محمد سلیم
زمریالی
هلمند ولایت د افغانستان په جنوب لویدیځ کی واقع دی د مرکزی اح صايی د راپور له مخی په ۲۰۰۶ زیږدیږ کال کی يی نفوس څه د پاسه ۷۹۹۰۰۰ تنو ته رسیده، د هلمند ولایت مساحت ۶۱۸۲۹ کیلو متر مربع مساحت لری چی د افغانستان تر ټولو لوی ولایت ګڼل کیدای شی، د هلمند ولایت اکثریت اوسیدونکی پښتانه دی بلوڅ او دری ژبی یی اقلیت دی، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار دی او ۱۲ ولسوالی لری چی عبارت دی له:
۱- نادعلی
۲- ناوه بارکزای
۳- ګرمسیر
۴- خانشین
۵- دیشو
۶- نهرسراج
۷- سنګین
۸-
نوزاد
۹- واشیر
۱۰- موسی قلعه
۱۱- کجکی
۱۲- باغران
هلمند ولایت د جنوبی ګاونډی هیواد پاکستان سره ګډه پوله لری، کولای شو چی هلمند ولایت په دری برخو وویشو لکه
۱- شمالی هلمند
۲- منځنی هلمند
۳- جنوبی هلمند.
۱- شمالی ه
مند یا په عامیانه اصطلاح د ډامبر پورته خوا ده له سنګین، نوزاد، واشیر، موسی قلعه، کجکی او باغران و
سوالی، د هلمند ولایت تر ټولو لوی قوم د علیزو قوم دی او ورسته له هغوی په ترتیب سره نورزی، بارکزی او اسحق
زی قومونه دی. د شمالی هلمند د موسی قلعه، کجکی او باغران ولسوالی اکثریت اوسیدونکی چی د هلمند ولایت (%23.5) د
نفوس تشکیلوی اکثریت علیزی قوم دی، د شمالی هلمند د نوزاد ولسوالی اکثریت اوسیدونکی چی د هلمند ولایت (%5.6) د
نفوس تشکیلوی اکثریت نورزی قوم او ورسته اسحق زی قوم دی، د شمالی هلمند واشیر ولسوالی اکثریت اوسیدونکی چی د
هلمند ولایت (%1.7) تشکیلوی اکثریت نورزی قوم دی او د شمالی هلمند سنګین ولسوالی اکثریت
اوسیدونکی چی د هلمند ولایت (%6.6) تشکیلوی اکثریت الکوزی او ورپسی اسحق زی قوم دی.
۲- د منځنی هلمند ولسوالی عبارت دی له نهرسراج، د لښکرګاه ښار او نادعلی ولسوالی، د منځنی هلم ند نهرسراج ولسوالی اکثریت اوسیدونکی چی د هلمند ولایت (%12.9) د نفوس تشکیلوی بارکزی قوم دی. لښکرګاه د هلمند ولایت مرکز اوسیدونکی چی د هلمند ولایت %11.2) د نفوس تشکیلوی اکثریت بارکزی قومی دی او د نادعلی ولسوالی اوسیدونکی چی د هلمند ولایت (%13) د نفوس تشکیلوی اکثریت قوم خروټی او ورپسی دوتانیان دی.
۳- جنوبی هلمند یا په عامیانه اصطلاح د ډامبر کښته خوا عبارت ده له ناوی با کزای، ګرمسیر، خانشین او دیشو ولسوالی. د ناوه بارکزای ولسوالی اوسیدونکی چی د هلمند ولایت (%10.3) برخه د نفوس تشکیلوی اکثریت بارکزی دی، ګرمسیر ولسوالی اوسیدونکی چی د هلمند ولایت (%9.7) برخه د نفوس تشکیلوی په ت تیب سره اکثریت نورزی او علیزی دی، خانشین او دیشو ولسوالی اوسیدونکی چی د هلمند ولایت( %5.2) برخه د نفوس
تشکیلوی اکثریت اسحق زی دی.
ه مند د طالبانو تر نسكوريدو وروسته:
كله چي طالبانو د ائتلافي ځواكو د ب يد وروسته په ۲۰۰۱ كال كي د هلمند نه پښي سپكي كړي په هلمند ولايت كي ملا شير محمد اخند د مركزي دولت له خوا د والي په توګه وګمارل شو، ملا شير محمد د محمدرسول اخند د هلمند د پخواني والي او جهادي قومندان زوي په قوم عليزي او د هلمند ولايت د كجكي ولسوالي د نيچي د سيمي اوسيدونكي دي نوموړي د ملا نسيم اخند او ملا غفار اخند وراره دي چي د حركت اسلامي وتلي څيري وي دوي په وار سره هر يو د هلمند د ولايت په څوكي كيښناستلي دي همدا راز د نوموړي د پلار محمد رسول اخند په اړه ويل كيږي چي كله په ۱۹۹۳ کښی د ډاكترنجيب الله دولت ړنګ شو او هلمند و ايت مجاهيدينو ته ورسيد ډير ناخوالي پيښي شوي چي په همدي وخت كي ملا محمد رسول اخند د هلم ند اوسيدونكي په ځانګړی توګه د ډاكټر نجيب د دولت مامورین له مرګه وژغورل.
م اشيرمحمد اخند د طالبانو په دوران كي د پاكستان په كوئټي په ښار كي اوسيده د نوموړي اكا ملا غفار اخند د هلم ند ولايت پخواني والي په كوئيټي ښار كي ترور پدی هکله ویل کیږی چی ملا غفار اخند دی ګواکی د طالبانو لخوا ترور شوی وی همدا راز ملانسيم اخند د شير محمد اخند اكا د هلمند پخواني والي او د دفاع وزارت پخواني مرستيال د پاكستان په پيښور ښار كي ترور شو د نوموړي په هكله داسي ګنګوسي وي چي ګواكي د حزب اسلامي حكمتيار د ډلي لخوا ترور شوي دي. د شير محمد اخند كورني چي په هلمند كي په قدرت كي پاته شوي وه او د جهاد د وخت وتلي څيري وي نو يو سبب د نوموړي د والي كيدو هم همدا كيداي شي. د نوموړي د ولایت دوره د طالبانو د نسکوریدو وروسته په هلمند كي تر اوسه پوري بي ساري دي ځكه چي نوموړي ډير با صلاحيته والي او تقريبا ددي سيمي د عمومي امير بڼه ئي درلوده نوموړي د طالبانو سرسخت مخالف د ولسمشر كرزي او امريكايانو نږدي همكار شميرل كيده همدا راز د موقتي اداري له پيل بيا تر ديسمبر ۲۰۰۵ كال تر پاي پوري د هلمند ولايت امنيت نسبت د لوديځي حوضي و نورو ولاياتو ته او نسبت و اوسني شرايطو ته ښه وو همدا راز د نوموړي د ولایت په دوره کښیه د بيړني لويي جرګي ټاکنی، د قانون اساسي د لويي جرګي ټاکنی، د ولسمشري ټولټاكني، د ملي شوري او ولايتي شوا ټولټاكني وشوی، د هلمند په ټوله ولسواليو كي د دولت د اداراتو فعاله وه، خو ځيني ستونزي لكه د تارياكو د كښت له مينځه وړل، د قاچاقو مسله، او كار اهل كار ته سپارل او ځينو نور مسايل د پامه غورځول شوي وه، په دولتي مهمو چوكيو لكه امنيه قومنداني، د ملي امنيت رياست، فرقه، مستوفيت، او ځيني نور.... داسي كسان وګمارل شول چي د د جهاد او خپل مينځي جګړو كي ئي ښه فعاله ونډه اخستي وه، زما په اند دا په خپل وختو زمان كي يو لازم امر وو ځكه چي دولت نه غوښتل چي پداسي حساسو شيبو كي چي د ترو يزم سره په جګړه بخت وو نور دښمنان دي هم ولري كيداي شي په همدي دليل دا كار شوي وي تر څو پخواني جهادي قوم ندانان او قومي مشران ځان ته نږدی كړي ، د نوموړي په وخت كي امنيه قومنداني له قومندان نه نيولي، معاون، امر دفتر، امر امنيت، معاون امر امنيت، مدير جنائي، په اكثره ولسواليو كي امنیه قومندانان، معاونين، جنائي مدي ان ټوله نورزي وه والي، معاون د والي، اداري رئيس ځيني ولسوالان بيا عليزي وه او د دولت ځيني چوكي باركزو ته هم وركړل شوي وي پاتي اسحق زي قوم شو چي هغوي ته په دولت کی واک نه وو ورکړل شوی.
د تارياكو موضوع شيرمحمد اخند ته زيات تاوان پيښ كړ سربيره پر دي چي د امريكا او ولسم ر كرزي همكاري د شير محمد اخند سره وه خو هغه ونشواي كړاي چي د تارياكو كمبله چي د هلمند ولايت او ټوله افغانستان نوم ئي په نړيواله كچه بدنام كړي ټوله كړي. د ميلينو ډالرو د لګښت سربيره دا پديده مخ په زياتيدو ده او كال نه بل كال ته ئي كښت زياتوالي مومي، داسي بريښي چي د تارياكو د كښت د وركيدو لاره د افغان دولت او نړيوالي ټولني څخه لاره وركه كړي ده، همدا تارياك وه چي د شيرمح مد اخند و وفاداري ته ئي زيان ورساوه، همدا تارياك وه چي دولت كمزوي كړي او د هلمند ولس د دولت سره په مقابل كي ودروي او هلمند و بي امنيتي ته سوق كړي، د طالبانو د دوری راوروسته دولت او نړيوالي داسي لار غوره كړه چي د تارياكو د ماتولو په مقابل كي به كروندګرو ته تاوان وركوي او كله چي تارياك مات شول نو پيسي د كرونګرو جيبو ته نه بلكه د ټوپكمارو او ځيني دولتي مقاماتو جيبو ته ولويدلي. چي پدي كار كي د قومي مشرانو رول هم تر نيوكي اندي راغلي، او دا هم دليل شو چي د تارياك كال په كال زيات شول او همدا راز د تارياكو اړولو موضوع سبب شوه چي عام وګړي د دولت سره ليري والي اختيارکړی.
دلته نوري خبري هم شته چي په هلمند كي د بي امني لامل وګرځيد هغه دا چي د امريكامتحده ايالاتو قومي مشران او په خاصه توګه ټوپك ماروته ډير زيات صلاحيتونه وركړل هغوي ته ئي ډيري زياتي وسلي هم وركړي په كال ۲۰۰۵ كي د ډي ډي ار د پروسي د ناكامه پلي كيدو ورسته چی پر ميلينو ډالرو لګښت هم پری وشو امریکانانو څه نا څه ۹۰۰ میله وسله پولیسو ته ورکړی چی زیاتره کیدای شی لا درکه وی او ډیر امکان شته د ټوپکمارو لاس ته ورغلی وی.
د ۲۰۰۵ زيږديږ كال كي چي كله د ملي شورا او ولايتي شورا ټاكني وشوي هغه هم په هغه توګه چي لازمی وی ونه شوی ډيرو ټوپك مارانو ولايتي شورا او ملي شورا ته لار وموندل په ډيرو ولسواليو كي له زور زیاتی نه كار واخسیتل شو، خلګ مجبور كړاي شول چي و ټوپك مارو او زورواکو ته رايه وركړي، ددي ټاكنو وروسته ك ه چي امريكايانو و برتانويانو ته واك وسپاره وخت په رارسیدو شو د ديسمبر په مياشت ۲۰۰۵كي شير محمد اخند له واكه ګوښه شو او د ولسمشر له خوا د انتصابي سناتور په توګه وټاكل شو، دا بدلون په داسي حال كي راغي چي د ملا يرمحمد اخند د ځاي ناستي لپاره ئي مناسب څوک نه درلود، مخكي وويل شول چي په هلمند كي د باركزو، عليزو، نورزو او اسحق زو قومونه په اكثريت كي دي، نو دداسي شخص چي هغه د لوي قوم استازيتوب كوي او تر حده زيات واك وركړل وي وي همدا راز د امريكايانو ښه چلند او همكاري جهادي قومندانان او مليشه او ډير قاچاقبران تقويه كړي وي نو په داسي وخت كي د نظامي قدرت درلودونكي او د قوم استازي لكه ملا شير محمد اخند ګوښه كول اسانه خبره نه ده ، دا كاربايد په تدريجي توګه شوي واي او د د ځاي ناستي لپاره بايد داسي شخص ګمارل شوي واي چي هغه د هلمند د اكثريت خلګو څخه استازيتوب كړي واي، د دیپلوماتیکو نیکو روابطو پر اساس يی نړیوالو مرستی جلب کړی وای، خو داسی ونه شول، مرکزی دولت انجنير محمد داود چي په قوم صافي وو د والي په دوګه وګماري د انجنير محمد داود په هكله ويل كيږي چي نوموړي پخوا د حزب اسلامي حكمتيار غړي وو او برتانویانو د نږدوهمکارانو څخه شمیرل کیده. په دي توګه چټكو بدلونونو خلا د قدرت را مينځ ته كړه برتانويانو لا خپل ځانونه نه وه ځاي پر ځاي كړي چي د هلمند په بيلابيلو ولسواليو كي په مخامخ جګړو كي ښكيل شول.
د نوي والي د
اتګ سره سم د دولت په لوړو چوكيو كي هم بدلونونه پيل شول چي خاص ئي په ۲۰۰۶ كي په امنيه قومنداني او ملي امنيت
رياست كي وه همزمانه په ولسواليو كي د پخواني واكدارانو ځپل هم پيل شول يا ددولت لخوا يا هم د مخالفينو لخوا
كه د پخواني والي ملا شيرمحمد اخند د اكا، وراره نږدي دوستانو او قومندانانو له مينځه وړل، د امير داد محمد
خان چي جهادي قومندان پخواني د ملي امنيت رئيس او اوس په ملي شورا كي د هلمند د خلګو استازي د كورني له مينځه
وړل چي دوه ورونه چي د سنګين ولسوال او بل د سنګين د ملي امنيت مدير، زوي او تر ۳۰ تنو زيات پلويان په سنګين كي
د طالبانو سره په مخامخ جګړه كي ښكيليدل چي ددولت لخوا ورسره هيڅ ډول همكاري ونه شوه او په پايله كي دوي له م
ينځه ولاړل(داخبری خپله امیر داد محمد په تلویزیونی مرکه کښی هم وکړی چی دوی له دولت نه مرسته وغوښته خو م
سته ور ونه رسیده.) همدا راز د امنيه قومندان عبدالرحمن جان ګوښه كول په ولسواليو كي د قومندانانو څخه واك
اخستل د هغوي پر كور كښينول بيا هم په داسي حال كي چي ښي پريمانه وسلي ئي درلودي،
د تارياكو سره د جدي مبارزي پريكړه، د بيا روغاموني كارونه په ولسواليو كي په ټپه دريدنه
ددي لامل شوه چي هلمند كي د دولت مخالفين ډير پلويان پيدا كړي او دولت په پرله پسي توگه ولسوالي له لاسه وركړي
او په ۲۰۰۶ كال كي د تارياكو كښت بي ساري زياتوالي ومومي، دولت او نړيوالي ټولني په هلمند كي د تارياكو د م
اتولو لپاره په ميلينو ډالره ولګول خو تارياك مات نشول د معلوماتو پر بنا دولتي چارواكو د تارياكو د ماتولو
په پروسه كي په سلګونو زرو افغاني د كروندګرو څخه بډي واخيستي چي دي كار د عام وګړو او كروندګرو خښم راوپا
اوه او د دولت له مخالينو سره ئي نور هم نږديوالي وموند چي په پايله كي ئي په هلمند كي ثبات له مينځه لاړ او بي
امني د غرونو څخه خپل لمن د ولسواليو مركزواو هان لښكرګاه ښار ته راورسوله او برتانوي ځواكونه په جګړه كي
ښكيل پاته شول. د څه دپاسه يوي مياشتي په جګړه كي د ښكيل پاتي كيدو وروسته په ۱۷ د اكتوپر ۲۰۰۶ كال په هلمند كي
د دولت له قومي مشرانو سره داسي تړون لاسليك كړ چي موسي قلعه ولسوالي و قومي مشرانو ته پاتي شوه ددولت مخا
فين او برتانوي ځواكونه تري ووتل. دي تړون برتانويانو ته د ساه اخستلو موقع برابره كړه او زمينه ئي مساعده
كړه چي دوي د هلمند له حالاتو په ښه توګه ځان خبر او اكمال كړي خو ها خوا بيا همدي تړون موسي قلعه د دولت مخا
فينو (طالب اورپكو) لپاره د تود بستر شکل غوره كړ، ددي تړون څخه په ګټي اخستني سره طالب اورپكو وكولاي شول چي
موسي قلعه خپل نظامي قرارګاه وګرځوي او له همدي ځايه د هلمند نورو سيمو ته مرستي وروسوي هان داسی ګنګوسی هم
ته چی طالبانو له موسي قلعه څخه ډير ځله د كندهار ولايت ژړي او پنجوائي ولسواليو ته مرستي رسولی او اكمالات
ئي کړی. ددي تړون بله ګټه و قاچاقبرانو ته هم وه چي وكولاي شي چي د هلمند او نورو ولاياتو تارياك په موسي قلعه
كي پروسس او نورو هيواتو ته وليزدوي، همدا راز د جګړي پر مهال دير خلګ اړ شول چي كور او كروندي خوشي كړي او د
ځان ژغورلو لپاره نورو ځايو ته پناه يوسي، مافيا او د دولت مخالفين كه طالبان دي او كه محلي ټوپك ماران چي ډي
عايدات ئي له تارياكو څخه دي لازم ئي وګڼل چي دا قرار داد لاسليك شي ځكه چي خلګو ته زمينه مساعده شي بيرته
استانه شي او خپل په ځمكو كي تارياك وكري ښكاره خبره د كه دا تړون نواي لاسليك شوي په موسي قلعه او موسي قلعه
ته نږدي ولسواليو كي به تارياك هم نواي كرل شوي نو ددي دلايلو څخه داسي بريښيده چي د موسي قلعه تړون لنډ م
هاله او د ځانګړو اهدافو لپاره ددواړو خواوو له لوري لاسليك شوي وو او ګمان كيږي چي قاچاقبرانو او طالب او
پكو دي دي تړون د رامينځ ته كولو لپاره قومي مشران او ځيني نور كسان هڅولي وي. لكه څنګه چي تړون د ځانګړو
اهدافو لپاره وو خپل مقاصدو ته د رسيدو ته د نيږديوالي سره سم تړون هم كمزوري كيدي همزمانه د امريكا متحده
ايالاتو ددي تړون مخالفت كاوه تړون چي څرنګه لاسليك شوي وو په هغه ډول پلي نه شو له يوي خوا طالبانو په موسي
لعه كي پراخ شتوالي درلود او له بلي خوا نړيوالي ټولني د بياروغاوني كومي وعدي چي كړي وي عملي نه كړلي تړون
څه د پاسه ۳ مياشتي دوام وكړ خو د بيا روغاوني بيلګه ونه ليدل شوه.
د تړون نه څه كم ۲ مياشتي وروسته د امريكا متحده ايالاتو او انګلستان تر مينځ اختلافاتو هغه وخت
زور واخيست او ښكاره شوه كله چی ولسمشر كرزي د هلمند والي چي د تارياكو پر خلاف مبارزه كي د برتانويانو له نږ
دي همكارانو او د موسي قلعه د تړون طراح ګڼل كيده له دندي ګوښه كړ، (انډپنډنټ برتانوي ورځپاڼه) په ۱۰ ديسمبر
۶ د برتانوي استخباراتي او نظامي قومندانانو له خولي ليكي چي د امريكا متحده ايالات په اعراق او افغانستان
كي د انګلستان دكړنلارو او پاليسيو مخالفت او لاسوهنه كوي.
د پام وړ خبره
دا هم ده چي برتانويانو د انجنير محمد داود ملاتړي وه ځكه هغوي انجنير محمد داود د تارياكو سره په مبارزه كي
خپل ملاتړي باله او پخواني والي ملا شير محمد څخه ئي سر ټكاوه چي په قاچاقو كي لاس لري په ۲۰۰۶ كال كي انجنير
محمد داود د هلمند والي وو، په هلمند كي و نورو كلونو ته پرتله ډير تارياك وكرل شول او د تارياكو د اړولو كم
پاين كي په ميليونو ډالره ولګيدلي همدا راز په ميليون افغاني له كروندګرو نه بډي واخستل شوي خو والي ونه شواي
كړاي چي ددي كارو مخه ونيسي نو د يو والي په شتوالي كي چي په ميليون هاوو روپي بډي واخستل شي او په كمپاين كي
هم ميليون هاوو ډالره لګښت وشي تارياك هم له مينځه ولاړ نه شي بر عكس تر نورو كلونو زيات شي نو سوال پيدا كيږي
چي ايا دا والي ريښتيا هم د تارياكو پر خلاف مبارزه کی صادق دي او پدي كاروبار كي لاس نه ل
ي؟ ایا محمد داود د قاچاقبرانو او مافیا لخوا څخه نه وو هڅول شوی چی د موسی قلعه تړون ته لاره هواره
کړی؟
په ديسمبر ۲۰۰۶ كي ولسمشر كرزي په قومونو چارو كي خپل سلا كار وزير د پكتيا او كنړ پخواني والي اسدالله وفا د هلمند د نوي والي په توګه وګماره، وفا د كندهار ولايت سرحدي ولسوالي سپين بولدك اوسيدوكي په قوم اڅكزي دي، د هلمند د نوي والي په راتګ سره عام وګړي ډير خوښ نه برښيدل ځكه چي هغوي په دي پوهيدل چي ترڅو په لوړه كچه امريكا، انګلستان ګډي پايلي ته و نه رسيږي او او پاكستان په بلوچستان او س حد ایالت کښی د تروریستانو
ځالی له مینځه یو نه سی، د والي په تبديلولو حالات نه ښه کیږی چی همداسی هم وشول ورځ تر بلی امنیت خرابیږی.
پدي وختو كي د موسي قلعه تړون نړيوال شهرت
موندلي وو او عام و تام خلګ دي ته ځير وه چي تړون به څنګه شي كله چي د تارياكو كښت پاي ته ورسيد او قاچاقبرانو
تارياك او هيروين نورو هيوادو ته ورسول سمدلاسه طالبانو په ۲ د فبوري ۲۰۰۷ كال د موسي قلعه پر ولسوالي وسلوال
بريد وكړ د قومي مشرانو څخه ئي واك واخيست او د موسي قلعه جنجالي تړون ته ئي د پاي ټكي كيښود همدا راز دوي خپل
سپين بيرغ د موسي قلعه پر ولسوالي اوچت كړ او ډير قومي مشران ئي اسير كړل. دوه ورځي پس په ۴ د فبوري ۲۰۰۷ كال په
هواي بمبار كښي ناټو ځواکونو په هوایی بمبار کی ملا غفور چی د موسی قلعه تړون دماتولو اصلی مهره ګڼل کیده
وواژه، ویل کیږی چی د موسی قلعه قومی سپینږیری هم د ملاغفور لخوا اسیر نیول شوی وه، څو ورځی وروسته ناټو
ځواکونو ملامنان هم وواژه، ملامنان د طالب اورپکو سیمه ایز قومندان او د موسی قلعه تړون په ماتولو کښی یی
غنده رول لوبولی وو او د تړون د ماتولو ورسته یی د جمهوری اسلامی افغانستان ملی بیرغ ته اور ورته کړی وو.
ددي سربيره په هلمند ولايت كي اداري فساد هم په هلمند كي بي امني ته لمن
وهي او د بلي خوا د پاكستان سره ګډه پوله خلاصه پاتي ده تروريستان كولاي شي چي له دي پولي په خورا هوسائي سره
راواوړي او تروريستي اعمال ترسره كړي او بيرته ستانه شي، د هلمند پخواني والي برتانیا سفیری ته په یوه مجلس
کی ویلی وه چی كه تاسي هلمند ته راځي نو موږ كولاي شوي چي ښار او ولسوالي وساتو تاسو سرحدونه راته وساتي او ه
ته نظامي اډي جوړي كړي چي دا خبره کیدای شی پر برتانوی سفیری بده پریوتی وی!
تروریستان په ډیره هوسايی په هلمند ولایت کی اوسیږی او اډی يی جوړی کړی ډير داسي ګمان هم كيږي چي لوړ پوړي محلي دولتي چارواكي دي د تروريستانو سره لاس ولري همدا دليل كيداي شي چي په هلمند ولايت كي تروريستانو اكمالات په خورا هوسائي سره كيږي د بيلګي په توګه څه موده وړاندي د هلمند والي اسدالله وفا خبري رسنيو ته وويل چي د ۷۰۰ تنو په شاوخوا كي تروريستان چي د بيلا بيلو هيوادو دي چي په هغوي كي چيچينيايان، عرب، پنجابيان او داسي نور شامل دي د هلمند ولايت سنګين ولسوالي ته راغلي او ددولت سره د مبارزي لپاره ئي ځانونه چمتو كړي، پوښتنه داده چي سنګين خو سرحدي ولسوالي هم نده نو دا خلګ دلته ښكاره خبره د چي د هلمند د نورو ولسواليو څخه تير شوي او دلته راغلي يا به داسي د پاكستانه پر سپين بولدك را اوښتي وي او د كندهار په لاره به راغلي وي او يا هم له پاكستانه د ديشو پر ولسوالي را اوښتي وي كه د ديشو پرولسوالي راغلي وي نو به خامخا پر خانشين، ګرم سير او داسي نورو ولسواليو تير شوي وي نو څنګه كيداي شي چي په دي تعداد كسان او وسلي له باندني ملكو څخه راځي او تر دومره ولسواليو تيريږي، پوليس، ملي امنيت ولسوال او والي دي نه پري خبريږي حال داچي كه يو بيګانه د بل كلي نه راشي ټول كلي به پري خبر وي. دا هم يوه بيلګه كيداي شي چي دولت دي د عامو وګړو تر مينځ خپل اعتبار له اسه وركړي وي. هو پدي كي خو هيڅ شك نشته چي پاكستان تروريستان روزي او افغانستان ته ئي د ورانكاريو لپاره را يږي زما په اند اوس نړيواله ټولنه هم دي اساسي ستونزي ته ځیر شوي ده او پوهيزي چي د تروريستانو ځالي چيري دي د يوراشيا وځپاڼه په ۱۰.۶.۲۰۰۶ كي ليكي چي د كندهار د پنجوائي په جګړه كي طالبانو تقريبا ۴۰۰۰۰۰ ګلولي د مهماتو فير كړي، ۲۰۰۰ راكټ اندازه، لاسي بمونه او ۱۰۰۰ حاوانونه كار كړي، او وروسته له عملياتو څرګنده شوه چي طا بانو په ميليونو ګلولي د مهماتو په ذخيره كي درلودي. چي د دي مهماتو بيه د ناټو ځواكونو تقريبا ۵ ميليونه ډا ره وښوده او د ناټو عالي رتبه قومندان ويلی چي دا هيڅ امكان نه لري چي د پاكستان استخباراتي ادارو دي د طا بانو سره دا مرسته نه وي كړي طالبان يواځي نشي كولاي چي دومره امكانات برابر كړي. دلته یوه خبره د یادونی وړ بولم چی د ډی-ډی-آر پروسه ناکامه پلی شوه او ډیرو جهادی قومندانانو لکه عبدالواحد خان مشهور په ریس باغران، معلم میرولی، امیر داد محمد، ملا شیر محمد اخند د پخوا څخه ښه پریمانه وسلی درلودی تر هغه وروسته چی دولت له دوی نه واک واخیست ښایی طالبانو ددوی د وسلو څخه استفاده کړی وی. پدي مياشتو كي د امريكا د متحده ايالاتو د م ستیال ولسمشر، د برتانيا د بهرنيو چارو د وزيري سفرونه و په كستان ته هم داسي ښكاره كوي چي نړيواله ټولنه پر پاكستان پوره باور نه لري. او نړیوال مشران داسی اسناد لری چی پاکستان د تروریزم سره په مبارزه کی لازم کړنی نه کوی بلکه د تروریستانو روزنه هان په عامو مدرسو کښی کوی لکه د پاکستان په بلوچستان او سرحد ایالاتو کښی چی هلته ډیری مدرسی د جمیعت علما اسلام له خو چلول کیږی، جمعیت علما اسلام د پاکستان یو سیاسی ګوند دی چی د ب وچستان او سرحد ایالت دولتی واګی يی په لاس کښی دی، جمعیت علما اسلام په ۱۹۹۴ زیږدیږ کال کی د طالبانو د تح یک په جوړیدو کی کلیدی ونډه درلوده. خو ددي نه چي راتير شو افغانان هم بايد د خپل هيواد په ابادولو كي پوره ول و لوبوي موږ بايد په خپل عيب سترګي پټي نه كړو كه تروريست له سرحده را اوړي چيري ځي؟ په همدي كليو او بانډو كي اوسيږي چي دولتي چارواكي هم تري خبر وي او د كليو او بانډو خلګ خو ځاي او ډوډي هم وركوي، يا په بل عبارت هم دا قومي مشران دي چي خپل د هيواد پر وړاندي خپل مسولیت نه تر سره کوی تر هګرو ته پناه وركوي او تارياكو ته مش وعيت وركوي كه و نورو هيوادو ته نظر وكړو هلته هم ډير بيكاري شته ناخوالي رامينځ ته كيږي خو خلګ ئي تارياك ته مخه نده كړي كه څوك اقتصادي ستونزي ولري نو دا خو پدي معني نه چي د اسلام او د هيواد د اساسي قانون او د بشر ضد كارونه دي وكړي تارياك وكري او تروريزم ته لا وده وركړي. رابه شو د قومي مشرانو رول ته څومره چي نړيواله ټو نه په افغانستان كي د قومي مشرانو څخه توقوع لري د افغانستان قومي مشران اوس په هغه مقام كي ندي دوي اوس د پخوا وختو په شان رول نلري اوس افغانان استقلاليت ته ترجيح وركوي خو د بي سوادي او د ملي روهي د نشته والي له كبله ځاني ګټي ورته ډيري معتبري دي كه چيري د قومي مشرانو په پريكړو كي ئي ځاني ګټي وليدلي ورسره ولاړ دي او پ یکړی يی منی كه څه هم د هيواد د بربادي لپاره وي كه ئي خپلي ځاني ګټي په خطر كي وليدلي نو بيا د قومي مشرانو پ يكړي ورته هيڅ ارزښت هم نه لري، ښه بيلګه ئي د موسي قلعه تړون وو كله چي قاچاقبرانو او طالب اورپكو خپله ګټه وليدله نو ئي قومي مشرانو ته سر ټيټ كړ او كله چي خپلو اهدافو ته ورسيدل نو ئي همدا قومي مشران اسير ونيول چي د خوشي كيدو وروسته ئي له خپلو ولسواليو پښي سپكي كړي اوس يا په ښار كيدي او يا هم په نورو هيوادو كي دی كه چيري دوي واقعا د پخوا وختو په شان واي او ولس ئي تر شا ولاړ واي نو ددوي سره به داسي چلند نه كيدي لکه څنګه چي په م وسي قلعه كي ورسره وشو او همدا سي ډيري بيلګي شته کولای شوی چی ووینو هغه کسان چی ځانونه قومی مشران بولی په ښکرګاه ښار کی دی
او یا هم د هلمند څخه دباندی خپلو سیمو ته نشی تللای، خو
ويلاي شو چي په هلمند كي دقومی مشرانو رول په ډير ښه توګه ښكاره دی په ځانګړی توګه د موسی قلعه په تړون کی.
په هلمند کی د ائتلافي ځواكونو او نړيوالي ټولني په اداراتو كي داسي كسان شته چي د كار وړ كسان ندي او څرنګه چي لازمه ده كار نه كوي دا كيداي شي څو لاملونه ولري چي د هغه جملي څخه داهم كيداي شي چي دوي د كار وړ نه وي او بل دوي د ډير لنډ مهال لپاره راغلي وي يواځي شيبي شميري چي قرارداد ئي پوره ي او بيرته ستانه شي
چی ددوی دا کار ددی سبب شوی چی هلمند کی سم تحلیل وجود
ونه لری او مرستی بیځایه روانی دی.
د حل لاري :
په هلمند ولایت کی د ستونزو د حل لاری په لاندی ډول کیداشی:
۱- امريكا او انګلستان تفاهم ته رسیدل.
۲- د سرحداتو كنترول.
۳- د تارياكو له مينځه وړل.
۴- د اداري فساد له مینځه وړل.
۵- د امنیتی ځواکونو سمه روزنه.
نور په دوهمه برخه کي