چارواکي: دا کلاوې د بيا غونې وړ نه دي، ځکه يې نړوو او پر ځاى يې مډرنې ودانۍ جوړوو
صالح محمد صالح
د هلمند
ولايت، لښکرګاه ښار کې بست تاريخي سيمه، چې د دې ښار په ختيځ لوري کې پرته ده، نژدې يو کيلومتر ساحه يې نيولې ده،
چې د دې تاريخي سيمې ځينې برخې پر ځاى پاته دي، چې د تېرو کلونو اورښتونو زيانمنې کړي، خو زياته برخه يې د هلمند رود
پر غاړه پرته ده، چې ځينې کسان ورڅخه د شخصي کورونو کار اخلي.
په انځورونو او پوسټرونو کې يوازې د بست شيشک
(ستره دروازه) مشهوره شوې، چې د محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال يې په منځ کې يو استنادي دېوال هم په دې موخه ودرول
شو، چې د نړېدو مخنيوى يې وکړي، ځکه اوس يې هم ځينې برخې نړېدلي او يا يې درزونه کړي.
دغې سترې دروازې ته څېرمه د خاورو غونډيو ته ورته ځايونه هم
شته، د يوې غونډۍ په منځ کې داسې يو ستر کوهى (څاه) هم کيندل شوى، چې دېوالونه يې په پخو خښتو پوښل شوى، او نژدې ٩
پوړه لري، چې د څاه منځ ته د ورکښته کېدو لار ورغلې ده. لرغونپوهان وايي چې دغې څاه ته له ارغنداب او هلمند رود څ
خه اوبه راوستل شوې وې، چې ډېر پرمختللى سيسټم يې درلود.
شا و خوا يې هم د ځينو دنګو او برجورو کلاګانو پاتې
وني ښکاري، چې د نورو کلاګانو او ودانيو تر څنګ، د رابيا او فتح خان کلاوې هم ولاړې وې، چې د دغو دوو مينانو کيسه
په پښتو ولسي ادبياتو کې ډېره مشهوه هم ده.
د دې سيمې د ساتونکي، محمد ولي په خبره د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر
مهال شيشک ته څېرمه يو بل تاريخي څلى هم ولاړ و، چې د هلمند رود د وخت په تېرېدو سره په خپلو څپو کې راونغښت او
پوپناه يې کړ.
د هلمند ولايت د
بست تاريخي كلاوې كه هر څنګه وي، د شنونكو په باور د افغانستان په ملي تاريخ كې ځانګړى مقام او ځاى لري، كه چېرې
يې ساتنې ته پام ونه شي، هم به د سېلابونو خوراك شي او هم به يې پر تاريخي خاوره باندې د ځينو زورورو اشخاصو له
خوا په خپلسري ډول كورونه، يا په يوه او بل نامه نورې ودانۍ جوړېږي، چې بيا به يې هغه تاريخي برم او پرتم پر ځاى
نه وي پاته.
ليکوال او څېړونکى استاد حبيب الله رفېع وايي، بُست د انوشېروان د واکمنۍ سيمه وه، چې له نن څخه يې
شا و خوا دوه زره کاله مخکې دلته پاچايي کوله، د هغه په اړه ويل کېږي چې ډېر باانصافه پاچا و، د ماڼۍ په رواق(شي
ک) کې يې يوه رسۍ ځړېده، چې د رسۍ په هغه بل سر کې، چې په ودانۍ کې دننه و، يو ګړونکى(زنګ) ځړېده، که چا به کوم عرض در
ود، هغه رسۍ به يې کش کړه په دې توګه به هغه ګړونګى وشرنګېد، چې وروسته به انوشېروان د هغه سړي عرض واورېد. يو وخت
يوه خره په دېوال پورې ځان موښه، چې له هغې رسۍ سره ولګېد، په دې توګه په ودانۍ کې دننه هغه ګړونګى وشرنګېد، پاچا
امر وکړ، ګورئ څوک دى؟
کله چې يې هلته يو ډنګر خر وليد، پاچا امر وکړ، چې د دې خره خاوند دې پيدا شي، پاچا(انو
ېروان) د خره خاوند ته ځکه سزا ورکړه، چې له خره سره يې ظلم کړى او سم يې نه دى ساتلى.
ښاغلى رفېع وايي: د مغلو په زمانه کې د دې سترې کلا په شا و
خوا کې د اسلم خان په نامه يو پاچا هم اوسېده، چې زوى يې فتح خان نومېده، چې د رابيا په نوم پر يوې نجلۍ مين و، فتح
خان پر يوې موضوع له خپل پلار سره خوابدى شو، چې له خپلو نورو ٦٠ ملګرو سره يوځاى هندوستان ته روان شو، کله چې يې
مور له موضوع خبره شوه، د کلا دروازې ته ودرېده، چې د خپل زوى د تګ مخه ونيسي، خو فتح خان د کلا له بلې دروازې
وتلى و، چې په دې وخت کې چا په لوړ ږغ ناره کړه:
كه دوې دي، كلا بست دروازې دوې دي
پر يوه فتح خان وځي، پر دا بله
يې د مور سوې نارې دي
دا ناره په تاريخي هغو کې راځي. کله چې فتح خان هندوستان ته لاړ، هلته له مغلي پاچا شمس ا
دين سره په جګړه شو، چې فتح خان او د هغه ٦٠ واړه ملګري ووژل شول، ځکه د مقابل لوري کسان ډېر وو، اوس هم د فتح خان
او د هغه د ملګرو هديره په هندوستان کې موجوده ده.
د هلمند ولايت د کلتور او ځوانانو رئيس ښاغلى جانګل خان وايي چې بست تر ٢٧٠٠ کلونو زياته
رغونتيا لري، خو په دې سيمه کې ځينو زورواکو کسانو کورونه جوړ کړي، يا هم د دغې تاريخي سيمې له ځينو برخو څخه د
کرنيزې ځمکې کار اخلي. ښاغلى جانګل وايي ده زياتو ادارو ته په دې اړه مکتوبونه ليکلي، خو چا د دې تاريخي کلاوو
ساتنې ته عملاً اقدام نه دى کړى. دى وايي د نورو دولتي چارواکو اجراآت يوازې د کاغذ پر مخ دي.
له بلې خوا
يکوال او خبريال عبدالصمد روحاني وايي: له ما سره يو ليست شته چې ښيي په دې وروستيو کلونو کې د بست پر تاريخي
سيمه باندې له ٢٢٠ څخه نيولې تر ٢٥٠ پورې کورونه د زورواکو له خوا جوړ شوي دي.
ځوان ليکوال او شاعر عزيز احمد تسل وايي، دا يوازې بست ک
ا نه ده چې دا مهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده، په هلمند کې ٤٠ نورې تاريخي کلاګانې هم شته، چې ورځ په ورځ
نړول کېږي، لکه سره کلا، د لښکرګاه زړه کلا(کلاى کهنه)، په سنګين کې څاروان کلا، په ګريشک ولسوالۍ کې هم ځينې ک
اوې يادولاى شو. يا هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او هېڅوک غور نه ورباندې کوي. که سړى د دغو کلاوو او ل
غونو ځايونو حالت وويني، زړه يې ورته دردېږي، ټول چارواکي ورباندې خبر دي، خو هېڅ ډول اقدام نه کوي.
د روان
مريز کال د زمري (اسد) د مياشتې په پيل کې د بست تاريخي سيمې ځينې برخې د دولتي چارواکو له خوا ونړول شوې، چې بل
وزرونه يې ورته راوستلي وو او د ګڼو تاريخي کلاوو پاتې شونې يې له منځه يووړې، ځينو دولتي پوليسو د دې بهير څا
نه کوله.
د سيمه ييزو پروژو مشر انجنير محمد انور، چې وايي د دې پروژې مشري کوي، وايي دا کلاوې ځکه بايد ونړول
شي، چې زړې دي او بيارغونې وړ نه دي، له دې کبله موږ هوډ وکړ چې دا ونړوو او دلته د پوليسو لپاره يوه منتظره قطعه
جوړه کړو.
ښاغلى محمد انور وايي، دا ساحه د بهرنيو او افغان ځواکونو له خوا سروې شوې او د قطعې لپاره ځانګړې
وې ده، چې د هغه په خبره د کورنيو چارو وزارت هم له دې موضوع خبر دى.
کله چې مې دا موضوع د کلتور او ځوانانو
وزارت له فرهنګي مرستيال ثمر سلطان سره شريکه کړه، نوموړي وويل:
موږ د تاريخي اثارو د ساتنې په نامه يو
انون لرو، چې هېڅوک هم په لرغونو ساحو کې نه کوم تعمير ودانولاى شي او نه هم کيندنې کولاى شي، موږ د هلمند
پخواني او اوسني والي ته مکتوبونه لېږلي چې دا سيمې وساتي او د بهرنيانو په مرسته کوښښ کوو، يوه اندازه پانګه
ومومو چې د دې کلاګانو د خرابۍ مخه ونيسو. موږ انکشافي پروژې هم تر کار لاندې لرو چې په روان لمريز کال کې دا ل
غوني اثار وساتو، چې ځينې پروژې يې بشپړې شوي او ١٠ تاريخي اثارو ته مو پيسې پيدا کړي، چې غواړو ساتنه يې وکړو.
کله چې مې د بست تاريخي کلاګانو د اوسني وضعيت په اړه ورسره خبرې وکړې، ده زياته کړه:
موږ ډېره هڅه کوو چې د
دغو ساحو ساتنه وکړو، د قانون له مخې د تاريخي سيمو ان په ١٠٠ او ٢٠٠ مترۍ کې هم څوک هم حق نه لري، کور جوړ کړي.
دا زموږ ملي دنده هم ده چې د خپلو لرغونو اثارو ساتنه وکړو او هېڅوک پرې نه ږدو چې هلته کور ودان يا هم دا ځايونه
خراب کړي، موږ ډېرې هڅې کړې دي، موږ قانون لرو چې هېڅوک هم د وزارت له اجازې پرته نه شي کولاى په تاريخي ساحو کې
کور ودان کړي او زيان ورواړوي.
په خپله د بست تاريخي سيمې شيشک، ته څېرمه يوه دولتي پوسته هم شته چې زيات مهال
که څوک د بست تاريخي سيمې ته ورځي، دوى په يوه او بل نامه پيسې ځنې اخلي، شيشک ته نژدې د لرغونو کوهيانو (څاګانو)
د ساتنې کار د محمد ولي په نامه د يوه کس په غاړه دى، چې وايي له تېرو څو لسيزو د دې سيمې ساتنه کوي. نوموړى وايي
نه وسله ورسره شته او نه هم نه نور امکانات، خو په تش لاس يې دا سيمې ساتلي دي.
محمد ولي وايي: څو کاله مخکې د
ته د کلتور او ځوانانو پخوانى وزير راغلى و، د دې لرغونو ساحو حالت يې له نژدې وکوت، خو يوازې يې د لرغونو څ
اګانو د سر پټولو لپاره د يوه پلاستيکي ترپال مرسته وکړه، چې د باد په لګېدو هغه ترپال هم له منځه لاړ. محمد ولي
وايي دلته اکثره مهال چارواکي راځي، د دې کلاګانو او د لرغونو څاګانو د خونديتوب لپاره د امکاناتو برابرولو
ژمنې کوي، خو وروسته يې درک نه لګېږي.
د چارواکو په خبره د قانون له مخې هېڅوک هم نه شي کولاى تاريخي اثار او ځايونه وران کړي او زيان و
واړوي، ښاغلي استاد حبيب الله رفېع پر چارواکو او خلکو ټينګار وکړ چې بايد د تاريخي اثارو ساتنه وکړي، خو و
وسته به څرګندېږي چې په دې برخه کې څومره بريالي کېږي او ايا رښتيا به هم د دغو تاريخي اثارو ساتنه وکړاى شي؟
په داسې حال کې چې د باميانو د نړول شويو بتانو بيارغونې ته په مليونونو ډالر ځانګړي کېږي، ايا د موجوده تاريخي
سيمو او اثارو ساتنه به امکان ولري؟
دتاريخي بست ورانول ،تاريخي
جنايت دی!!
(( په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه ))
٢٠٠٧ ع . د اګست ١٤
جرمني ، د
فرانکفورت ښار
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د تاريخ اولرغونپوهنې ستر ميراث ، د وطن د
تاريخ د تېرو ــ هېرو ګوټونو ځلا په تاريخي هلمند کې د بست تاريخي کلا د ورانولو په حال کې ده .
هغه عکسونه چې
ه هلمنده خپاره شوي دي ، څرګندوي چې د يو شمېر چارواکو او زورواکو له لورې د بست کلا ويجاړېږي ، لکه د
افغانستان د تاريخ ماڼۍ چې ويجاړېږي ، لکه د باميان پر تاريخي بتانو چې بيا د توپو ډزې کېږي .
موږ د دغه خوا
ينونکي خبر په اورېدو ډېر خواشيني شو . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او له ټولو دولتي چارواکو او د
يونسکو له نړيوالې ادارې په ټينګه هيله کوو چې :
١. د بست د تاريخي کلا د ورانولو خبر دې جدي وګڼي او د دې تا
يخي جنايت د مخنيوي لپاره دې بېړنی اقدام وکړي ، هسې نه چې بيا وخت له وخته تېر وي .
٢. تر هغو چې له کابله کوم
ګام پورته کېږي ، موږ د هلمند له چارواکو غوښتنه کوو چې د ورانۍ دغه بهير وځنډوي ، کنه دغه تاريخي مسؤليت به په
لومړي ګام کې د هلمند د اوسنيو چارواکو پر غاړه وي .
٣. له نړيوالو ټولنو او په ځانګړې توګه له يونسکو څخه
په درنښت هيله کوو چې دغه موضوع په جدي توګه وڅاري او په دې برخه کې لازم اقدام تر سره کړي .
٤. موږ له ټولو ک
توري ټولنو ، له درنو ژورناليستانو ، د افغاني او نړيوالو رسنيو له مسؤلينو هيله لرو چې دغې تاريخي مسآلې ته
په خپلو خپرونو کې ځای ورکړي او د دغه جنايت په مخنيوي کې خپله ونډه واخلي .په درناوي
په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزاعلاميه
دتاريخي اوفرهنگی ميراث اواثا
و ورانول د افغان ولس په تاريخ ملنډی وهل دي
پدې ورستيو کښي دافغانستان دځوان اوپياوړی ليکوال اوازادی را
يوخبريال ښاغلي صالح محمد صالح لخوا په انترنت پاڼوکې د((بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي )) ترنامه لاندي
زړه دردونکی خبر خپور شو.
که څه هم پدې همکله يوازي په بهرکې څوفرهنگی ټولنوخپل غبرگون ښکاره کړی ،مگرپه
افغانستان کې دننه اوبهرنوري فرهنگي ټولنې اوسازمانونه چوپ دی . په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی م
کزدافغانستان له فرهنگی ميراث اوتاريخي ابداتوسره ددولتي اړونده ارگانوداډول ناوړه چلند ته دنفرت په ست
گه گوري اوپه کلکه ئې غندي .
پر ولسمشرښاغلی حامدکرزی ،دکلتور او ځوانانو وزارت اويونسکونړيوال سازمان
باندي ږغ کووچې دهلمندولايت دبُست تاريخي کلا اوپدې ولايت کښي ټول تاريخي اوفرهنگی ميراثونه له چپاول
اوړنگېدو څخه ساتي .
تراوسه لادباميانودتاريخي بتانودله منځه وړلوزړه بوږنوونکې حادثه دخلکوهيره شوې نده
چې دادی نور تاريخي اثار اودافغان ولس دوياړنوابدات ددولتي ارگانودبې غورئ له امله دژوند وروستۍ سلگۍ وهی
اويائې دوي په خپلولاسوله منځه وړي .
دتاريخي اوفرهنگی ابداتوساتل داساسي قانون له مخې ددولت پرغاړه دي
،اودولت پدې مکلف گڼل شوئ چې دهغوي په ساتنه کښي له ټولوامکاناتونه استفاده وکړي .
دتاريخي اثارواوابداتوله
منځه وړلولپاره هيڅ دليل دقبلېدووړندی،دولت ملي مکلفيت لري چې هغه وساتی.
په سويډن کې دافغانانو علمی اوف
هنگی مرکز په هيوادکې دننه اوله هيوادنه بهرله فرهنگی ټولنواوسياسي سازمانواوټولوافغانانوڅخه نه غوښتنه
کوی چې دخپل هيواددتاريخي اثارواوابداتوڅخه ددفاع په خاطر راپورته شي . داسي ښکاري ددولتي اداروجگپوړو چا
واکوته لکه چې ټول هيوادبېگانه ښکاري دتاريخي اوفرهنگی ميراثونوله منځه وړلواوچپاول هم څه پروانلري
.
هيوادوال خبر دي چي په ټول هيوادکښي زموږتاريخي اوفرهنگی ميراث له يوې خوادچپاولگرولخوا تالا شواودبلې
خواددولتي ارگانودبې غورئ اوخپل سرۍ له امله دنابودی سره مخامخ دی . يوازي افغانی مقاومت ددولتي ارگانوددا
ول تاريخ دښمنه اوناوړه چلندپر خلاف ږغ پورته کولواومقاومت سره کېداي شي زموږ ملي افتخارات اوفرهنگی ميراث
ته نجات ورکړه شي .
ديونسکوله نړيوال سازمان څخه هيله کووچي دافغانستان په دولتي اداروفشارراوړی ترڅوهغوي
په ټول هيوادکې دافغان ولس دتاريخي اوفرهنگی اثاروساتلوته پاملرنه وکړي .
د بُست تاريخي کلا څلورخواوته
ديوکيلومترپه فاصله دهرډول کيندنواوتعميرجوړولونه بايد ډډه وشي ، دکورنيوچارووزارت داحق نلري چي دافغان
ولس د تاريخي ميراث پر حريم باندي دقشلوپه نامه تعميرونه آباد کړی ،دوي کولاي شي بل ځاي دخپل پرسونل لپاره ق
له جوړه کړی .
د تاريخي اثارو د ساتنېد قانون له مخې هېڅوک همداحق نلري چې په لرغونو ساحو کې په هرنامه چې وي
کوم تعمير ودان کړی اوياپر خپل سر کيندنې وکړی .
دهلمند غيرتي خلکو اوپدې ولايت کې فرهنگی ټولنو!
د بُست تا
يخي کلابرخليک ترډيري کچې ستاسوپلاس کښي دی داستاسوملي اوافغاني دنده ده چي دهغي له ورانيدومخه ونسۍ .
په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنګي مرکزدمشر تابه جرګې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
۲۰
۷م کال داگست ۲۲
کاپي :
۱. په کابل کښي دملگروملتوسازمان ځانگړی استازي ته
۲. ديونسکونړيوال سازمان
مرکزي دفترته