مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-10-27   مخپرونکئ : عبدالله احسان

( ټولټاکني ) داګز او داميدان

صالحزاده

د صالحزاده ليکنه  ٢٧_ اکتوبر _ ٢٠٠٤

په افغانستان کې په لمړي ځل دولسشمرۍ ټولټاکنې د ميزان دمياشتې په 18 نيټه تر سره شوي ،دا ټولټاکني په داسې حال کې تر سره شوي چې له يوه طرفه دهيواد په جنوبي سيمو او او لويو ښارونو کې دطالبانو لخوا دنا امنۍاو دټولټاکنو دګډوډ کيدلو ګواښونه کيدل او له بله طرفه د ولسمشرۍ هغو نامزادانو دا ګواښونه کول که چيري کرزی د ټولټاکنو وړاندې استعفا ورنکړي نو ټولټاکنې به تحريم او بايکاټ کړي، او تر ډيره سياسي شنونکي هم پدې نظر وو چې دهيوادامنيتي وضعيت د ټولټاکنو لپاره مناسب ندي. خو په هر صورت داټولټاکني تر سره شوې دا چې ددې ټولټاکنو پايلي به څه وي او داچې دخلکو او ملت د غوښتنو او هيلو  ځواب به وويلی شي او که نه دا به پريږدو راتلونکي وخت او زمان ته ، خو هغه څه چې زه غواړم وليکم اولوستونکو ته يې وړاندې کړم هغه زما شخصي نظر او دسترګو ليدلي حال دی چی څه موده مخکې افغانستان ته تللی وم.

لمړی :

دولسمشری دکانديدانو لنډه ارزونه :

که چيرته دکانديدانو نومونواو تير سياسي ژوند ته وکتل شي نو له ورايه معلوميږي چې دا ښاغلي تر ډيره دملي کرکتر او ملي روحېې څخه بې برخې کسان وو اودي. او يا د هيواد په دغو ورستيوخونړيو کورنيو جګړو کې په مستقيمه ټوګه ښکيل اولاسونه يې دملت په وينو سره دي، لکه جنرال دوستم ،محقق ، يونس قانوني ، احمدشاه احمدزی او سيد عبدالهادي دبيراو مرستيالان يې.او يو شمير نور بيا هغه ناپيژندل شوي څرې دي چې تر اوسه پورې دهيواد په سياسي صحنه کې چا نه پيژندل اودچا په خبره  چې دوې غواړي دسلو شپو مزل په يوه شپه ووهي. لکه وکيل مڼګل ،محمد ابراهيم  رشيد، عبدالحسيب ارين او نور . خو يو شمير هغه عقده ي سياسي څيرې دي چې دځينو په وينا تر غرمې يې په ځان نيت بد دی اوتر غرمې ورسته پر بل لکه لطيف پدرام او حفيظ منصور  . په کانديدانو کې ديو ميرمنې نوم هم تر سترګو کيږي چې اغلې مسعوده جلال ده نوموړي دسياسي زړه ورتيا په درلودلو سره ټولو نړيوالو ته وښودله چې افغاني ميرمنې ددې جوګه دي چي دهيواد په سياسي پروسه کې فعاله ونډه واخلي ، او  نوموړي په لمړۍ استراري لويه جرګه کې هم دکرزي په وړاندي ودريدله او دافغاني ميرمنو په استازيتوب يې خپل غږ دنړيوالو غوږو ته ورساوه.  زما په اند په پورتنيو يادو شويو کانديدانو کې يواځې کرزی وو چې هم دنړيوالو ،امريکامتحده ايالاتواو څه ناڅه په هيواد کې دننه د عامه وګړو د ملاتړ څخه برخمن وو، دا په دې مانا نه ده چې په هيواد کې دسياسي او ملي شخصيتونو او رجالو قحطي راغلې، بلکه دهيواد سياسي بهير تر ډيره دنړيوال سياسي،اقتصادي او نظامي وضعيت او په سر کې دامريکادمتحده ايالاتو دملي ګټو دسياست تراغزې او سيوري لاندي پرمختګ او وده کوي ،او د ډيرو په اند په اوسني سياسي خاص حالت کې دکرزي ملاتړ يو پرځاي اومناسب انتخاب وو ؛ او د دري ژبې متل دي چې وايي:(دربين کورا يک چشمه پادشاه است).

که چيرې دخلکو ګډون ته په ټولټاکنو کې وکتل شي نو په سلو 75 ٪ وګړو په دي انتخاباتو کې پراخه ونډه واخيسته او راتلونکو ټولټاکنو ته يې لاره پرانيستله ، هغه خاموشه اکثريت ورسته له کالو نړيوالو ته وښودله چې عامه وګړي ددموکراسۍ پلوي او دولس واکۍ په پلوي يې خپلې رايي استعمال کړې اونور دجګړو  او جګړه مارانو څخه ستړي شويدي. دا چې راتلونکی دولت به دخلکو درايو درناوی وکړي او که نه؟ او که بيا به دخلکو غوښتنو ته شا کړي او دخپلو شخصي او تنظيمې ګتو دلاسه ته راوړلولپاره به هغه پخوانۍ لاره بيا غوره کړي.

دوهم:

اياپه ټولټاکنو  کې په ريښتيا په لوی لاس درغلۍ او سرغړونې وشوې ؟

لکه څنګه چې وړاندې يادونه وشوه دهيواد په سلوکې پنځه اويا  وګړو په ټولټاکنو کې ګډون وکړه . اونوموړې ټولټاکنې دميرمنو دګډون له پلو هم بېساري وې او په 40٪سلو کې څلويښت ميرمنو پکې ونډه درلوده. او له بلې خوا د تلې دمياشتې ټولټاکنې دهيواد په اوسني سياسي وضعيت کې يو لوی ګام وو. دا په دې مانا چې دهيواد هغه جګړه ماري ډلې او تنظيمونه يې دسياسي پروسي منلو ته مجبور کړل چې مخکې لدې  يې دهر سياسي جوړ جاړي سره مخالفت کاوو ، اما اوس دې ته اړايستل شويدي تر څو دخپلو سياسي هدفونو تر لاسه کولو لپاره دوسلې په ځای دخلکو رايو ته مخه  کړي.او دا دهيواد په سياسي معاصر تاريخ کې يو لوی پيشرفت او پرمختګ دی.

که چيرې راشو دولسمشري دکانديدانو نيوکو او ګوتنيونو ته چې په انتخاباتو کې ديو مشخص کانديد په ګټه لاسوهنې او درغلی شويدي نو بايد ووايو چې ايا په رښتيا هم په دا لويه کچه او پيمانه  لاس وهني او سرغړونې  ديو مشخص کانديد په ګټه تر سره شويدي ؟ او که شويدي په کومه کچه ؟ ايا داتقلب او درغلۍ دټولو ټولټاکنو مشروعيت دګواه سره مخامخ کوي او که څنګه؟ او ايا دا ټولټاکنې نمايشې ټولټاکني وې ؟ ايادټولټاکنو مشروعيت اومليتوب هراړخيز دی او که نه؟ ددې پوښتنو دځوابونو دپيدا کولو لپاره تر ډيره کوښښ کوم چې بې پرې قضاوت وکړم او دهيواد دسياسي وضعيت په پام کې نيولو سره ورته مناسب ځواب پيدا کړم.

که چيرې په هيواد کې تيرو دريو لسيزو ته ځغلند نظر وکړو ، نو له ورايه معلوميږي چې نه دثوردکودتا ه مخکې يعنې د مرحوم داودخان په وخت کې او نه دثور کودتاه وروسته دخلقيانو او پرچميانو په وخت کې د هيواد سياسي مشران دټولټاکنو له لاري انتخاب شوي ،بلکه دکودتاه ګانو له لارې او يا دبهرنيانو په مستقيمه نظامي مداخله سره يې په زور ځان په ملت او خلکو تپلی وو ؛ ددموکراسي چيغې وهل کيدلې خو سوټی کراسي اومطلقه ديکتاتوري وه اودهيواد سياسې او نظامي واک د يو ګوندپه قبضه کې وو ،او هر څه ديوګوند لپاره وو اوبس. کومې ټولټاکني چې دولسي جرګې لپاره د ډاکتر نجيب الله په وخت کې تر سره شوي هغې هم نمايشي بڼه  درلودله او ددولت مخالفينو ددولت سر دسياسي جوړجاړي څخه ډډه کوله اوله نظامي لاري يې دهيواد دسياسي کشالې په حل باندې ټينګار کاوه .کله چې په اسلام مين مجاهدين په 1992کال  کې په کابل وروختل او روس پلوی دولت يې رانسکور کړه نو دسياسي قدرت دتر لاسه کولو لپاره يې دکابل ښار په کنډواله واړه وو او په لسګونو زره دکابل ښاريان يې شهيدان اوبې کوره کړل. دسياسي قدرت دساتلو او لاس ته راوړلولپاره يې دشوراي حل وعقد په نامه نمايشي غونډې را وغوښتلې تر څو خپلې شومې واکمنۍ ته نمايشې مشروعيت ورکړي . طالبانو خو دخپلې سياسي ايډيولوژۍ په بنسټ دټولټاکنوسره مخالف وو او ددايم العمراسلامي خلافت غوښتونکې وو ؛اود امير المړمنين په نامه دهيواد دسياسي واک مستحقين يې يواځې ديني علمان ګڼل او بس.

رابه شو دتلی دمياشتې ټولټاکنو ته . داټولټاکني د ټولونيوکو سره سره بې پرې ،خپلواکه،اود ملي  اونړيوال مشروعيت درلودونکې ټولتاکنې وي.د هيواد څخه بهر په پاکستان او ايران کې ميشت افغاني کډوالو پکې په ډيره مينه ګډون وګړه، او دهيواد دننه ټولو هيوادوالو دخپل ځان په بيه په دغه ملي حرکت او سوله ايز انقلاب کې فعاله ونډه واخيسته او دوسلوالو ډلوسره يې دمخالفت په بڼه خپله رايه د رايو صندوق کې واچوله  . يوه خبره بايد له ياده ونه باسوچې په هيواد کې تر اوسه دبی وسلې کيدلو پروسه نه ده بشپړه شووې، او په اوسنۍ کابينه کې ډير هغه جګړه ماران لوېې چوکۍ او دندې لري او دهيواد په لويو ښارونو کې لا تر اوسه جنګسالاران حکومت کوي او دهيواد سياسي کړی اوډلې ديوسياسي پروسې جوګه نه ښکاري او تر ډيره غواړې چې دخشونت له لارې خپلې غوښتنې په نورو ومني ، په دولت کې يو لوی مافيايي بانډ رامينځه ته شويدی چې د جګړه مارانو په مستقيم ملاتړ د عامه او شخصي ملکيتونو دغصبولو اودنيشه يي موادو قاچاق او دغيرې دولتي مړسسو له لاري هغه نړيوالو کمکونه چې دهيواد دبيا جوړونې لپاره دافغانستان ملت سره مرسته شويده دځان په ګټه تري ناوړه ګټه واخلي، او ديو قوي او پياوړي او ملي دولت د تاسيس په لاره کې خنډونه را مينځه ته کوي. دا چې نړيوال او په ځانکړې تو ګه دامريکا متحده ايالات څه وخت ددغو بې سرو اوخپل سرو جګره مار څخه  خپل ملاتړ  بېرته  اخلي ؟ دا نه ده  معلومه خو دعامه خلکو دصبر کاسه نوره ډکه شويده .

1:_ پدې کې شک نشته چې په ټولټاکنو به تر يوې اندازې درغلی او تير وتنې شوي وي خو ددې تيروتنو او درغليو عاملين هم معلوم دي:دټولټاکنو هغه کارکونکي چې شمير يې 120000 تنو ته رسيدو په لازمه توګه ورته زده کړه او روزنه نه وه ورکړل شوي ؛او تر ډيره يو شميرهغه کسان دشخصي پژندګلوي او دډالري معاش د تر لاسه کولو په نيت په دغه پروسه کې شامل شول چې دپوره ليک او لوست څخه بې برخې وو . او پدې پروسه کې يو تعداد داسې کسان هم وو چې ددغې پروسې دسبوتاژ په نيت لاس پکار شوي وو.

2:_ پدې کې هم شک نشته که وغواړو او که ونه غواړو نوموړي کارکونکي هرومرو دسياسي ډلو په طرفدارۍ او پلوۍ د خپل توان په اندزه په ټولټاکنو کې لاس وهنې او سرغړه ونې کړېدي، او دا پداسې يو هيواد کې چې لا تر اوسه کورنۍ جګړه نده پای ته رسيدلې او ملي اعتماد دقومونو ترمينځ په پوره پيمانه ندی موجود ،نوپداسې ټولنه کې دا يوه عادي خبره ده؛او بدون له شکه دا لاس وهنې دټولو کانديدانو په ګټه تر سره شويدي نه د يو کانديد په ګټه.

3:_ دافغانستان ټولټاکني دبهرنيو او اورپايي څارونکو تر مستقيمې څارنی او نظارت لاندې تر سره شوې او هيڅ يو بې پرې څارونکې په لوی لاس ددرغليو پخلی ونکړو، يواځې دکانديدانو استازيو دا ډنډورې وهلې او درې متل دی چې وايي :(ازکاه کوه ميسازد) ګواکې 200000 سپيني پاڼې په بهرنيو اتباعو باندي په کندهار کې ويشل شويدي ،زه نه پوهيږم چې دا دوه لکه خلک څنګه او له کومې لاري هيواد ته راغلل او دا دومره لويه درغلي او لاس وهنه دټولو نړيوالو خبريالانو د سترګو څخه پټه پاته شوه  او دا بهرنيان په کوم هوټل او يا په کوم کمپ کې ميشته شوي وو ؟.

4:_زه نه غواړم له کرزي دفاع وکړم اوزه دنوموړي په دغه دری کلنه دوره باندي تر ټولو  ډيرې نيوکې لرم او په راتلونکو 5 کلو کې هم ددې هيله نلرم چې ښاغلی کرزی د پدې وتوانيږي چې په هيواد کې د يو پياوړی او ملي نظام رامنيځه ته کړي او دغه موجوده اداري او مالي فساد ته دپاې ټکی کيږي ،اويا د بيا جوړوني په کار کې دپام  وړ پرمختګ تر سترګو شي. خو دا ويل غواړم چې دولسمشری يوشميرښاغلي کانديدان هم زموږ ملت او خلکو په داورستيو کلنو کې يو ځل ازمايلي دي او( ازموده را ازمودن خطاست) ايا قانوني او احمدشاه احمدزي دشوراې نظار او جميعت او اتحاد اسلامي د شومې واکمني په محال  دګلبدين ،مزاري اودوستم سره په خونړيو جګړو  کې څه ونکړه ؟ محقق په کابل او مزار کې څومره بې ګناه پښتانه او تاجيکان تر خاورو لاندې کړل؟ دوستم دکارمل او نجيب الله دواکمنۍ په محال په کندهار، لوګر ،ميدان ښار، او پغمان کې دکوم ناروا عمل څخه لاس نيوی وکړه؟ او بيا دمجاهدينو دواکمنی په محال په مکروريانو،جاده ،کارته نو او دهيواد په شمالي ولايتونو کې دچاه په سر ،مال او ناموس رحم وکړ؟

دريم :

دټولټاکنو قومي او ملي اړخ:

څو ورځې وړاندې ښاغلي محقق په يو مرکه کې وويل چې ټولو هزاره ورڼو ماته رايه راکړي او داټولټاکنې قومي ټولټاکنې دي. که چيرې داخبره ريښتيا وي نو دهزاره ورڼو فيصدي په هيواد کې  ٪12 فيصدوپه شا او خواکې ده او مخکې لدې مزاري او ددوي ګوند پردې ټينګار کاوه چې هزاره وروڼه په هيواد کې ٪ 30  په سلو کې دي، دا پداسې حال کې چې هزاره ورونو دننه په هيواد کې تر ټولو نورو قومونو ډير دنوم ليکنې،کارت اخيستنې او رايه ورکولو په پروسه کې فعاله ونډه اوبرخه  واخيستله . په ايران کې هم تر ډيره  هزاره ګان وروڼو دايراني دولت دکډوالۍ (شنه )کارتونه درلودل او دکورنيو سره يو ځاي هغلته ميشته وو ،او درايو ورکولو چانس يې دپښتنو اوتاجيکانو په نسبت ډير زيات وو.په پاکستان کې هم په ډير شمير هزارګان ميشته دي اودکوټې په ښار کې پاکستاني الصل هزاره ګان هم ډير په دولتي او اقتصادي دندو بوخت دي او پدې کې شک نشته چې دپاکستان هزاره ګانو هم په پراخه پيمانه په رايو کې ونډه واخيسته او دا مسله په خواشينۍ سره دخبريالانو اوڅارونکو  له سترګو پټه پاته شوه. نو بيا دښاغلي محقق په حساب تاجيک وروڼه 17٪ په سلوکې او ازبک 10٪ په سلوکې او پدي حساب دهيواد نور لږکې په سلو کې ٪5 دي نو پدې حساب پښتانه په هيواد کې په سلو کې56٪ فيصده دي او بايد هم وي . راځې دهيواد دمليتونو داستوګنځايونو او جغرافيايي محل ويش په بنسټ دټولټاکنوبهير ته ځير شو او دکانديدانو درايو  جغرافيايي او قومي مرکزنو ته مراجعه وکړو :

%

رايې

سياسي ګوندونه

کانديد

٪٥٥٫٣

٤٤٢٩٤٩٧

مستقل

حامد کرزئ

٪١٦٫٣

١٣٠٧١٧٥

د افغانستان د ملی غورځڼ گوند

محمد يونس قانوني

٪١١٫٦

٩٣١٥٧٠

مستقل

حاجي محمد محقق

٪١٠٫٠

٨٠٤٧٣٩

مستقل

عبدالرشيد دوستم

٪١٫٤

١١٠٠٨٢

د افغانستان د ملی گڼره گوند

عبدالٌطيف پدرام

٪١٫٢

٩٣٢٩٩

مستقل

مسعوده جلال

٪١٫٠

٧٩٧١١

د افغانستان د ملی پيوستون غورځڼ

سيد اسحاق ګيلاني

٪٠٫٨

٦٠١٣٤

مستقل

احمدشاه احمدزئ

٪٠٫٤

٣٠١٢٨

مستقل

عبدالستار سيرت

٪٠٫٣

٢٦١٨٨

مستقل

همايون شاه آصفي

٪٠٫٣

٢٤٢١٩

د افغانستان د خپلواک گوند

غلام فاروق نجرابي

٪٠٫٣

٢٤٠٢٩

مستقل

سيد عبدالهادي دبير

٪٠٫٢

١٩٧٠٣

مستقل

عبدالحفيظ منصور

٪٠٫٢

١٨١٥٧

مستقل

عبدالهادي خليل زئ

٪٠٫٢

١٥٩٢٨

مستقل

مير محمد محفوظ ندايي

٪٠٫٢

١٣٧٨٧

مستقل

محمد ابراهيم رشيد

٪٠٫١

١١٧٤٨

مستقل

وکيل مڼل

٪٠٫١

٨٣٥٧

مستقل

عبدالحسيب  آرين

٪١٠٠٫٠

٨٠٠٨٤٥١

 

د رايو ټولې قانوني پاڼې

 

١٠٤٣٠٤

 

د رايو غير قانوني پاڼې

 

٨١١٢٧٥٥

 

د رايو ټولې پاڼې

 

١ _ حامد کرزی

دګټلو رايو شمير   ٤٤٢٩٤٩٧.

<>ښاغلي کرزي په ټولو تاجيک،ازبک او هزاره ميشتو سيمو کې نيږدې 450000 په شا او خواکې رايې تر لاسه کړي چې دکرزي درايو 7٪ په سلوکې رايې جوړه وي . او نورې پاته 4000000رايي ټولي دپښتنو او دهيواد دنورو لږګيو دي

2:_قانوني

 پداسي حال کې چې دقانوني د ټولو ګټلو رايو شمير  ١٣٠٧١٧٥رايو ته رسي .او دقانوني دهغو رايو شمير چې د پښتنو ،ازبکو او هزاره ميشتو سيمو کې تر لاسه کړي دي 130000 رايي کيږي چې درايو فيصدي يې ٪10 په سلو کې ده.

3:_ محقق :

ښاغلي محقق په ايران ،پاکستان او هيواد کې 923656 رايي تر لاسه کړي .د محقق درايو شمير په ايران او پاکستان کې 159276 ته رسيږي چې درايو 15 ٪ يې دهيواد څخه بهر لاس ته راوړي. پداسي حال کې چې دکرزي رايي دهيواد څخه بهر 566291 رايو ته رسيږي او دکرزي د رايو نيږدي 8 په سلوکې جوړوي.

4:_لطيف پدرام په ټول هيواد کې 100446 رايې تر لاسه کړي، چې دپدرام درايو شمير په بدخشان کې چې ددپلارنی ټاتوبی بلل کيږي 23913 رايې لاسه ته راوړي چې درايو په سلو کې 25 فيصده رايي جوړه وي او دنوموړي دارايو شمير په کابل او تخار کې 30700ته رسيږي . چې درايو فيصدي يې په بدخشان تخار او کابل کې د54٪ دټول هيواد په پرتله ده.

5:_ حفيظ منصور په ټول هيواد کې 19384 رايي تر لاسه کړي ، منصور په خپل سيمه يعني پنجشير کې 809 رايي تر لاسه کړي ،پداسې حال کې چې نوموړي په مزار کې 1243 رايي تر لاسه کړي .منصور هغه عقده ي سياسي څيره دي چې په لويه جرګه کې يې دجنجالونو او ستونځو اصلي منبع وه، او ددپه خبره ( جناح مردم ګرا)  دمردم ګرا يانو سرنوشت هم معلوم شو ، او دپښتو هغه متل  چې وايې :(داګز او داميدان) چې معلومه شې څوک ملي فکر او کرکتر لري او څوګ دغوڅ اکثريت او دعامه ملت په مقابل کې ولاړ دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery