مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-10-09   مخپرونکئ : عبدالله احسان

که شپه تياره ده خومڼې په شمار دي

ليکنه حبيب الله غمخور / د عکسونو ټاکنه عبدالله احسان

ليکوال حبيب الله غمخور مالمو سويډن  

دعکسونو ټاکنه او ډيزاين : عبدالله احسان

د روان لمريز کال د تلي دمياشتي پر ١٦مه نېټه د اريايي ويبپاڼي په خپرونه کي ښاغلي احمد جانباز يوه مقاله د (( معيار های افغاني انتخاب ريس جمهور در افغانستان )) تر نامه لاندي خپره کړيده .

دا مقاله په داسي حال کي خپريږي ، چي په دوهمه ورځ يې افغان ولس د ولسمشرۍ ټاکلو لپاره د رايو ورکولو مرکزونو ته ځي .

زه د ښاغلي کرزي پلوی نه يم او نه هم د نورو ښاغليو کانديدانو سره کوم  شخصي اختلاف لرم ولي هر څه بايد د انصاف له مخي انعکاس ومومي ، او څېړل شي  . ددې مقالې ښاغلي ليکوال چي دليکني له متن څخه يې د پښتنو سره کرکه له ورايه مالوميږي په خپله ليکنه کښي ټول هغه منفي او ناوړه خصلتونه او صفتونه چي يو سياست وال يې بايد ولري په ښاغلي حامد کرزي پوري تړلي دي ، ولي بالعکس عالي او وړ خصوصيات يې دده د نظر پولوو ښاغلي پدرام ، جنرال دوستم ، کانوني ، محقق ، اصفي ، ندايي ، او نورو ته منصوب کړي دي . ښاغلی ليکوال بېله دې نه چي د کلام عفت وساتي او د ليکوالۍ دود او عنعنې ته ددرنښت په سترګه وګوري ليکي : ( اګر معيار برای کانديد بودن به رياست جمهوري : رشوت خوري ، سوختاندن خانه ها ، دروغ ګفتن ، وابستګي به خارج ... وامريکا ، طالب بودن ، داشتن بد ترين برنامه، سروت ، عوام فريبي ، رشوت ، بارديګاردهای خارجي ، دفاع از طالبان وګلبدين ، معامله بر سر استقرار ، ترسوتراز ، چپن وکلاه قره قل ، مداخله خارجي ... او داسي نور ناوړه صفتونه !

بيا ليکي چي : اګر معيارکانديد بودن بهترين برنامه ، نيکنامي ، صداقت سياسي وکفايت کار ، جهاد ، نطاقي ، شعار جزاب ، بيان واقعيت تلخ ، سيماي زيبا ، زبان فارسي ، تجربه کاري  ... او نور ښه صفتونه ، بيا نو ښاغلی پدرام ، جنرال دوستم ، محقق ، نداي ، اصفي ، قانوني ، او نور کولای شي  د راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکل شي .

ښه به داوای چي ددې مقالې هري کلمې او جملې ته مفصل جواب ويل شوی وای ، خو له بده مرغه د وخت د کموالي او د موضوع د حساسيت  له امله غواړم لنډ جواب وليکم . که چيري هر هغه څوک چي د معقول اوسالم عقل خاوند دامقاله ولولي نو دا به ورته جوته شي چي د مقالې په ليکلو کي ليکوال د زيات تعصب اوکرکي نه کار اخستی دی .

ښاغلی احمد جانباز !

نه پوهيږم چي دا مواصلي نوم که مستعار دی ، که چيري تاسو ليکوال ياست په دغو شرايطو کي چي په هيواد کي د پرديو په لمسون په بېلابېلو شکلونو اوبهانو د دموکراسۍ د پلي کيدو مخه نيول کيږي او دهيواد دبې ثباتۍ لپاره بهرنيان دخپلو لاسپوڅو په وسيله چي ځيني يې په اصلاح رهبران ، ټوپکيان ، قومندانان ، اميران ، اوځيني يې بيا ليکوالان   ، پوهان اوسياستوال ځانونه بولي داسي کارونه سرته رسوي چي موخه يې د هيواد بيا ويجاړونه ، ملي اختلاف ، او افغان ويشنه ده . همداکسان دي چي په زياته  ځېرکۍ اوهوښيارۍ د افغان ولس د يوه غټ قوم ( پښتنو ) پر ضد يې له هيڅ ډول دښمنۍ اوکرکي نه لاس نه دی اخستی او قسم يې خوړلی چي د پښتنواو ملي يووالی پر ضد به په خپل ټول توان اوطاقت هڅي وکړي .

زه د کوم سياسي ګوند ، غړی نه يم ، او نه هم د قوم پرسته  تنګ نظره سره کومي اړيکي لرم ، او نه هم د نورو قومونو او نورو ژبو د ويونکو سره کوم اختلاف لرم ، بلکي بالعکس په هيواد کي ټولو لږکيو قومونو ته ددوی دونډي د اصل پر اساس ددرناوي په سترګه ګورم ، او نه غواړم  ستاسو دمنلو کسانو په شان پر ژيه ، قوم ، منطقې ، او مذهب سياسي تجارت وکړم . داځکه په دې پوهيږم چي پښتانه ، تاجک ، ازبک ، ترکمن ، هزاره ، چهارايماق ، نورستاني ، بلوڅ  ، هندوان او نور ټول ددې خاوري اوسيدونکي دي ، داچي دالږکي قومونه د تاريخ په کومو دورو کي دې خاوري ته راغلي او مېشت  شوي دي د اوسني سوال اومعضلې حل نه دی ، او نه غواړم  دا مسئله اوس په دغو حساسو او سرنويشت سازه شېبو کي چي زموږ د هيواد او افغان ولس لپاره حياتي ارزښت لري وڅېړم ، ځکه داشان څېړني کله کله  ملي بدمرغي راولي او ولس  د يووالي پرځای ملي بيلتون ته ورټېل وهي .

له بلي خوا په دې ټينګ باور اوايمان لرم چي داستاسو په شان ليکوال ، سياست کوونکي ، په خپل قوم کي هم ځای اواعتبار نلري ، ځکه تاسو په زياته وارخطائی سره دهغوی څخه ددفاع ډبره پرټټر ټکوی ، کله په يوه اوکله په بل نامه په زياته ځيرکۍ سره ځانونه د ازبکو ، تاجکو ،ترکمنو ، هزاروو او نورو لږکيو قومونو ملاتړي بولی  ، دا په داسي حال کي چي ددغو قومونو غوڅ اکثريت ته ستاسو اوستاسو د علاقې وړ شخصيتونو کړني دلمر په شان روښانه دي .

راځو اصلي مطلب ته :ښاغلي حامد کرزي رښتيا هم  په خپلو کړنو کي زياتي تيروتني کړي دي ، هغه داچي :

١ _ هغه د هغه چاسره د پرديو په اشاره او مشووره موقته او عبوري اداره جوړه کړه چي افغان ولس د هغوی د غير انساني او افغاني ضد کړنو په پايله کي دې ته غاړه کښېښودل چي طالبان په هيواد کي واک تر لاسه کړي .

٢ _ قومندان سالاري اوټوپکسالاري ختمه نه شوه .

٣ _ په دولتي واک کښي د هغو کسانو مخه ونه نيول شوه کوم چي په لږکيو قومونو پسي يې ځان تاړه ، او پر هغوی يې په دولت کي د واک د ترلاسه کولو اوپه دولتي لوړو څوکيو کي د پاته کيدو په خاطر سياسي تجارت کړی دی .

٤ _ شمالي ټلواله په خپل واک او ځوا ک تر اوسه پاته ده .

٥ _ تورن اسمعيل خان اوس وزارت نه غواړي ، هغه ځکه چي دهرات حکمراني او دده په اصطلاح امريت يو طلايي چرګ دی .

٦ _ په هيواد کي له وسله والو ډلو ټپلو نه وسله ټوله نه شوه ، اومرکزي حکومت د همدغو ستاسو په اصطلاح  وړ اوښاغلو د مقاومت  او مخالفت په پايله کي تر محآلاتو ونه غځېد .

٧ _ ددې پر ځای چي پر افغان ولس تکيه وشي پر رټل شويو اوافغانانو لخوا ازمويل شويو له وطن نه ليرو کسانو باندي تکيه وشوه ، اوداسي نوري تيروتني .

٨ _ هرڅوک په دې ښه پوهيږي چي په دې وروستيو وختو نو کښي په راډيو ، ټلويزيون ، ورځپاڼو ، جريدو ، مياشتنيو ،او ويبپاڼو کښي يو شمېر متعصب ليکوال په خپلو ليکنو کښي د ګلبدين او طالب له نامه څخه په استفادې سره په واقعيت کي دپښتنو توهين کوي ، چي دا کله کله په قبيله سالارۍ او قوم سالارۍ هم نوموي  . ځکه د پورته يادي شوي مقالې ليکوال ليکي چي : که چيري پارسي ژبه دولسمشرۍ دکانديدلو لپاره معيار وي چي ٥٥  يا ٦٠ فيصده وګړي  خبري پري کوي نو د ليکوال دخوښي کانديدانو له جملې نه به يو اکثريت تر لاسه کړي ، ولي ښاغلی ليکوال دافغان ولس د ملي يووالي او احساس  نه دومره بې خبر دی چي نه پوهيږي ، کله چي د هيواد د سرنويشت او برخليک د ټاکلو مسئله مطرح وي ټول افغانان په يوه ږغ خپلي پخوانۍ خوابدۍ شاته پريږدي ، ولي د ملي ګټو څخه په زغرده دفاع کوي .

 همداعلت دی چي د افغانستان لوی اکثريت ( پښتانه ، تاجک ، هزاره ، ازبک ، ترکمن ، اونورو قومونو پوري تړلي له ښاغلي کرزي نه تر اوسه خپه دي .

ولي همدااوس ټول قومونه د يوه ملي مصلحت اواړتيا له مخي ددې په خاطر چي ستاسو د نظر وړ کانديدانو څخه يو هم  د ولسمشرۍ مقام ته ونه رسيږي د ښاغلي کرزي نه د ټولو خوابديو سره _ سره په يوه اواز خپل ملاتړ اعلانوي .

ځکه افغان ولس په دې ښه پوهيږي که چيري ستاسو د علاقې وړ کانديد ولسمشر شي نو داهيواد  به يوځل بيا د خپل منځي ، تنظيمي ، قومي ، مذهبي ، ژبني ، منطقوي  ، ځان غوښتني   جګړو ډګر وګرځي ، او دا هيوا د به يو ځل بيا پر ولايتو نو ، ولسواليو داسي وويشل شي چي هلته به هر واکدار اوټوپکسالار پاچا وي ، له ١٩٩٢ ز څخه د طالبانو تر حاکميت پوري وختونه دهيڅ افغان هير نه دي . تاسو ليکلي دي چي حامد کرزی خارجي اړيکي لري :ايا ستاسو دنظر وړ کسانو له جملې نه کوم يو له بهرنيو هيوادونو سره اړيکي نه لري ؟  ولي داسي فکر کوئ چي افغانان هغوی نه پېژني ؟ او د هغوی له بهرنيو اړيکو څه اګاهي نه لري ؟  له جنرال دوستم نه نېولې تر پدرام ، محقق ... او نداي پوري ټول د پرديو پر اوږو او بېلابېلو شکلونو، مرستواو همکاريو په پايله کي دا واک تر لاسه کړ چي ځانونه يې سره له دې چي افغان ولس  له ډيرو نه نفرت لري  او يا يې نه پېژني دولسمشرۍ لپاره کانديد کړل اوغواړي چي دهغه ولس ولسمشر شي کوم چي هيڅ څوک دهغوی په هکله هيڅ ډول مالومات نه لري . د ١٩٩٢ ز کال کي دډاکټر  نجيب الله د دولت د سقوط مسئله اوبيا د دغو پېژندل شويو ډلو اوکسانوواک ته رسيدل ، ايا دا د افغانانو په غوښتنه وه ؟ اوکه د پرديو په مستقيمو اوپټومداخلو اوملاتړ په نتيجه کښي هغوی  واک ته ورسيدل ؟ ايا پاکستاني جنرالان ستاسو دخوښي له حاکمانوسره وطن ته يو ځای رانه غلل ؟  ايا د خپل منځي جنګ جګړو په وخت کي هر وخت دغه ښاغلي ترکيې ، تاجکستان، ابکستان ، ايران ، پاکستان ، سعودي عرب ، فرانسې ، بلجيم ، امريکا اونورو هيوادونوته د مرستو تر لاسه کولو په خاطر نه تلل ؟ چا لومړی ځل له امريکايانوسره هغه پروتوکول لاسليک کړ چي په نتيجه کښي يې د امريکا د وسله وال پوځ موډرنه وسله په افغانستان کي وکارول شوه ؟ چا د ټنکيو امريکا ( Thank you America   )چيغي وهلې ؟ (( زما له دغه نظر نه داسي استفاده نه بايد وشي چي ګواکي زه په افغانستان کي د طالبانود رژيم د له منځه وړلو مخالف يم )) ولي زه ددې هم مخالف يم چي زموږ په هيواد کي هغه څوک دولتي واک تر لاسه کړي چي ملت هغه نه غواړي .

ايا دابه افغان ولس هير کړي چي يوازي د کابل په ښار کي په لسګونو زره ښاريانو ژوند د واک د ترلاسه کولو په خاطر قرباني شو ، دافغاني پيغلو پرعفت تيری وشو ، افغانان په بېلابېلو ډولونوشکنجه او ووجل شول . د ١٩٩٢ زکال راپه دې خوا يوازي دکابل په ښار او دهيواد په لويو مرکزونو کښي داسي چور اوچپاول وشو چي نه يې دولتي چوکۍ اوميز پر ځای پرېښود او نه يې ملي دارايي ، ملي موزيم ، او نه هم ملي ارشيف په امن کښي پاته شو ، بلکي د نړيوالوخبري  رسنيو د استناد پر اساس زموږ ټول ملي وياړونه او اثار د پاکستان ، ايران ، عربي هيوادونو ، اروپا ، کاناډا ، هند ، اونورو هيوادونو په بازارونو کي خرڅ شول چي دا ملي غميزه به تر څو چي يو افغان ژوندی وي هيره نه شي . ايا ډله ايزي وژني اوپه کانتينرونو کښي انسانانو ته اور اچول يا د ژونديو پر سر ميخونه وهل دا به څوک هير کړي ؟

 

 

 

 

 

 

داجنايات په دې پاکه خاوره  او ددې مظلوم اوبا عفته ولس په مقابل کي دومره شوي چي ليکل يې په کتابخانو کي نه ځائيږي ، اوکه څوک د هغه په اړه دقيق فکر وکړي وطني اوانساني مينه به هغه ليونی کړي .

چا د لومړي ځل لپاره د ګلبدين اوطالبانوسره د همکارۍ پروتوکولونه لاسليک کړه ، او بيګانه وو ته يې د افغانستان سپېڅلی تابعيت ورکړ ؟ د چا دلاسه دا اوس د نړيوال ځواک په شتون کي افغاني پېغلي اوميرمني  ځانته اور اچوي اوځان وژني ته حاضريږي ؟ دکومو محلي  واکداررانو او جنګسالارانو د سلطې په پايله کي افغانستان د هيروئينو ، چرسو ، اونورو مخدره موادو د کښت ، توليد ، تجارت ، او قاچاق په مرکز بدل شو ؟ .

هر څوک په دې ښه پوهيږي چي څوک دافغانانوله بدمرغيو نه د خپلو سياسي تنظيمي اونظامي ګټو د ساتلو لپاره استفاده کوي . ايا استاد خليلي احمد ولي مسعود ، احمد ضيا مسعود ، پيرصاحب ګيلاني ، سيد احمد ګيلاني ، حضرت مجددي ، عبدالحسيب ارين ، اونور دا ټول څوک دي ؟ او په کومه ژبه خبري کوي  ؟ د څرګنده ده چي دا پورته يادشوي ښاغلي په فارسي ژبه ږغيږي  ، ولي د ولسمشر د ټاکلو مسئله د ژبني اړيکو پر اساس نه شي حل کيدلای .

زما په غټ ګمان په دغو حساسو اوبرخه ليک ټاکونکو شرايطو کي هر افغان او هر هغه څوک چي د افغانستان د ملي او نړيوال اعتبار سره علاقه ولري دنده لري چي داسي ليکني وکړي اوداشان سياست مخته بوزي کوم چي موخه يې د افغان ولس خوښي ، دافغانانو ملي يووالی ، په افغانستان کي دسولي اودموکراسۍ تامين ، د ژړيدلي کونډي اويتيم  اوښکي پاکول  ، او ماشوم ته د ښوونځی اوروغتون  برابرول د ملي تفاهم لپاره د هيواد د بيا رغوني په خاطر تلاښونه وي  .

په دې بايد هر څوک پوه وي چي  افغان ولس سره چي تر بلي هري ورځي پوه ، بيدار ، او هوښيار دی ټول ډير ښه پېژني ، که چيري داسي ورځ راشي چي ددې  ټوپکيانو او پاټکسالارانو د وسلې خوله ددوی له ټنډي نه ليري شي او دوی ځانونه د خپل ګران هيواد افغانستان اصلي اوسيدونکي اوبرخليک ټاکونکي احساس کړي بيا به وګورو چي دوی چاته درناوی کوي اوڅوک خپل ولسمشر ټاکي .

 

 

معيارهای افغانی انتخاب رئيس جمهور در افغانستان

په اريايي ويبپاڼه کي د احمد جانباز خپره شوې ليکنه

 

 

در افغانستان 18 کانديد در ميدان رقابت بر آمدند. 18 شخصيت و هژده برنامه که متعلق به فرهڼها و نژاد های افغانستان می شود ازيک طرف چانس انتخاب بيشتر است، اما از جانبی دېر تقسيم آرا ميان آنها انتخابات را به دور دوم می کشاند.

مردم در هر انتخابات هم خواستهای مشترک و مشکل مشترک دارند و هم تفاوت های زيادی از لحاظ ذوق و ديدگای شان پيرامون برنامه ها و شخصيت ها دارند. در واقع تنوع تقاصاها و تنوع کانديد ها يکی از ويژه گی های انتخابات افغانستان می تواند باشد.

صرف نظر  تقاضا های مشترک يعنی ثبات، رفاه، وحدت ملی، اسلام و دموکراسی،در بسياری زمينه ها  خود مردم رقيب يکدېر اند. چنانچه طرفداران برخی کانديدها بر طرفداران رقيب در برخی موارد درگير می شوند.

 معيار های احتمالی انتخاب کانديد ها توسط مردم :

1)اگر قرار شود مردم به بهترين برنامه ها رای بدهند، فکر می شود آقای محقق، قانونی، دوستم، همايون شاه آصفی، ندايی و  مسعوده جلال خواهد بود. در ميان همه برنامه آقای محقق جالب تر به نظر می رسد. زيرا او يک برنامه جامع تر که بر بنياد يک سيستم و يا در چارچوب يک نظام ملی که متضمن ثبات ، وحدت ملی و توسعه اقتصادی است،طرح کرده است.در حاليکه بسياری برنامه ها کمتر جنبه عملی دارد و بيشتر آرمانی و حتا شعار گونه اند.

3) اگر قرار شود به بد ترين و مضر ترين بر نامه رای داده شود برنامه  کرزی  خواهد بود. چنانچه او با بی علاقگی، بی پروايی و خيلی متکبرانه در اخيرين روز ها در اثر پافشاری برخی ها  شتاب زده آنرا قرائت کرده و حتا حق سوال کردن را هم به کسی نداد و گفت من وقت ندارم کدام وقت دېر همراه تان مصاحبه می کنيم. يعنی بعد از برنده شدنم. واقعيت اينست که او در سه سال گذشته عادت به بی برنامگی کرده بود و هر حرکت را عاجل خليلزاد برايش طرح و خود او عملی می کرد و خود کرزی مصروف نوشيدن چای سبز با بابای ملت بود و يا مصروف نوشيدن وسکی با بادی گارد های آمريکايی اش. 

2) اگر قرار شود معيار انتخاب برای مردم شخصيت نيک نام و شايسته مطرح باشد فکر می شود چندين شخصيت را در ميان کانديدان می توان يافت که در گذشته در جڼ ها و ماجراهای افغانستان دست نداشته اند و می توانند مبرا از ايڼونه اتهامات باشند. بگونه مثال آقای نجرابی، ندايی، پدرام، مسعوده جلال، آصفی و يک تعدادی معدودی دېر؛

3) اگر معيارصداقت سياسی و کفايت کاری در انتخابات مطرح باشد ممکنست آقايان قانونی و محقق با توجه زحمات شان در حکومات موقت و انتقا لی بی نياز باشند. در حاليکه ممکنست آقای کرزی با توجه به عدم صداقت با مردم و همکارانش در سه سال  گذشته  و هم بحيث يک رهبربی کفايت که همه فرصت های طلايی کمک های جامعه جهانی را به حدر داده به مشکل بتواند با اين معيار ها  سازگار باشد.. در همين سلسله کانديدان دېر ممکنست استعداد و صداقت شانرا در حکومت آينده به اثبات برسانند.

4) اگر معيار اشتراک در مقاومت ملی ضد تروريسم ، طالبان و پاکستانی ها باشند شايد بهتر تر از آقايان قانونی، محقق، جنرال دوستم، حفيظ منصور و لطيف پدرام( در عرصه قلم) در ميان کانديدان پيدانشوند؛

 

5) اگر جهاد معيار قرار داده شود کانديدان زيادی مثل آقايان قانونی، محقق، منصور، کرزی و احمد شاه احمدزی در پيشاپيش همه قرار خواهند گرفت.

6) اگر معيار طالب بودن باشد شايد شايسته تر از کرزی صاحب نباشد.

7) اگر معيار وابسټی به خارج باشد بدون شک کرزی صاحب با همکاری تڼاڼش با آمريکايی ها برنده انتخابات خواهد بود در حاليکه آقايان گيلانی عراقی زاده با سابقه طولانی همکاری یا آی اس آی و حتا گفته می شود او کانديد از طرف پاکستان است و احمد شاه احمد زی با پاکستان و وهابی ها بهترين برندگان انتخابات خواهند بود.

8) اگر معيار ثروت و سرمايه باشد بدون شک کرزی، گيلانی و احمد زی بازهم ميدان را از دېران به آسانی می برند.

9) اگر معيار عوام فريبی، دروغگويی و فتنه گری باشد برنده واقغی انتخابات کرزی خواهد بود.

10) اگر معيار تبليغات از رسانه های خارجی و رسانه های دولتی باشد بازهم ميدان را کرزی صاحب می برد. چنانچه مطابق به گزارشات بی  بی سی85% نشرات داخلی در خدمت آقای کرزی قرار دارند. در حاليکه 99.99% رسانه های غربی از نيويارک تايمز گرفته تا واشڼتن پست، از تايمز لندن گرفته تا هراد تريبون از سايت های انتر نتی بيش از10000به زبانهای اڼليسی، آلمانی، فرانسوی و اردو، از راديوی بی بی سی گرفته تا صدای آمريکا و از راديوی اروپای آزاد گرفته تا راديوهای پاکستان همه در يک جبهه واحد برای پيروزی کرزی وارد نبرد تاريخی با مردم افغانستان و کانديد های  دېر شده اند.

11) اگر معيار مدال و نشان باشد  ېانه برنده کرزی است. زيرا موصوف( به عوص خليلزاد بحيث همه کاره افغانستان که کرزی صاحب را در بالای تخت نشانده و نمی گذارد که  حتا پشه سرچپن و قره قلی اش بنشيند) از  کشورهای حامی اش  به پاس وفاداری اش به آنها بدست آورده است. چنانچه در تازه ترين مورد مدال رئيس جمهور شايسته را از کشور آلمان به اشاره واشڼتن در يافت نمود. خدا کند در پنج سال آينده آلمانی ها پشيمان نشوند و مدال شان را از آقای کرزی پس ڼيرند.

12) اگر معيار رشوت ، تطمع و مذاکرات پشت پرده باشد شايد شايسته تر از کرزی در ميان کانديد ها نباشد.

13) اگر معيار سوختاندن خانه های مردم به امر روسای قبايل باشد در آنصورت کرزی ېانه برنده ميدان خواهد بود.

14) اگر معيار دوسيه سازی باشد شايد ماهرتر از کرزی نباشد.

15) اگر معيار بادېارد های خارجی باشد برنده واقعی کرزی خواهد بود.

16) اگر معيار دفاع از طالبان، گلبدينی ها باشد بازهم ېانه برنده کرزی است

17) اگر معيار  مشارکت پاکستانی ها در اتخابات باشد بدون شک برنده کرزی است.

18اگر معيار جبونيت، غرور فروشی و معامله بر سر استقلال افغانستان باشد بازهم کرزی برنده است

19)اگر معيار انتخاب بهترين سمبول در ميان کانديد ها باشد، سمبول ترازوی عدالت کرزی برنده خواهد بود و اين در حاليست که خود موصوف به آن هيچ عقيده ندارد.

20) اگر معيار نطاقی باشد آقايان قانونی، پدرام،، مسعوده جلال ، گيلانی و محقق پيش اهڼ خواهند بود.

21) اگر معيار شعار های جذاب باشد پدرام  پيښام خواهد بود.

 

22) اگر معيار بيان  واقعيت های تلخ  و عدالت واقعی قومی باشد بهتر تر و شجاع تر از پدرام نمی توان در ميان کانديدان يافت.

23) اگر معيار جڼسالار بودن باشد شايسته ترين جڼسالار اما ترسو تراز کرزی پيدا نخواهد شد.

24) اگر معيار چپن و کلای قره قلی باشد بدون شک برنده  انتخابات کرزی است ......

ددې ليکني د پاتي برخي د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery