دخپریدو نیټه : 2006-12-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
فینگ شویي ( دډاکټرعيسی ستانکزي ليکنه )
ډاکټر عیسی ستانکزی - تهران - اېران
ډاکټر عیسی ستانکزی - تهران - اېران
فینگ شویی داسي علم دی چې له لرغوني چین څخه انسان ته د ښه ژ وند لپاره په یادګار پاتې دی دغه علم د سادګۍ او حیرانونکی عمل له امله پر خلکو ډیر اغیز در لودلی دی ځکه چې دکور د لوښو په انتخاب کې په دقت او په مناسب ځای کې دهغو په کېښودلو سره د هغوی په پټ ځواک کې تعادل راوستلای شئ اوپه نتیجه کې یې په خپل کور یا کوټې کې مثبته انرژي او د تاندوالی یوه فضا ډالۍ کولای شئ .
په فینګ شویی کې درنګونو تر منځ غږ ملتیا ډیر اهمیت لری اروا پوهان باوری دي انسان په شعوري او غير شعوری ډول د رنګونو تر اغیز لاندې راځی یعنې د کور د دفتر او شاو خوا چاپیریال پرانسان تاثیر لري او رنګونه انسان ته انرژ ي ورکوي خو ځیني رنګونه دغه انرژي بیځایه لګوي څکه خو فینګ شویی زمونږ کورونو ته تعادل او انډول راوستلای شي . له دغې بېلګې د ژ وند په نورو برخو کې هم استفاده کولاشو په خپل بدن کې هغو خوړو ته په پام سره چې استفاده ترې کوو ا يا هغو جامو ته په پام سره چې اغوندو یې دخپل بدن انرژي انډوله او غږمله کولاشو .
ښاغلی فرانک ایکرمن د فینګ شویي د علم یو متخصص دی هغه وایي دغه علم ډير لرغونی دی او ريښې ( جرړې) ېې د اتلانتیس پړاو ته رسيږي دغه متخصص او شاګرد یې وپتيله چې به عملي کار سره په دغه علم کې نو پرمختګ هم کیداي شي نو وړانديز یې وکړ چې چې هغه به د کینډر سپرټ په نشریې کې اجرا کړي کله چې نوموړی دغه ځای ته ورسید د جمعې یو مازدیګرو، په دفتر کې ګڼه ګوڼه وه خو هغه د انرژ ۍ بندیدل په ځینو برخوکې په ګوته کړل هغه سیمې چې هغه په ګوته کړې مونږ هم هلته عجيبه د خلق تنګۍ احساس کاوه د هغه شاګرد پاتریشیه بنکه وویل فینګ شویی بیلابیلې رودې لری خو ډیر څله د انسان تجربې او سلیقه په دې برخه کې ورسره مرسته کوی
دغه علم د سادګۍ او حیرانونکی عمل له امله پر خلکو ډیر اغیز در لودلی دی ځکه چې دکور د لوښو په انتخاب کې په دقت او په مناسپ ځای کې دهغو په کېښودلو سره د هغوی په پټ ځواک کې تعادل راوستلای شئ اوپه نتیجه کې یې خپل کور یا کوټې کې مثبته انرژي او د تاندوالی یوه فضا ډالۍ کولای شئ . او د خپل ژوند موقعیتونه ورسره ښه کولاسو په د ې ډول خپل کورته مبته انرژ ی راوستلای شو .
د پخواني چین د معمارۍ علم له نظره د کور درستې برخې له څلور ګونو عناصرو یعنې له اوبو ، باد او هوا سره په مستقیم ارتباط کې وی د ناستې کوټه د وسپنې عنصر لری چې ډیردروند عنصر دی او ستاسو له ورځنی حال سره نيژدې تړو لری د غه عنصر په کوټه کې د مرکز ګرمۍ ، سی ډی ، سترو تلویزیونونو او نورو وسپنيزو عناصرو سره نوره هم درنيږی .
او انرژي ځانته راکاږي چینایان دناستې دکو ټې دژغورلو لپاره په زړه پورې وړانديز لري هغوي وايی په کوټه کې دګرد طلا یي ډوله ساعت درلودل هغه هم دروازې ته مخامخ د کوټې منفي انرژي کنټرولوی او یا دا چې چینایان باوري دي چې په کوټه کې د ماهی انځور او نورې ښکلې تابلو ګانې انسان ته انرژی وربخشي خو د غروب تابلو ګانې او نور خشن او څیږه انڅورونه او یا د پړانګانو بوږنونکي تصویرونه سړی زړه توری کوي او انرژ ی راکموي .
فینگ شویی ته ګروهمن متخصصین د ناستې د کوټې به ډیکوریشن کې د شیانو تصویرونه راکموي او پردې سربیره رنګونو ته هم ډیره توجه کوي د مثال په توګه سور رنګ د ناستې دکوټې لپاره غوره رنګ نه بولي څکه چې سور رنګ څیږ دی او د شخړې او توندۍ روحیه لري نو د ناستې په کوټه کې چې د کورنۍ غړي راټولیږی د هغوي روحیه به خرابه کړي .
ددغه علم کارپوهان باوري دي که کوټې ته د څنګله په څیر شنه، زرغون او یا نصواري او زیړ رنګونه ورکړئ او کوټې فضا به امنه او ارامه کړي پر دې سربیره دفینگ شویی متخصصین وایي په هغې کوټې کې چې دکورنۍ غړي راټوليږی د کورنۍ دغړو او د هغه چا عکسونه ولګوئ چې بر تاسو ګران وي دغه چاره د انسان له زړه اندبښنې لیرې کوی او انسان ته ډاډ وربخشي .
د ناستې کوټه هغه ځاي دی چې تاسو پکې ډیر وخت تیروئ هلته تلویزیون ګورئ ډیر ځله ډو ډۍ او چای هلته خورئ آیا د غه کوټه ددې ارزښت نه لري چې په ډیرو ساده رودو سره په زړه پورې شي .
نو که غوړئ په خپلې کوټه کې د ارامښت احساس وکړئ د کوټې ډیکوریشن بدل کړئ او له آرامه رنګونو استفاده وکړئ او د کور په مناسب ډیکوريشن سره انرژي ترلاسه کړئ .