سويډن مالمو ۱۹.۱۰،۲۰۰۴
دهمدغه پټ پروتوکول د پايلو له امله جنگسالارو دا امکان تر لاسه کړ چي د کابل په ښکلي او وينو لړلي ښار يو ځل بيا ورننوزې ا و دهيواد په نورو لويو ښارو کښې دولتې حاکميت غصب کړي.
هير بايد نشې دا هغه ځواکونه وه کوم چي ددوي دناوړو او غيرې اسلامي کړونو په نتجه کي په افغانستان کښي نه يوازي داچي طالبان واک ته ورسيدل د « سي آی اې » جنرالانو او د القاعدې د نړۍ وال تورستي سازمان مشر بن لادن ته پدي پاکه اوسپيڅلې خاوره کښي دهر ډول ترورستې فعاليتونو او ورانيو دترسره کولو زمينه برابره شوه.
امريکا د افغانستان دڅولسيزو غميزه هيره او يو ځل بيائی خپله پخوانۍ تيروتنه تکرار کړه .د استخباراتي ادارو دکارمندانو په مشوره سره لدې چي ددغو ادارو اطلاعات او تحليلونه زيات شمير نادروسته راوتلې په ډيره عجله بيله دينه چي هرڅه په پراخ نظر او حوصله دقيق وڅيړې، دافغانستان په داخل او له هغه نه بهر له قومې مشرانو، ديني عالمانو ، وطنپرسته روڼ اندو ، پوهانو او تجربو دخاوندانو سره مشوره وشي او يا د هغوي نظر ،وړانديزنو او غوښتو ته درناوئ وکړي دجرمني دبن دښار په يوه تاريخي غونډه کښي هغه څوک سره راټول کړل چي دوي غوښتل اويا دوي له پخواد هغوې سره اړيکي درلودې ،چي دهغه جملي نه زيات شمير ئې پخواني ازمويل شوې کسان وه . ځکه د غونډي په لمړنيو شيبو کي ددي پر ځاي چي دافغانستان د سياسي برخه ليک اود يو ي داسي ملي ادارې دجوړولو په هکله خبرې وشي کوم چه افغان اولس له دغه پنځويشت کلني غميزي او ورور وژنې نه خلاص کړي دڅوکيو دويشلو او مقام د تر لاسه کولو پر سر چا دمقاومت په نامه چا دجهاد او چا بيا په بل نامه رقابتونه ، جنجالونه او چنه وهل شروع کړل،په حقيقت کي افغان اولس په هم هغه لهظوکي هيرشو. ددي کار علت داؤ چي کنفرانس ته دافغان اولس داسي استازي نه وو رابلل شوي کوم چي يوازنۍ هيله ئی په هيواد کښي عمومي بيوسلې کول او ددا ډول مرکزي حاکميت ټينگول وو چي دهيواد دټولو مشته ورڼو قومونو لپاره دقبول وړواي .
دبن دکنفرانس دټولو نيمگړتياوو او ناخوالو په هکله زياتو خواخوږو او بادرده افغانانو پر خپل وخت ليکني او څرگندونې کړې دی، دافغان لس او اړونده کسانو غوږو ته ئی رسولې دې ځکه نه غواړم يو ځل بيا دگرانو لوستونکو وخت ونيسم.
دبن په کنفرانس کښي د دولتي قدرت د تږو منډو ترړو دغو جنگسلارو ته دا امکان پيداکړ چي په مؤقته اداره کښي قوي او غوښن ځاي ونيسی، هغوی بيله استحقاقه دولتي حساسي څوکۍ تر لاسه کړې دهمدي لويي تېروتني پايله اوس ټول افغانان دسر په ستر گو وينې.
همدغو ښاغلو په هيواد کي د بيله قيد او شرط نه دعمومي بيوسلې کولو، اجتماعې عدالت اودموکرسۍ دپلي کولو،ښځوته دروا او انسانې حق ورکولو،مرکزي حاکميت ، او قانون دواکمن کولو، دهيروئنو دکښت ،توليد او ترانسپورت پر خلاف دمبارزې دپلي کولو مخه نيوله . په واقيعت کښي د همدوي لخوا په هيوادکښي دبن په کنفرانس کي لاسليک شوو دندو پلي کول له ستونځو سره مخامخ دي ،تر اوسه په زياتو ځا يو کي دراډيو له لاري دښځينه سندر غاړو داوازاوريدل او يا په تلويزيون کښي دهغوي کنسرت نندارې ته اښودل قدغن دي ، دا چي ښځوته په واقيعت کي څومره ازادي ورکړه شوې ده او ددولت تر کوم ډول ساتني لاندي دي زه هيڅ نه وايم هر سالم وجدان پدي هکله پخپله ښه قضاوت کولاي شي.
دغوښاغلواودهغوې نورو پلويانو په دواړو يعنې لمړۍ بيړنۍ او داساسي قانون د تصويب په لويو جرگو کي دخپلو تنظيمې اوگروپي گټو په خاطر دواړي پښي داسی په يوه موزه کي کړې چي هر ځل د افغانانو دخپل منځې شخړو د هوارولو پخاطر بهرنيانو ته دمداخلو زمينه برابريدل.دا ډول کسان که ځانونه سياستمداران،پوه او دتجربو لرونکې بولې او داسي يو خپلواک افغانستان غواړي چي هلته دپردو د مداخلي اودخالت امکانات برابر نه وي؛ بيانو ولي ټولي لانجې او کړکيچونه دپرديو سره او دهغوې په مرسته حلول غواړي ،ايا افغانان ددي جوگه ندي چي خپل منځي مسايل پخپله بيله د بهرنيانو دمداخلي نه حل کړي؛ فکر کوم داسي تحليل به دټول افغان اولس له افتخاراتو سره جفا او هغه ته په سپکه سترگه کتل وي.داشان کړني پخپل ذات کي بهرنيانو ته دا امکان برابروي څومره چی ئی زړه غواړي لاسوهنه وکړي ، بهرني ځواکونه زموږ په هيواد کښي د ډيري مودې لپاره پاته شي او برخليک مو دنورو په مشورو او مرستو وټاکل شي ، سره له دې چي همدا اړونده کسان بيا کله کله چي بهرنيان کومه پريکړه ددوي په گټه نه وې نو بيا ناري سورې شروع کوي چي « بهرنيان زموږ په داخلي چارو کي لاس وهنه کوې او...» دوي فکر کوي چي افغان اولس کوڼ ،ړوند او اوس هم بيخبره دۍ د اولس پدا شان غولونه په حقيقت کښي دوي ځانونه غولوي .
زه دملي مصلحت او ملي گټو دساتلواونورو په سلگونو دلايلو، دملي او بين المللي ناوړو اوستونځمنو شرايطو پر اساس په پدي سپيڅلي او وياړلي خاوره کښي دبهرنې ځواکونو دشتوالې مخالف نه يم ،ولي دداسي هلو ځلو سره سخت مخالفت لرم او هغه دافغانانو ملي اوتاريخی غرور ته سپکاوۍ بولم چي پايله ئی زموږ په ميړنې او تاريخی هيواد کښي دبهرنيانو دوسله والو پوځونو او ځواکونو دشتوالې دمودي اوږد والۍ وي .
دامريکا او اروپايي هيوادو دځنو مشرانو او سياستوالو دهمدغو چټکو او له اشتباهاتو ډکو کړنو پايله وه چي زموږ دهيواد برخليک ټاکلو لمړنۍ خښته د بن په کنفرانس کښي دافغان له توره بخته کږه کښيښودل شوه، يو لوي عالم اوغښتلی شاعر وائی :« سنگ اول چون نهد معمار کج _ تاثرياميرود يوار کج» ځکه به دا بدمرغه اولس تر ډيره د څوکۍ پر سر دزور چلونکو سره لاس په گريوان وي. دبن دلوزنامو د ټولو نيمگړتياوو سره بيا هم افغان اولس دا امکان پيدا کړ چي داولسمشر ټاکلو لپاره دټولو امنيتي اندېښنوسره _ سره درايو ورکلو ټاکلو ځايونو ته ولاړ شي او پخپلو رايو سره راتلونکۍ ولسمشر وټاکي په افغانستان کي دداشان رايي ورکولو تجربه نه وه دا« ۲۵۷» کاله راپديخوا دا لمړۍ ځل دۍ چي افغانان ولسمشر ټاکي، .هغه انتخابات چي پخوا دسولي په شراطو کي دملي شورا لپاره کيدل درايو ورکولو سيسټم ئی کاملاٌ په افغاني بڼه تر سره کيده ،ولي دا ټولټاکني پداي شرايطو کي سرته رسيدلې کوم چي تر اوسه لا دهيواد پر زياتو برخو جنگسا لار واک لري،د همدي امله له افغانانو سره لويه انديښنه داوه که چيري بيا ټوپکسالاران او افرطيون په ټولټاکنو کي په لاس وني او درغلۍ سره دانتخاباتو پايله پخپله گټه وڅرخوي ددي هيواد راتلونکې به بيا څنگه شي ؛ او که ټولټا کني وبايلی دوي به حاضر شي د افغان اولس ارادي ته غاړه کښيږدي؛ او په راتلونکي کښي به حاکميت له ستونځو سره مخامخ نکړي؛ هغه بهرني ليري او نږدي پراته ګاونډي هيوادونه به چي تل ئی دخپلو استخباراتي ادارو له لاري په زيات مهارت او هوښيارۍ زموږ په ټولنه کي قومي،ژبني،مذهبي او منطقوي اختلافونوته لمن وهلې دکوم ډول سياست پلي کول به خپل کړي؛
هغه وخت چي د ولسمشرۍ دټولټاکنو دځانگړي کميسون دجوړيدو فرمان صادر شو او دا څرگنده شوه چي اولسمشر به ټاکل کيږي، معينو کسانو څوکۍ ته درسولو په منظور سمدستي په دا خل او خارج کی غونډي جوړوني او منډي ترړي شروع کړي،دغه هدف ته درسيدو لپاره دهيواد په دننه او بهر کي دمطبوعاتو له ټولو وسيلو « راډيو،ټلوزيون،وځپاڼو جرايدو مجلو او ويبپاڼو » څخه داسي گټه اخيستنه پيل شوه چي دهيواد دملي گټو سره ئی هيڅ ډول تړاو نه درلود،اگاهانه او ياغيری اگاهانه ئی دملي يووالي د ټينگښت پر ځاي د ملي اختلاف او ملي بيلوالي پر لور چي ملي هويت ، ملي گډوارزښتونواوملي گټوته څرگند زيان رسوونکي ووپه پراخ تبليغ او ليکنو لاس پورې شو. دکاندينو شمير چی لمړۍ ۲۳ او بيا ۱۸ ته راټيټ شو،دزيات شمير له نومونو سره زموږ هيواد وال اشنا نه وواو د هغوي په ډله کي داسي کسان وه چي يا پخپله جنګسالار وو او يا دجنگسالارو او افرطيونو کلک پلوې وو ،او يو شمير ئی پدي ښه پوهيدل چي ۵٪ رايی هم نشي تر لاسه کولاي، ولي دا کار ئی يا دبل په اشاره او يا ددي لپاره وکړ چي نوم ئی داولسمشرۍ دټاکنو په لست کي راشي او هم ځانته په رالونکې حکومت کي دخپلي خوښي وړ ځاي پيداکړي.
دميزان اتلسمه ورځ راورسيده له يوي خوا دانتخباتو دځانگړي کميسون په کارونو او تياريو کښي زياتي نيمگړتياوي څرگندي وي او له لي خوا دانتخاباتو مخلفينو او طالبانو دانتخاباتو دشنډولو لپاره تلاښونه پيل او افغان اولس ته دنوم ليکلو او انتخاباتو کي گډن کولو پخاطر تهديدون او ويرونې شروع شوي عجيب او غريب ډارونکې تبليغات او ناري سوري پيل شوي ،افغانان او نړۍ وال ئی له زيات تويش سره مخامخ کړه ،پر ټولو افغانانو هرچيري چي ئی ژوند کاوه يوه دوحشت او ډار فضا مسلطه شوي وه، دانتخاباتو په ورځ دخبريدو يوازنۍ وسيلي : د آزادۍ راډيو،بي بي سي او نورو ته سهار وختي غوږ شول.لمړې ډير ښه او ارامونکې خبرونه خپريدل .ا فغان اولس چي له جنگ جگړي او ټوپک له لاري دواک ترلاسه کولوا و افغان وژني نه خسته شوۍ او پوزي ته را غلۍ ؤ پر ټولو ويرونکو تبليغاتوئی ستر گي پټي کړي نه يوازي پخپله بلکه خپلي ميرمني ،لور ،موراوخور ته چي هيچا فکر نه کاوه اجازه ورکړه او درايی په ورکولوسره يې دهيواد دسياسی برخليک په ټاکلو کي ميړنۍ او فعاله ونډه واخيستل.
افغانانو پخپل دغه حرکت او غبرگون په حقيقت کښي يوازي دخپلي خوښې کوم کانديد ته رايه نده ورکړې،دوي اوسنيو واکدارو،جنگسالاو او نړۍوالو ته دا څرنده کړه چي دټوپک، قوماندان،آمير ،فردي ځان واکيو اوحاکميت څخه په هره بڼه او نامه چي وي ستړي او ناخوښه ته دي.دوي دموکراسۍ،آزادۍ او دانسان مقام درناوې ته خپله رايه ورکړه ،.راتلونکۍ اولسمشر بايد دافغانانو دغه ملي غبرگون ته جدي پاملرنه وکړي .
دټولټاکنو لاڅو ساعته نه وه تير شوې چي د غلط رنگ داستعمال خبر خپور شو او ورپسي سمدستي دجعلی کاروتونو او څو ځليز ه رايی ورکولو گنگوسې شروع شوي. دولمشرۍ لپاره کاديدان چي پخوا لاپر دوو ډلو ياني « کرزۍ او دهغه پلويان او دهغه مخا لفين» ويشل شوې وه د ښاغلي کرزي مخالفي ډلي ډير ژر د ښاغلي ستار سيرت په کور کي جرگه شول ،او تر څو شيبو وروسته يی ژورنالستانو ته دانتخاباتو د تحريم اعلان وکړ ،کله چي پدی پوه شول چي اوس دانتخاباتو دتحريم صلاحيت ددوي له لاسه وتلۍ دۍ خبره يې نرمه کړه او دانتخاباتو دځنډيدو غوښتنه ئی وکړه .دهمدغي غوښتني پلي کول يوه ستونزمنه مسله وه له يوي خوا دهغه چا سره ظلم وو چي په ډيره امانت دارۍ ئی رايه ورکړي ده اوبل داچي دانتخاباتو دوهم ځل شروع به ډيره مشکله واي دا غه حرکت وو چي ټولټاکني يی له ستونزو اوسوال سره مخامخ کړي،ځکه نو ډير ژرد دغه حرکت د پا يلی په پوهيدو سره دملگرو ملتو دسازمان ځانگړو استازو،دامريکا سفير ښاغلي خليلزاد او نورو ديپلوماتانو له خوابدو او شکايت کونکو سره ليدني کتني شروع کړي تر څو هغوي ته قناعت ورکړي او هغوي خپل دريز نرم کړي ،څرنگه چي هر څه دپخوا پشان دتړلو دروازو شاته تر سره شوه افغان اولس به په راتلونکې کي پوه شي چي څنگه ددوي دريز نرم شو، خداي دې خير کړې. خو رنگ هر څه رنگ کړه او دانتخاباتو هغه څه ته چي افغانانو ته دمنلو ړ وو او خوښې يې پري کول خواشينوونکۍ رنگ ورکړه شو.
ددغي تخنيکي ستونزي څخه يو ځل بيا ځينو کسانو دځاني گټو دترلاسه کولو پخاطر پراخ کار او تلاښ شروع کړ، يو خارجی متل دۍ وائی :« ټکوه يی تر څو اوسپنه گرمه ده » دغو کسانو پخپل ټول ځواک او واک سره دخپل حقوقي حق نه داسي استفاده شروع کړه چي دافغانانو دخوښۍ او خوشحالۍ احساس ته ئی بل رنگ ورکړ .
سوال پيدا کيږي:
١_که چيري رنگ غلط استعمال شوۍ وي ،نو دا کار دټولو هغو رايه ورکونکو سره شوۍ دۍ چه پدغه وخت کښي يي رايي ورکولي،نه دځانگړو کسانو سره پدي کښي دهر چا طرفدارا ن وو.
۲- دجعلی کارتونو او څوځلی رايه ورکولو مسلي بايد سره جلا شی ،يعنی هغه چا چي جعلي کارت استعمال کړۍ هغه بايد وپيژندل شي او دا کار ت هم امکان لري دټولو پلويان استعمال کړۍ وي ؛ او هداشان دڅوځليز رايي ورکوني مسله .دادډول او نورو تخنيکي سونځو دليری کولو او پر هغه باندي د دقيق کنترول ،نظارت او څيړني پخاطر د بهرنيو په گډون يو ستر کاري گروپ او کميسيون جوړ شوۍ ؤ. ځکه دجعلي کارت او څوځله رايی ورکولو ډنډورې لاډيري پخوا دخلگو غوږو ته رسيدلي وې.ما څوځله دا په گوته کړې ده چي دهيڅ يو ځانگړي کانديد پلوۍ نه يم او هميشه ډيره گوت نيونه ښاغلي کرزي ته کوم ځکه نوموړي دهيواد ادار ي چاري دسرته رسولوستر مسوليت پغاړه لري،ولی پخپل ټول ژوند کښي دحقيقت او واقيعت پلوې کوم. ځک دا ټکۍ ويل غواړم: که زموږ د ټولني اجتماعي،قومي،سياسي او اقتصادي جوړښت ته په رڼو سترگو ځير شو نو دا به ومنو چي په کندهار کي به ښاغلۍ کرزی ، په سمنگان کی ښاغلۍ دوستم او پنجشير کي به بيا ښاغلی قانونی او نور په نورو ځايو کی زياتی رايی تر لاسه کړې.دا يو طبعی امر دۍ، ځکه زموږ په ټولنه کښي تر اوسه انتخابات په لويه کچه دقومي،ژبنې،مذهبي اومنطقوې اړيکو پر اساس سرته رسيږی، خلک هغه چا ته رايه ورکوي چي پيژنې يې ، نه دسياسي او نورو اړيکو پر اساس .
دا چي داولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کي به څومره درغلۍ او ټگۍ برگۍ شوې وي اوچا به څومره ددولتي او تنظيمی واک او امکاناتونه استفاده کړې وي سمدستی زما لپاره قضاوت گران دۍ .دا به وخت څرگند کړی ،افغانستان غوندي هيواد چي هلته لاتر اوسه سياست والود دموکراسۍ څخه دمعقولې گټي اخيستني لاري چاري ندي خپلي کړي داروپا او يا نورو هيواودپشان چي هلته اولسونه له دموکراسۍ سره اشنايی لري او سياسي گوندونه داولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کي برخه اخلي دداشان انتخاباتوکولو غوښتنه زموږ په هيواد کښي له وخت نه ډيره مخکښي ده،ولي زما دا څرگندونه دا مانا نلري چی بايد په انتخاباتو کي هر څه دځنگل دقانون له مخي وي،لازمه ده په موکراسۍ ځان پوه او دهغي په پلي کولو ځانونه عادت کړو.
راشۍ دپخوانيو رژيمونو دپارلمان لپاره ټاکنی را پر زړه کړو،ايا داسی نه وه ؛ هر دقوم مشر چي به خپل قوم ته څوک په گوته کړ ټول قوم به هغه ته رايه ورکول،اوس هم هغه افغانان دي يوازي پر قومي شرانو باندي چي څوکاله يې درک نه وو دا دري کاله کيږی چی نوم يې بيا راژوندۍ شو ،قوماندانان،آميران،ټوپکيان او تر ۷۶ زيات سياسي گوندونه چي که خير وو هغه به هم دوخت په تيريدو سره لږ شی ورډير شويدي ،ددغو ټولو غوڅ اکثريت تر ټولټاکنو وړاندی د ښاغلي کرزې نه بيله قيد اوشرط څخه خپل ملاتړ اعلان کړۍ ؤ ، ځکه فکر کيږی چي دښاغلی کرزي پلويانو ضرورت نه درلود درايو ورکولو په پروسه کښي ډوکه بازي اودرغلۍ وکړي. ما ته زما په ژوند کي ډير انتخابا ت را په زړه دي او دا راته معلومه ده معمولا په ټاکنو کی هغه څوک ټگۍ برگۍ کوي چی کمزورۍ وي او لږ پلويان ولري. پدغو اتلسو کانديدانو کی ښاغلۍ کرزۍ کمزورۍ نه معلوميده ،سره لدينه چي افغانان ځني خفه دي ،فکر کوم افغانانو پخپل دغه غبرگو ن سره يو ځل بيا وغوښتل ښاغلي کرزۍ ته چانس ورکړي ،که چيری ښاغلۍ کرزۍ دا ځل بيا دا چانس دلاسه ورکړي او مرور ملت خوشحاله نکړي هغه به دهيڅ يوه کار دسرته رسولو جوگه نشي ،داځکه يو ولسمشر هغه وخت بريالی دۍ چي دملت دغوڅ اکثرت ملاتړ ورسره وي.
زيات شميرا فغانان پد ي سلا شوي او عقيده لري چي درنگ مسله داسی يوه ستونځه ده چي هرڅه رنگولاي شی او درنگ داستعمال مخالفين يوازی داغواړي چي په همدی پلمه پر ښاغلي کرزې او دهغه پر بهرنيو پلويانو او افغانانو دا فشارواچوی چي په رالونکې حکومت او ملی شورا کی دټولو ناکاميو سره چی دوي اولس ته دقبول وړ ونه گرځيده د پخوا پشان لوړاوغښتلي مقامونه تر لاسه کړي.
دټاکنو دبهير د نيمگړتياوو او غلطيو د څيړني په خا طر ځانگړي کميسون ته دنده سپارل شوي ده .اما افغانان دراتلو نکي اولسمشر نه په کلکه غوښتنه لری چي دهيچا سره هيڅ ډول جوړ جاړۍ ونکړي ،دا چي دلوړو مقامو او قدرت دتر لاسه کولو پخاطر منډی ترړي وهي په افغان اولس کې اعتباراوځاي نلری. پر ټولو ده چي دا فغان جنگ ځپلی او باشهامته اولس وړانديزونو او غوښتنو ته غاړه کښيږدي او انتخابات په يوه ملی عنعنه بدل کړي.اوپه رښتياسره افغان اولس ته دا واک او اختيار ورکړه شی چي خپل برخليک پخپله اراده وټاکی، او هر چاته چی ئی زړه غواړي رايه ورکړي،يو ځل به يې غلط کړي بل ځل به ورته متوجه شي.