دخپریدو نیټه : 2007-01-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دماشوم وده اودمور اوپلارمسوولیتونه
محمدظریف عنایت زی - تهران
تدقیق اولیکنه: محمدظریف عنایت زی - تهران
علمي څیړنوښودلې ده چې دژوندانه لومړي کلونه دپوهې په لوړاوي ،ودې ،شخصیت جوړونې اوټولنیزچلندکې پ
یکنده رول لري . دکوچنیوالي بیلابیل پروګرامونه اولوبې په دې لړکې دانسان پرراتلونکي شخصیت جوتې اغیزې لري.
داثابته شوې چې وده اوبدلون هغه وخت کیږي چې ماشومان دخپل چاپیریال له وګړواوشیانوسره اړیکې ولري اوپریوبل
اغیزوکړي له دې امله میندې اوپلرونه کولاي شي دخپلوماشومانوزده کړه،وده اوپرمختګ دهغوي لپاره دمناسب چاپی
یال په برابرولوسره آسانه کړي .داکارپه کوریابل ځاي کې په لوبوسره دماشومانودزده کړې اوښې روزنې لپاره مناسب
چاپیریال ،ځاي ،موادواوموقعیت ته اړتیالري . میندې اوپلرونه یانورکسان چې دماشوم پالنه کوي بایدپه هڅونې ،
ارښونې اوتحریکولوسره له هغوي سر ه په خپله لوبې وکړي . که ماشومان په فعال ډول په زده کونې کې ونډه واخلي هرڅه
ښه زده کوي اووده اوپرمختګ کوي .دهغوي لپاره مهمه داده چې دخپلې پوهې دپرمختګ لپاره دپلټنې اوله نوروڅخه دتق
یداواخیستون لپاره ورته زمینې برابرې شي . دکورپه ورځنیوچارواویاله کوره بهر په منظموپروګرامونوکې دفعال ګ
ون لپاره بایدهغوي ته دامکان ترحده زمینې برابرې شي . نن سباښه جوته شوې چې بدني ،ذهني،ټولنیزه اوعاطفي وده
نیغ په نیغه له زده کړې سره تړاولري اوپه یوه برخه کې پرمختګ په بله برخه کې دودې اوپرمختګ سبب کیږي . نوله دې ام
له بایددماشوم په ودې کې د دې ټولواړخونویعنې بدني،ذهني،ټولنیزو اوعاطفي برخوودې ته هم تل جدي پام وشي .په لوم
ړیودووکلونوکې وده اوپیاوړتیاترډیره د ماشوم له خوړواوتغذیې سره تړاولري چې دغه موده په کورکې تیریږي اوپه دې
دووکلونوکې دسمواومناسبوخوړوپه ډول اوبڼې کې دمور اوپلارپوهه دماشومانوپه ودې،پرمختګ اوزده کړې کې لویه م
سته کولاي شي ځکه زده کړه دزوکړې له مهاله پیلیږي .ماشوم یوازې له بدني پلوه نه بلکه له هره پلوه وده کوي ،بد
ون مومي بلوغ ته رسیږي اوپه خپل چاپیریال کې له هرډول حالاتوسره په مقابله کې زیاته وړتیاترلاسه کوي . یوه دم
اشومانودپرمختګ عامه روده ده خوبایدپام وشي چې دهرماشوم دودې اوپرمختګ کچه اوځانګیړنه له یوبل سر ه توپیرلري
.دماشوم په لومړیودووکلونوکې ډیرمهم جوړښتونه بدلون مومي چې دماشوم دزده کړې په توانمنۍ ډیراغیزلري ،که په دې
موده کې مغز ښه وده وکړي دزده کړې توان زیاتیږي اوپه راتلونکي کې په ښوونځي اوحتی دژوندپه ټولوبرخوکې دپاتې
اتلوامکان کمیږي. دماشوم دتغذیې سمه پلانونه دهغه دمغزدپیاوړتیاسبب کیږي .ماشوم دژوندپه لومړیوکلونوکې
اساسي وړتیاوې ترلاسه کوي اوپه داسې ډول هغه پراخوي چې دراتلونکوزده کړواوپه اصل کې دهغه په ژوندانه کې ډی
اهمیت لري .ماشوم په دې پړاوکې تګ ،دخپلوخوځښتونویوشان کول ،خبرې کول ،اوپه ژبه کې پیچلیووړتیاوته رسیږي . په
هغه کې پرځان باور پیداکیږي اووده کوي .ماشوم داهم زده کوي چې دنوروپه وړاندې څه ډول موقعیت غوره کړي اوله ک
توري پلوه کوم چلنددمنلووړدی . په همدې وخت کې دماشوم دځیرتیایاکنجاوۍ حس یاپیاوړی اویاهم کمزوری کیږي ،
که څرنګه چې دیوې کوټې دجوړولولپاره بایدترهرڅه مخکې دهغې بنسټ کلک اومظبوط شي څوپه راتلونکي کې زیان ونه مومي
نوماشوم هم چې کله ښوونځي ته دتلوکیږي بایدهماغه شان پیاوړی بنسټ ولري .ددې کارلپاره ماشوم له ښوونځي په مخکې
پړاوکې دکورنۍ اوټولنې په غیږکې دخپلې بدني اوفکري ودې اوټولنیزواړتیاوپه ترلاسه کولوکې ملاتړته اړتیالري .په
ښوونځي کې دماشوم بریالۍ زده کړه ترډیره په هغوبنسټونواوملاتړونوپورې اړه لري چې ښوونځي ته له تلوپه مخکې ک
ونوکې یې بنسټ ایښودل شوی وې .څیړنوښودلې ده چې د ژوندانه په لومړیوکلونوکې دماشوم ودې اوپرمختګ ته جدي پاملرنه
نه یوازې دموراوپلارلپاره ګټورې پایلې لري بلکه په راتلونکي کې په ټولنه کې دهغه دفعالې ونډې سبب کیږي .دژوندپه
لومړیوکلونوکې ماشوم ته ښه پاملرنه اودهغه ښه پالنه په راتلونکي کې دزده کړې دستونزودلیرې کولواویاکمولو
پاره ډیرښه فرصت دی اودافرادواوټولنې لپاره تلپاتې ګټې لري .میندې اوپلرونه دخپلوماشومانوپه ژوندکې دډیررول
وبولودنده پرغاړه لري چې یوله هغه څخه دماشوم لپاره له دوستۍ،مینې اوولولې ډک چاپیریال برابرول دي .دوهم دما
وم دودې دشرایطوبرابرول اودریم هم دماشوم تشویقول اوهڅول دي .که څه هم دماشوم دودې بیلابیلې لارې شته خوترټو
ومهمې دادي چې جدي پاملرنه ،مینه اوزړه سوی له مور اوپلارسره دماشوم داړیکوتضمینونکي دي ،همداراز ماشوم ته
دداسې آزادۍ ورکول چې ټاکل شوې پولې ولري په یقین سره داسې روده ده چې متقابلې اړیکې ټینګوي . نوداچې ماشوم دزوکړې
له شیبې زده کړه پیلوي دامیندې اوپلرونه دي چې ماشومان ترې ترټولوزیات څه زده کوي .له دې کبله موراوپلاردماشوم
په لومړنیوزده کړوکې بشپړاومهم مسوولیت پرغاړه لري اوددوي ښه ښودنه دماشوم ښه راتلونکی په ځان پسې لري .څیړنې
ښیي چې دژوندپه لومړیودووکلونوکې دماشوم دمغزوزن دوه برابره کیږي چې دمغزددغې زیاتیدویوه برخه دمغز دحج
ودپراختیااوبله برخه دمغزدنوروبرخودتړاواواړیکودودې سبب کیږي .له دې اړیکوپرته زده کړه شونې نه ده . دغه
تړاوپه نوي زیږدیزماشوم کې دارتباطي چینل په جوړولوپیل کوي اوکله چې یوشي ته پام کوي ترې کاراخلي .ځکه نوماشوم
دزوکړې له هماغه لومړۍ ورځې په غږ،تماس،بوي اواړیکوپوهیږي .دماشوم دلیدو،اوریدو،اوحافظې دځواک په پیاوړي
کیدوسره ذهن هم خپلې ودې ته دوام ورکوي .لنډه داچې ذهن په حسونو اودبدن په خوځښت پورې اړه لري اوماشوم په دې
تړاوسره دهغه ګردچاپیره حالات درک اوپرې پوهیدلی شي .دبیلګې په توګه که ماشوم ذهني وده ونه لري نه شي کولاي
خپل دعلاقې وړ دلوبوشیانوته پام وکړي اوډیر پرې خوښ شي ،دلاس اوسترګوله غږملتیاپرته ماشوم نه شي کولاي د
وبودغه شیان واخلي اودهغوي پرکارولوپوه شي چې داتول له ذهني ودې سره تړاولري .نوبایدووایوچې ماشوم له هماغه
پیله ذهني،بدني ،اورواني ودې ته اړتیالري .نوراځۍ چې دمیندواوپلرونودښوونیزووړتیاووپه زیاتولو،دماشوم دودې
دځانګړواړتیاواوورځنیوڅارنولپاره دمناسبورودوپه پوهیدلوسره دماشومانوراتلونکی تضمین اودهغوي د
وغتیااوسمې ودې کتونکي و .