د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا هېوادونه د شلمې پيړۍ له منځ
نه د نړۍ د سياست په سر كې ځاى ونيو. له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړۍ نوې نقشه او نوى وېش رامنځته شو. د نړۍ د ست
و صنعتي هيوادونو له خوا هغو هېوادونو ته چې د تېلو او نورې طبعيي زېرمې درلودې زيات پام
واوښت او هغه هېوادونه چې تر دا مهاله په جنګونو اخته وو او يا نړيوالې سوداګرۍ له پاره يې څه نه درلودل، په خپل
حال پرېښودل شول. چي په دې هېوادونو كې د منځنۍ اسيا ا و منځني ختيځ يوشمېرهېوادونه شامل وو.
د شوروي د امپراطورۍ پاى او د دې پاى اغېزې د منځۍ اسيا او منځني ختيځ پر
هېوادونو زياتې وې. ځكه دغه هېوادونه خپلې خپلواكۍ ته نوي رسېدلي وو او له بلې خوا په نوموړو هېوادونو كې په ټپه و
اړ اقتصادي حالت مات شوى و او د پراختيا او پرمختيا له پاره يې لارې څارلې.
د منځنۍ اسيا هېوادونه چې ك
ونه كلونه د شوروي په يرغمل كې وو او په اقتصادي زيرمو او سرچينو يې روسيې خېټه اچولې وه له خپلواكۍ وروسته يې
غوښتل چې خپلې سوداګريزې اړيكې له بهرنۍ نړۍ سره پراخې كړي او په دې برخه كې يوازې پر روسانو تكيه ونه لري. نوموړو
هېوادونو ته د افغانستان او هند سمندر له لارې سوداګري خورا ارزښت لري او دا اړيكې له پرمختيا سربېره د خپلې خپ
واكۍ له پاره د ډاډمن تضمين په توګه هم مني. روسان د تېرې پيړۍ په نوييمو كلونو كې خورا كمزوري شوي وو، په ساړه
جنګ كې يې ماتې خوړلې وه او نور د دې له ټېكه نه وو چې د خپلو مخالفانو پروړاندې سيالي په هماغه پخوانۍ او ترينګلې
بڼه مخته يوسي.
د اروپا او امريكا پاملرنه هغه مهال د ختيځې اروپا نويو خپلواكه شويو هېوادونو او د خ
يج سيمې د تېلو زيرمو ته واوښته. ځكه د شوروي اتحاد ړنګېدو او د افغانستان جنګ له كبله د روسانو كمزوري كېدلو، لويديځې نړۍ ته فرصت په لاس وركړ چې د هغه ستونزو هوارولو ته مخه كړي چې د سړې جګړې
پر وخت د لويديځ پر وړاندې د خنډونو په توګه پراته وو.
د بوسنيا، ازربايجان، عراق او د قفقاز جګړې د همدې
ستراتيژيو له مخې وې.
روسان چې پوهېدل په اروپا او په عراق كې يې ماتې حتمي ده او لويديځ دا مهال په ا
وپا او عربو كې بوخت دى او دا مجال نه لري چې منځنۍ اسيا او افغانستان ته مخه كړي، نو اي
ان ته يې مخه كړه او له هغه سره يې يوځاى په افغانستان كې كورنۍ جګړه پر مخ بيوله.
ايران، پاكستان،
هند، او چين د افغانستان له جګړې او په سيمه كې د ختيځ او لويديځ له سياليو څخه زياته ګټه پورته كړه، له يوه پلوه
يې پر لويديځ وسلې پلورلې او له دوى يې زياته پانګه ترلاسه كړه او له بله پلوه دې هېوادونوته موقع په لاس ورغله چې
له لويديځ سره خپلې اړيكې ښې كړي او د خپلو هېوادونو په پرمختګ كې ترې ګټه واخلي.
د روسيې په ګډون نوم
وړي هېوادونه د منځنۍ اسيا هېوادونه تر خپل نفوذ لاندې هېوادونه بولي او دې هېوادونو ته د خپلو مصنوعاتو د مصرف او
پلور د بازارونو په سترګه ګوري.
د منځنۍ اسيا هېوادونه چې خوار او بې وزلي دي، په صنعت كې ورسته پاتې
او د هندي، پاكستاني، ايراني، چينايي او روسي توليدي توكو مصرفونكي بلل كېږي، خو د تېلو، ګازو او طبعيي زېرم
وبډايي سرچينې لري او دا هغه څه دي چې د سيمې نوي پرمختللي هېوادونه ورته زياته اړتيا لري خو دا هېوادونه لاهم
تر دې مهاله د روسيې په برمته كې دي.
روسان غواړي چې منځنۍ اسيا ددوى په برمته كې پاتې شي، خو دغه نور نه
ابلل شوي مدعيان بيا پر نوموړې سيمې د خپلې برمتې د ټينګولو خوبونه ويني. پوښتنه داده چې ايا روسان به نويو مدعيانو ته سيمه خالي كړي؟
ځواب دادى چې روسان به هېڅكله هم چاته سيمه له خپل
تون څخه خالي نه كړي او دا طبعيي او انرژيكي زېرمې به چاته پرې نږدي، داچې له نويو م
دعيانو سره څنګه، تر غاړې وتى، موخه يې داده: روسان ددې له پاره چې وكولى شي د لويديځ د پرمختګ پروړاندې ودرېږي
او د هغوى د پرمختګ مخه ډپ كړي، نو په كار ده چې د نويو مدعيانو ملاتړ تر لاسه كړي، خو په خواشينۍ سره هند، اي
ان او پاكستان ددې لوبې مفت قربانيان دي او دوى ته په دې كې هېڅ نصيبه نشته او چې كله هم
روسيه او چين د لويديځ ګواښ له ځانه كم كړي، نو بيا په ګډه سره مخه دوى ته اړوي او څو كلنه ګټه يې په اوبو لاهو
كوي او دوى په ځان پورې تړي او د منځنۍ اسيا د بازار خوبونه يې له خياله باسي.
ايران له همدې سيالۍ نه د
خپل اټومي پروګرام د پر مخ بيولو او خپلو تېلو او ګازو ته د بازار موندلوله پاره كار اخلي.
روسيه په
افغانستان كې د جنګ او كړكېچ په ساتلو سره د منځنۍ اسيا پر زېرمو د خپلې ولكې د ټينګولو
او ساتلو هڅې كوي او په افغانستان كې د اوږدې مودې جګړه له روسيې سره مرسته كوي چې ددې سيمې هېوادونه په يرغمل كې
وساتي اوله بله پلوه د اوږدې مودې برمته په غوښتې او ناغوښتې توګه نوموړي هېوادونه د روسيې غېږ ته غورځوي. د تور
سمندرګي او تركمنستان انرژيكي او طبعيي زېرمې، په سيمه كې د ايران د زېرمو سيالي كوي،كه چېرې نوموړې سيمې د خپلو
زېرمو له وېستلو او پلورلو څخه لرې ساتل كېږي، نو ايران ته فرصت برابرېږي چې خپلې د تېلو او ګازو زېرمې په نړيوالو
وپلوري او خپل حريفان شاته پرېږدي. د منځنۍ اسيا د هېوادونو د برمتې په برخه كې ايران له روسيې سره همغاړى دى اود
سوداګريزو لارو په پراختيا او د افغانستان له لارې له نړۍ سر ه د نوموړو هېوادونو د نښلولواو د تركمنستان د
ګازو د نل ليكې د غځولو مخالف دى، نو ځكه له روسيې سره يو ځاى په افغانستان كې د جګړې د اوږدولو ستراتيژي پر مخ
بيايي.
پاكستان د افغانستان له لارې له نړۍ سره د منځنۍ اسيا د هېوادونو د نښلولو مخالف نه دى او له دې
كار څخه كېداى شي په كال كې له شپږ سوه مليونو ډالرو زيات عايد ترلاسه كړي، خو كوم مخالفت چې لري هغه دادى چې
پاكستان په افغانستان د امريكې له نفوذ او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا بازار ته د امريكې د لار موندلو س
سخته مخالفت كوي.ځكه كه چېرې امريكا او هند په افغانستان كې پانګونه كوي او خپل ګډ توليدي توكي بازار ته وړاندې
كوي، نو بيا پاكستاني او چينايي توكي ددې وس نه لري چې په بازار كې د نوموړو توكو مقابله وكړي. له بله پلوه
پاكستان له هند سره د تربګنۍ له كبله هم نه غواړي چې هند افغانستان ته نږدې شي او ستراتيژيكه ملګرتيا ورسره ول
ي.
ايران په ځيره سره د افغانستان له لارې هند او پاكستان ته د تركمنستان د ګازو د لېږدولو د مخنيوي په
اړه د پاكستان او هند اندېښنو ته متوجه دى او غواړي چې دغه هېوادونه له ايران څخه د
پاكستان له لارې هند ته د ګازو د نل ليكې په غځولو سره هند او پاكستان له ځانه خوښ او راضي
وساتي.
اروپا او امريكا په دې باور ده چې په سيمه كې وروستيو پرمختګونو دا شونتيا رامنځته كړې چې په نږ
دې راتلونكې كې سيمه په يوه ستر نړيوال بازار بدله شي. اروپا او امريكا له يوې خوا په دي بازار كې د ونډې د ترلاسه
كولو له پاره هڅې كوي او له بله پلوه په دې بازار د كنټرول درلودل د خليج د سيمې د امنيت او خپلو ګټو د ساتلو له
پاره اړين بولي.
امريكا او اروپا پر سيمه او بازار د خپل نفوذ او اغيز ښندلو
له پاره افغانستان مناسب هېواد بولي.دا ځكه چې افغانستان له يوه پلوه وروسته پاتې هېواد دى پانګونې او پرمختګ ته
اړتيا لري، بل خوا د سيمې د هېوادونو د لاسوهنې له كبله اړ دى چې د امريكې او اروپا ننګه اوملاتړ په ورين تندي ومني اوپه خپل هېواد كې ددې هېوادونو شتون ته په اسانه سره غاړه كېږدي او
ه بله پلوه د خپل حساس جيوپوليټيك موقعيت له كبله هم لومړيتوب لري او د اهميت وړ دى.
اوس پوښتنه داده چې افغانستان ددې نړيوالو سياليو، سياست لوبو او ستراتيژيو په لړ كې د
خپلو ګټو ساتنه څنګه كولى شي او د روسيې، ايران او پاكستان د سبوتاژونو مقابله به څنګه كوي.
ايران څو
ورځې وړاندې له تركيې سره د تركيې له لارې اروپا ته د خپلو ګازو د صادرولو يو تړون لاسليك كړاو ددې تړون له مخې د
ايران ګاز به د تركيې له لارې اروپا ته صادرېږي ا وتركيې ته به په سويل كې د ميدان فارس د ګازو په پروژو كې ونډه و
كول كېږي. د ګازو نوموړې زېرمې د نړۍ د زېرمو په سلو كې اته او د ايران د زېرمو په سلو كې پنځوس جوړوي. له دې تړون سره
ايران يوه غوړه مړۍ تر ستوني كړه او تركيې ته د فارس د ميدان په ګازو كې په ونډې وركولو سره، هغه هم خپل كړ. همدا
راز ايران هوكړه كړې چې تركمنستان د ايران او تركيې له لاري خپل ګاز د اروپا بازارونو ته وړاندې
كړي.
ايران په دې سره غواړي له يوې خوا د ګازو د صادرولو پر سر د تركمنستان غبرګون را كم كړي او له بلې
خوا د يو داسې بازار د جوړولو له پاره زمينه برابره كړي چې مركزي ونډه په كې ايران ولري او د منځنۍ اسيا د بازار
الټرناټيف وي.
افغانستان دا مهال له كورني جنګ سره مخ شوى او له ځانه سره
بوخت ساتل شوى دى. نړيوال ځواكونه هم د افغان بې كفايتو او نا متجانسو چارواكو له كبله له طالبانو سره په جګړه
كې بوخت دي او سيالان يې ورځ تر ورځ د نړۍ بازارونه ترې نيسي او خېټه پرې اچوي. دا د نړيوالې ټولنې د تېروتنو له كبله
ده چې ځان يې له افغانانو سره چې ګډې ګټې او ګډ برخليك لري په جګگړه كې ښكېل ساتلى او اعتماد يې په هغه ډلو كړى چې د
افغانستان په سبوتاژ كې د ايران د ستراتيژيو
او سياسي پروژو پر مخ بيونكي او ملاتړي
دي.
افغان چارواكي په ټوليز ډول كه په دولت كې دي او كه ددولت مخالفين دي په سياست لوبه كې ښكېل او بوخت
دي او سيالان يې ترې ورځ تر ورځ فرصتونه چور كوي او پردوى د سوداګريو، بازارونو، د شونتياو او امكاناتو لارې
تړي.
افغانستان د پرديو لاسوهنو او كورني مخالفتونو له كبله په داسې دريځ كې نه دى چې وكولى شي په لنډه م
وده كې داسې يو واحد سياست رامنځته كړي چې ټولو سياسي ډلو ته د منلو وړ وي. يا په بله وينا افغاني سياستوالو
سياست بايلودې، خو كولى شي د ملي ګټو او اقتصاد پر محور سره راټول شي او د هېواد د اقتصاد ښه كولو ته په ګډه سره
كار وكړي. دا ځكه چې زموږ د ولس يوې برخې پر خپل ولس پسې پښې لوڅې كړي، ټوپكې را اخيستي او په خپلو كې سره وژني. ددې
جګړې ګټه ايران، پاكستان، روسيې او چين ته رسي او دا جګړه ورځ تر ورځ موږ له نړيوالو بازارونو څخه بې برخې كوي او
د نړۍ له كاروان څخه مو شاته پرېږدي.
نننۍ نړۍ د سوداګرۍ، بازار او د ماركېټ نړۍ ده، اقتصاد ته د سياست
په پرتله په كې لومړيتوب وركول كېږي، سياستوال د خپل هېواد محصولاتو ته بازارونه پيدا
كوي او ځان په بې ګټو سياستونو نه بوختوي. خو په خواشينۍ سره
زموږ يو شمېر سياستوال لاهم د منځنۍ پېړيو پر اصولو ټينګار لري په سياستلوبو بوخت دي او ددې پر ځاى چې له پرديو
سره سياست وكړي په خپلو كې ښكېل دي او يو له بل سره سياست كوي، يو بل ته كندې سپړي او لكه بې غېرته بابا چې د ابۍ
وهلو ته ميړنى وي د خپل خوار او بېوزلي ولس وژلو او قتلولو ته مېړني دي. موږ به ترڅو په دې جهالت خپلې برېتې تاواو چې نن مو د نادعلي او پرون مو د ژېړۍ ولسوالۍ ددولت د مخالفينو له ولكې ووېسته او يا
داچې نن مو د كندهار په ښاركې او پرون مو د كابل په ښار كې بمونه وچول او ځانمرګي بريدونه مو وكړل. دا به بهتره
وي چې زموږ سياستوال خپل ولس ته دا ووايي چې نن يې ډيلى فتح كړى او پرون يې اسلام اباد فتح كړى و.نن يې ټانك جوړ
كړى او پرون يې الوتكه جوړه كړې وه. او يا داچې نن يې د خپل جهاد په لړ كې د لاهور د هيرا منډوي رنډۍ خانې ورانې كړې
او پرون يې ددوبۍ، نن يې په پلانۍ سيمه كې مسلمانان، كفار او نور ولسونه له ظلم او تېري څخه وژغورل او پرون يې په
هغه بل ځاى كې. يا خلك واوري چې نن مسلمانانو وكړاى شول نړۍ له پلانۍ او پلانۍ بلا څخه وژغوري او پرون يې له ايډز
او طاعون څخه ژغورلې وه.په پاى كې دا به ښه وي چې سياست له نورو سره وكړو نه له خپل ولس سره او جهاد د مفسدو، ظا
مانو او ګمراهانو پروړاندې پر مخ بوځو نه د خپل مسلمان ولس پر وړاندې. د مسلمانانو په توګه موږ ته په كار ده چې
ظلم او فساد چې د نړۍ په هره نقطه كې وي ورشو او د نړۍ ولسونه كه كافران دي او كه مسلمانان له ظلم او فساد څخه
وژغورو په خپلو سرښندنو سره نړۍ ته د اسلام سپېڅلتيا وښيو نه دا چې زموږ د ناوړو كړنو له كبله دين بدنامه شي او
نړۍ له اسلام څخه يو تور انځور په ذهن كې ولري. موږ ته دا په كار نه ده چې د هيرا منډوي له رنډۍ خانو څخه ټوپك په
اوږه را تېر شو او د جهاد په نوم د كندهار په جامع جومات كې بم والوزو، داسې استخباراتي او سياسي كړنو سره د اس
ام بدنامول او تر پوښتنې لاندې راوستل هيچا ته ګټه نه لري.ښه به دا وي چې ټول افغانان د پوهاوي مېز ته سره كېني
او په ګډه سره د حالاتو مقابله او د خپل ولس له پاره سياست وكړي، نه له ولس سره سياست.