مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-04-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانســــــتان : د سیمــــــه یـــيـــزو سیالیو مرکــــــز

ډاکټر نثار احمد « صمد»

 آیا اسلام آباد به واشنګټن ته ناڅاپي او سترې تحفې ورنکړی ؟

ډاکټر نثار احمد « صمد» 

دافغانستان سیمه د سیاسي ــ جغرافیوی ستر توب یو اوږد تاریخ لری. دا د ختیځ او لویدیځ ترمنځ او په جنوب کي د هند د نیمي وچي خواته د سوداګرۍ او کوچیدنو څلورلاری ګڼل سوی چي بیلا بیل یرغلګر ځنی تیر سویدی. لومړی پارسیان او یونیایان او بیا مسلمان عرب، ترکان، مغول او یو وار بیا پارسیان له دې سمیی څخه تیر سویدی   .

په ۱۹ پیړۍ کي انګریزانو او روسانو خپل سرحدونه اوسنی افغانستان ته راورسول او دا هیواد يې خپل ترمنځو ډال یا بیلونکئ وطن وګرځاوه.  دا حالت شلمی پیړۍ ته پسې رسیږی څو چي دافغانستان دروازه یې بهرنیو لاس وهنو ته پسې پرانیستله  . د شلمې پیړۍ په دوهمه نیمایی کي د ساړه جنګ پر مهال افغانستان یوځل بیا د دووسترو ځواکونو د پوځي اتحادیو ترمنځ واقع سو چي یوې خواته یې د سیټو او سینټو نظامي بلاک ( یعنی ایران او پاکستان) او بلی خواته یې د وارسا نظامي بلاک ( یعنی شوروی اتحاد ) موچل ونیو. دې حالت افغانستان خورا زیانمن کړ او د ترقۍ  له کاروانه یې شاته پریښود څو چي بالاخره د شوروی تر پوځي نیونی لاندی کښیوت . 

  سړه جګړه په ۱۹۹۱ کي د شوروی اتحاد په مړینه سره پای ته و رسيده او نور نو په نړۍ کي د ځواک انډول هم له خپل تل نه بدل سو. امریکا د نړیوال شطرنج ګټونکئ او د دنیا یوازینئ ستر ځواک ثابت سو.

   په ۱۹۹۷ کي د جمهوریت غوښتونکي ګوند شپاړسو نوو محافظه کارانو د « نوی امریکایی پیړۍ پروژه » طرح کړه چي غوښته یې نور نو امریکا باید پر نړۍ مسلطه سی . ددې کار د عملی کیدو په خاطر د « وار مخکی له واره » ستراتیژي وړاندی سوه چي د هغې له مخی به  « تروریسټ پلوه ، درغل او خبیث » دولتونه نړول کیدل او هره خوا به د امریکا تر تسلط لاندی راتله  . پدې لړ کي د افغانستان طالبان، د عراق صدام، د ایران اخوندی رژیم، د سوریې بعثی رژیم، کیوبا ، شمالي کوریا، وینزویلا او نور شامل وو. د نوي امریکایی تسلط لپاره دا پروژه پر درو عمده محرکاتو ولاړه وه چي هغه اقتصادي، ستراتیژیکي او سیاسي دی . دافغانستان طالبان د ستراتیژیکي پلوه،  عراق او ایران د اقتصادي پلوه، او کیوبا  یا سوریه  هم د سیاسي پلوه ډیر مهم وو چي باید ړنګ سوی وای  . 

   دغو نوو محافظه کارانو د ۱۹۹۸ د جنوری پر ۲۶ ولسمشر کلنټن ته یو خط ولیږئ او داپروژه یې ور وړاندی کړه خو بیل کلنټن هغه په باک رانه وړه. کله چي په کال ۲۰۰۰ کي جورج بوش کامیاب سو نو پورتنی ۱۶ نوي محافظه کاران خورا حساسو او لوړو دریځونو ته ورسیدل ( مثلاْ ډیک چینی، لیویز سکوټرلیبی، رمسفیلډ،پاول ولفوویچ، جان بولټن، زلمی خلیل زاد، ایلیوټ ابرام او ډیر نور) 

د « نوي امریکایی پیړۍ پروژه » د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر یوولسمه پر امریکې د تروریسټي حملې په وجه د میز د جعبې څخه راویستل سوه او په عملی کولو يې پيل وسو . د نړۍ یوازیني سترځواک په خورا هیبت او غرور سره له تلواره  کار واخیست او ډیر ژر یي پر افغانستان حمله وکړه . تر هغه ۱۷ میاشتی وروسته یې پر عراق حمله پسی وکړه څو چي په دواړو کي وښوئید او موږ ګورو  چي د لیست نور « خبیث» رژیمونه ترې پاته سول  . امریکا فعلاْ په افغانستان کي په هره دقیقه کي اتلس زره ډالره ( ۰۰۰ر۱۸ ) پوځي مصرف لری حال دا چي په عراق کي  هره دقیقه یو لک  او پنځه دیرش زره ډالره ( ۰۰۰ر۱۳۵) پوځي مصرف کوی چي دې وضعی امریکا ډیره زیانمنه کړیده . 

  تر هغه ځایه چي پر افغانستان د امریکاپه پوځي حمله پوری اړه لری نو واشنګټن دلته بیلا بیل اشتباهات وکړل چي نن مجبوراْ د هغو قیمت ادا کوی  . مثلاْ شاه پلویانو هماغه وخت په روم کي اعلان وکړ چي غواړی جلا وطن دولت جوړ کړی خو واشنګټن د هغه د تشویق پرځای مستقیماْ مداخله وکړه او دا بهترین چانس یې محوه کړ. بل دا چي واشنګټن په کابل کي د « رژیم  بدلولو» بهیر مخته بوت او د خپلی خوښی یو غیر ملي رژیم یې هلته نصب کړ چي بې کفایته ثابت سو . د ګوډاګي رژيم د نصبولو او هلته د امریکا د پرله پسې پوځي عملیاتو څخه واشنګټن فکر کاوه چي موږ به دافغانستان د شطرنج پر تخته باندی سیمه ایز قدرتونه کونج ته پوری وهو او په دې ډول به د سیمی جیوپولیتک چي د واشنګټن د جهاني ستراتیژۍ عمده برخه ده بدله کړو. د سیمی په جیوپولیتک کي د واشنګټن عمده اهداف پدې ډول  وو : په منځنۍ  آسیا  او کسپین کي تیلو او ګازو ته لاس رسی، د واشنګټن  ــ ډیلي  ــ کابل تر منځ د ستراتیژیکي ائتلاف ( مثلث) ایجاد، د چین پر خلاف د لازمو احتمالي اقداماتو ترتیبات، او بالاخره د افغانستان د مسئلی څخه د پاکستان تجرید او ګوښه کول . . . .  

   واشنګټن هر طرف ته بیلا بیل ترافیکي څراغ (  Signal  ) لګاوه. شمال ائتلاف پدې هیله و چي پسله لسو کالو به بیرته واکمنیږی. روسیه، هند او ایران هڅول کیدل چي د هغوی ګټي به تأ مین وی  . پښتانه هڅول کیدل چي پښتون به ولسمشر کیږی او هغوی به ګواکی واکمن وی . پاکستان هڅول کیدئ چي پښتانه به واکمنیږی، د شمال ائتلاف قدرت محدودیږی او هغوی به کابل ته نه ننوزی او نرم دریځه طالبان به په نوې اداره کي شاملیږی . ازبکستان او  روسیې ته ډاډ ورکول کیدئ چي دلته به د سخت دریځو مسلمانانو ريښې له بیخه کاږی او دوی به لدې خطره خلاصوی او هم به شمال ائتلاف نازوی  . چین هڅول کیدئ چي په سیمه کي به هیڅ داسی کوم لمسون مشاهده نسی چي د هغه ملی او بین المللی ګټوته زیان  ورسوي. ایران ته ویل کیدل چي په کابل کي به وروسته لدې دوست دولت واکمن وی، د اقلیتونو او تهران انديښنې به مدنظر نیول کیږی، نوي ډیلي ته د پاکستان د لاس لنډولو ډاډ ورکول کیدئ . 

دهمدې تشویقونو او ډاډینو له امله د سیمی ټولو هیوادو مستقیم یا غیر مستقیم پر افغانستان د امریکا د پوځي حملې ملاتړ وکړ او ځینو خو ( لکه پاکستان او ازبکستان) خپله خاوره هم د هغوی په خدمت کي ورکړه .

مګر کله چي واشنګټن خپلی ژمنی پوره نکړای سوې نو هر افغاني او غیر افغاني اړخ ( منجمله شمال ائتلاف او ګاونډی هیوادونه ) بدګومانه سول او هر لوری تدریجاْ غبرګون ته لاس واچاوه . 

  پاکستان تر بل هر چا پدې حقیقت  ښه پوهیدئ چي امریکا خو هماغو بی کفایتو عناصرو ، جنګسالارانو، تنظیمي مفسدانو، او استخباراتي ګومارلو ته واک وسپارئ. بس له هماغه مهاله اسلام آباد هم پدې پوه سو چي نور نو هرڅه کولای سی یعنی دا چي واشنګټن ددې عناصرو په راوستو سره اصلاْ نه غواړی چي دلته سوله او ثبات او واقعي پرمختګ راسی . پاکستان چي کله دا حساس حقیقت درک کړ نو په سړه سینه راوړاندی سو او لاس وهنی یې پیل کړې . پدې کي اسلام آباد دوه لوی هدفونه لرل : لومړی دا چي په افغانستان کي مشکل دوامداره کړی ( ځکه چي هلته د هغه مخالفین او بدخواهان واکمن  کړای سول) او بل دا چي د « تروریزم سره په جنګ کي » د خپل ګډون یا د القاعده او طالبانو د تیریدو د مخنیوی په نوم د امریکی او لویدیځ څخه زیات  امتیازات واخلی. لکه څنګه چي د یو راپور له مخی واشنګټن هره میاشت پاکستان ته ۷۰  ــ ۸۰ ملیونه ډالره مرسته ورکوی تر څو هغه په اصطلاح د تروریزم پر ضد په جنګ کي ورسره ولری . 

    تر هغه ځایه چي معلومه ده امریکا تر افغانستان پاکستان  ته ډیره اړتیا لری . د ا چي واشنګټن پر ایران د حملې ترتیبات نیسی نو په هغه صورت کي به پاکستان يوازینی هیوا د وی چي د افغانستان د فعال ساتلو لپاره به اړین وی . بل دا چي واشنګټن ته دافغانستان په نسبت هلته په عراق کي کامیابی ستر اهمیت لری. که سبا امریکا پر سوریې یا ایران حمله وکړی نو باید د پاکستان ډیر خیال وساتی او اسلام آباد راضی کړی که نه په سیمه کي به خپلو اوږدمهالو ستراتیژیکي اهدافو ته ونه رسیږی . لکه څنګه چي پاکستان د خارجي کومک پنځم لوی اخیستونکی هیواد دی، بوش پخپله نوې بودجه کي د پاکستان لپاره (۷۸۵) ملیونه ډالره کومک وړاندی کړیدی. 

دریم دا چي اووه میاشتی ورو سته به په پاکستان کي ولسمشریزه انتخابات کیږی چي  په هر توګه وی باید همدا پرویز مشرف بیرته ولسمشر سی  که نه اسلامي سخت دریځی به میدان  وګتي او د امریکا طرحي به د ناکامۍ سره مخامخ سی . همدا عوامل دی چي واشنګټن پدې وروستیو کي پر اسلام آباد باندی د القاعده مشرانو د فعالیت او په افغانستان کي د مداخلې په اړه ډیر فشار راوړی مګر  راضی یې ساتی. وګورئ د واشنګټن دوه مخی سیاست څنګه له ورایه ښکاری  : د امریکا د ملي استخباراتو مخکنی لوی رئیس نیګرو پونټه د جنوری پر یوولسمه د سنا په استخباراتي کومیټه کي وویل چي پاکستان د القاعده والو «  امن ځای » او د طالبانو « لوژستیکي ملاتړی » دی خو برعکس دایی هم وویل چي پاکستان « د تروریزم پر ضد په جنګ کي د امریکا  سره د جبهی په لومړنۍ کرښه کي ولاړ » دی. له بلی خوا ، په افغانستان کي د ناټو  مخکنی لوی قوماندان جنرال ډیویډز ریچارډز هم څو څو واره د پاکستان څخه رضائیت څرګند کړیدی حتی د آی اس آی څخه یې د ملا اختر محمد عثمانی په وژلو کي د مرستی څخه مننه هم وکړه . جنرال ریچارډ د حامد کرزی د غوغا او فریادونو په بی اهمیته ګنلو سره ویلی چي ډله ییزه رسنۍ د طالبانو رول او اهمیت له حده خورا لوړ ګنی. څیړونکی حتی وایی چي امریکا په سیمه کي د خپلی نوي تګلاری یا طرحي په وجه ( چي هماغه د ایران او سوریې راګیرول، او د کسپین او منځنۍ آسیا نفتي زیرمو ته لاس رسی ده ) کوښښ کوی چي د افغانستان بحران او په هغه کي د پاکستان رول هم بی اهمیته وښئ. آن ویل کیږی چي واشنګتن د اټومي جنجال په سر  د تهران سره د خپلی شخړی لپاره د اسلام آباد « مرستی او کومک ! ؟ » ته اړتیا  هم لری. موږ ولیده چي لږ موده مخکی د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز په بروکسل کي د ناټو مرکز ته ورغئ تر څو دوه اړخیزه اړیکی پیاوړی کړی لکه څنګه چي د ناټو ویندوی وویل چي د ناټو او پاکستان اړیکی به « حیاتی اهمیت » ولری . نودا چي دغه « حیاتی اهمیت » به څه  شی وی، ښایی د جنرال  مشرف تر بیا ولسمشر کیدو وروسته رسوا سی . 

  د امریکا ددفاع وزیر او په افغانستان کي د امریکایی پوځیانو لوی قوماندان هم پدې ورورستیو کي  ویلی   چي په راتلونکی دوبی کي به دطالبانو حملی زیاتی سی. لدې سګنل یعنی ترافیکي څراغ څخه ښکاری چي که کابل د پاکستان د لاس وهنو هر څونه کریږی هم ووهی مقاومت بیا هم ډیریدونکی دی . پس ددې څخه ثابیتږی چي د بلیونونو ډالرو د مصرفولو سره سره د امریکا کامیابۍ دلته « ستراتیژیکی » نه بلکی صرفاْ « ټاکټیکي » دی او حتی د القاعده مشرانو په نیولو سره  به هم لویه کامیابی ونه ګټی. خو پرمختیاوی او څرکونه ښئ چي د مشرف د ولسمشر کیدو لومړنی کال او د بوش د ولسمشر ۍ وروستی کال به ډیر مهم او حساس وی . ښايی ستری معاملې او لویی تحفی تبادله سی . چي عواقب به یې خطرناک وی  ! 

تر هغه ځایه چي په ایران پوری اړه لری هغه په افغانستان کي  لویه ستراتیژیکی او فرهنګي پانګه اچولې ده او نیالګی یې نن غټی ونی سوی دی . تهران د خپل اټومی پروګرام د ژغورنی په خاطر امریکا ته دلته مشکلات جوړوی . هغوی د عراق په کورنۍ جګړه کي لوی لاس لری حال دا چي په افغانستان کي د آینده لپاره د نفاق او بیلتونپالنی طرحی مخته بیایی او زیار باسی چي افغانستان هم د « عراقی کیدو» په ناروغی مبتلا کړی . 

روسیه او ازبکستان  پخپل وار د شمال ائتلاف د ستراتیژیکي او سیاسي مرستی محور جوړوی . ماسکو د شمال ائتلاف د مالي مرستو د ملاتیر ورجوړوی . هغوی دواړه د « بنسټ پال اسلام !  » څخه بیریږی او د هندوکش شمال د خپل نفوذ ساحه بولی. ماسکو او تاشکند د منځنۍ آسیا او کسپین د حوزې پرخوا د امریکا د احتمالي پیشرفت څخه  په وهم کي دی نو ځکه په افغانستان کي د امریکا پوځي حضور ته په بد ګومانۍ سره ګوری اوپټ مزاحمتونه کوی . 

   چین د ایران سره لوی نفتي او پوځي قراردادونه کړی دی . نو که ایران د امریکی د پوځي حملې تر ګواښ  لاندی راسی سخت  به متضرر سی. پیکنګ د منځنۍ آسیا په ګاونډو جمهوریتو کي د واشنګتن د احتمالي تسلط څخه په وهم کي دی نو ځکه مسلسل خپله پوځي بودجه زیاتوي او په افغانستان کي د امریکا او ناټو هر ډول کړنی په انديښنه سره تعقیبوی .

هندوستان د شمال ائتلاف یو صادق ملاتړی او د کابل درژیم د ډيپلوماتیکی مرستو انکیو بیټر ګرځیدلی دی . نوی ډیلی تروسه وسه زیار باسی چي د پاکستان نفوذ محدود او خپل رسوخ هلته زیات کړی . نو ځکه یی ډیر ژر په مزارشریف، کندهار او جلال آباد کي خپلی  قونسلګرۍ خلاصی  کړې .  پر کابل باندی د نوي ډيلی سیاسي، مالي او فرهنګي غلبه زیاته ده چي دا هر څه  دلته د پاکستان د لمسون او لاس وهنی باعث ګرځی . 

تر کومه ځایه چي په امریکا پوری اړه لری نو هغه ته افغانستان او عراق د جغرافیوی او جیوپولیټک پلوه مهم ارزښت لری . افغانستان او عراق ځکه مهم موقعیتونه لری چي دواړه د ایران سره محاط دی نو ځکه باید ژر یا وروسته دا درې واړه هیوادونه سره وصل سی یعنی په امریکایی پوځي تار وپېیل سی . 

لدې  نه علاوه، امریکا غواړی منځنۍ آسیا تر خپل نفوذ یا تسلط لاندی راولی چي هغه د پخواني شوروی جمهوریتونه دی لکه قزاقستان، آذربایجان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغیزستان . دا جمهوریتونه د روسیې او چین ( یعنی دوو لویو قدرتو) سره اوږده تر اډه جوړوی  . دا جمهوریتونه ډیر کانونه او غنی  زیرمی هم لری چي هماغسی پاته دي . د دې تر اډی په جنوب کي عراق ، ایران، افغانستان، پاکستان، او هندوستان پسې پراته دي . ویل کیږی چي  په کسپین حوزه کي او هم د عراق تر ریګستان  لاندی جمعاْ ۷۸۳ بلیونه بیلره تیل پمپ کیدو ته چمتو  او منتظر دی، نو هرچا که دغه سیمه کنټرول کړه پر نړۍ به یې تسلط بیله مشکله خپور وی. ددې ټولو هیوادو خپل منځنی اړیکی امریکا ته ډیر اهمیت لری خصوصاْ که د چین یا روسیې سره ښکر په ښکر سی . بله مهمه دا چي نوموړی هیوادونه د « بنسټ پال اسلام !  » د پرمختګ په ایسارولو کي هم ډير اهمیت لری او کیدای سی ووایو چي همدا علت دی چي نن ناټو د خپلی عنعنوی حوزې د عملیاتي ساحی څخه راوتلې او په افغانستان کي د « بنسټ پال اسلام ! » د ځپنی او مخنیوی په خاطر جنګیږی، که نه موږ ګورو چي په افغانستان او عراق  کي د روان جنګ قیمت خورا ګران تمام سوی دی یعنی  اقلاْ دوه ټریلیونه ډالرو ته رسیدلی حال دا چي د تروریزم لخوا داړول سوی زیان قیمت په مراتبو لږ دی . 

   د پورته ټول بیان څخه ښکاری چي لویو قدرتونو او سیمه ییزه ځواکونو په افغانستان کي خپلی ناولی منګلی ښخی کړی او زموږ  آینده یې را مبهمه کړیده. کیدای سی ووایو چي تر سړې جګړی وروسته منطقوی رقابت افغانستان ته داخل سویدی . امریکا، پاکستان ، ایران ، روسیه، هند ، ازبکستان، چین حتی ترکیه او نور دلته خپلی ګتی او خپلی اندیښنې لری. هغوی ټوله افغانستان پر کراراه نه پریږدی . ددې هرځواک ګومارلی حتی د رژیم په زړه او د ماغ هم ورننوتلی او شخصاْ حامد کرزئ یې هم په منګلو کي نیولی دئ  . نو ځکه ویلای سو چي افغانستان نن په مجموع کي یوه یرغمل سوې ټولنه ده او ترقي یې د یوې « ستراتیژیکی خلا » په توګه مخته ځی یعنی دا چي امریکایی آبادوی هم نه  خو نور هم نه پریږدی . که دا وضعه همداسی روانه وي نو کامیابی به نه زموږ او نه هم د نورو په برخه وی . فلهذا روانه حساسه او نازکه وضع حکم کوی چي یا به یو کیږو که نه ورک کیږو !

والسلام ، نثار احمد صمدnsamad57@hotmail.com 

دافغان رسالې د ۹۴ ګڼه څخه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery