مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-10-07   مخپرونکئ : عبدالله احسان

افغانستان ته پخپله افغانانو په ټيټه سترګه کتلي

احمد فريد ( ثمين ) دPhD کانديد

 

احمد فريد ( ثمين ) دPhD   کانديد

                            پېښورپاکستان

 

كه د تاريخ پاڼي به ځير سره راواړو نو دا تريخ حقيقت به د لمر به شاني راته جوت شي چي موږ افغانان

 تراوسه پوري  په دې نه  يو پوهيدلي  چي اخير موږ هم هيواد لرو او دا هيواد پر موږ  حق لري. هر يو مو له واړه نيولې تر زاړه پوري دا چيغي وهي چي دې ډلي د افغانستان سره ظلم وکړاو دې بلي ډلي د افغانستان شتمني لوټ کړې مګر يوه هم دا ونه ويله چي دا " ما" او " تا" د گران افغانستان سره څه وکړه؟ آيا افغانستان ته مو كوم نوم وګټۀ؟ آيا كوم داسي كار مو وکړ چي د افغانستان حيثيت او وقار پرې اوچت شي؟ آيا همدا " زه" او " ته" نه و چي همدا ډلي مو تاييدولې؟؟ چا مو د روسانو لمن ونيوله او چا مو د غربيانو او ټولو په کډه دافغانستان د ورانولو لپاره پښې را بډ وهلي. كه "زه" او " ته" نه و نور نو څوك و چي گران افغانستان يې راته وران کړ آيا پېريان ول ؟؟؟

ايا همدا زموږ افغانان نه وو چي سره روسان يې افغانستان ته رادعوت کړل؟ ايا همدا زمونږ خپله افغانان نه وو چي د روسانو سرهپه گده يي زموږ هيواد راته ويجاړ کړ او په ميليونوافغانان يې راته شهيدان کړل ؟ايا همدا زمونږ افغانان نه وو چي فابريکې يې  راته وراني کړې ؟ ايا همدا زموږ افغانان نه وو چي زمونږ فقيرانه كورونه يي راته ويجار کړل ؟ ايا همدا زمونر افغانان نه و چي ټانكونه او جازونه يې را ته كباړ کړل ؟ مگر د حيرت خبره دا ده چي نن همدا ښاغلي بيا ځانونه د دموكراسۍ قهرمانان ګڼلي!!!! او نړيوالي ټولني ته وعده وركوي كه چيري دوي انتخابات وګټي نو افغانستان به د"دموكراسۍ بڼ" وګرځوي!!!

كه د رښتيا نه تير نه شو افغانستان ته هيچا هم خدمت نه دی كړی پخوانيو اميرانو او شاهانو مو يوازي عياشي کړې او بس. هغوي هيڅكله هم د افغانستان د ترقي خيال او سوچ نه دی کړيی. چا به يي د روسانو لمن نيولي وه او چا به يي هم د پرنگيانو او تل يي د خبل اقتدار د دوام به خاطر د مظلومو افغانانو ويني بهولي دي. آيا د افسوس خبره نه ده چي موږ تراوسه پوري يوه "ستن " نه شو جوړولاي ؟ آ يا د افسوس خبره نه ده چي موږ د تاريخ به اوږدو كي د خيرات خورو په شاني د نړيوالي ټولني څخه مرسته غوښتې ده؟ ايا د افسوس خبره نه ده چي سره لدي چي زمونر مشرانو دي هيواد سره هيڅ هم نه دي کړي مگر بيا هم مونر لاپي او شاپي  وهو چي پلاني شاه دا وکړه او هغه بل امير مو دا وکړه او ناري او سوري وهو چي پنځه زره كلن تاريخ لرو!!!

هوكي! منم چي تاريخ لرو مگرد تاريخ نه مو د وينو بوي راځي موږ د تاريخ په اوږدو كي لكه د گور چنجي يو له بله سره شخړي او جګړې کړي دي. دكرسۍ او اقتدار په خاطر مو د خپل سكه ورورغوږونه پرې کړي ،  سترگي مو ترينه راويستلي او سر مو ترينه غوڅ کړي دی. دا چي نن په هرات كي افغانانو يو بل سره پپوست کړه دا زموږ په تاريخ كي كومه نوې فاجعه نه ده دا راته د پلرونو او نيكو څخه به ميراث پاتي ده.

سپين ږيري افغانان مو وليدل چي د افغانستان د ناورين په هكله يي گيلې او شكوې كولې، زما ملگري سپين ږيرو ته ور جخت شو او داسي يې ورته وويلي :"پدر جان ! مسول اين همه قتل و كشتار شما هستيد اين شما بوديد كه ما را با مهر و محبت مهين نه پرورانيد. اين شما بوديد كه يك روز هم براي ما نه گفتيد كه افغانستان كشورماست و اين ميهن برما حق دارد. اين شما بوديد كه يك فرزند تان خلقي و برچمي شد و فرزند ديگر تان مجاهد اين شما بوديد كه يك فرزند تان با يك گروه و فرزند ديگر تان با گروه ديگر همسنگر شد اگر الحق شما با اين كشور مهر و محبت مي داشتيد ما با مشكلات كنوني دست و گريبان نه مي بوديم......."

په رښتيا  چي دافغانستان د ناورين اصلي عامل دادی چي مونږ به ملي روحيې سره نه يو روزل شوي. يوه ورځ مو هم مور او پلار راته ونه ويلي :" زويه ! ته د افغانستان يې او دا ملك درباندي ډير حق لري پام كوه چي ورسره خيانت ونه کړې" يوه ورځ مو هم په  خپل مكتب كي ملي ترانه ونه ويلي يوه ورځ مو هم مور او پلار دې ته ونه هڅولو چي په خپل  كور خپله ملي جنډه ورپوو. يوه ورځ هم چا راته ونه ويلي چي افغانستان په نړۍ كي ورسته پاتي هيواد دی او موږ يې بايد به ساينس او تكنالوژۍ سمبال کړو .

زه به هيڅکله هم هغه ترخه شېبه له ياده ونه باسم چي زما ماشومي خور د پاكستان دازادۍپه ورځ زما نه ده پاكستان جنډه غوغوښتله او ما به ورته ويلي:" خوركي دا دپاكستان جنډه ده موږ پاكستانيان نه يو موږ افغانان يو او خپله جنډه لرو." او هغې به بيا رانه پوښتنه كوله :" نو ولي موږ يې په خپل كور نه رپوو او ولي موږ جان جان افغانستان نه لرو؟؟"

خدايږ چي زموږ پر حال ژړا پكار ده موږ گران افغانستان ته ډير په ټيټه سترگه كتلي دي .زه له بل هيچا نه گيله نه لرم زه يوازي له خپل ځان  او نورو افغانانو څخه گيله منم يم موږ تراوسه پوري دې هيواد ته ده هيواد په سترگه نه دي كتلي او كه كتلي مووای نو نن به داسي خوار او زاز نه و.

ده پښتو خوږ ژبي شاعر ملنگ جان داسي وايي:

"زه ستاسو ننگ ناموس يم تاسي ما نه مخ پهشاشوې

واړه مي غېږ كي لوي کړی اوس له ما نه بې پروا شوې"

رښتيا هم چي موږ خپل گران هيواد افغانستان له ياده ويستي او داسي فكر نه كوو چي موږ هم افغانستان لرو څوک مو پاكستانيان شول څوک مو ايرانيان شول څوك مو غربيان شول او څوک مو عربان شول . د نړۍ نورو هيوادو ته وگوری چي څومره يې پرمختگ کړی او څومره يې خپله ژبه او فرهنگ ټينګ ساتلي دي  مگر موږ تراوسه د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ خيال او سوچ نه دی کړی او داسي فكر كوو چي نړيوال به يې راته جوړکړي. خوږه پښتو  او دري مو هيره کړي او د انگريزۍ شنه طوطيان يو.

اي پښتنون خانه! اي تاجك خانه! اي هزاره خانه !اي تركمن خانه! اي ازبك خانه! تا ته وايم راځه ده خان خاني څخه تير شو او دا مظلوم هيواد د بې سوادي او عدم پېشرفت  له كندي څخه راوباسو. " زه" او " ته " به هلته رښتيني خانان شو او كروزينونه او موبايلونه به راسره خوند وکړي كه چيري مو په خپل  لاس او زيار سره موټر او ټيلفون  جوړ کړ او پرې ليكلي مووي" د افغانستان ساخت"

اوكه همداسي د غفلت په خوب ويده وو نو نه به " زه " خان يم او نه هم " ته" او كه ځانان خانان ګڼو نو دا به مو لوی حماقت وي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery