه او هيچا هيڅ نه شوای ويلای خو استاد رشاد په يوه مجلس کی د هغو طالبانو مخ ته د خپل ګوند او تاريخ دفاع وکړه کوم چی به د هغوی تر ناوړه اوبې ځايه انتقاد لاندی و. استاد داسی ورته وويل:( زه ويښ ځلمی وم، يم اوسم به، اوداګوند هغه ګوند دی چی په افغانستان کی يې د لومړی ځل له پاره ددموکراسۍ ږغ پورته کړ... ) ٢٠ په همدغه دوره کی د طالبانو ناوړه توبونه استاد په يوي شعری مجموعی کی چی( طالب شاهی ) نوميږی په ډاګه کړل چی ډير مؤثر وو. کله چی استاد په دغه وخت کی د وطنپالنی پر اصولو د طالبی دولت خشو نتونه اوناوړتوبونه په بيلوبيلو مفهومونو او کلمو کی توضيح کړل، د خپلو اکادميکو څېړنو او تحقيقاتو لړۍ يې هم پر مخه وهلی او په زړه پوری ليکنی يې وړاندی کړی دی.
شک نه شته چی د طالبانو سختو او تاريکو عملونو« د بودا د مجسمی د ماتولو په شمول» بنسټ يوازی ددوی په يې سوادۍ او تاريک فکری اړه نه لری بلکه د هغو خارجی استعماری حاميانو شعوری پروګرام هم داسی پکښۍ داخل دی چی طالبی عملونه بايد د افغانی اولس په ذهنيتونو کی دومره ناکامه او منفور سی چی بيا امريکا يې تجاوزات د خاورو سره برابر کړی او د قضيی په محتوانا پوه شوی قوتونه، ښه راغلی ورته ووايې. د همدې اصل له مخی مو وليدل چی خصوصآ امريکايی او انګليسی واکدارانو د خپل پخوانۍ پروګرام له مخی د ( ناټو) تر بيرغ لاندی پر افغانستان تجاوز وکړ او ټول هغه اشخاص يې هم ونيول او يايې مړه کړل کوم چی يو وخت په نورو شکلونو کی ددوی په خدمت کی وو.
امريکايې تجاوزاتو چی په خپلو وحشتونو زړه نه دی سوړ سوی، موږ وليدل چه تر اوسه پوری په مختلفو ځايونو، خصوصآ په پښتنی سيمو کی ناروا اعمال او جنايت آميزه مرګونه کوی او خلک وحشی هغو زندانونو ته ليږی کوم چی دوی د ټولو نړيوالو مقرراتو خلاف په خپل چوکات کی جوړ کړی دی. ددی خبری ښه نمونه د پکتيا د هغو مشرانو بی لزومه مرګونه او تباهی ده کوم چی د کرزی د ليدوله پاره د مبارکۍ په خاطر په موټرانو کی سپاره او کابل ته ورتلل. همداسی د ارزګان تاريخی فاجعه هغه خونړۍ پيښه ده چی دواده په مراسيمو کی يې په سلګونو ولسی هغه خلک بی رحمانه بمبارد او مړه کړل، کوم چی د کرزی د طرفدارانو او ساتونکو څخه وو.
د همدغو وحشيانه عملونو په باب ډيرو ليکوالانو او پخوانی کين لاسو ګوند يا نود ډيره وهمه او بيری هيڅ ونه وويل او سترګی يې پر پټی کړی خو يولړ وطنپالو په هيواد کی دننه او د باندی په سر کی يې استاد رشاد د خپل آواز نه دی خاموشه کړی ؛ د محفلونو او مجلسونو څخه اضافه، ستر استاد د شعرونو څو مجموعی و ليکلی چی ډيری مشهوری يې « خښميدلی امريکا» « د واده کلی کربلا سوه» او د« تودو وينو حمام افغانستان شو» دی. نوموړو شعرونو چی په افغانی محافلو او ډول ډول روشنفکرانو کی يې پوره تآثيرښندلی دی په خاصه توګه د امريکايې تجاوزاتو استعماری او وحشيانه خصلت توضيح کوی. دلته د لوړو مطلبونو د يادونو څخه مقصد دادی چی استاد رشاد د خپلو څېړنو، ليکواليو او ابتکاراتو پر څنګ يو ستر وطنپال مبارز هم دی.
ددی له پاره چی دده د شعرونو له محتوا او مفهومونو څخه څه نا څه وپوهيږو، نو به يې د نمونی په توګه د وروستي شعره څخه « د تودو وينو حمام افغانستان سو» بيل بيل څو بيتونه وړاندی کړم، بيا به و پوهيږو چی استاد څومره په زړه ډک او وطنپال شخصيت دی.
د تودو وينوحمام افغانستان شو ( ٢١ )
نن افغــــان ولـــــــــــــــس ته پيښه فـــــــــــاجعه ده
ټکـــــی اوری، بـــــــــــــــــــلازيږی د غم شپه ده
وير راځغلی، درد را دانګی، مرګ حملی کړی
وحشت خير دی چی وسلې په وينو سری دی
* * *
عام قتلونه دی جاری، شداد شـــــاهی ده
افغانان کړول کيـــــــــــږی، تبــــــــــــاهی ده
* * *
خونريزی ده، مصيبت دی ستر ناورين دی
دښمنی د پاک اســـــلام ده، ددين کين دی
اتفاق دی عيســـــــــويانو هســـــــــــــی کړی
چی به نه پرېږدی آزاد مســـــــلم وګــــــــړی
* * *
د سپين برج اهريمنان د شر خـــــــدايی کا
ديزدان د پيروان ســــــــــــــــــــــــرکــــوبی کا
ايل شــــارون دی مقتدی جورج بوش امام
غواړی و نغـــــــاری کمبـــــله د اســــــــــــلام
* * *
سياسي دمـــوکراسۍ تر هغــــــوښی دي
چی د څو امپرياليستو ښی پکښی دی
مريي توب د امپرياليزم، ليبراليزم دی
خپلواکی کې ځينی غوشته تروريزم دی
* * *
دا حمله چی پر حــــــريم زموږ د وطن ده
دولتـــــی تروريســــــتی د واشنګتن ده
واشـــــنګتن دی خښــــميدلی پښتنو ته
دي نتــــــلو، دي ځپـــلو تـــــوريالـــــــوته
د همدغه نوموړی دردمن او احساسه ډک شعر چی ډير اوږددی په آخر کی استاد داسی خپل شعر ختموی:
چې جورج بوش د اتيلا پرپله روان شو
د تودو وينو حــــــــمام افغانســـتان شو
په نوموړو شعرونو کی چی علامه رشاد خپله ټوله وطنپالنه ښودلی، دايې هم څرګنده کړی ده چی امريکا به افغانان هغه وخت توصيفول چی شورويان ، خپل دښمنان به يې په ماتول، خو کله چی خپل استعماری هدفونو ته ورسيدل، دادی اوس د افغانانو پر ضد جنګيږی.
څرګنده ده چی استاد يوازی اکادميک علمی او تحقيقی تبحر نه درلود بلکه د خپل ټول افتخار ډک ژوند په دوران کی د قوم او اولس يو غمخور، با حوصله او متانت څښتن سياسي شخصيت هم و چی هيڅ وقت يې د ظالمانو او استعمارګرانو پر ظلمونو او وحشتونو سترګی نه دی پټی کړی، هميشه به يې د قلم د څوکی څخه ماسيوا مخامخ هم واکدارانو ته حقايق په ګوته کول. د استاد همدغه حرکت او خصوصيت پر اساس موږ وليدل چی د واک څښتنانو لکه څنګه چی لازمه ده د استاد حقه حقوق نه دی ورکړی، حتی په نړيواله برخه کی وينو د تېر کال د نوبل ادبی جايزه چی د آوازی له مخی د استاد له پاره په نظر کی وه، ورنه کړله شوه. وايې کله چی د ملګرو ملتونو نماينده دده کورته، اغلبآ دده عقايدو د تفتيش په خاطر ورغی، او هلته يې دده خبری واريدی اوپه افکارويې پوه شو چی استاد، امريکايې او ناټويې لښکری په افغانستان کی د تجاوز په حال کی ګڼی. نو يې هغه نظر چی پخوا يې دده په باره کی درلود، تغيير وخور او بيايې تر ننه پوری د نوموړی جايزه نوم چانه دی پورته کړی.
د جايزی دغه ناوړه ردونه نه يوازی د استاد پلويان او فرهنګ طرفداران خواشيني کړل بلکه دا خبره هم د بياله پاره ثبوت ته ورسيده چی د نوبل جايزه هميشه خپل سياسي رنګ ساتلې او هغو اشخاصو ته ورکوله کيږی چی د نوبل جايزی بين المللی فرهنګی واکداران يې لازم بولی او خپلی سياسي ګټی پکښی پورته کولای شی. که داسی نه وای، نو موږ په هيواد او سيمه کی د تېر کال(٢٠٠٤) لومړی مستحق شخصيت استاد رشاد وو.
پورته توضيحات سره تر پايه دا څرګنده وی چی اکادميسن عبدالشکور رشاد د يوه غښتلی وطنپال په څېر دهر ډول خارجی تېری او تجاوز په مقابل کی په بيلو بيلو وختونو او مختلفو شکلونو کی خپل آواز پورته کړی او عکس العمل يې ښودلی دی. ځکه چی استاد په خپله ليکوالی کی د بشپړ صراحت څښتن دی، نويې ليکنو هم ابتکار او خلاقيت د لاسه نه دی ورکړی. البته دده د کلام صراحت بيا دده په فکری استقلال او خپلواکۍ مستقيمه اړه لری.
نتيجه :
استاد رشاد د خپلو متبحرو ليکنو او څېړنو، تيوريکو زحمتونو او ابتکارونو پربنسيټ د خپل هيواد يو ستر مورخ، ليکوال، محقق او شاعر دی چی د نوموړو فعاليتونو د ژور تابه او پراخوالی پر اساس يې د افغانی ټولنی يو غنی فرهنګی دايره المعارف بلاي شو.
دی نه يوازی د علومو، فنونو او فرهنګونو يو نه ستړی کيدونکی اکادميک څېړونکی او د مختلفو حساسو موضوعاتو د قدر وړ ملی شاعر دی، بلکه په مختلفو وختونو کی د خپل هيواد د وطنپالو ارمانونو او احساساتو په لرلو سره يو بيداره سياسي شخصيت هم دی. البته، نوموړی ټول خصوصيات زموږ په نورو پوهانو او ليکوالانو کی لږ ليدل کيدای شی. نود همدغه دليل پر اساس موږ ټول اوس ددوو محروميتونو سره مخامخ يو. يو داچی زموږ د ستر استاد رشاد علمی ځای خالی شوی دی، خو دوهمه مهمه خبره داده چی په دی نږدو وختونو کی موږ نه شو کولای چی دده خالی ځای ډک کړای شو.
نو ددې له پاره چی استاد د آثارو او تآليفاتو څخه پوره استفاده وکړای شو او نوموړی آثار د ضايع کيدلو څخه و ساتلاي شو، لازمه ده چی د همدغه ارمان په خاطر د « رشاد پيژندنی» تر عنوان لاندی يو مشترک او منظم فعاليت د يوه با صلاحيته کمسيون تر نظارت لاندی پيل شی.
رشاد پېژندنه:
ددې لپاره چی د استاد چاپ شوی آثار د استفادی له پاره تکثير او توزيع سوی وی، شاګردان او پلويان يې سمه استفاده ځينی وکړای شی، همداسی ناچاپ شوی آثار چی تعداد يې تر شپيتو(٦٠) هم زيات دی په ډير احتياط او سمه توګه چاپ او خپاره شی، نو تر هرځه لومړی لازمه ده چی د « رشاد پېژندنی» تر نامه لاندی يو جوړونکی اود ثمره ډک فعاليت را پيل او يو مؤثرکميسون جوړشی څو لومړی د استاد نوموړی ناچاپ سوی آثار د خرابيو او تباهيو څخه راوګرزی او پرڅنګ يې هغه آثار چی چاپ سوی دی په نوی شکل چاپ او خپاره شی .
د نوموړی کميسون غړی بايد هغه پوهان، ليکوالان او دده هغه پلويان وی؛ د کورنۍ د مستحقو غړيو په شمول هغه اشخاص وی چی د علمی او ادبی موضوعاتو سره مينه ولری او استاد رشاد، د هغه شخصيت او علميت ته ارادت ولری اود افغانی فرهنګ په لاره کی د خدمت کولو پخاطرآماده وی. همداسی د استاد کتابونو په توزيع او خپرولو کی بخل او بد نيتی ونه لری.
نوموړی اشخاص ځکه چی په نړۍ کی سره پا شل شوی دی، کيدای شی چه په يو ډول دډولونو ارتباط ورسره ونيول شی او د هغوی د مادی او معنوی مرستو څخه د استاد د آثارو په خپرولواو تفسيرولو کی پوره استفاده وشی. البته ددی لازمی او جوړونکی فعاليت له پاره تر هر څه لومړی دا لازمه ده چی ښاغلی داکتر طارق رشاد چی په علمی او ادبی لحاظ يې د پلار خط تعقيب کړی دی د نوموړو فرهنګی فعاليتونو د پر مختګ له پاره لازمی مرستی وکړی . د علامه رشاددی روح آرام وی
ماخذونه :
١.the oxford Companion to philosophy , Ted Honderich, N.y, ١٩٩٥
٢. The Cambridge Dictionary of philosophy, Robert Audi, U.K , ١٩٩٨
٣. Dictionary of philosophy, I. Frolov, Moscow, ١٩٨٤
٤. Webster’s New Universal Encyclopedia, U.S.A, ١٩٩٧
٥. Grammar and Style Guide, world Book Encyclopedia Inc. Chicago, ١٩٨٠
٦. بڅرکی محمد علم، ويښ ځلميان، نيدر لند، ١٣٧٩ کال
٧. فرهنګ مير محمد صديق، افغانستان در پنچ قرن اخير ، پشاور، ١٥قوس ١٣٧٦ خورشيدی
٨ . رشاد داکتر طارق، افغان رساله، تورنتو، ١٣٨٣
٩. د تودو وينو حمام افغانستان شو، اکادميسن پوهاند عبدالشکور رشاد
١٠.Aristotle(384-322B.C)
١١. Dictionary of Philosophy, I.Frolov, Moscow, 1984, p27
١٢.The Oxford Companion to philosophy, The Honderich, New York 1995,p520
١٣. رشاد طارق...... مخ ٩
١٤.رشاد طارق ...... مخ ٩
١٥. بڅرکی، محمد علم ، ويښ ځلميان، نيدرليند، ١٣٧٩، ٢٧ مخ
١٦. فرهنګ مير محمد صديق، پشاور، قوس ١٣٦٧ ش ، ٤٥٥مخ
١٧. بڅرکی، محمد علم ، ويښ ځلميان ، نيدرليند، ١٣٧٩ ش، ١٣٢ مخ
۱۹. بڅرکی محمد علم، ويښ ځلميان، نيدر ليند ، ١٣٧٩ ش ، ٨٢- مخونه
۲۰. رشاد داکتر طارق، افغان رساله، ١٣٨٣ کال ، ثور،جوزا تورنتو، ٩ مخ
٢۱. رشاد ډاکتر طارق .... ٩ مخ
٢۲.د تودو وينو حمام افغانستان شو، اکادميسن پوهاند رشاد ١،٦، ٩ مخونه