مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پرروغتيا باندي دښه ویده کیدلو ګټې (م . ح . نېکزاد)

دیپلوم انجنير محمد حق نیکزاد

لیکونکی:دیپلوم انجنير محمد حق نیکزاد
ښه ویده کیدل د ښه ژوند لپاره 
د خدای (ج) د نعمتونو څخه روغتیا یو لوی نعمت دی چي خپلو بیدګانوته یی ور بخښلی ده   
.که چیري سړی ناروغه وي نه کار کولای سي،نه ښه خوراک کولای سي او نه هم نوري چاري ترسره کولای سی او نه په ښه توګه ویده کیدلای سی . دانسان لپاره تر اعدام وروسته ډیره سخته سزا د ښه ویده کیدلو څخه دهغه محرومول دي .
د بدن تر روغتیا وروسته په یقین  سره ویلای سو چي ښه ویده کیدل او د بدن استراحت هم ډیر لوی نعمت دی چی خدای (ج) د خپلو بندګانو لپاره پیدا کړیدی .که چیري یو څوک نورمال او ښه ویده کیدل ونلری ،هغه به هرو مرو ناروغه وي او بر خلاف که څوک روغ وي ،هیڅ امکان نلري چي ښه او پوره  ویده کیدل ونکړي .دا یوه طبیعي خبره ده چي هیڅوک په مسلسله توګه نسي کولای چي کار وکړي. دا یو ضرورت دی چي د کار په وخت کي د بدن انرژی مصرفیږي او بدن دکار کولو توان په تدریجي توګه له لاسه ورکوي .د انرژي د بیرته لاسته راوړلو په خاطر په کار داده چي د څه کار کولو وروسته بدن دمه وکړي اوبیرته د کار کولو توان پیدا کړي  اوکله چي دکار وخت تیریږي. باید مکمل استراحت وکړي .تر ډوډۍ خوړلو او د خدای (ج) تر عبادت کولو وروسته پکار داده چي د ښه ویده کیدلو لپاره امادګي ونیسي
ډیر خلګ سته چي دشپی تر ناوخته پوري ویښ ناست وي او نه ویده کیږی ،نو ځان یی په یوه یا بل شي باندي اخته کړی وي .یاداچي پر خپلي بستری باندي پروت وي ،کله پر یوه اړخ او کله پر دا بل اړخ  لټ پر لټ اوړي را اوړي ،خوویده کیدوته علاقه نه ښیی  . ددی علت څه دی ؟ دا حالت ځانته خپل علتونه لري او هغه عبارت دی له :
1.  ویده کیدوته علاقه نه ښوول : دغه حالت د ډیرو غیر صحي عواملو سره همرا وی لکه ( دفکر خرابوالی. په ادراک اویاد لرلو کي پریشاني، دکار کولو د ځای خراب شرایط ، د تصادمي پیښو ډیر والی ،د ډیرو درملو او مشروباتو استعمال ، د زړه ډیر تنګوالی او داسي نور )

2.  چرت وهل : ډیر وخت پر خپل بستر باندي پراته وي کله په یوه شي اوکله په بل شي کي چرت وهي او نه پوهیږي چي څه وکړی . څنګه ښه وایی چی:

                په اندیښنو مي ځان پاچا کي          سرمي راپورته کي ملنګ د د نیا ومه
3. دویده کیدو شرایط:  ویده  کیدل ځانته خپل شرایط لری چي د ویدیدو په وخت کي باید هغه موجود وی دغه شرایط عبارت دي له :
a. د ویدیدو لپاره د محال ویش درلودل: هر څوک باید دودیدومحال ویش ولری او هغه داچي  پر څو بجو وید ه سي  او پر څوبجود ییرته راولاړ او را ویښ سی
b. د ویدیدو د ارام چاپیریال برابرول: دویدیدو کوټه نه ډیره ګرمه ،نه ډیره یخه او رڼا باید ډیره کمه وی .غالمغال او شورما شور به نوی.
c. تر ویدیو دمخه ددماغ ستړی کول : کوښښ وسي په کتاب ویلو او یا  په تلویزون لیدلودماغ ستړی کړي.ځکه د کتاب مطالعه کول ،سړی د بیځوابۍاو اندیښنو څخه خلاصوي. که چیری د مطالعي کولو کتاب ونلري ،نو قرانکریم دي راواخلي چي دا کارد د نیا او اخرت ګټه لري.
d. نشه نکول :د نشه کولو څخه باید ځان وساتی که دا شی د خوړلویاچیښلو اویا د څکولو وی .
e. د ویده کیدو د ضرورت اماده کول : ددی کار لپاره پکار داده چي د ورځي باید د سپورت په تمرین سره ځان ستړي کړي .دا کار باید اقلا دری ساعته ترویده کیدو د مخه صورت ونیسی.
f. په اوبوسره غسل کول : په دی کار سره دیوی خوا بدن پاکیږي او د بلي خوا غسل کول سړي ته دویده کیدو ډیره ښه حالت  راولي .
g.  اوداسي نور .
  دانسان لپاره ډیر ښه حالت دادی چي نورمال ویده سی  .که چیری یوڅوک په غیر نورمال ډول سره ویدیږي اوخواب کوي ، دغه حالت هم پخپل ذات کی یو ډول ناروغی ده .دا ځکه چي د ویده کیدو وخت او دهغه اندازه ځانته خپل شرایط لری او هغه عبارت دي له :
د انسان عمر -  دویده کیدو وخت او اندازه د انسان د عمر سره غیر متناسبی  اړیکي لري ،یعني په لږ عمر کي د ویده کیدو اندازه ډیره وي او په ډیر عمر کي د ویده کیدو اندازه کمه وی .که چیری د لږ عمر انسان لږ ویدیږی ،هغه هرو مرو ناروغه وي،همدارنګه که چیری د لوړ عمر سړی ډیر ویده کیږی هغه هم ناروغه وی .
د پدن روغتیا : کله چي د انسان بدن روغ وي ، نو د ویده کیدو اندازه یی هم نورماله وي .خو هر کله چي د ویده کیدو اندازه د خپل نورمال حالت څخه ووزي ،دا هغه حالت دي چي بدن به خامخا کوم روحي او فزیکي تکلیف لري .
د ویده کیدو ارام چاپیریال : په دی حالت کي د ویده کیدو د بستری او د ویده کیدو د ځای څرنګوالی ،  د ویده کیدو د ځای اخلالونکي عوامل لکه ډیر شور ماشور ، ډیره رڼا ،ډیر ساړه ....... ډیره ګرمي .
نورمال خوراک او چیښاک : په داسی حالت کي چي ښه خوراک اوښه چیښاک د بدن  د روغتیا د ضروری عواملو څخه دی ،خو کموالی او ډیر والی یی بدن ته ډیر تاوان رسوی او تر هر څه دمخه د نورمال خواب څخه مخنیوی کوي .  
د بدن حفظ الصحه :که چیری د انسان بدن پاک او ستره وی ،کولای سي چي نورمال ویده سی . بر خلاف ناپاکه بدن نه یوازی نورمال خواب خرابوی ، بلکه د هغو مضرو حشراتو ( مچان، ورګي..... شپږي)په جلبولو کي ډیره مرسته کوي چی سړی حتي و خواب ته نه پریږدي او همدارنګه د ډول ډول ناروغیو سبب ګرځی .
اوداسی نور .
لنده خبره داچي د ښه ویده کیدو د پلان په جوړولو کي لمړی باید د هغه شرایط ، کوم چي پورته ذکر سوه په جدی توګه مراعا ت کړای سي او تر هغه وروسته پکار داده چي هغه علتونه چي نورمال خواب ته تاوان رسوی د هغو په مخنیوي کي بیحده کوښښ وکړي او دا ځکه چی :
ارام ویده کیدل د روغ بدن  نمایندګي کوی
 او روغ بدن د سالم عقل سرچینه ده
دا وه هغه څه چه دښه خوب کولو دګټو په اړه مى وړاندى کړل .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery