پروفيسر کابلي والا - هندوستان
امريكا
:
خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟
پر
ه پسې > لمړۍ برخه ، دوهمه برخه ، د
ېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ، نهمه برخه ،...
اوصدام هلته په هغه ماڼۍ كې چې امريكايي پوځيانو محاصره كړې وه له غرغړې سره غاړه غړۍ شو... (مطبوعات )
ته لكه لمرداسې وې ،
ته لكه لمرداسې يې ،
چې دايمان په غرور ،
دزمانې شيطان ته غيږ وركوې ،
ته
دغرور په غرونو،
ته دقرآن په ګدئ ناست يي
اوالله يادوې ...
ځكه شيطان درباندې غرونه اوروي اوروي ...
خوته
بياهم دخپل ايمان په غرور ،
اوته بياهم دخپل انسان په مينه ...
دې نمردي دوزخ كې خاندې دخليل
په مينه
... دصدام
حسين نور عکسونه له دې ځايه وګورئ
ديوې موسكا په شونډو
ديوې
وروستۍ خو يوې تلپاتې موسكا...
ته لكه لمرداسې يې ،
چې دايم
ان په غرور ،
دزمانې شيطان ته غيږ وركوې .
تادزمان دمظلوميت په مينه ،
دحق پګړى بيا په سركيښوده ...
ته دمنصوردمينتوب نښه يې
تااوس زموږ
په زمانه كې يوځل بياچيغه كړه :
دانالحق مينه يم
دانالحق لمبه يم ...
دانالحق پيغام يم ...
هو. دانالحق
پيغام ،
دزمانې دمظلوميت په كوركې ...
ته لكه لمرداسې يې ، چې دايمان په غرور ،
دزمانې شيطان ته غيږ وركوې ،
ته دمامون په زړه كې ،
دمرجيلې خراسانۍ داميدونوګل شوې ،
دتاله
څاڅكي څاڅكي وينوبه ،
دمامونيانو، منصوريانو دلښكروليكې ،
هرپسرلى ښكلي ګلان ټولوي ...
اوستا ايمان ته
به دعاوې كوي وايې به دا :
اى دمنصوردمينتوب نښې ...
اى دقرآن پيروه ،
اى داسلام پرتمه ...
تادزمان
يطان ته غيږه وركړه ،
تا دحسين ارواله ده ساتله ،
تادشهيدحسين هډوكې دشيطان له اوره يوه خواكول ،
ځكه
داورغرونه پرتااوروي ...
اوستادمينې كور يې ...
د كربلاغوندې په وينوړنګ كړ ...
په دې چې څنګ كې د بې ننګه
(( مسلمان )) مزدورشول ...
خوته لاهسكه شمله ،
دكربلا ديارانۍ كاروان بري ته بيايي
اودشهيد حسين وچې شونډې
نه هيروې ...
يه داسلام غازي ،
يه دقرآن شهيده ...
يه دقرآن اومحمد دكلالوى سالاره ...
دشهادت لاره منزل ته
تل غازيان رسوي
ته هم غازي يې زموږ ،
زموږ حسين غازي ،
الله دې مل شه ، يه شهيد حسين غازي سالاره ...
ته لكه لمرداسې يې ،
چې دايمان پرغرور
دزمانې شيطان ته غيږ وركوې ....
اوپه يوه موسكا دې زموږ پرتم ته
ايوبي ساه وركړه ،
دتاايمان ته سلام ،
دتاقرآن ته سلام ...
اى دمنصوربچيه ...
خداى لوى دى ... له هغه پرته پردې نړى بل څه زماله پاره نه لوى څوك شته اونه يې زه په لويئ منم . دهغه
يوازنى استازى محمد دى چې دهغه لوى خداى استازى اوپيغامبردى ...
داهغه و
وستۍ خبرې دي چې دعراق شهيد ولس مشر صدام حسين ددارپه تخته باندې وكړى اوځان يې په سرلوړئ اوميړانې سره دهغه چا
ضاته وسپاره چې نهه شپيته كاله دمخه يې په يوه مسلمانه كورنۍ كې دهغه په امرسترګې پرانستي وې .دقربانۍ په سپڅلي
موسم كې ېې دتورشيطان تورمخولاسپوڅوته مخامخ ځان لكه شمشاد ددارتر تختې پورې ورساوه اوپه پورتنۍ څوكرښويې مخ
دحق په لوركړاودانسان له پاره ، هغه انسان له پاره چې ځان ، ايمان اوخاورې ته دزړه له كومي دارادت په سترګوګو
ي دمقاومت اولويې سمبول كړ.
وايي چې په همدغولتوحسين بن منصور حلاج هم په
يوه همداسې حالت كې دميړانې په ډګرودريد ،له خپلې ژمني چا پربله نه كړ، تلپاتي شو، سندره شو اوځان يې دانسانيت
په وړاندې دقربانۍ ترټولو لوى اووياړلى سمبول كړ. اودهغه مهال شيطاني ځواكونو له دې پښيمانه نه كړ چې ووايي ( دى
انالحق نه دى) .
دهارون الرشيد په زمانه كې دوه لوى پوهان ابوالحسن دحمزه
زوى چې په كسايي ملقب و اوقاضي محمدبن حسن دواړه په يوه ورځ ومړل ، دواړه يي په (ربنويه ) چې رى يااوسني تهران ته
نژدې سيمه وه خاوروته وسپارل ، هارون الرشيد ددوى په مړينه باندې وويل : (( نن مې دعربو فقه اوادب دواړه په رى
كې خاوروته وسپارل ...)).
كه داسلام هغه سترخليفه نن ژوندى واى نو له شكه پ
ته به يې وويلي واى چې : (( نن مې دعربونه بلكه داسلام عزت اوپرتم خاوروته وسپاره ...)).
نوميالى صوفي نجم الدين كبرا دچنګيزخان مخې له تيږو په ډكې لمنې سره ورووت ، چنګيزخپله ورته
وويل چې : اى شيخه زه له تاسره كارنه لرم ، له خوارزم څخه ووزه چې زه داړنګوم اودلته څوك ژوندي نه پريږدم
...خوده په خندا ورته وويل چې : هغه مهال چې ددغو خلكو دخوښيوشپې ورځي وې ، زه له دوى سره وم اوددوى وم ، اوس چې بده
ورځ اوشيطان قهر يانې ته پرې راغلې ، اوس به هم له دوى سره وم ... داسمه ده چې ته له ماسره كارنه لرې خو زه اوس له
تاسره كارلرم . لمن يې پرانيسته اوپرچنګيزباندې يې دتيږوګوزارونه پيل كړل ترهغوچې ساه په كې وه هغه يې په تيږو
وويشت اوپرهم هغه ميدان كې دخپلوخلكودمخكښ اولارښود په توګه دشهادت جام په سرواړاوه اوتر ننه يې نوم او
اره دعارفانو اوسالكانو له پاره همداسې په خپلې روښانتياسره روښانه پاتې شوه رحمت دخداى د پرده اودده پرايم
ان وي...
په هندوستان كې دپښتنو لوى ټولواكمن اعلحضرت ابراهيم لودي په
پاني پت كې دمغلي بابرپه وړاندې دخپلو پښتنو دناسيالۍ په پايله كې ماته وكړه ، لويوامرايانويې هيله ترې وكړه چې
پوځ نورمات شوى ، ته ځان له دغه ډګره وباسه ، په يوڅو ورځو كې موږ دومره پياوړي كيږو چې بابرته ماته وركړو
اوهندوستان يې له شره وژغورو. خو ده خپلو امرايانوته مخ ورواړاوه اوورته ويې ويل چې : هره خبره به مو ومنم ،
خودامونه شم منلاى چې ځان تردغو زرګونو شهيدانوچې په دغه ډګرباندې پراته دي لوړوبولم ، دوى پريږدم اوخپله پښې
ترې سپكې كړم ... داكاريي ونه كړ ځان يې په ميړاني سره دهغه خداى رضاته وسپاره ، هغه چې دې يې پيداكړى و اوده يې
دپناكيدوواك درلود... رحمت دخداى دې دداسې لوى واكمن پردومره لوى هوډ اوپرتم وي ...
دايران دانقلابي غورځنګ يونوميالي (غالبآ روزبه ) درضاشاه په زمانه كې غرغړې ته ودرول شو، دده له
غرغړه كيدو وروسته يې يوه ملګري دده په ياد ووې : تردغه وخت تا پرخپلوخلكواوخپلو ارمانو باندې وياړكاوه
خوله دې شيبې وروسته به ستاخلك اوستا ارمان پرتاباندې دتل له پاره وياړي ...
دهندوستان وروستى مغلي پاچا بهادرشاه ظفرچې دوينې څښونكو انګريزانودزور زياتې په وړاندې يې دهند دازاي
غوښتونكو له خوايې ملاتړكيده ، دانګريزانو له خوا په همداسې برخليك كې راګيرشو، انګريزانو په ډيلي كې عام قتل
پيل كړ، لكه داتل صدام په شان يې دوه زامن دډيلي په خوني دروازه كې ورته راوځړول ،خوپاڅون لاهم توديده توديده
، دى يې لاس تړلي له ډيلي څخه د رنګون په لور په داسې حال كې لايې هم د زامنو حسدونه په خوني دروازه كې ځوړندوو
وان كړ.ډيلي لكه اوسنى بغداد په وينو لړلى ترې پاتې شو ، اودې يې تړلې لاس په بيړه رنګون ته ورساوه ترهغو چې
يې هم هلته په زندان كې له دغې نړۍ څخه سترګې پټې كړې ،خودهند ميړنې ولس يوازې ددې له پاره چې له ده سره يې ناځواني نه
وي كړې دهغه دژوند تروروستي سلګي پورې قربانۍ وركولې اوټول هندوستان همداچغې وهلې چې بهادرشاه ظفر ددوى مش
دى هغه بايد بيرته دډهلي پرتخت واكمن شي ... رحمت دخداى پرهغو زرګونوشهيدانو چې دهندوستان دپرتم له پاره له
خپل هوډه وانه واښتل ...
په پښتنوكې خو دقربانيوداشان مثالونه دومره زيات
دي چې كه يې دلته راټول كړو كيداى شي ديوه كتاب په اندازه شي. ډيروروستى مثال همدا پرون ډاكترنجيب الله دى
چې دخپل پښتون هوډ قرباني شو.هغه چې كولاى يې شول لكه نورپه يوه لاره نه په يوه لاره دى هم خپلې پښې سپكې كړي ،
خوداچې پښتنې زيږولى و اوپښتون واكمن هوډيې دانه منله چې په تښته دې له كابله لكه نور ووزي ، ديوه ميړني واكمن
اوسرلوړي واكمن په توګه يې دخپل قام اوخپل هيواد په وړاندې خپله دنده په ميړانې سره بدرګه كړه .رحمت دخداى په
داسې لويې اوداسې پښتوچې دمرګ اوژوند ددرنۍ معاملې په ډګركې يې ځان ترهغو ځاركړ.
اوصدام هم دشهادت سرمنزل ته په همدغو ګامونواوقدمونو باندې ورسيد، صدام دنړۍ دميليونو مومنومسلمانو پل
ونواوميندوهغه ارمان ته مثبت ځواب ووايه ، هغوى چې په خپلو بچيانويې باندې دنژدې يوې لسيزې په اوږدو كې دصدام ،
صدام حسين نومونه كيښودل . صدام انسان ته په دغه عصركې دهغوميليونوقربانيانو دقربانيوخاطرې ژوندۍ وريادې كړې
هغوى چې په رښتياهم دايمان اومقاومت تاريخونو زموږ په وړاندې يوازې دكاغذپرمخ انځورول ، صدام انسان ته وښوده
چې مرګ هم لكه ژوند غوندې ښكلاوې لري ، لوړې لرې اوژورې لرې ، سرلوړئ لري اوله پرتمونوسره مل كيداى شي . هغه په
خپل اتلوالي هڅون سره انسان ته وښوده چې مرګ تورنه وي ، مرګ هم لكه لمرپه پرتم سره نمانځل كيداى شي.همداوه چې
ده يې په بې ساري توګه هركلي وكړ ، هغه يې په خپل ايماني لوړتياسره ونمانځه ، اوپه خپله وروستۍ شيبه كې انسان
ته وښوده چې مرګ كيداى شي كله كله ترژوندهم له اوچت پرتم سره مل او ونمانځل شي. هغه له خپلې عقيدې اوارادي س
ه دزړه له كومي مينه درلوده ، هغه كله هم دهيواداومور ددفاع دوياړونه له پاره په تذويرسره چاته دجنتونوكلئ
ورنه كړې اونه يې ځان له هغويوګام هم راپه شا كړ، بلكى په ميړانه دهغو په ليكوكې ودريد اوهغه لاره چې دى يې په ح
انيت پوهيده هغه يې دځان اوهيواد دآزادۍ اوهوسايي يوازنۍ لاره بلله . هغې لارې چې له تخته بيا ترتختې
پورې يې دده دګامونواوقدمونوانتظاركاوه.. زه فكركوم چې كلونه مخكې هغه پښتون شاعرخپل دغه شعر چې :
دمنت دارو كه مړشم نه يې غواړم كه علاج لره مې راشي
مسيحا هم
دهمدغه وياړ
ه پاره ويلى و ...
اوميړني شهيد صدام شهادت موږ ته په رښتياهم دهغه په
ښتينې ماناسره تعريف كړ ، شهادت هغه وياړنه دی چې ده دژوند په بيه ونه نمانځه، هغه شهادت دژوند په غيږه كې
په يوه تلپاتي خو خورا لنډ پيغام سره( انسان ته ) په خپل وروستي خوځون او وروستيوجملوكې داسې تعريف كړ :
الله اكبر ...چې له هغه پرته پردې نړى بل څه زماله پاره نه لوى شته اونه يې
زه په لويئ منم . دهغه يوازنى استازى محمد دى چې دهغه لوى خداى داستازي اوپيغامبرپه توګه مې منلی دى ...( دشهادت کلمه )
رحمت دخداى يې په برخه !