د سارك غړيتوب د افغانستان پر اقتصادي سياسي وضعيت څه اثر غورځولى شي؟
د سارك د سرانو دڅورلسمې غونډې په مناسبت دوشنبه، 2007/04/02
محمدآصف ننگ، پكتيكا
د سارك كنفرانس ديارلسمه سرمشريزه غونډه د ميلادي ۲۰۰۵كال د نومبر له ۱۲څخه تر ۱۳ پورې، د بنگلاديش په پلازمينې ډاكه كې د هغه هيواد د لومړۍ وزيرې خالده ضياء په مشرۍ دايره شوي وه، د هند د لومړي وزير، من موهن سنگهـ له لورې پدې سازمان كې د افغانستان د غړيتوب وړانديز وشو، چې د نيپال له هيواد پرته، د نورو ټولو غړو لخوا دغه وړانديز ته ښه راغلاست وويل شو. كه څه هم نيپال يو لړ تخنيكي ملاحظي درلودې، گويا دا چې دا سازمان د جنوب آسيا د هيوادونو ترمينځ د اقتصادي همكارۍ د پراختيا په نيت جوړ شوى، او افغانستان د جغرافيايي موقعيت له پلوه د جنوبي آسيا د هيوادونو په ډله كې نه راځي. دوهمه ملاحظه د افغانستان د اقتصاد ناتوانۍ، په خارجي مرستو متكي او له دې هيوادونو سره يې عملاً د راكړې وركړې محدود امكانات هغه دلايل و چې نيپال مطرح كړل، دريمه مسئله دا وه چې افغانستان له بحر سره سرحد نلري تر څو د سمندري مسايلو په اړه د سارك د غړيتوب ضرورت ته را دننه شي. خو د غړو له ټېنگار وروسته، د سارك ټولو غړو هيوادونو د افغانستان غړيتوب ته زړه ښه كړ. د ډاكې دغه غونډه پداسې حال كې ترسره شوه چې د غونډې محل د ۳۰ دېرشو زرو عسكرو لخوا څارل كيده او دا پدې خاطر چې يو كال تر دې غونډې د مخه په ډهلي كې د پارلماني د ودانۍ ته څېرمه يوه ستره چاودنه وشوه چې پكې يوشمير وگړې ووژل شول.
د سارك په ۱۳مې غونډې كې په سارك كې د افغانستان د اصلي غړيتوب او د ايران د ناظر غړيتوب موضوع مطرح شوه. هغه مهال د ځېنو كارپوهانو څېړنه دا وه چې په سارك كې د افغانستان د غړيتوب له موضوع سره يې سمبوليك او نمايشي چلند كړى او د مصلحتي تفكر له مخې د دې خوار او جگړه ځپلې هيواد غړيتوب ته كتل شوي دي. پدې معنا چې هندوستان غوښتل په سارك كې د افغانستان په شموليت سره، تر پاكستان د دوستۍ ثبوت ژر وړاندې كړي. دا چې د دې خبري واقعي وزن څومره دى، زيار ايستل شوى چې پدې مقالې كې هم د سارك او بيا په سارك د افغانستان د غړيتوب پر گټو او زيانونو خبري وكړو.
خو په لومړي سر كې غواړم د سارك د سازمان او د غړو په اړه لوستونكو ته يو لړ مقدماتي معلومات په ډېره لنډه توگه وركړم.
د سارك تاسيس
سارك د انگريزي كلمو له لومړيو تورو څخه اخيستل شوى SAARC (د جنوبي آسيا هيوادونو د سيمه ييزې همكارۍ سازمان) South Asian Association for Regional Cooperation
د سارك سازمان هغه مهال تاسيس شو كله چې شوروي اتحاد لا په خپل اوج كې و (د ۱۹۸۵ د دسمبر په۸ كې). هغه مهال د غرب سياست دا و چې د شوروي اتحاد د نفوذ او پراختيا په سيمه كې واړه اقتصادي او سياسي سازمانونه جوړ كړې تر څو كمونيستي بلاك په هغو كې وويشي او پدې توگه د سيمې د هيوادونو لپاره له شوروي اتحاد څخه د استغنا او خپلواكۍ حركت غښتلى كړي، خو دا ټول پدې خاطر نه وو چې گوندې غربي بلاك د دې هيوادونو لپاره د خېر نيت درلود، بلكې په دې نېت يې دا كار كاوه چې د خپل سيال قطب، ځواك سست كړي.
د سارك سازمان د ((ايكو)) په څېر اقتصادي اهداف لري، خو د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته، د سارك او د سارك په څېر د نورو سيمه اييزو وړو سازمانونو اهميت، د غرب لپاره كم شو. همدا لامل دى چې دغه سازمانونه اوس د كمزورو او بې ابتكاره سازمانونو په لست كې راځي. ښايي د كمزورتيا يو بل لامل پخپله د دې هيوادونو اقتصادي كمزورتيا وي چې غواړم په لنډه ورته اشاره وكړم. البته دغه معلومات ځينې برخې د ملگرو ملتونو د پراختيايي پروگرامونو UNDP له لورې په كال ۲۰۰۳ كې خپاره شوي دي.
دسارك د غړو هيوادونو اقتصادي ځانگړتياوي
لومړى عمومي ځانگړتيا د دې هيوادونو دا ده چې، د سارك سازمان غړو هيوادونو، لا له شروع څخه غوښتل چې د غړو تر مينځ تجارت پراخ كړي، پداسې حال كې چې له تاسيس څخه تر نن پورې د دې هيوادونو ترمينځ تجارتي تبادله يواځي ۶ % ده. دغه رقم د جنوب شرقي آسيا د هيوادونو د اتحادې (آسه آن) په مقايسه، چې تجارتي مبادلات يې ۳۸ % ته رسيږي، ډېر ښكته دى. د سارك غړو اټكل درلود چې د سازمان له ايجاد سره به يې تجارتي راكړه وركړه تر ۶۰ % پورې ورسيږي. دا هم د يادونې وړ ده چې د سارك د غړو هيوادونو د نفوس اجمالي شمېره د نړۍ د نفوس، څه د پاسه ۴.۱ ميليارد وگړو ته رسيږي. لاندې د هر هيواد په اړه د غړو هيوادونو د غړيتوب د ترتيب له مخې معلومات:
بنگلاديش
بنگلاديش په كال ۱۹۷۱ كې له پاكستان څخه بيل شو، تر دې دمخه د شرقي پاكستان په نوم ياديده. دا هيواد د نفوس له پلوه د نړۍ د زيات نفوس لرونكو هيوادونو په كتار كې راځي، همدا د نفوس زياتوالى (۱۳۸ ميليون وگړې) د بنگلاديش د اقتصادي رشد او رفاه پر لارې تر ټولو غټ لامل بلل كيږي. پدې هيواد كې د نفوس او تناسل پراختيا د دولت له كنتروله وتلې مسئله ده. حكومت نشي كولى د خپلو وگړو لپاره لازمې آسانتياوي او معياري ژوند مهيا كړي. د بنگلاديش اقتصاد، پر زراعت، دام پروري، ځنگلونو، لاسي او ماشيني صنايعو متكي دى. د دې هيواد ۲۹ % وگړې د فقر د خط تر لاندې ژوند كوي. په بنگلاديش كې د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ۱۰۷۰ ډالره دى
بوتان
د اقتصادي ودې له پلوه د دنيا د تر ټولو كمزورو هيوادونو په جمله كې راځي. دا هيواد يو زراعتي هيواد دى چې تر ډېره حده يې اقتصاد، زراعتي اقتصاد دى. په نيپال كې په سلهاوو زره خلك بې كوره ژوند كوي. د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ۱۴۰ ډالره دى.
هندوستان
هند له متعددو قومونو او مذاهبو څخه جوړ شوى يو بې سارى ستر هيواد دى، څه د پاسه يو مليارد وگړې پدې هيواد كې ژوند كوي. په هند كې تر څلور ميليون زيات وګړې پر ايډز مبتلا دي، له جنوبي افريقا وروسته هند د نړۍ تر ټولو زيات پر ايډز مبتلايان لري. د جنوبي آسيا په دريو كې دوه برخې نفوس په هند كې ژوند كوي. د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ۲۳۵۸ ډالره دى. هند د صنعت، معادنو، زراعت، مالدارى او تكنولوژى له پلوه ډېر غښتلى كيدونكى هيواد دى. كه څه هم په هند كې په ميليونونو وگړې د سړكونو پر سر ژوند كوي، خو له دې سره سره هند د سرو زرو كوبۍ او د آسيا له قدرتمنو هيوادونو څخه دى. په سارك كې د هند وزن د امپراطور وزن دى.
مالديف
مالديف له ۱۱۹۲ وړوكو جزيرو څخه جوړ شوى هيواد دى چې په سلو كې ۹۹ فيصده مساحت يې پر اوبو پوښلى دى. د توريزم له بابته يې اقتصاد چليږي. د مالديف نفوس ۳۰۰ زره وگړو ته رسيږي. يعنى د كابل د ۱۲مې برخې نفوس په اندازه. له همدې امله مالديف په ډېرو فقيرو هيوادونو كې نه راځي. د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ۴۴۸۵ ډالره دى.
نيپال
نيپال د دنيا له وروسته پاتي او فقيرو هيوادونو له جملې څخه دى. تر ډېره حده د هند د يوه وړوكي سيطره شوي ولايت په څېر دى. ۲۳ ميليون يې نفوس دى. ۳۸ % وگړې يې د فقر تر كرخې لاندې ژوند لري. د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ۱۳۲۷ ډالره دى.
پاكستان
پاكستان يو اسلامي اټومي هيواد دى چې ۵۸ كاله دمخه (۱۹۴۷ د اگست ۱۴) له هندوستان څخه وزېږيدو. د مسلمانانو يو په دريو كې وگړې يې د فقر تر كرخې لاندې ژوند لري. د بې سوادۍ كچه پكې لوړه ده. د دې هيواد نفوس ۱۵۷ ميليون وگړو ته رسيږي. په مجموع كې ۳۲ % وګړې يې فقير دي. پاكستان د هند په څېر يو اتومي هيواد دى. صنعت، تجارت، زراعت، خدمات او تكنولوژۍ پكې ورځ په ورځ مخ په پراختيا دي. د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ۱۹۲۸ ډالره دى.
سريلانكا
دغه سمندري هيواد د اقتصادي ودې لپاره ډېر زيات بالقوه امكانات لري. د صحت او روغتيا له پلوه د سريلانكا وضعه تر ډېرو هيوادونو ښه ده. د دې هيواد د شمال او جنوب تر مينځ جگړه چې د دولت او تاميل پړانگانو ترمينځ له كلونو راهيسې روانه ده، د دې باعث شوي چې د دې غني هيواد له منابعو څخه په اقتصادي رشد كې ډېره كمه گټه اوچته شي. د سريلانكا نفوس ۱۹ ميليون وگړو ته رسيږي. ۶.۶ % وګړې پكې د فقر تر كرخې لاندې ژوند كوي. په سريلانكا كې ډېر زيات ښايسته ځنگلونه او ساحلونه شته چې د توريزم د جلب لپاره ډېر مناسب دي خو كورني جنگونو دا هيواد له توريزم هم محروم كړى. د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ۳۵۳۰ ډالره دى.
افغانستان
په وچه كې راگير دغه هيواد د آسيا په زړه كې پروت دى، ۲۴.۱ ميليون نفوس لري. له تيرو ۱۰۰ كلونو راپدېخوا د افغانستان وضعيت كله هم بشپړ ثبات نه دى موندلى. كم له كمه په تيرو ۳۰ كلونو كې ۱۴ سياسي نظامونه پكې په مختلفو عنوانونو د وينو، تخريب، باروتو او تباهۍ په مټ پكې بدل رابدل شوي. افغانستان د سترو يرغلگرو قرباني شوى هيواد دى. د دې هيواد غني زېرمي كولى شي د ټولې سيمې په بسيا كولو او ژوندي ساتلو كې ستره ونډه واخلي. د ترانزيتونو له پلوه افغانستان د جنوبي آسيا، مركزي آسيا او غرب لپاره تر ټولو زيات ارزښت لري. د دې هيواد تقريباً ۵۴ % وگړې د فقر تر كرخې لاندې ژوند كوي. د سړي په سر د كورني ناخالص توليد سطحه ډېره ټېټ ده چې د شمېر له مخې ښايي په كال كې تر ۵۰ ډالرو لوړه نه وي.
د سارك د كلنيو غونډو پس منظر
د سارك د سازمان غړي درې ډوله غونډې لري. د سرمشرانو غونډه، د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه، د مالي، اقتصاد او تجارت د وزيرانو غونډه او پدې وروستيو كې د ښځو د چارو د وزيرانو غونډه. پتېل شوې وه چې د سرمشرانو غونډه به هر كال يو ځل ترسره كيږي، خو عملاً داسې نه دى. ځكه چې تر اوسه د دې سازمان له تاسيس څخه ۲۲ كال تيريږي خو دوى ټولې ۱۴ غونډې كړې. خو د بهرنيو چارو وزيران په كال كې دوه ځلې غونډې كوي چې تر دې مهاله (۲۰۰۷ اپريل ۳ او ۴) يې ۳۳ غونډې كړې دي.
د سارك د سرمشرانو لومړې غونډه د د بنگلاديش په پلازمينې ډاكه كې په كال ۱۹۸۵ كې د دسمبر په اومه او اتمه جوړه شوه چې د اوو غړو هيوادونو مشرانو پكې ونډه واخيسته. د سارك په لومړې غونډه كې د افغانستان د برحقه جهاد په اړه او د شوروي اتحاد پر بې رحمانه تجاوز هم خبري وشوي چې د پاكستان له لوري جنرال ضياء الحق وينا وكړه. كه څه هم د هند ولسمشر راجيوگاندې لومړى معترض و چې د افغانستان جهاد يي د ياغي ډلو بغاوت وباله.
د سارك دويمه غونډه په كال ۱۹۸۶ د نومبر په ۱۵ او ۱۶ ، د هند په بنگلور ښار كې تر سره شوه.
دريمه غونډه د ۱۹۸۷ كال د نومبر په ۲ او ۳ د نيپال په پلازمينې ((كټمانډو)) كې ترسره شوه.
څلورمه غونډه په كال ۱۹۸۸ كې د پاكستان په پلازمينې اسلام آباد كې د پاكستان د لومړۍ وزېرې بېنظير بوټو په رياست ترسره شوه چې د دسمبر له ۲۹ څخه تر ۳۱ پورې وه.
پنځمه غونډه په كال ۱۹۹۰ كې د مالديف په پايتخت كې د مامون عبدالقيوم د مالديف د ولسمشر په رياست د نومبر له ۲۱ تر ۲۳ پورې ترسره شوه.
شپژمه غونډه د ۱۹۹۱ كال د دسامبر په ۲۰ او ۲۱ د سريلانكا په پلازمينې (كولمبو) كې د هغه هيواد د ولسمشر په رياست ترسره شوه.
اومه غونډه، په كال ۱۹۹۳ كې د اپريل په ۱۰ او ۱۱مه، يو ځل بيا د بنگلاديش په پلازمينې ډاكه كې د بنگلاديش د لومړي وزيرې، ميرمن خالده ضياء په رياست جوړه شوه.
اتمه غونډه د ۱۹۹۵ كال د مي د مياشتي له ۲ څخه تر ۴ پورې په نوي ډهلي كې د آټل بيهار واجپايي په رياست تر سره شوه. پدې غونډه كې د لومړي ځل لپاره د هند له لورې د افغانستان د مركزي حكومت (اسلامي امارات) په وړاندې منفي دريځ ونيول شو. د غړو هيوادونو له لوري يادونه وشوه كه چېري دنيا د افغانستان په لانجې كې مداخله ونكړي نو د ټولې سيمې وضعيت به خراب شي.
نهمه غونډه د ۱۹۹۷ كال د مى د مياشتي له ۱۲ نه تر ۱۴ پورې په مالديف كې ترسره شوه.
لسمه غونډه د ۱۹۹۸ كال د جولاى له ۲۹ تر ۳۱ مې پورې د دوهم ځل لپاره د سريلانكا په پايتخت كولمبو كې ترسره شوه.
يوولسمه غونډه په كال ۲۰۰۲ كې دجنوري له ۴ تر ۶ پورې د نيپال په پلازمينې كټمانډو كې د هغه هيواد د لومړي وزير شيربهادر ديوبا په رياست ترسره شوه. پدې غونډه كې د افغانستان پر حالاتو هم تبصرې وشوي، په سيمې كې د امريكا د موجوديت پر عواقبو او همدارنگه د تروريزم او مخدره موادو د قاچاق په مخنيوي كې له افغانستان سره د همكارۍ غږ وشو.
دولسمه غونډه په كال ۲۰۰۴ كې د جنوري د مياشتي له ۲ نه تر۶ پورې د پاكستان په پلازمينې اسلام آباد كې د جنرال پرويز مشرف په رياست ترسره شوه. د پاكستان لومړى وزير جمالي هم د غونډې برخوال و، خو رياست يې د پرنسيپونو پرخلاف، د هيواد ولسمشر په غاړه درلود. پدې غونډه كې د افغانستان د ناظر گروپ په ډله كې حضور درلود چې، د لومړي ځل لپاره يوه ښځينه وزيره (مسعوده جلال) پكې اشتراك درلود. البته د تروريزم، مخدره مواد، د افغانستان په بيارغاوني او همدارنگه د افغانو ښځو د وضعي د بهبود په اړه يو لړ پريكړې وشوي، چې متاسفانه په عمل كې چندان عملي نشوي.
ديارلسمه غونډه د۲۰۰۵ كال د نومبٰر په ۱۲ او ۱۳ مې نېټې د بنگلاديش په پلازمينې ډاكه كې د ميرمن خالده ضياء په رياست جوړه شوه. پدې غونډه كې د هند د لومړي وزير (من موهن سنگهـ) له لوري په سارك كې د افغانستان د غړيتوب وړانديز هم وشو.
څلورلسمه او وروستۍ غونډه د ۲۰۰۷ كال د اپريل له ۲ نه تر ۴ پورې د هندوستان په پلازمينې نوي ډيلي كې د من موهن سنگهـ په رياست ترسره شوه. پدې غونډه كې د افغانستان ولسمشر ښاغلى حامدكرزي د يوه لوړ پوړي پلاوي په استازيتوب برخه واخيسته چې د غړو له لوري رسماً افغانستان د سارك سازمان د مساوي الحقوق او اصلي غړي په توگه ومنل شو. د سارك په وروستۍ غونډه كې د جنوبي آسيا د پوهنتون ايجاد، د جنوب آسيا د بسپني صندوق يا بانك ايجاد او د افغانستان غړيتوب، د ډېر اهميت وړ پريكړې وي. پدې غونډه كې د ۳۰ مادو يو تړون د غړو له لوري لاسليك شو چې تر ډېره حده د آزادې تجارتي سيمې ايجاد، د تروريزم او مخدره موادو مخنيوى، د ترانزيتونو ژوندي كول، د معدني او طبيعي منابعو څخه د استفادې لارې چارې او د اقتصادي پياوړتيا لپاره د سياسي خوابديو پرېښودل، هغه موضوعات و چې په وروستۍ غونډه كې پرې پريكړې وشوي. د سارك د وروستي غونډې يو بله ځانگړتيا دا هم وه چې د امريكا د متحده ايالاتو (ريچارد باوچر)، اروپايي اتحاديې، چين، جاپان او جنوبي كوريا استازو پكې د ناظر په توگه برخه درلوده. د غونډې په وروستۍ ورځ به د سارك د بهرنيو چارو وزيران خپله ۳۳مه غونډه ترسره كوي. كه څه هم د سارك په ۱۳مې غونډې كې ايران ته د ناظر په توگه برخه وركړل شوي وه، خو دا ځل يې څوكۍ نه وه. د دې امكان هم شته چې په راتلونكي غونډه كې د ايران پر غړيتوب غور وشي. كه چېرې ايران د سارك غړيتوب تر لاسه كړې نو د سارك هيكل به لا زيات پسي مضبوط شي. هندوستان ټېنگار لري چې ايران ته اصلي او مساوي الحقوق غړيتوب وركړل شي، ښايي دا به د هند لپاره ډېره د اهميت وړ وي چې په سارك كې د ايران له غړيتوب سره د دې چانس ومومي چې له ايران څخه د نفت او گازو د نل ليكي د غزولو لوړ آرمان يې بشپړ شي.
په سارك كې د افغانستان غړيتوب
كه څه هم سارك په عملي لحاظ ډېر غښتلى او د حساب وړ سازمان نه دى. خو د سارك د ايجاد څو عمده اهداف وو، مثلاً په غړو هيوادونو كې د نفوس د تراكم او زياتوالى كنترول، د آزادي تجارتي منطقي ايجاد، د غړو ترمينځ د ترانيزيتي موانعو لري كول، د گمركي ټكسونو تنزيل، د غړو هيوادونو تر مينځ د كارگرانو د آزاد تگ راتگ او د غړو تر مينځ د سياسي شخړو ختمول او د اقتصادي ودې په برخه كې له يوبل سره همكارۍد دې سازمان د تاسيس اهداف ول.
د دې لومړنيو اساسي اهدافو تر څنگ د سارك په ۱۲ مې او ۱۳ مې غونډې كې د كشمير او افغانستان په اړه هم مهمې خبري او بحثونه وشول، د تروريزم د خپريدا، د زورواكي يا دسيمې پوځي كيدنه، په سېمې كې د ناټو او د امريكا په مشرۍ د نړيوالو ائتلافي قواوو متمركزه كيدل، د وسلو او مخدره موادو قاچاق او بالاخره د منځني آسيا په لور د تجارت پراختيا هغه مسايل ول چې د سارك په دوو وروستيو غونډو كې مطرح شول. كه پام وكړو نو د همدې مسايلو زياته برخه له افغانستان سره تړلي دي.
اما دا چې ولې د غړيتوب وړانديز د هند له لوري وشو، څو دليلونه لري: هند د سارك تر ټولو غښتلى غړى دى، غښتلى پدې معنا چې د هند صنعت دومره پراخ دى چې په كورني ماركيټ كې يې توليدات په مشكله جذب كيداى شي، نو ځكه خو پراخ ماركيټ ته اړتيا لري. هند نشي كولى د پاكستان له لارې له منځنۍ آسيا، ايران او افغانستان سره د ځمكنيو لارو په تيريدو سره خپل تجارت او ترانزيت ترسره كړي او دريم دا چې هند ليوال دى تر څو د ځمكي له لارې په آسيا كې ټول پاټكونه ختم او د آسيا ترمينځ د اتصال كړۍ ايجاد كړي او دا پرته له دې چې افغانستان د سارك غړيتوب تر لاسه كړې له بلې لارې يې امكان ډېر ضعيف ښكاري. كه افغانستان د سارك غړيتوب تر لاسه كړي نو نور د پاكستان له لوري دا بهانه توجيه نلري چې د هندي مالونو پر مخ لارې بندې وساتي. ځكه چې د افغانستان له غړيتوب سره به د سارك د غړو ترمينځ هغه تعهد او تړون چې ((دسارك د غړو ترمينځ د آزادي تجارتي سيمې ايجادول د دې سازمان حق گڼل كيږي)) او د سازمان غړي ژمن دي چې د آزاد تجارت لپاره خپل ټول امكانات او لاري د غړو هيوادونو لپاره مهيا كړي، له دې سره به نور د پاكستان له لورې د ځكمنيو لارو بندول نا قابل توجيه وي. پاكستان پوهيديږي چې د افغانستان له غړيتوب سره به د هند صنايع او توليدات خامخا د افغانستان او منځنۍ آسيا هيوادونو ته د سيلاب په څېر جاري كيږي او بيا طبيعي ده چې د پاكستان وړوكى پنجاب (چې د پاكستان د صنعت تر ټولو ډېره برخه پكې ده) د هند د ستر پنجاب د بې شمېره صنعتي كارخانو تر اثر لاندې راځي. پاكستان پوهيږي چې د هندي مالونو په وړاندې په سيمه كې سيالۍ نشي كولى، نو ځكه يې ټول زيار دا وي چې له هند سره د اړيكو په خړپړتيا كې دسيمې ماركيټ په خپل كنترول كې او د هند له نفوذ ليري وساتي.
اما تر كومه ځايه چې د افغانستان د غړيتوب نور اړخونه دي هغه هم بايد په پام كې ولرو. د سارك غړي يواځي افغانستان ته د ترانزيتي پل په سترگه نه گوري. افغانستان هم داسې هيواد نه دى چې د سارك پر غړو بار وي، بلكې په افغانستان كې ډېر عظيم امكانات، طبيعي زيرمي، د پانگي اچوني امكانات، د پايپ لاينونو د ترانزيت امكانات او گڼ نور امكانات شته چې د سارك ټولو غړو ته يې گټه رسيدلى شي. كه چېرې د سارك غړي په افغانستان كې پر پانگوني بوخت شي نو يقيناً چې دا به يو داسې گټور فصل وي چې د سارك په مړاندې كالبوت كې به يوه نوي ساه وچلوي. افغانستان اوس هغه مړ او ويده هيواد نه دى چې د چا په درد ونه خوري، افغانستان پدې لحاظ هم مهم دى چې ((غير اټومي)) هيواد دى، او جالبه دا چې د شاوخوا څو اټومي هيوادونو په مينځ كې واقع دى. معنا دا چې له سياسي پلوه افغانستان د سيمې د ((امن كور)) په توگه ټولو گاونډو هيوادونو ته د امنيتي او سوله غوښتونكي سالون په توگه كارول كيداى شي.
د سارك غړي هيوادونه كولى شي د افغانستان د ترانزيتي لارو تر څنگ د دې هيواد له غني زيرمو څخه اوږد مهاله گټه پورته كړي او پدې برخه كې پراخه پانگونه ممكنه ده. په افغانستان كې د پترولو، اوسپنې، گاز، مس، زغال سنگ، جست، القلي، فولاد او... ډېرې غني زيرمي دي. د ۱۹۶۰ كلونو د فرانسويانو او المانيانو د احصائيو له مخې په افغانستان كې د نفت او گازو دومره زخيري شته چې ظرفيت يې د ۱۵۰ كلونو لپاره كفايت كوي. بلې خوا ته افغانستان د زراعت لپاره ډېرې پراخې ځمكې او ځنگلونه ليري. د سارك ټول غړي كولي شي د زراعتي تجاربو د تبادلې تر څنگ د متبادل تجارت له مخې د افغانستان د معدني منابعو په استخراج كې شراكت ترلاسه كړي.
د سارك له غړيتوب سره د آسيا په ټولې سيمې كې هيڅ داسې مطرح سازمان نشته (پرته له شانگهاى) چې افغانستان يې غړيتوب ونلري. افغانستان كولى شي د سارك او ايكو له غړيتوب څخه عملي گټه پورته كړي، خو دا ټول هغه مهال ممكن دي چې په هيواد كې سياسي ثبات په بشپړه توگه ټېنگ شي.
په سارك كې د افغانستان غړيتوب كه څه هم عجالتاً څه ثمر نشي راوړلى، خو تر ټولو مهمه گټه يې د افغانستان لپاره دا ده چې پدې هيواد كې به اقتصادي كارو بار پراخ شي چې ورسره به د هيواد امنيتي وضعه بهبود ومومي.
ماخذونه