ليکوونکی:دافغانستان داتوم انرژي سازمان (AAEC) پخوانۍ مسئول مشر دهستې
فزيک پوه پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ ( جرمني)
&n
bsp;  
;
لومړی برخه
سريزه:
په شپږم د اګست ١٩٤٥ م کال، د سهار په اتوبجو د لږ څه نهه زرو متروارتفاع څخه، دنړې لومړی اتوم بم د يوې اې نولا ګاې نومې بې نهه ويشت الوتکې (B-29 bomber Enola Gay) څخه د جاپان هيروشيما په ښار باندې، د امريکا
پوځي واکدارانو له خواواچول شو. همدارنګه درې ورځې وروسته، يانې د اګست مياشتې په نهمه نيټه، د ناګازاکي په ښار
باندې، دويم اتوم وکارول شو. دواړواتوم بمونو په ګډه سره لږڅه 155000 وګړي سمدلاسه مړه کړه او 110000 وګړو څ
ومیاشتې وروسته درایواکتیووړانګودناوړه اغیزو له کبله خپل ژونددلاسه ورکړ. ترنن ورځ پورې دپاتې نو
وهغوکسانوشمير چې دسرطان ناروغی له کبله مړه شوي دي او درادیواکتیووړانګوسره تړاو لري، دسل ذروڅخه هم
اوړي.
نن ورځ په جاپان او همدارنګه په ټوله نړی کې دنوموړې پيښې ددوه شپيتم تلين غميزه نما نځل کيږي.
داتوم بم بنسټيزفزيکي پرنسيپ
دالبرت اينشټاين يونامتوفرمول په ډاګه کوي، چې ده
يوه شي کتله دانرژي سره معادل ده. دا په دې مانا چې کتله په انرژي اوبرعکس انرژي په کتله بد لېدای شي. که
دیوه شي خوځیدونکې کتله په m ، دنورسرعت په c او انرژي په E وښیو، نودکتلې اوانرژي ترمنځ
اړیکې ديوه رياضې معادلې په ډول داسې لیکلای شو:(ΔE = Δm ×c2). کله چې يوه هسته وچوي، نود کتلې کمښت
Δm يې په انرژي بدليږي. دبیلګه په ډول ديورانيم يوه اتوم دچاودنې په پايله کې لږڅه دوه سوه میګا
الکترون ولټه انرژي ازاديږي.
په طبیعت کې داسې عنصرونه شته دي، چې که يونيوترون هستې ته ورننوځي، نوسمدلاسه
چوي. نو کله چې يوازاد حرارتي نويترون د يوه داسې راديو اکتيو عنصرپه اتوم ولګيږي، چې په اسانی سره چوي،
د بيلګه په ډول لکه يورانيم دوه سوه پنځه ديرش (Uranium-235) او يا پلوتونيم دوه سوه نه ديرش (Plutonium-239) نود
نوموړوعنصرونو هستې چوي، اوپه پايله کې نورنوي راديواکتيو عنصرونه ، دتودوخي انرژي، هستوي وړانګې او دوه
يا دری نيوترونه منځ ته راځي. کله چې دغه ازادشوي نيړترونونه بيا په خپل وار سره او پرلپسي، د يورانيم اويا پ
وتونيم په نورو ګاونډيو هستو ولګيږي، نوپه همدې ډول نوره پريمانه انرژي اونورنوي راديو اکتيف هستې منځ ته
اځي. يو داسې خنځيرې هستوي تعامل په ډير کم وخت کې تر سره کيږی.
اتوم بم يوه هستوي
وسله ده، چې د يوې مایکروثانې نه په لږ موده کې او په يوه وارپه ملياردونوهستې ديو ځنځيري هستوي تعامل په
کړنلاره سره چوي.
د يوې هستې په چاودنه کې لږڅه دوه سوه مېګا الکترون ولټه انرژي ازاديږي. که چیرته
يوګرام کتله وچوي،ازاده شوې انژي يې لږڅه دوه ويشت زره ټنه ټي اېن ټي سره مساوي ده. (1gramm×c2 = 22 000 tonn
TNT).
داتوم بم زيـږيد نه
په ١٩٤٢ م کال کې د لومړي ځل لپاره په امريکا
کې، د اتوم بم دجوړولو په موخه د منها تن پروژي (Mannhattan Project) ترنامه لاندې، يوه غټه علمي پروژه پرانيستل
وه. نوموړې پروژې په ډيره پټه کار پيل کړ، اود کارکوونکو شمير يي لږ څه دوه سوه ذره وګړوته رسيده. په نوموړې
پروژه کې دنړي لږ څه دوه ذره د فزيک ، رياضي، بيالوژي، کيميا او طب څانګو پيژندل شوي نامتوساينس پوهان ښپه
اوورځ په کا ر بخت وو.
په شپاړ سم دجولاې ١٩٤٥ م کال د امريکا نوي مکسيکو په سيمه کې د نړې لومړی
هستوي ازمو ينه تر سره شوه، چې په لومړي شکل کې ښودل شوې ده.
١- شکل: د امريکا لومړې هستوي ازموينه، چې په شپاړ سم دجولاې
١٩٤٥ م کال د نوي مکسيکو په سيمه کې تر سره شوه(2)
د هيروشيما اتوم بم
د هي
وشيما اتوم بم ته د (کوچني هلک Little Boy) نوم ورکړ شوی وه. دا ځکه چې نوموړی اتوم بم ديوه بل بم په
پرتله، چې په نهم داګست په ناګازاکي ښارباندې واچول شو، نری او لږڅه اوږدوه. داتوبم چاوديدونکي مواد يورانيم
دوه سوه پنځه ديرشU235 وټاکل شوه . نوموړي مواد، د دوه ټوټو څخه جوړوو، چې د هرې يوې برخې کتله د بحراني کتلې
(Subcritical mass) څخه لږ وه. څرنګه چې په دغه اتومي وسله کې ، د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش هره يوه ټوټه، د يوه تو
پک ډوله اوږدې ميلې (سيلينډر) په څنډ و برخو کې ځای په ځاې شوي وي، نو له دې کبله دغه ډول اتوم بم ته
د ( توپک بيرل تيوپ gun barrel type) هستوي وسلې نوم ورکړشو. د ميل په يوه څنډه کې د کيمياوي چاو
ديدونکو موادو په مر سته ، د يورانيم يوې ټيټې بحراني ټوټې ته ډير زيات سرعت ورکول کيږي او د يورانيم
يوې مخا مخ بلي ټيټې بحراني ټوټې سره په دومره زوراوقوت لګيږي، چې په يوه بل کې بيخي ننوځي، او په پا
يله کې په يوه هسکه بحراني کتله ( Supercritical mass) بدليږي.
بحراني کتله ديورانيم هغه
کچه کتله ده چې د هغې کثافت اوحجم داسې ټاکل شوی وي، چې په هره يوه چاودنه کې په کافي اندازه نيوترونونه پیداشي
اوله دې کبله په خپل سريوپايښت لرونکی ځنځيري هستوي تعامل منځ ته راشي.
نو کله چې يو ځل د بحراني کتلې
څخه هسکه کتله منځ ته راشي، نوسمدلاسه ديورانيم ګڼ شميراتومونه پرلپسې ديوې ثانيې په ملیونمه برخه کې چوي
اودغه ډول هستوي کړنلاره دکنترول څخه وځي. په اتوم بم اویا يوه هستوي وسله کې، دهستوي بټی په برخلاف، دکنترول
څخه وتلی، ځنځيري هستوي تعامل پيل کيږي، چې په پايله کې حرارتي انرژي، حرکي انرژي ، نیوترونه ، نوي راديواکتیو
عنصرونه دګاما وړانګې، بیتا وړانګې اوالفا وړانګې ورڅخه خپريږي. هغه انرژي چې د هيرو شيما اتوم بم څخه ازاده
وه، لږ څه پنځه لس زره ( 15000 tonn TNT) ټنه ټي ان ټيTNT ا ټکل کيږي. په ٢- شکل کې
د هيروشيما اتوم بم فزيکي بڼه ښودل شوې ده.
٢- الف شکل : د هيرو شيما اتوم بم فزيکي شکل، چې د کوچني هلک ( Little Boy) نوم و
کړ شوی وه (2).
٢- ب شکل: ديورانيم دوه سوه
پنځه ديرش ا توم بم تخنيکي جوړښت ښودل شوی دی(2).
د نا ګازاکي اتوم بم
په ٣- شکل کې د
ناګازاکي اتوم بم بڼه ښودل شوی ده .د هيرو شيما اتوم بم په پرتله د ناګازاکي اتوم بم مزې اوګرد ه بڼه در
وده نو له دې کبله د ( مزي سړي Fat man ) نوم ورکړ شو. دنوموړي اتوم بم چاو دېدونکي مواد ديورانيم په
ځاې پلوتونيم دوه سوه نهه ديرش plutonium Pu 239 وټاکل شوه. نوموړي مواد د څوکوچنیو ټوټو څخه په داسې بڼه جوړ
وه، چې غونډ منډ کروي شکل يي ځان ته غوره کړ. دپلوتونيم دغوټولوکوچنیوټوټوکتله د بحراني کتلې څخه
کمه وه. ورپسې دپلوتونيم چاودیدونکٍي اوتحت بحراني موادد يوه کروي شکله فلزي پوښ په پلازمينه کې کلک ځاي
په ځا ی شوه.
فزيکي کړنلاره: کله چې دپلوتونيم U239 اويا يورانیم U235 یوه کروي شکله تحت بحرانې کتله په ډير زوراو دهرې خوا په متناظرډول ترفشارلاندې راوستل شي،
ترڅوچې حجم يې کوچنی اوکثافت يې پورته لاړشي، نوپه پايله کې یوه بحراني اويا م
افوق بحراني کتله منځ ته راځي.
دناګازاکي اتوم بم لکه ديوه پيازپه څير کروي شکله تکنالوژي ل
له او ددريوپټونوڅخه جوړوه. ننی اولومړنی پټ يې دپلوتونیم دوه سوه نهه دیرش U239 څخه جوړوه
اوپه دویم يانې منځني پټ کې يې دتوپک کيمياوي داروپه کروي بڼه خواره واره شوي وو. دریم پټ يې بهرنې برخه ت
کيلوي، چې ديوه ډير کلک فلز لکه يوراینم دوه سوه اته دیرش َU238 څخه جوړه وه.
کله چې دچاودیدونکو کیم
یاوي موادو منځنی پټ په بريښنايزکړنلاره سره بل اوبیا وچوي، نو ډيره زوروره میخانيکي څپه داتوم بم مرکزي ب
خې ته خوځيږي. په پایله کې دڅپو میخانیکي انرژي په ډیر لوړفشاراوقوه سره دپلوتونیوم په چاودیونکوموادولګيږي
او په خپل ځان کې يې دومره ټينګوي ، چې تحت بحراني کتله په مافوق بحراني کتله اوړي. نوموړې ډول ټکنالوژي او
يزاين ته د اېمپلوزيون تيوپ اتوم بم (Implosion type bomb) نوم ورکړشو،چې په ٣- الف شکل کې لیدل کيږ
ي.
٣- الف شکل: په کيڼ اړخ کې دپ
وتونیم يوه تحت بحراني کتله ليدل کيږي چې په شاوخوا کې يې دچاودیدونکو کيمیاوي موادو شپږ ټوټې ديوه
غونډاري په بڼه راغونډې شوې دي. په دې ترځ کې نوموړي کيمیاوي موادلاتر اوسه بل شوي نه دي. په ښي اړخ کې کیمیاوي م
واد چاودلي دي او په پلوتونیوم چاودیدنکو موادويې، چې په پلازمينه کې پراته دي ، دومره ډير فشارراوستی دی،
چې حجم يې کوچنی شوي اوپخوانۍ تحت بحراني کتله اوس په مافوق بحراني کتله اړول شوې ده
. (From Samuel Gladstone)
د ناګازاکي اتوم بم د چاودنې انرژي لږ
څه يوویشت زره ټنه ټي ان ټي (21000 tonn TNT) اټکل کيږي.
٣ – ب شکل: د ناګازاکي اتوم بم فزيکي جوړښت ښودل شوی ،چې د مزي سړي (Fat man) نوم ورکړ
وی وه.(2)
٣ – ج شکل: د ناګازاکي پ
وتونيم اتوم بم تخنيکي جوړښت شودل شوی دی (2)
٤ـ شکل: د هيروشيما په ښار باندې داتوم بم دچاودنې راديو اکتیو ګرد څرګنديږي چې هواته د يوه
مرخيړي په بڼه پورته ځي ( US Army photo )
( د لومړی برخې پای)
1. http://www.csi.ad.jp/ABOMB/data.html
2. http://www.pcf.city.hiroshima.jp/peacesite/English/Stage1/1-1E.html
3. http://en.wikipedia.org/wiki/Atomic_bombings_of_Hiroshima_and_Nagasaki
4. http://www.princeton.edu/~globsec/publications/effects/effects.shtml
5. http://www.atomicarchive.com/
6. Samuel Glasstone; The Effects of Nuclear Weapons; Third Edition;1964