مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-06-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خپل تاوتريخوالى وګوره! د صالح محمد صالح ژباړه

د صالح محمد صالح ژباړه

ليكوال: اشوراجنېش   ژباړن : صالح محمد صالح   ۷۹۹۶۷۰۳۰۳  salih@inbox.com

انسان كه څه هم فكر كوي، ډېر هوښيار دى، خو ناپوه دى. همدا باور د هغه ناپوهي ښيي. انسان جاهل دى، سره له دې چې پر خپلې پوهې باوري دى. همدا باور د هغه جهل ژوندى ساتي. د دې لپاره چې پوه شې چېرې يې او حقيقت دې څه دى، زړورتيا ته اړتيا لرې، پر ښكلو ارمانونو باور، ښكلى دى. ټول ارمانونه يوازې يوه كړنلاره لري، ستا واقعيت درڅ خه پټوي، له همدې كبله موږ هڅه كوو ښكلي ارمانونه رامنځته كړو. موږ له سترو ارمانونو سره مينه نه لرو، بلكې هڅه كوو ځينې بدرنګ واقعيتونه پټ كړو.

 خلك تل د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه فكر كوي، خو هر هغه څه چې ترسره كوي همدا تاوتريخوالى دى. يو څرګند تاوتريخوالى او بل هېڅ. څومره چې توندخويه او غوسه ناك وي، په هغه كچه د تاوتريخوالي د نشتوالي په اړه خبرې كوي.

 هندوستان هم څو پېړنۍ كېږي د تاوتريخوالي د نشتوالي خبره كوي، خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي او نه به وشي، ځكه همدا خبرې يو ډول وهم رامنځته كوي او كرار- كرار به نه ته وكړاى شې نور خلك وغولوې، بلكې ځان به دې تې ايستلى وي. كله چې له څو پېړيو راهيسې د تاوتريخوالي د نشتوالي خبره كوې، پر دې باوري كېږې چې په تا كې تاوتريخوا ى له منځه لاړ. د تاوتريخوالي د وركېدا په اړه د خبرو اصلي لامل همدا دى.

يوه ورځ د هندوستان ولسمشر (جمهور رئيس) د مدرس ولايت په يوه كور كې اوسېده، څرنګه چې نه و، توانېدلى له سبو (سبزيجاتو) پرته نور خواړه لكه: غوښه، هګۍ او... پيدا كړي، ډېر خواشينى و. كه دى نه خوابدى كېده د هندوستان خ ك به نه پوهېدل چې ولسمشر يې يو غوښې خوړونكى سړى دى، د ګاندي يو پلوى، خو د غوښو مينه وال؟ او دا هغه خلك دي چې تل د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه خبرې كوي.

دوى هر كال د تشريفاتو په ډول د ماتماګاندي قبر ته ورځي، دا هغه خلك دي چې د هغې پر قبر يې قسم كړى دى، خو بيا يې هم د غوښو خوړلو ته ادامه وركړې ده او لا هم حيوانات وژني.

دا څنګه د تاوتريخوالي له منځه وړل دي؟ انسان ولې داسې دى، تېرايستونكى او فرېبكاره؟ هغه كسان چې د پيرۍ او طريقت لار تعقيبوي، زيات مهال د دې ډول پټو كارونو په مرسته، ډېرو نورو چارو ته لاس اچوي. د ښكلو ارمانونو لرل ډېر ساده دي، كه خلكو ته وګورې حيران به شې، كه يې ارمانونو ته پام وكړې يقين به وكړې چې هغوى د خپلو ارمانونو په وړاندې ژوند كوي. د ارمانونو په پېژندلو سره يې كولاى شې په منطقي ډول دا پايله ترلاسه كړې چې دوى د خپلو ارمانونو خلاف ژوند كوي. يو ارمان يوازې دا ثابتوي چې يو شى شته، چې دا خلك د هغوى د ارمانونو تر شا پټوي.

يو هوښيار سړى هېڅ ارمان نه لري. پوه سړى له خپلې هوښيارۍ سره ژوند كوي، هغه يوه واحده ټوټه ده چې دننه او بهر يې سره وېشل وي نه دي.

خو ټولې ارمانپالنې د انسان دننه، له بهر سره جلا كوي. نه دې پ ېږدي چې ته په طبيعي ډول د ځان په سوچ كې شې، اړباسي دې هغه څه واوسې چې نه يې. ارمانونه تا ته (بايد) دركوي، يانې ته بايد داسې وكړې يا هغسې وكړې. د همدغه (بايد) له كبله ته په باور پيل كوې، چې ګواكې ډېر لوړ يې او ارمانونه دې هم ډېر عالي دي.

”وګوره زه څومره ښكلي ارمانونه لرم!“.

د هغو تشو خبرو تر شا، يو سم حقيقت هم پروت دى. پوه سړى كوښښ كوي بې ارمانه وي. يو غوسه ناك سړى غواړي چې مينه ناك وي. له كركې ډك سړى ارمان لري چې مينه يې په برخه شي. ټولې هيلې له مينې خبرې كوي، خو هغه څه چې پر ځمكه يې ترسره كوي يوازې يوه بدرنګه كركه زېږوي. د نړۍ ټول ملتونه د سولې په اړه خبرې كوي، خو هغه څه چې ترسره كوي، جګړې ته تيارى دى. دا وګوره له موږ څخه څه جوړ شوي دي، درواغجن او منافقين!

يو ملت هم د سولې راوستلو ته غوره لارې چارې نه سنجوي، ان هندوستان هم، چې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ستر ارمان لري او يو مذهبي هېواد هم دى! ټول هېوادونه د سولې خبرې كوي، حال دا چې جګړې ته تيارېږي. جګړه يو تلپاتى حقيقت او سوله يوازې د اسمان ورېځ او لوګى دى، چې سره پوښلي يې يو او له نورو يې پټ ساتلي يو.

تر هغه مهاله چې اوضاع په رښتينې بڼه ونه وينو، ترې د خلاصون بله لار نه لرو. كله چې غواړې په ژوند كې دې يو ارمان پوره شي، وګوره چې ولې يو غوسه ناك انسان د مينې تمرين نه شي كولاى؟ كه يو غوسه ناك سړى وغواړي چې مينه تمرين او تجربه كړي، څنګه به يې كوي؟

تر ټولو اوچت لاس هغه دى چې غوسه ناك سړى وځپي، دا لاس له دې پرته څه كولاى شي؟ دا لاس پخوا د نورو له لاسه په غوسه و، نن د خپلې غوسه له كبله، همدغې غوسې يې ځان ته بله بڼه او شكل غوره كړى دى. غوسه ناك هڅه كوي، مينه ناك وي. څه كوي؟ تر دې م خكې له نورو سره غوسه ناك و، نن د ځان په وړاندې غوسه ناك دى. دېته تاسې رياضت واياست. رضايت پالنه په اصل كې يوازې خپل ځان ځورول دي، يانې د ځان له ځورونې خوند اخيستل. خو زموږ خلك هغه كسان چې رياضت كوي پيران او سترې اروابولي. پرستش يې كوي. تاوتريخوالي يې اروا ته لار موندلې.

ته نور خلك ځوروې او هغوى خپل ځانونه. شكنجه او ځورونه ادامه لري دغه راز له دې ځور څخه خوند اخيستل هم، ايا هغه څوك چې له مېخونو پر ډكې تختې څملي، هغه مذهبي انسان دى؟ په دې كې كوم مذهبي شى پروت دى؟ دا سړى يوازې خپل ځان ځوروي، خو ته به داسې كسان ومومې، چې د دې ډول خلكو عبادت كوي، ايډيال يې دى، دوى فكر كوي دا ډول سړى (ستره اروا) ده!.

كه هوا سړه وي او درنه واوره اورېږي او يو سړى لوڅې پښې پر واوره ولاړ وي، نو څه كوي؟ يوازې خپل بدن ځوروي، خو خلك فكر كوي:

”څومره ستره اروا ده!“

دا سړى يوازې څو برېښنايي يا برقي ټكانونو ته اړتيا لري! په رواني لحاظ ناروغ دى، د ځانوژنې او ځانځورونې لېوالتيا لري.

ډېره اسانه ده چې يو قاتل ونيسې، خو هغه كسان نه شې نيولاى چې د ځانځورونې او ځانوژنې هڅه كوي، دواړه جنايت كوي او له تاوتريخوالي خوند اخلي. همدا وجه ده چې د ماتما ګاندي تاوتريخوالى څرګند نه دى، دى هم هغومره توندخويه دى، لكه اډولف هيټلر، توپير يوازې په ډول او لوري كې دى. د ګاندي تاوتريخوالى ډېر پټ دى، هغه ځان ځوروي، كه ته يو څو ك د څو ورځو لپاره وږى وساتې، دا له تاوت يخوالي يو ډك كار دى، كه ته ځان هم څو ورځې وږى وساتې، دېته ورته كار دى.

دا يوه ډېره خطرناكه لوبه ده، ځكه كله چې ته بل څوك ځوروې، هغه له ځانه دفاع نه شي كولاى، خو كله چې ته خپل بېګناه بدن ته شكنجه او ځور وركوې، دفاع ناشونې ده، ستا بدن ډېر ناتوانه دى.

كه ته له نورو سره توند او بدچلنده يې، قانون او پوليس د هغوى ملاتړ كوي، كه د ځان په وړاندې توند او بدچلنده يې، دلته نو كوم قانون نه شته. په حقيقت كې دا مهال، قاضي، پوليس او څارنوالي ستا په عبادت بوختېږي، ته څومره غوره كار كوې! همدا وجه ده چې د ځينو خرافاتو له كبله انسان په تيارو كې پاتېږي.

لومړى شى چې بايد ذهن ته وسپارل شي، دا دي چې يو غوسه ناك سړى په هڅو سره مينه ناك كېږي نه، ايا بل امكان هم شته؟ هو! يو امكان شته، هغه په هڅو، ارادې او تمرين سره نه كېږي، هغه هوښيارېدل دي.

د دې پر ځاى چې هڅه كوې مينه ناك شې او له تاوتريخوالي لاس واخلې، كوښښ وكړه له خپل تاوتريخوالي ځان خبر كړې، چې ستا تاوتريخوالى څنګه عمل كوي. ريښې او جرړې يې پيدا كړه. چې څنګه وده كوي، څنګه ستا په كړنو او وجود كې غزونې كوي. خپل تاوتريخوالى وګوره، پر همدې مهال هوښيار شه، پر دې مهال به ته ډېر حيران شې چې ستا تاوتريخوالى به د وخت په تېرېدو سره ورك كېږي.

هېڅوك هم نه شي كولاى په هوښيارانه ډول توندخويه وي، دا يو قانون او راز دى. هېڅوك په لوى لاس توندخويه كېدى نه شي، يوازې هوښيارۍ ته اړتيا ده، كېدى شي سړى كله- كله په غوسه شي، خو دا يو طبيعي امر دى، چې زموږ پيغمبرانو هم غوسه كړې ده، خو هرڅه خپل حد لري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery