مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-03-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مخدره توکي افغانستان او نړۍ ته سترګواښ دی

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

ليکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

سريزه :
د نړی هيڅ هيواد د مخدره توکو له کړکيچ څخه خلاص نه دی. خبره هلته کړکيچنه کيږي، چې يو دولت په خپله د مخدره توکو سوداګري کوي يا که غواړي او که نه غواړي، په دغو غيرقانونې توکو کې مرسته کوي. مخدره توکې د انسان له موجوديت څخه زموږ د کلتور يوه برخه ده. د مخدره توکو د استعمال په اړه د انتيکو له زمانې څخه ليکلې اسناد شته، چې د روغتيا، خوب، دردونو درملني او نشې لپاره کاريده. هر کلتور خپل مخدره توکو ته وده ورکړي ده. د مخدره توکو ارزښت له يو کلتور نه په بل کلتور کې توپير لري. لکه الکول يا شراب په لويديزه نړي کې قانونې مخدره توکې دي، خوپه اسلامې هيوادو کې حرام دي. چرس په اسلامې هيوادو کې تر يوې اندازي پوري منلې شوي دي. په لويديزه نړی کې بيا منع دي. اپين چې کابو پنځه زره کاله پخوا استعماليده، نه يواځې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړي کې جګړي پري شوي دي. اوس نړی د مخدره توکو په ولکه کې ده. د هروئينو سيل له اسيا څخه، کوکائين له سويلې امريکې څخه، چرس له شمالې افريقا څخه، مصنوعې يا شيميايې مخدره توکې له اروپايې هيوادوڅخه د نړی مارکيټونو ته توليد کيږي. په خواښينيو سره يي چا تر اوسه مخه نه ده ډب کړي. 

د ملګروملتو يا( م م ) يو مامور په کابل کې وويل.. په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تير کال په پرتله 59 په سلوکې ډېر شوی دی. دغه کوکنار په  165000 هکتاره ځمکه کې کرل شوي دي. له دی شميره څخه 6100 ټنه اومه اپين تر لاسه کېږي. دغه اندازه اپين د ټولې نړی د اپينو 92 په سلوکې جوړ وي. دغه الرام ورکونکې شميره ډيره لوړه ده.

د امريکې د بهرنېو چارو وزات په خپل کلنې رپوټ کې د نړيوالو مخدره توکو پرکنټرول ليکې چې ٢٠٠٦ کال په افغانستان کې د تارياکو کښت خپلې جګې کچې ته رسيدلې دي. په همدي رپوټ کې زياتوي، چې د کوکنارو د کرلو له ډيريدو سره د افغان دولت مخاليفنو او د طالبانو سره جګړه نوره ګرانه شوې ده. د نشه يې توکې توليد د ترهګرو او جنګسالارانو له مهمو سرچينو څخه ګڼل کيږي او د افغانستان په نا امنې کې خورا مهم رول لوبوي. دغه رپوټ چې په ١٠٤٥ پاڼو کې ليکل شوی دی، د مخدره توکو پروړاندي مبارزه کې د نړی ١٢٠ هيوادو حالات په کې څيړل شوي دي. چې افغانستان د نړی ٩٠ ٪ هروئين توليدوي. 

۰ ۰ د تارياکو  تاريخ
تارياک په سويل او لويديزه اسيا کې له سلګونو کلونو راهيسې کرل کيږي. د کوکنار کرل له ترکيې نه د تايلند تر شماله پوري  په٧٠٠٠ کيلومتره اوږده سيمه کې کرل کيږي. له کوکنارو څخه اومه اپين ترلاسه کيږي. له اپينو څخه مورفين، له مورفين څخه هروئين جوړيږي. مورفين او هروئين د لويديزي  نوي نړی معصول دي. په ١٨٠٥ کال کې د لومړي ځل لپاره د اومه اپينو څخه مورفين کشف شول. په ١٨٧٤ کال کې انګريزي کيمياپو مارفين د سرکي اسېدو سره يو ځاي کړل، هروئين ترلاسه شول. د فارمسي په صنعت کې مارفين هم استعمال شول. د هروئينو روږدي کيدو په وجه په ١٩٢٥ کال د ژينوا کنوانسيون شديد کنټرول د هروئينو پر توليد او سوداګري ولګاوه.
 په ٢٠٠٢ کال کي د UNDCP يوه شميره ښيې، کابو ١٨٥ ميليونه انسانان غير قانونې مخدره توکي استعمالوي. د قانونې  مخدره توکو لکه سګريټ، تنباکو او الکول د غير قانونې مخدره توکو څخه انسانانو ته لږ ګواښناکه نه دي. قانونې مخدره توکو اغيزه ورو ورو او ارزانه توکې دي. د درندو مخدره توکو په پر تله په ټولنه کې منلي شوي سپک مخدره توکې لکه چاې، کافې، سګريت، الکول يا شراب د ډيرو ناروغيو او وژنې سبب ګرځې. اپين، مارفين، هروئين د درندو مخدره توکو څخه دي او چرس، بنګ او ماريوانه د سپکو مخدره توکو څخه ګڼل کيږي.
 د نړی تر ټولو لوی اپين توليدونکې هيوادونه د سروزرو مثلث د برما، لاوس، تايلند او چين هيوادو سرحدي سيمي دي. دلته د تارياکو کښت، توليد له ډيرو وختو شتون لري او هروئين نړيوال مارکيټ ته له همدغو سيمو څخه لاس ته راتلل. د افغانستان د تارياکود کرلو او توليد له امله اوس مهال دلته د نړیوالو لږ پام کيږي. د سروزرو مياشت د افغانستان، پاکستان او ايران هيوادونه دي. په افغانستان کې د اپينو غيرقانونې کر، توليد او قاچاق په دغه کچه يوه نوي پديده ده. په افغانستان کې د کوکنارو کښت له بهرنيانو سره د خپلواکې او کورنې جګړو پر مهال وده وکړه. په ١٩٧٩ کال کې د پخوانې شوروي اتحاد له پوځې يرغل څخه راپديخوا مخدره توکې او جګړي په افغانستان کې سره نه بيلودونکې دي. د امريکايانو د ب ٥٢ جنګې الوتکو تر سيوري ﻻندي د شمالې ټلوالې واک ته رسيدو سره د کوکنارو کښت يو ځل بيا په چتکتيا سره وده وکړه. د حکومت له بدليدو سره سم د مخدره توکو قاچاقوړنکې ازاد شول او امريکې د مخدره توکو کنټرول په کابل کې يوي ډلې ته په لاس کې ورکړ. اوسنې منتخب حکومت نه وسايل لري او نه ريښتينې ليوالتيا لري چې د مخدره توکو توليد، قاچاق او سوداګري پر وړاندي لاري چاري ولټوي. له بلې خوا د حکومت غړي په خپله له دغې سوداګري څخه ګټه پورته کوي. له همدي امله افغانستان دوه کاله وروسته د طالبانو له نسکوريدو څخه ، په نړي کې  تر ټولو لوی مخدره توکوهيواد يا د تارياکو دولت وګرځيدو.

۱. مغولي امپراتوري
د مغولو په امپراتوري کې د تارياکو کر له ١٦٠٠ تر ١٧٠٠ کالونو کې په مرکزې او ختېز هندي سيمو کې کرل کيده، چې د ياد ولو وړهم نه دي. د ١٧٥٠ نه تر١٩٥٠ کالونو کې انګريزانو خلک د اپينو کر او توليد ته وهڅول، دوې غوښتل اپين چين ته قاچاق او صادر کړي. په همدي ترڅ کې اپين په هند کې په يو اړخيزه کولتور وګرځېده، د خوراکې توکو او ميوي کر ته چا پام نه کاوه او په ورکيدو شول. انګريزانو غوښتل د چينايې وريښمين، چاي او نورو ګرانو توکو په بدل کې پيسي نه بلکې اپين  ور کړي. په ١٧٢٧ کال کې ١٣ ټنه، په ١٧٦٧ کال کې پنځه ځله نورډير شول، په ١٨٢٠ کال کې ٦٧٠ ټنه، په ١٨٣٨ کال کې ٢٦٨٠ ټنه اپين چين ته قاچاق کړل. دغه شميره هغه مهال د نړی د اقتصاد يوه ستره برخه وه. کله چې چينايې مامورينو ٩٥٠ ټنه اپين له منځه يوړل، انګريزانو د اپينولومړنې جګړه پيل ګړه. د جګړي په پای کې هانګ کانګ او پنځه نور چينايې بندرونه د انګريزانو لخوا ونيول شول. د اپينو صادرات له هند څخه په بيړيو کې چين ته په ١٨٨٠ کال ٧٠٠٠ ټنو ته ورسيدل او له همدي سره د اپينو قاچاق خپلي لوړي کچې ته ورسيدل. په چين کې کابو شلو ميليونه ډير چينايان په اپينو روږدي و. دغو چټلو، قاچاقې اوغير قانوني پيسو دهندي ختيزي کمپني په مرسته د انګلستان نړيواله امپراتوري نوره هم ټينګه او په پښو ودروله.

۲. هندوستان 
نن هند يواځنې اسيايې هيواد دی، چې اپين په قانونې او دوديزه توګه په کې کرل کيږي. دهند په دوو سيمو١. Madyapradesh ، ٢ . Mandsaur  او  Chittor کې اټکل پر 2300  هکتاره ځمکه باندي هر کال کوکنار کرل کيږي، چې توليد يې  ١٠٠٠ ټنو ته رسېږې. کروندګر اپين په خپله پر حکومت پلوري. دغه لار د کنټرول يواځنې اسانه لار ده. ( 1)

۳ . چين
په ١٩٩٠ کال کې د م م له خوا د مخدره توکو پر وړاندي نړيوال پروګرام UNDCP بنسټ کيښودل شو. يو کال وروسته يې پر خپلي دندې کار پيل کړ. دغه پروګرام  د نړيوالو مخدره توکو پر کنټرول کار کوي. د مخدره توکو کر، استعمال او سوداګرې څاري. د نړيوالو مخدره توکو تړونونه کنټرول او سمبالوي.
م م هر کال د جون شپږويشتمه په ټوله نړی کې د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزي ورځ اعلان کړي ده.
 چين  تېر کال په همدي ورځ د مخدره توکو پر وړاندي د خپل جدي او سختي مبارزي ښودلو سره ٢٩ کسه اعدام کړل.  د  پنځوسو ګرامو هروئينو په نيولو سره د اعدام جزا په چين کې صادره کيږي. په لږو توکو نيولو سره د عمري قيد جزا ټاکل کيږې. له همدوغو شديدو قوانينو سره چين په نړی کې د مخدره توکو توليد يو ځواکمن هيواد ګڼل کيږي. د بيلګي په توګه په چين کې Amphetamin، Ecstasy توليديږې، چې د ډيرو ګواښناکو مخدره توکو څخه دي.    
۴ . پاکستان 
په ١٩٤٧ کال دهند او پاکستان له ويشلو وروسته، پاکستان  له هند څخه خپل د اړتيا وړ اپين وارد ول. په پاکستان کې اټکل سل زره کيسه په اپينو روږدې وو. پاکستان په قانونې توګه دغه نشه يې توکې ورته ور ورسول. له ١٩٥٠ کلونو راپه دي خوا د سرحد يا پښتونخوا ايالت په ځينو سيمو کې چې د دولت ترکنټرول لاندي وي، اپين په ټاکلې اندازه توليد يدل. له همدي سره په قبائيلې يا د ډيورنډ کرښې څيرمو سيمو ته په غيرقانونې توګه د اپينو کر پيل شو.  په ١٩٧٩ کال په خيبر، مومند، باجوړ، او دير يا Federally Administered Treibal Areas کې د اپينو کښت او توليد ٨٠٠ متري ټنه کچه ته لوړ شو.
 دغه هيواد په همدي کلونو کې اټکل ١،٥ ميليونه د هروئينو روږدي او ١٧٠٠٠٠ د اپينو روږدي لرلو. ( ٢ )
 پاکستان هر کال  ٨٠ ټنه خالص هروئين او ٢٠٠ ټنه اپين ته اړ و. پاکستان خپله هر کال  ٣٠ ټنه هروئين توليد لرلو. پاتې يې مجبور وه چې له بهر نه وارد کړي. اروپايې مارکيتونو ته په پر تله د دغې شميري پنځمه برخه کافې وه. د اپينو يوه لويه برخه د افغانستان په شمال ختيز کې توليدېزي، بيا په قبائيلې سيمو کې په هروئينو اړ ول کيږي. له پاکستان څخه بيا بهر ته صادر يږي. اوس پاکستان څلور ميليونه د مخدره او نشه يې توکو وږدي لري. 

تر ١٩٧٩ کال پوري پاکستان د اپينو لوی توليدوونکې هيواد و. دغه رول اوس د افغانستان او قبايلې سيمو يا پښتونستان  په لاس کې دي. پاکستان د مخدره توکو په حالاتو کې له افغانستان څخه دري واري نور ډير اهميت لري. ځکه پاکستان د افغانستان اپينو لپاره په خپله يو لوی مارکيت دي. له ١٩٧٩ کلونو نه را پديخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځه سيمو کې د سي آی اي او اي اس اي له خوا د هروئينو ﻻبراتوارونه جوړکړل شول. د هروئينو سوداګري د سي آی اي  چارواکو له خوا کنټرول کيدل. د افغانستان په خاوره کې مجاهدين او کروند ګر هڅول کيدل، چې د اپينو ماليه د انقلاب بري لپاره وکار وي. د پاکستان اوافغانستان ترمنځه په قبايلې سيمو کې د اې اس اې تر کنټرل او څارنې ﻻندي په سلګونو هروئينو کارخانې چليږي. په دغه ازاده سوداګري لړئ کې د متحده ايالاتو د مخدره توکو سيمه ييزه ايجنسي     US.Drug Inforcement Agency  په  اسلام اباد کې هيڅ نوع ګوتنيونه ونه کړه،چې دغه مخدره توکې ظبط شې، څوک ونيول شي يا د پاکستان پرحکومت نيوکه وکړي چې په دی ﻻره کې پاتې راغلې دي.
 په ١٩٩٥ کال کې د افغانستان عملياتو د سې آی اي مشر ښاغلې Charles Gogan   ومنله چې سي آی اي د مخدره توکو جګړه د ساړه جنګ قربانې کړه. دی وايي. موږ مجبوره وو، چې شوروي اتحاد ته چې څومره وي خساره ورواړوو. زموږ سره دا شونې نه وه، چې د مخدره توکو پر وړاندي هم جګړه وکړو. موږ خپله موخه ترلاسه کړه. شوروي په افغانستان کې مات شو.
 د هند حکومت د څيړنو له مخه د پاکستان د هروئينو سوداګري په ١٩٩٠ کال کې يوولس ميليارده ډالرو ته وخته، چې د حکومت له کالنې بوديجې څخه ډيره وه. بېله دی تور او ترياکو اقتصاد څخه به پاکستان په لسو کالونو کې له منځه تللې واي. د سړې جګړي نه ورسته په پاکستان کې نه د هيروئينو سوداګري او نه د ترهګرو کمپونه وتړل شول. ورسره سيمه  او د منځنې اسيا جمهوريتونه بې ثباته شول او پاکستان به په نوي څوکالونو کې هم دغو پيسو ته  دديرشو ميلياردو ډالرو څخه ډيري وسلې واخيستې. ( ٣ )                                                                                                             

۵. ايران
تر ١٩٧٩ کاله ايران هم د اپينو اوهروئينو د صادرولو يوهيواد و. ورسره په ملی کچه يو له هغو هيوادو څخه و، چې ډير اپين په کې استعماليدل. له همدې کاله وروسته اسلامې حکومت د مخدره او نشه يې توکو پروړاندي کلک ګامونه پورته کړل.
 په  ١٩٨٨ کال کې د مخدره توکو ضد قانون نافذ شو. له قانون څخه په لږ تخطې سره د پيسو جريمې، په دورو وهل، زندان قيد اوجزا ګاني ټاکل شوې وي.
 په دې وروستيو کلونو کې ايرانې حکومت خپل کنټرول د پاکستان او افغانستان پر پولو نورهم تينګ کړې دې، چې د قاچاق وړنکو مخه دب کړي. ايران په نړی کې تر ټولو ډير اپين او مخدره توکې نيولې او ظبط کړي دي.              ايران له همدي ټينګ کنټرول سره د اپينو ترانزيت خورا مهم هيواد دي، چې له افغانستان او پاکستان څخه اروپا ته اپين اوهروئين قاچاق کېږي.
اپين د افغانستان، پاکستان او ايران پرسرحدې سيموکې مارفينو ته اړول کيږي، بيا په همدي ډول منځنې ختيځ او ترکيې ته وړل يا قاچاق کېږي او په اروپايې مارکيټونو کې پلورل کيږي.
 ايران اټکل ٢٠٠٠٠٠ هروئينو روږدې او ٤٠٠٠٠٠ د اپينو روږدې لري. ايران په خپله د اپينو يو لوی مارکيټ دی.
 په ١٩٩٤ کال کې م م، ايران او پاکستان دهمکاري يو تړوڼ لاسليک کړ، چې په خپلو پولو کې د مخدره او نشه يې توکو قاچاق مخنيوی وکړي . ( ٤ )
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت په رپوټ کې چې د م م د څيړنو پر بنسټ جوړ شوي دي. ويل کيږي، ٨،٢ ٪ ايرانيان د ١٥ نه تر ٦٤ کلن عمر مخدره توکې استعمالوې او ورسره زياتوي چې په ټولنيزه توګه د مخدره توکو استعمالونکې په ايران کې د امريکې په پرتله پنځه ځله ډير او د نړۍ له نورو هيوادو څخه په جګه کچه استعماليږې. په رپوټ کې دغه راز زياتوې چې د ايران امنيتي ځواکونه د نيول شويو مخدره توکو ډيرښه پوهولې دي چې د مخدره توکو قاچاق وړونکې پوهيږي چې په ايران کې د استعمال کچه مخ په وده ده اوله دغې مارکيټ څخه ناوړه ګته پورته کوي. د امريکې د بهرنيو چارو وزارت تائيد وي، چې ٦٠ ٪ مخدره توکې له افغانستان څخه ايران ته وروړل کيږي او ډير يې په هماغه هيواد کې مصرف کيږي، پاتي بيا روسيې ته او اروپا ته قاچاق کيږي.
  د همدي رپوټ په بل ځاې کې ليکې. په ايران کې ٩٣ ٪ د مخدره توکو روږدې نارينه او د ٦ تر ٣٣ کلونو عمر لري. د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د ايران مخدره توکو قاچاق پروړاندي هڅې او مبارزه ستايې او ورسره زياتوي چې دغه هيواد د نړيوالې همکاري تړوڼ ځينې برخې نه دي منلې. په ايران کې په تيرو لسو کلونوکې د ١٠٠٠٠ څخه ډير د مخدره توکو قاچاق وړونکي په اعدام محکوم شوي دي. له دی سره هروئين د تهران ښار په واټونوکې د يو قوطيې يا دوبي سګرتو څخه ارزانه تر لاسه کيږي. 

۶ د پخوانې شوروي اتحاد جمهوريتونونه
دغه هيوادونه نوي موقتې او ضعيف امنيتي اورګانونه لري. د مخدره توکو د توليد او قاچاق له امله د دوی کړکيچونه نور هم ډير شوې دې. لکه بډي اخيستل، د مخدره توکو مافيايې تنظيم شوې بانډونه، ضعيف عامه موسسات، اجرائيه او قضائيه ځواکونه له منځه وړل، له مخدره توکو سره نور ګړندي شوي دي. د حکومت ولسې اعتبار يې راټيټ کړی دی. د اسيا مرکزي جمهوريتونه په خپله يوه کمه اندازه اپين توليده وي. د بنګو بوټې بيا په دوديزه توګه خورا ډير کښت کيږي. په دي ورستيو کلونو کې دغه هيوادونه له افغانستان څخه ورتلونکې مخدره توکو ډير ضعيف کړي دي. د تارياکو قاچاق په افغانستان کې د مرکزي اسيا سياسي او اقتصادي ودي، ثبات او ټولې سيمې ته يو لوي ګواښ رامنځته کړي دې. که څه هم د مرکزې اسيا ترانزيتې لاري د ايران په پرتله خورا کم ارزښت لري.

  ۷   افغانستان   
په افغانستان کې له ډير مودي څخه د کوکنارو کښت دود دي. پر ته له دي چې د اپينو د صادراتو يو هيواد وي.
 په ١٩٤٤ کال کې افغان شاهې دولت د غير قانونې اپينو کر، توليد، قاچاق او استعمال  پر وړاندي يو شمير قوانين نافذ کړل. له ١٩٧١ کاله تر ١٩٧٢ کاله  يوه څيړنه ښيې، د غير قانونې اپينو کښت په ننګرهار، بدخشان، بلخ، هلمند او کونړ کې ثابته کړه چې د اپينود توليد شميره د ښودلو نه وه. وروسته په بله څيړنه کې دغه شميره  په هر کال کې٢٠٠ ټنه اپين وښودل شوه. خو د دغو څيړنو او شميرو په اړه کوم ثبوت نه وښودل شوی. (٥)   ١٩٧٩ کال افغانستان او سيمې ته د مخدره توکو د حالاتو لپاره يو ډير ټاکونکې کال وه.
په ايران کې شاه نسکور شو، اسلامې جمهوريت رامنځته شو. اسلامې رژيم د مخدره او نشه يې توکو تولېد، سوداګرې، قاچاق او استعمال پروړاندي ډير شديد ګامونه واخستل. په ايران کې ميشت د مخدره توکو قاچاق وړونکې ترکيې او پاکستان ته وتښتيدل.
  په افغانستان کې پخوانې شوروي اتحاد پوځې يرغل وکړ، چې له همدې امله  کليوالې سيمي د دولت او قانون له کنټروله ووتلي. د دوديزه سوداګرې او ترانسپورټ سيستم په ټپه ودريده. په افغانستان کې د جګړې له امله خوارځواکې خپل ټغر په ولسې خلکو کې وغوړولو. د مخدره توکو د کښت، توليد اوسوداګرې بنسټ کښودل شو.

په پاکستان کې د اپينو کر قانونې تولېد او پرنورو الکولې نشه يې توکو باندي بنديز ولګيدو.
 په ترکيه کې لا له دي نه مخکې د مخدره توکو پرغيرقانونې توليد باندي سخت بنديز لګيدلې و.

پايله کې  په افغانستان کې د مخدره توکو کښت او توليد کچه جکه شوه. ورسره په قبائيلې سيموکې ورو ورو د اپينو او هرئينو توليد وسعت وموند. په خپله پاکستان کې د هرئينو استعمال په ډيريدو شو.
  اوس مهال پاکستان د نړې يو ستر هيواد دی، چې هروئين په کې استعماليږې. د مخدره توکو کړکېچ کال په کال له کنټروله په وتو دي.

په افغانستان کې د مخدره توکو روږدو رسمي  شميره نشته، د م م UNODC او د مخدره توکو پروړاندي وزارت په يوه څيړنه کې ښودل کيږي چې ٩٢٠٠٠٠ کسه په مخدره توکو روږدي دي. د ټول هيواد وګړيزو شميرې ته په کتو سره ٣،٨ ٪ روږدي شته. له پورتنيو شميرو څخه د افغان ولس حالات جوتيږي. مخدره توکو او نشه يې توکو زموږ ټولنه يرغمل کړي ده. په افغانستان کې د مخدره توکو د روږدي يوي  ټولني بنسټ کيښودل شوي دي. د نشه يې توکو د توليد کچه د پخوا په پرتله نوره هم لوړه شوي ده او اغيزه يې اوس تر ماشومانو غځيدلي ده. ماشومان دراتلونکې لپاره د هرهيواد مټي دي. ځوانان د هرهيواد ژوندئ پانکه ده. حکومتونه مجبور دي چې د خپل هيواد د دغې ژوندئ پانګې رښت ، حقوق او روغتيا وساتي.

۸ . طالبان او کوکنار
په ٢٠٠١ کال کې طالبانو په داسي حال کې د کوکنارو پر کښت کلک بنديز ولګاوه چې کورني او بهرني جګړه ييز او اقتصادي فشارونه پري ډيروو. دوی د کوکنارو پر کښت جزاوټاکله.

 تونې بلير پر افغانستان د انګريزانوله بريد څخه مخکې په هغه وخت کې چې طالبانو د کوکناو کښت او توليد صفر ته رسولې و، وويل. دغه هروئين زموږ په واټونو کې زموږ ماشومان راوژنې له افغانستان څخه راځې. چې شايد لږ رښتيا په کې وي. اوس د امريکې، انګريزانو او ناټو پر کنټرول سيمو کې د دوي د پوځې اډو څخه لس کيلومتره لري چې هلته طالب هيڅ نشته، کوکنار کښت په حيرانوونکې ډول ولاړ دي.

انګريزې ورځپاڼه  Guardian  The ( ٦) ورځپاڼه ليکې. افغان طالبانو په ٢٠٠١ کال کې د مخدره توکو پر کر بند يز لګولي دی او د امريکې پوځې بريد سره به د کوکنارو بنديز لری کړل شي. ډيرو راپورنو دا تائيد کړي، چې کوکنار له پنځه برخې نه يوي برخي ته راټيت شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کر بنديز لګيدو سره م م د مخدره توکو په اړه په خپل سياست کې دا د يو لوي بري او لاسته راوړنې په توګه ياد کړ او ستاينه يې وکړه. طالبانو ته په لومړي سر کې په جګړو اوبيا د دوي حکومت په رسميت نه پيژندلو، د لويديز اقتصادي محاصره، له عربې هيوادو څخه نقدي پيسې بنديدل او شمالې ټلوالې ته مرستي، بل الترنتيف نه و پاتې بېله دی چې د مخدره توکو له کر څخه پيسې تر لاسه کړي. طالبانو له نړيوالو اقتصادي بنديزونو سره سره د کوکنارو پر کر بنديز ولګاه، خو د طالبانو له سقوط سره د ٢٠٠٢ کال په اپريل کې د اپينو يو بل فصل ولاړ و.

Finalcial Timas  ( ٧ ) ورځپاڼي د رپوټ له مخې د امريکې پر حکومت ډيرو اروپايې هيوادو ږغ وکړ، چې په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندي ګډه مبارزه پيل کړی، امريکايانو د دوي ږغ  له پامه وغورځاوه. د اروپايې ديپلوماتانو تصور داسي و، چې د افغانستان هروئين اروپا ته نه ، امريکې ته قاچاق کيږي.
 د اروپايې ټولنې او امريکې ترمنځه د مخدره توکو پر وړاندي مبارزه کې توپير شته. اروپايان غواړي کروندګرخپل کړي. دوي ته داپينو بديل کښت په لاس ورکړي. امريکايان بيا خپل د مخدره توکو له منځه وړلو پروګرام او جګړه نوره پيا وړي کوي.   
د افغانستان ګرافي احصائيه د م م له پلټنو او څيړنو له مخې ترسره شوې ده.  ګراف د ٢٠٠١ کال د اتو زرو هکټارو کوکنارو کر د شمالې ټلوالې تر واک ﻻندي سيمې ور ښيې. کله چې طالبانو د دوي نوري سيمې ﻻندي کړي، د غه شميره نوره هم راټيته شوه.

په افغانستان کې د امريکې او ناټو واک ته رسيدو سره سم مخدره توکې ګراف  په سرعت لکه يو توغندې په وجګيدو شو او دغه الارم لا غلې شوي نه دي.

۹ افغانستان او د نړيوالو هروئينو انحصار
افغانستان د امريکايې او ناټو تر پوځې مشرئ لاندي د هروئينو د نړيوال مارکيټ مشري کوي. افغانستان اټکل ٩٠ ٪ هروئين چې ٤٠٠٠ ټنه کيږي، دهروئينو نړيوال مارکيټ ته صادروي. له دغې شميرې نه  ٩٩ ٪ اروپا ته قاچاق کيږي. په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې تير کال د نورو کلونو په پرتله ډيروالي راغلۍ دی. افغان بزګرانو په ١٧٣٠٠٠ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرلې وو، چې اپين ترې جوړيږي. دا د ٢٠٠٥ کال په پرتله  ٦٠ ٪ ډيروالې دي. دغه شميره د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د مخدره توکو په رپوټ کې هم راغلې ده.
پوښتنه دا ده چې څنګه په يو هيواد کې چې له پينځه کلو راهيسې په کې د لويديزي نړۍ او د ناټو پوځې، اقتصادي اوسياسې ځواک شتون لري؟ په افغانستان کې دوه شپېته هيوادونه د بيارغوني چاري سر ته رسوي، په دغه اندازه زړه بوګنوونکې کچه مخدره توکې يا تارياک وده وکړي ؟ له  افغانستان څخه د تارياکو دولت جوړ شوي، چې د اروپا او نړی هروئين تمويله کړي. دا په دي مانا چې د مخدره توکو کنټرول په عملې توګه له کنټروله وتلې دي. بل لامل به يې دا وي، په اروپا کې د هيروئينو مارکيټ غوښتنه ډيره شوي ده، چې د افغانستان د کوکنارو کښت او ډيروالې ته يي لاره هواره کړي ده. دغه دواړه لاملونه د افغانستان پر سياسې، پوځې، اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو برخو باندي خوارا ناوړه اغيزه ښندلي ده.

۱۰ کوکنار او جنګسالاران
  سره له دې چې په افغانستان کې د نشه یي توکود کر، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره دولت او نړیوالې ټولنې هڅې پیل کړې دي، خو د نشه یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د ادارې د سروې له مخې په روان لمریز کال کې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې چې زیاتره د هیواد په جنوب کې پراته دي ۶۱۰۰ ټنه تریاک تولید شوي چې دا د تیرو کلونو په پرتله د افغانستان د کوکنارو په کر کې په سلو کې شپیته زیاتوالی ښیي. کارپوهان په هیواد کې د نا امنۍ ستر لامل د مخدره موادود کر تولید او قاچاق بولي. د دوی په اند: د دولت مخالفین د هیروئینو او اپینو د ډیرو پیسو د لاسته راوړلو سره د دولت په وړاندې د بریدونو او مبارزې وړتیا پیدا کوي او د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د نا امنیو او ګډوډیو د رامنځته کیدلو لامل ګرځي. په دغه برخه کې د افغان دولت د مخدره توکو کړنلاره او سياست ناکامه شوي دی. هيڅ کومه معقوله عملي نوي ملي استراتيږي د دغې نړيوال کړکېچ لپاره نه لري.

يو المانې سياستپوه (٦) ناټو ته وړانديز کوي، چې ناټو بايد د افغانستان په استراتيږي کې ژور بدلون راولې. چې په دې ډول دغه بې ثباته حالت په افغانستان کې بدلون ومومې. دې اوسني حالات په سويلي او ختېځ افغانستان کې راتلونکي ته په کتني سره په ډيره ګواښناکو حالاتو سره ارزوي. په خواشينې سره وايې چې ناټو تېر کال د نوامبر په نويشتمه د ريګاه ښار په غوڼده کې په افغانستان کې د هيڅ ډول بدلون پرېکړه ونه کړه. دغه سياستپوه وايې. ناټو په تېرو څو مياشتو کې ٤٠٠٠ هوايې برېدونه ترسره کړي دي چې دا په خپله د دغه هيواد حالات څرګندوي. عامو ملکي وګړوته د بيا رغونې د کارونو څرک نه لګېږي او مرستي اړو خلکو ته نه ورسېږي. بهرنيو سرتېرو خپل اعتباراو سمپاټې په سويلي وګړو کې له لاسه ورکړي ده.
ناټو بايد خپل دريځ افغان ولس ته جوت او ثابت کړي چې يرغلګر ځواک نه دي، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره يو مرسته کوونکې او همکار ځواک دي.
 د المان د هامبورګ ښار موتبره مجله شترن  Stern ٣٨ ګنه، ٢٠٠٦ کال کې ليکي. د افغانستان د کورنيوچارو وزارت مرستيال جنرال داود چې د مخدره توکو او جرايمو پر وړاندي دمبارزې څانګه پرمخ بيايې. دی په خپله د مخدره توکو په سوداګري او قاچاقو کې لاس لري. المانې چارواکې د داود په ډبل رول ښه پوهيږي. دغه مجله ليکي. دوی ته نږدي عينې شاهدانو پخلی کړي دي، چې د جنرال داود له خوا کشف شوي او نيول شوي هروئين دي ظبط شي، دهغه نه وروسته هروئين د جنرال داود په امر په سيستماتيک ډول بيا خرڅيږي. داسې اسناد هم شته، چې د داود له خوا د شمالي ټلوالې يو قوماندان ته په ليکلې ډول امرشوي دي چې نيول شوي مخدره توکې يا تارياک په خپلو کې سره وويشي.

همدغه شترن مجله د المان د دفاع وزير ښاغلې يونګ سره مرکه کې دغه موضوع څيړي. وزير وايې.د المان امنيتي چارواکي د کورنيو چارو وزارت مرستيال د مخدره توکو په ښکېلتوب پوهيږي. پلان داسې وه، چې جنرال داود ترڅنګ يو المانې مشاور کښيني. د المان سياسي ملحوظاتو له امله دغه موضوع رد شوه.  مسوول څوک دي؟ امريکه او د ناټو هيوادونه دغه دواړو نيوکګر ځواکونو له افغانستان څخه د تارياکو دولت جوړ کړي دي. امريکايان د شمالي ټلوالې جنګسالارو ته اړتيا لري. جنګسالاران سياسي واک او پوځي واک د مخدره توکو په قاچاق کې لري. د مرکزي حکومت له اوامرو څخه اطاعت نه کوي ورسره خپلې مليشي په سيمه کې تقويه کوي. شمالي ټلوالې ځان پر امريکايانو خرڅ کړ. امريکايان د جنګسالارانو مخدره توکو توليد او قاچاق زغملي دي.   امريکايانو او ناټو په يوه ارزانه ځغلنده جګړه او ارزانه ځغلنده سولې هڅه کي ناکامه شوي دي.

۱۱  د کولمبيا پلان                                                                                                                
کولمبيا  د مخ په ودو هيوادو څخه يو مخ په وده هيواد دی، چې د ګاونډيو هيوادو په پرتله په کې ولسواکئ وده کړې. په ٢٠٠٠ کال کې د کولمبيا پلان د امريکې د کانګرس له خوا  د ١،٣ ميليونو ډالرو مرستو تصويب وشو. چې٨٠ ٪ پوځي مرستي وی. له دغو ډالرو څخه نيمايې مرمې او جګريږي چورلکې واخيستلې شوي، دغه پيسې د امريکې د پوځې وسلو فابريکو ته وبهېدې. امريکايانو ته د کولمبيا پلان  په پنځه کلونو کې له دري ميليارده ډالرو څخه ګران تمام شو. د دغه پلان موخه دا وه چې د مخدره توکو توليد په کولمبيا کې له منځه يوسي. د الوتکو په ذريعه له هوا څخه د کوکا پر بوټو زهر وشيندي. د کولمبيا حکومت په نېغه وويل. چې دوي به زهر يا زهري توکې پر کوکا کروندي ونه شيندې.
دا توکې چې  Fusarium Oxysporum نوميږي د امريکايې متخصيصينو له خوا د امازون ځنګلو لپاره يو ګواښ وګڼل شو. دغه کيمياوي توکي د بوټو ريښې له منځه وړي او تر څلويشتو کلونو لپاره په ځمکه کې پاتي کيږي. چې په ډير چټکتيا سره په ځمکه کې خپريږي.
د م م  يا   UNDCP  مشر پر کوکا او کوکنارو بوټو باندي دزهرو شيندل رد کړل.
 د دغي هوايې زهرشيندنو په بريدونو کې د مخدره توکو کر نور هم ډير شو. د دغي زهرو يا کيمياوي توکو په استعمال سره  د انسانانو پر روغتيا ډيره  ناوړه اغيزه وکړه. په خاصه توګه پر ماشومانو، څارويو، کبانو، نباتاتو، او چاپيريال باندي جوته شوه. د کولمبيا پلان نه يوازي د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره جوړ شوي و. امريکايانو غوښتل چې له يوي خوا ګيڼ اړخه ګوريلا جنګې ډله کنټرول کړي او له بله خوا د امريکې پوځ په سويلې امريکې کې تقويه کړي. د کولمبيا پلان له يوې خوا په هيواد کي جګړې ته د سولي مرسته ونه کړه، له بلې خوا مخدره توکو توليد راټيت هم نه شو. په بهرني سياست کې دغه پلان د امريکې امنيتې ليوالتيا لپاره و. شپاړس کيلو ګرامه کوکائين په هغو الوتکو کي ونيول شول، چه په کولمبيا  کې يې له امريکې هوايې پوځې اډو نه امريکې ته الوتنې کولې. کابو شپږ ميليونه امريکايانو ته هر کال لږ ترلږه د ٤٦ ميلياردو ډالرو کوکائين او هروئين له کولمبيا څخه په قاچاقي توګه راځي.
۱۲. په افغانستان کې بيولوژيکې جګړه   دپاته برخي د لوستلو له پاره داځائ کليک کړئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery