مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-06-28   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د روسيې دفاعي او فضايې صنعت

ژباړه: سليم تايب

 

د RUSI ژورنال نه ژباړه: سليم تايب

د روسيې دفاعي او فضايې صنعت په دې وروستيو کې د شوروي د وخت (بې هدفه لګښت) اوس نړيوال مارکېټ ته تېر شوي دى. ۱۹۹۰ کلونه د اووښتلو ستونزمن کلونه وو، کله چې د شوروي ډاډمن مارکېټ له پخواني نفوذه ولوېد او په کورني لګښتونو کې لانور هم ډوب شو، خو اوس د بيا راپورته کېدو په حال کې دى. د صاد اتو متعرضه پاليسي اوس د کورنيو لګښتونو سره برابره شوې ده. د ځينو په اټکل د روسيې دفاعي صنعت بيرته خپل حالت غوره کوي.

د روسيې د دولت پارلمان د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کي خپله دفاعي بودجه، چې ۸۲۱.۵ ميليارده روبل وه او د۳۰ ميليارده امريکايې ډالرو سره برابره ده ومنله او دا د تير کال په پرتله ۲۲.۹ په سلوکې زياتوالى ښيي. ګښتي ګټه ۱۱.۲ ميليارده امريکايې ډالره وه، چې په ۲۰۰۶ کال کې۶ ميليارده او په ۲۰۰۵ کال کې ۷،۴ ميليارده ډالره وه.

 

په نړيوال مارکيټ کې د بهرني خرڅلاو زیاتوالی د دفاعي او فضايې صنعت اغيزه ده چې په ځانګړې توګه د يادوني وړ ده. د دې هېواد د بهرنيو فرمايشاتو بسته په دې کال کې ۲۳ ميليارده امريکايې ډالره وه چې په۲۰۰۶ کال کې دا شمېره د ۱۵او ۱۶ ميلياردوامريکايې ډالرو تر منځ وه۔  د ۲۰۰۶ کال د صادراتو کچه چې ۶،۱ ميليارده ته اوچته شوه د ۱ميليارد ډالرو ګټه په خپله د مسکو د اټکل نه هم اوچته وه او د روسيې د پوځي تکنالوژي د سرويس ډايرکتر اعتراف کوي چې په ۲۰۰۷ کال کې به دا ګټه ۷ ميليارده امريکايې ډالرو ته پورته شي. داشمېر د۴۰ په سلوکې دفاعي او فضايې صنعت په زياتيدو سره د پامل نی وړ دی. روسيه له دې امله چې خپل صادرات ډاډمن کړي (په ځانګړې توګه په بهرکې يې دچين اوهندوستان په شان مظبوط کړي) داسي نښي اونښانې يدل کيږي چې هغوي په معاصراقتصادي مارکېټ کې خپلې منګولي ټينګوي. مالي راکړي ورکړي يې رام نځ ته کړې دي( دپورونو بخښل، داړو هېوادونو تيلواوګازو پولي ته ننوتل) په بريالى توګه صادرات مظبوط کړل.

الجيريا يوله هغه ھېوادونه دى چې د ۲۰۰۶ کال په مارچ کې داڅرګنده شوه چي ددوی ترمنځ دميلياردونو ډالرو دسوداګرى پر سر خبري شوى دي. له دې امله به روسيه ۴۰، T90 محاربوي ټانکونه، دځمکې نه هوا ته د S300 SAM راکټونو ۸ کندکه، ۱۶ دياک ۱۳۰ پرمختللي تمريني الوتکي، ۴۰ جنګي ميګ ۲۹ الوتکي او ۲۰ سو۳۰ م ک الوتکي والجيريا ته وركوي۔ ددې په څنګ کې به روسيه دشوروي دوخت  د ۱۰ ميلياردو په حدودکې پور والجيريا ته وروبخښي۔ دروسيې دتيلوتوليدونکې( لوک) اودګازو دګروپ (ګازپروم) کمپني دالجيريا وطبيعي منابعو ته ډاډمن لاس رسولى دى.

له بلې خوابه روسه په افريقاکې پھ م ناسبو او اسانه شرايطودصادراتوزمينه برابره کړي ترڅوخرڅلاوډاډمن کړي۔ د ۲۰۰۶ کال په سپتمبرکې دروسيې دفاعي اوفضايې دولتي اجنسي پھ ډاګھ كړه چې په بدل کې به دوى  په راتلونکې کې له افريقا نه الماس، چارتراش،کتان دخرما توليدات اوقهوه رانيسي.

سره له دې چې ښې پايلې ترلاسه شوې دي خو دځينودلايلوله مخي باورکيږي چې روسيه به په راتلونکو کلونوکي دجدي ننګونوسره مخامخھ شي۔ دکوچنيو اومنځنيوکمپنيودفعاليت اوارزښت لړۍ به په راتلونکې کې په زياتو برخوکې ناکامه شي هغه چې غواړي په بريا ي توګه دنوي مارکيټ سره مطابقت وکړي. نولويې کمپنى بايد پاملرنھ وکړي چې په څه ډول کولاي شي په راتلونکې کې پ ټنو اوپرمختګ ته وده ورکړي ترڅودسيالى څوکې ته ځان پورته کړۑ۔ اندري ريوس دروسيې دصنعت اوانرژي مرستيال د ۲۰۰۶ کال په اپريل کې خبرورکړ چې اوس په روسيه کې ۲۴۲ نوي ستراتيژيکې پروژې چې دفاعي اوفضايې ھم پکښې شاملي دي، دتنګ لاسى اوزغم د پروسيې سره مخامخۑ دي. واقعيت دادى چې هغوي دادارې اوتنظيم په اړه په ازاد مارکيټ کې ځان نه شي برابرولى.هغه وويل په اوسني مارکيټ کې ددې کمپنيوکمزورتيا معلومه وه.

همداسي دداقتصادوزيرجرمن گراف تاييد کړه چې نړيوال مارکيټ ته د ننوتلوکلي ديوهيوادپه لمړنيو جوړښتونو اودهغه په موقعيت پوري اړه لري۔ هغه توصيه وکړه چې کمپنى بايد دنړيوال مارکيټ داړتېاوو لست ته پاملرنھ وكړي.   

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery