د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت ددعوت له پرله پسې ۱۷۰ مي ګڼي څخه پوهنمل ر. ځواكمن – (هالنډ)
د افغانستان په كلتوري او پوهنيزو برخو كې د رسمي ژبو ونډې
پښتو او دري ژبې د هېواد د نورو لسګونو وړو ژبو په څير زموږ د لرغونې او تاريخې هېواد افغانستان د ګډ تاريخ او كولتور ارزښتمنه پانګه ده.
پښتو او دري ژبي چې د اريايي ژبو له ډلې دي، د يوي كورنۍ غړى او له پيړيو پيړيو راهسې د افغانانو په كولتوري ژوند، ښوونې او روزنې، هنر او ادب كې ارزښتمن رول لوبوي. دواړو ژبو ته ګډو تركيبونو او لغتونو په موازي ډول لاره موندلى ده. او د عربې ژبې لغتونه په كې ښه ډېر كتل كېږي . د هېواد ټول وګړي له نوموړو دواړو ژبو په يوه او يا بله خبري كولائ شي او ورسره بشپړ بلديت لري . له دې سره سره د افغانستان د ځينو سيمو لكه، لغمان، لوګر، ميدان، پروان، غزنې او فراه وګړي له دواړو ژبو سره پوره اشنادي.
څرنګه چې پښتو په افغانستان كې د اكثريت ژبه ده نو د افغانستان په تيرو رسمي قوانينو كې د رسميتوب تر څنګ د ملي توب له مشروعيت ځنې هم برخمنه وه.
په دې مانا چې د هېواد دننه او له هېواده بهر بايد د افغاني هويت ممثله او د هيواد د مشرانو او رسمې چاروكو ملي تاريخي او سياسي ويناوي، د سولي او جګړي اعلامتي، تړونونه، ملي سرود او د دولتي موسسو او ملي او تاريخي ځايونو نومونه او دې ته ورته نورې ټولې ملي، كلتوري دستوري بايد په پښتو تر سره شي.
د افغانستان په ټولو دولتي او رسمي ادارو كې خط او كتابت، ليكل لوستل او خبري كول بايد پرته له تعصبه په دواړو ژبو وي.
په مطبوعاتو او د اطلاعاتو او كلتور، ښوونې او روزنې، پوهنې د هنر او ادب په ډګر او په ځانګړي توګه په تياتر او سنما راډيو او تلويزيون كې بايد دواړه ژبې په موازي ډول وده وكړي.
په دوديزه توګه په تيره موده كې د ښوونې او روزنې، اطلاعاتو او كولتور په برخو كې په هغو سيمو كې چې ډېر پښتو ويونكي اوسيدل پښتو ژبه او په هغو سيمو كې چې ډېر په دري ژبه ګړيدل دري ژبه كارول كېدله.
لكه د هيواد په ختيځ، جنوب او جنوب لويديځ كې زياتره زده كړي په پوهنتونونو او ښوونځيو كې په پښتو ژبه او د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لويديځ كې نوموړى زده كړي زياتره په دري ژبه دود وې.
خو د هېواد په پلازمينه كابل كې چې د هېواد لوړ روڼ اندي سياسي او علمي څپركى بكي ځاى په ځاى شوي او ګڼ شمېر كولتوري، ښوونيز، روزنيز او اداري مسلكي پرسونل پكئ كار كوي. او له ټول هېواده ورته افغانان د زده كړو، سوداګرۍ، استوګنې او رسمې چارو د تر سره كولو لپاره په تګ او راتګ كې دي خبره بل ډول ده او د پښتو ژبې په رسميتوب شك او بې باوري كتل كېږي. دلته د زده كړو په ټولو مركزونو، پوهنتونونو، انيستيتوتونو، ښوونځيو، رسمي دولتي ادارو، كولتوري فعاليتونو په ځانګړي توګه. دولتي راډيو، تلويزيون، د سينما، تياتر او موسيقي په هنري فعاليتونو كې دري ژبه د دولت د ځانګړې پاملرنې لاندې او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ د لارې خنډ ده.
دري ژبي ته دغي ځانګړې پاملرني د روسانو د تيري په دوران د دولتي واكمنۍ او سياست په ډګر كې د افغانستان د خلك دموكراتيك شوروي پلوه ګوند څخه د خلق د جناح پر ګوښه كولو او د تنظيمي واكمنيو په مهال اسلامي پښتون ټبرو ګوندونو ته د واك نه سپارلو په ترڅ كې او بهرنيو لاس وهنو په ځانګړي توګه له دري فارسي ژبې سره د ايران او تاجكستان د دولتونو خوا خوږي، مالي او كولتوري مرستي د دې سبب شوي چې پښتو ژبه نوره هم څنډي ته په شاوتمبول شي.
د بې ثباتۍ او جګړي په تيرو 25 كلونو كې د كابل په ښار كې نه يوازې دا چې د پښتو ويونكو لپاره ځانګړي ښوونځى جوړ نه شول او يا ورته په ښوونځيو او پوهنتون كې په پښتو ژبه درسي مواد او لكچرنوټونه برابر نه شول بلكه د يو دوه سمبو ليكو ښوونځيو لكه د رحمان بابا او خوشحال خان د ليسو چې د ازادو قبايلو د پښتنو لپاره جوړ شوي وو پښتو درسي پروګرامونه هم ګډوډ شول.
په همدغو كلونو كې له دموكراتيك المانه د چاپ د هغو ماشينونو واردولو چې د پښتو ژبې توري يې نلرل او د كابل په ګوندي مطبعه او دولتي مطبعه كې ځاى په ځاى شوي وو، يوه نيمه پښتو چاپ شوي ليكنه هم نالوستې او بې خونده كړي وه.
البته دري ژبي ته همدغه دولتي پاملرنه او په تيرو 25 كلونو كې په ښي اړخو او چپې ګوندونو كې د شمال دځنو قومي ګروپونو قومي او ژبۍ مبارزه او په مقابل كې د پښتنو ايډيالو ژيكه(انترناسيوناليزم او پان اسلاميزم) مبارزه به د دې سبب شوي وي چې ملي اډانه له ملي ارزښتونه تشه او د ژبو د ودې لپاره كومه پر تعادل او انصاف ولاړه ملي كړنلاره وجود ونلري او غولونې او جعل كارۍ حقيقتونه تر سيوري لاندې راولي، چې ښه بيلګه يې په همدغو بې ثباتو كلونو كې په بهرنيو سرچينو كې د فارسي دري ژبو د شمير سرساموونكي جګول او د پښتو ژبې د ويونكو ټيټ ښودل دې . تازه بهرنۍ سرچيني پښتوويونكي په ناڅاپي توګه په سلو كې (25) او يا (35) ته را ټيټوي او درې ويونكي په سل كې پنځوس(50) ته جګوي.. د ژبې د استعمال پر بنسټ نوموړى شميرنې چې زياتره امريكائي سرچينو په دې وروستيو كې خپري كړي د كمپيوټر په ننۍ نړۍ كې د بشري مسايلو څيړونكو او د جيوپولوتيك ( ځمكنې سياست) سياستوالو ته د سترګو په رپ كې او په اسانۍ سره په لاس ورځي او استعمالوي .
ما د جګړي د بې ثباته كلونو په دوران كې همدغه په بهر كې اټكلى خپرې شوي شميرنې لومړى نژدي لس كاله د مخه د اوكراين په يوه لوى نړيوال پوهنتون كې دخپلي ماسترۍ په پاى كې هغه وخت چې ما غوښتل پر دكتورا پيل وكړم د يوه استاد له خولې واوريدلي چې تازه ورته همدغه په امريكا كې د نړۍ د نفوسو په هكله چمتو شوي سي ډي ګاني په لاس ورغلى وې او د خپل څيړنيز اثر د نړۍ د بشري جغرافيايي په اثر كې يې ورځي كار اخيست. كه څه هم د همدغه استاد په شخصي كتابتون كې ما ورته په نيږدي لسو كتابونو كې د نوموړو شميرو غلطي ور په ګوته كړه چې په نوموړو ټولو روسي كتابونو كې د پښتنو شمير په سلو كې د 62 او 55 تر منيځ ښوول شوي وه)(البته د خټي او وينې پر بنسټ) نوموړي پاسنې عددونه د افغانستان لپاره د واك فونډيشن له احصايي سره چې د افغانستان قومي جوړښت يې په ( 1996 _1991) كې څيړلي او د پښتنو شمير د افغانستان په ټولو نفوسو كې ( 62.73) ټاكي هم ډډه لګوي خو په اواكراين كې هغه استاذ د امريكي د يوې اداري له خوا پر همدغو تازه خپرو شويو ارقامو ډډه لګوله او د شوروي د تيروڅيړونكو اثارئې څنګ ته كړي وو.
د درغليو او جګړي په همدغه بې ثباتو كلونو كې، په افغانستان كې د سمو او بشپړو شميرنو همدغه نشتوالى او په بهركې همدغو اټكلى شميرنو د كمپيوټر په مټ نژدي ټولې نړۍ ته لاره موندلى , پخوانۍ نوم ور كې افغانستان او د سړي جګړي د مهال د زبرځواكو د وروستى ټكر همدغه اوسنۍ داغ سيمه د وروستنيو سياسي پرمختګونو په نظر كې نيولو سره نوره هم مشهوره شوي او د افغانستان له نامه او پيښو سره يې د ليكوالو او څيړونكو ليوالتيا زياته شويده.
له همدې امله اوس پر همدغو تازه شميرنو ډډه لګول كېږي او همدغه اټكلى شميرنې د افغانستان سياسي جوړښت اغيزمنوي.
په هر حالت كه چېرې د ژبې د استعمال له پلوه پورتنۍ رسمي اټكلي ناسمي شميرني چې هرو مرو به د افغانستان د ځينو سيمو لكه لغمان، لوګر، ميدان، پروان، غزنې او فراه پښتو ژبې دري ويونكي د دري ژبو په اټكلي شميرنوكې راغلي وي سمي وبولونو دا به په دې مانا وي چې په سلو كې نژدي (25) پښتنو او يا په بله مانا په هرو څلورو پښتنو كې يو پښتون خپله مورنۍ رسمي ژبه دري ته اړولي ده.
او كه دا حالت دوام ومومي او دري ژبه د دولتي چارواكو او سياستوالو له لورينو همداسي برخمنه وي او په پښتو ژبه كوچنيانو او ځوانانو ته له خپل ميل سره سم پوهنيز او روزنيز پښتو اثار او په پښتو ژبه هنري او ادبي سرګرمۍ نه وي او په درې ژبو سربيره پخپله پښتو ژبې ليكوال، اديبان، پوهان، هنرمندان او سياستوال د دري ژبې په چوپړ كې بوخت وي , پښتون قام ته پښتو ژبه په سياست، اداره، اقتصاد، پوهنې او كولتوري برخو كې په درد نه خوړونكي ژبه وبريښي او د پلازمينې د درې فارسي ژبې په كولتوري ژرنده كې دل شي نو د نوموړو رسمي ژبو د غيري متوازنې ودي او بې انډولۍ واټن به نور هم زيات او پسې لازيات شي.
چې بې له شكه به د پښتون ميشتو سيمو دوديز ميرزايان، ملكان او په كليو كې د پنج كتاب، ګلستان او بوستان تبليغيان دا واټن نور هم زيات او پښتو ژبه به له خط او كتابته نوره هم همداسي ليري وساتي.
دلته بايد يادونه وكړم چې د ايراني فارسي ژبو ليكوالو، شاعرانو او پوهانو د فارسې اثار ما هم په ډېره مينه لوستى او له كوچنيوالى يې زما په زده كړو كې اغيزمن رول لوبولي دي خو دا به د انصاف نه ليري وي چې په څنګ كې يې پښتو ويونكي كوچنيان او ځوانان د حميد ماشوخيل، خوشحال خان خټك او رحمان بابا له كلاسيكو ديوانونو ناخبر او د پښتنو ليكوالو پټي خزانې همداسې پټي پاتې وي.
د هېواد د رسمي ژبو سره د دولتې او حكومتي چارواكو چلند او مسووليت:
زموږ د هېواد ملي حكومتونه د دې دنده لري چې د هېواد له پلازمينې كابله تر ليري پرتو سيمو د خپل واك د غزولو لپاره د وګړو د حقوقو په وركړه كې انډول او توله وساتي. د هېواد شتمنې د يوه سر تا سري ملي پروګرام له مخې د افغانستان د ټولو وګړو په اقتصادي، ټولنيزه او كلتوري وده كې ولګوي. نوموړي كار د افغانانو تر منځ ګډ تاريخي او كولتوري پيوندونه لا ټينګوي او ټول افغانان په يوه يو موټي ملت كې را نغاړي.
خو لكه څرنګه چې كتل كېږي د يوې ناڅرګندي او مرموزي سياسي كړنلارې له امله په تيرو وختونو په ځانګړي توګه په وروستيو بې ثباتو د اړو دوړ په كلونو كې له ژبو سره په كولتوري برخو كې چارواكو د مور او ميري سلوك كړي او د ټولو قومونو د كولتوري ارزښتونو ځانګړتياوي او لومړيتوبونه ئىد هغو د حقوقو له مخې نه دي ارزيابې شوي.
دلته د افغانستان په پلازمينه سياسي او كولتوري مركز اود افغانستان به ځينو نورو برخو كې د زده كړو په اډانه كې يو څه را سپړم البته په نورو كولتوري، سياسي او اقتصادي برخو كې د پښتو او دري ژبو د رسمياتو ارزونه تاسې ته پريږدم.
په پوهنتونونو او نورو لوړو تحصيلي موسسو كې:
لوړې تحصيلي موسسې د يوه ملك متخصص او مسلكي پر سونل روزي. همدغه مسلكي كادرونو ته په ملي او رسمي ژبو زده كړي وركول او روزل يې د هغوۍ راتلونكي، علمي، ټولنيز، سياسي او كولتوري دريځونه، ملي او هېوادنې سلوك ټاكي.
د دود له مخې د افغانستان په سيمه ايزو پوهنتونونو كې پښتو يا دري ژبې كارول كېږي.
او د نوموړو سيمو د اكثريت ژبه په كې رول لري.
لكه په بلخ، ننګرهار، هرات، كندهار، باميانو او نورو پوهنتونونو او لوړو تحصيلى مركزونو كې. خو د كابل په ښار كې چې د هېواد پلازمينه ده او د څومره والى او څرنګوالي له مخې يې تحصيلى مركزونه او د استاذانو او د محصلانو شمير ئې چې د ټول هېواد د بيلابيلو قومي جوړښتونو پورې تړلي دي د ولايتونو او سيمه ايزو پوهنتونونو سره د پرتله كولو وړ نه دي، يوازې په دري ژبه د تدريس چاري تر سره كېږي، چې هرومرو د پوهې او سياست په ډګر كې د پښتو ژبې په شاته ټيل وهنه كې بې اغيزي نه دي.
د ساري په توګه په (1370هـ ل) كې د يوې شميرنې له مخې په كابل پوهنتون كې (11370)، د پوليتخنيك په انستيتوت كې( 2722)، او د كابل دولتې انستيتوت كې (2538) تنه محصلان په زده كړو بوخت وو، چې ټول شمير يي (16630) تنو ته رسيده.
د دې تر څنګ (1154) تنو په بلخ پوهنتون،(449) تنو په هرات پوهنتون او (2388) تنو د ښوونكو د روزنو موسسو ( كابل سيدجمال الدين) پروان، تخار، سمنګانو، بدخشان، جوزجان او بغلان) كې زده كړي كولي چې ټول شميرئي (20621) تنو محصلينو ته رسيده او بې له شكه ټولو په دري فارسي ژبه زده كړې كولې.
خو په همدغه كال يوازې د ننګرهار پوهنتون كې(1789) او د ننګرهار په طب پوهنځي كې (552) تنو چې ټول شميرئي (2341) تنو ته رسيده په پښتو ژبه زده كړې كړي دي.
په دې توګه ويلائ شو چې په همدغه كال په ټوليزه توګه (20621) تنو په دري او (2341) تنو په پښتو رسمي ژبه لوړي زده كړي كړيدي.
په بله مانا په سلوكې نژدي (90) نوى تنو په دري رسمي ژبه او پاته لسو (10) په پښتو رسمي ژبه لوړي زده كړي پر مخ بيولي دي.
په نوموړو شميرنو كې په كابل او ولاياتو كې حربي او پوليسي ښوونيز او روزنيز مركزونه او د پيداګوژۍ انستيتوتونه او له هېواده بهر د مهاجرينو د لوړو زده كړو مركزونه نه دي شامل.
كه چارواكو په رښتيا هم په قانون كې د ژبو د رسمياتو مسووليت په پام كې نيولي او يا هم د قانون د پلي كېدو د ساتنې او څارنې اداري موجودي وي نو د دوو رسمي ژبه سره د دا ډول بې انډوله چلند مخه به نيول شوي وي.
په لومړنيو او منځنيو زده كړو كې:
كه په كابل د افغانستان په همدغه پلازمينه كې ښوونځيو ته ځير شو چې بيا هم د هېواد ګڼ شمير ښوونځي له نسبتاً ښوو دانيو او درسي وسايلو سره په كې فعاليت كوي او ډېر زيات زده كوونكي په كې په زده كړو بوخت دي او د پښتنو شاګردانو شمير به په كې هرو مرو نژدي نمايي او يا له نمايي يو څه كم وي يو داسې ښوونځي چې پښتو ژبو كوچنيانو ته د هغوي په مورنۍ رسمي ژبه زده كړي برابري كړي نشته.
په نړۍ كې به د داسې هېواد بيلګه څوك ونه مومي چې كوچنيان دې يې د هېواد په پلازمينه كې په خپله رسمي مورنۍ ژبه له زده كړو بې برخې وي.
په داسې حال كې چې نوموړي ستونزه چې د ګڼ شمير زده كوونكو ستونزه ده او په پښتو ژبه داسې مواد او پښتو ژبې پوره استادان وجود لري په ډېره اسانۍ حل كيدلائ شي.
كه له پلازمينې تير شو د هېواد په ولايتونو كې هم د تيرو جګړو په مهال په تيره بيا د روسانو د يرغل په موده كې د افغانستان ختيځي او جنوبي برخې چې د پاكستان سره نژدي پرتي وي د محاربوي عملياتو په سنګرونو او مورچلونو واوښتي او د نوموړو سيمو ځوانانو د قلم پر ځاى توري او ټوپك ته ارزښت وركړ او يا مجبور شول چې په جګړه كې قلمونه وغورځوي. كه څه هم د جګړي په همدغو كلونو كې د هېواد په ډېرو سيمو كې كلي او بانډي دجنګ په لمبو كى وسوى او په ډيرو سيمو كى ښوونځيو ته په لوى لاس او رواچول شو او يا هم د بمباريو له امله ونړيدل خو بيا هم په ځنو سيمو كې له زده كړو سره د چارواكو بې توپيره چلند او د دولت نه پاملرنې بيا هم يوې نامتوازنې تعليمي كړنلاري ته لار پرانيستي ده چې بيلګه يې دلته د افغانستان شمال ختيځ ولايت بدخشان او جنوبي ولايت كندهار كې مطالعه كوو او د (1370) ل كال د احصايي پر بنسټ يې ارزوو:
بدخشان كندهار
مساحت يا غټوالى 47676 كيلومتره مربع مساحت يا غټوالى 47676
د وګړو شمير 604700 د وګړو شمير 713800
د هلكانو ښوونځي 74 د هلكانو ښوونځي 30
د نجونو ښوونځي 19 د نجونو ښوونځي 9
نارينه زده كوونكي 19242 نارينه زده كوونكي 7079
ښځينه زده كوونكي 7079 ښځينه زده كوونكي 1316
ټول ښوونځي 93 ټول ښوونځي 39
ټول زده كوونكي 26321 ټول زده كوونكي 8395
كه پورتنيو شميرنو ته وګورو نو كتل كېږي چې په بدخشان كې د وګړو شمير د كندهار په پرتله لږ خو د ښوونځيو شمير په كې له دوه برابرو هم زيات دي.
او له كندهاره درې ځلې زيات په كې زده كوونكي په زده كړو بوخت دي.
په حقيقت كې زموږ د هيواد د هرې برخې پرمختيا د افغانانو لپاره د خوښۍ خبره ده او د هېواد هر بچي ته د زده كړي وركول او روزل يې په پاى كې د ټول هېواد د نيكمرغۍ او سرلوړۍ سبب كېږي.
خو لكه چې په پيل كې مى يادونه وكړه دولتي، اقتصادي، كلتوري، تعليمي او ټولنيزي كړنلارې بايد په متوازن ډول د وګړو د شمير او د كلتوري عمومي ودي او رغاونې په معيار ولاړي وي.
كه څه هم كندهار د تيرو سلطنتى كورنيو اصلي ټاټوبي دي خو پورتنې ارقام څرګندوي چې د شاهي كورنۍ واكمنانو سيمه ايزه سياسي كړنلاره نه بلكه يوه سرتا سري ملي كړنلاره لرله او په ځينو حالاتو كې يې درې فارسي ژبه ښه پاللي ده او په دربار كې يې د فارسي ژبي سلاكارانو، ليكوالو، شاعرانو او هنرمندانو په نازولو سره خپله پښتو ژبه هم پريښي او هيره كړيده.
كه تيرو شاهي رژيمونو له ژبو سره بې توپيره چلند كاوه خو په مقابل كې يې بيا د شوروي پلوه واكمنۍ په موده او له هغه راوروسته د مجاهدينو په واكمنيو كې نوموړي مسالى د بهرنيانو په لمسون په لوى لاس د سخت افراط او تفريط، لوړو او ځوړو په لور واټنونه ووهل او د نوموړو دوو خويندو ژبو تر منځ بيلوونكي، پاروونكي، لمسوونكي او توپيروونكي چلند وشو.
لنډيز او وړانديز:
1- پښتو او دري ژبې د هېواد د نورو لسګونو كوچنيو ژبو سره د افغانستان په جغرافيايي موقعيت كې د ميشتو افغانانو مورنۍ ژبې دي او ټولې په خپله كچه او سويه د قانون مطابق د ودې، پراختيا ساتنې او پالنې حق لري.
2- كومې شميرې چې په دې وروستيو كې بهرنيو سرچينو په افغانستان كې د ژبې او توكم پر بنسټ وركړي، اټكلي، ناسمي او د سياسي موخو لرونكي دي او په هيڅ ډول بايد د هېواد د راتلونكي سياسي او پوځي جوړښت لپاره معيار ونه ګڼل شي.
3- پښتو او دري ژبې بې له توپيره د هېواد په كچه رسمي ژبې دي او په ټول هېواد او ځانګړي توګه په پلازمينه كې بايد په ټولو چارو كې د پوهاوي او استعمال وړ وي.
4- څرنګه چې په هېواد كې نوى سياسي حالات رامنځ ته شوي، په دې وروستيو كې په نوى اساسي قانون كې ځنې نورې وړې ژبې هم په سيمه ايزه كچه رسمي شوي او د ټولو ژبو ويونكي په افغانستان كې په دموكراتيكه توګه او د ورورۍ او حساب پر بنسټ ژوند كول غواړي نو دا د پښتنو طبيعي حق دي چې د پښتنو ژبې په رسمي سرتا سري كولو او پرمختګ كې د ټولو افغانانو او دولتي چارواكو ملاتړ له ځان سره ولري.
5- دولت بايد د قانون پر بنسټ د پښتو ژبې د ودې لارې چاري وسنجوي.
6- او په پاى كې بايد يادونه وكړم چې د افغانستان په پلازمينه كابل كې كه رښتيا هم پښتو ژبه له قانوني، رسمي مشروعيت څخه برخمنه وي نو ښوونې او روزنې او ټولو كلتوري او ټولنيزو موسسو او ادارو ته بايد عملي لار ومومي او وده وركړل شي .
اخذ ليكونه
1- اختصاري از جغرافيايي عمومي افغانستان - پوهاند محب الله رحمتي, - 1999
2- Wak foundndatin forAfghanistan, Peshwar, Pakistan ,1999.
3- CIA World factbook 2004
4- Vogesang, Willem, Afghanistan : mensen, Politiek, economie, cultuur, Amsterdam.2002