د حبيب الله غمخور ليکنه
٣_١١_ ٢٠٠٤ سويډن
د ۲۰۰۱ د نومبر(٢٧ نه ددسمبر تر ۵) نيټی دالمان د بن دښاردپترسبورگ دتاريخی هوټل دکنفرانسو په تالار کښی دافغانستان دسياسی سرنوشت او برخليک ټاکلو په هکله دبن دکنفرانس په نا مه غونډه دايره شوه .
دگرانو لوستونکو دپياد راوړلو لپاره غواړم دهمدغه کنفرانس د گډون کونکو په هکله لنډ معلومات وليکم چی چا برخه درلوده او کومو کسانو ته دامريکا له خوا په کنفرانس کی د گډون بلنه ورکړه شوي وه .
١_دروم دسولی دجريان استازی «۹» نفره.
٢_ د قبرس دسولی دجريان استازی«۳» نفره.
۳- د اسلامی متحدی جبهي استازی «۱۱» نفره.
۴-دپښاور دسولی له جريان څخه «۳» نفره.
۵-دمشاورنو او څارونکو په توگه «۴۴»نفره.
دکنفرارنس کار دافغانستان په چاروکی دملگرو ملتو د سازمان د عمومی منشي استازی اخضر ابراهيمی او ددغه سامان دوياند ښاغلی فوزی په مشرۍ پر مخ بيول کيده .
دکنفرانس په کار کی پر اففانی لوري سر بيره دامريکا دولمشر ځانگړۍ استازي ښاغلي خليلزاد ، دامريکا او روسي دبهرنيو چارو وزيرانو کولن پاول ،ايگور ايوانف او شپږو همسايه
هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو گډون درلود.دوی د (6+2) هيوادو په نامه هم ياديږی.
ددغه کنفرانس دپرکړو نږدي وروستۍ غوټه خلاصه شول يانی دافغان ولسمشر له پاره ټولټاکني وشوي.
دهمدغه مشهور کنفرانس د پريکړو په اساس دغيری متجانسو او مختلفو نظرياتو لرونکو په گډون چی اکثريت ئی افغان ولس ته د قبول وړنه وه يوه اداره د «مؤقتی اداري» په نامه جوړه شوه.دهمدغی مؤقتي ادارې په وړاندی پسله هغه چی اوبه تر ورخ تيری شوي و ې دومره ستري او دډيری مودي لپاره دندي په نښه شوي چی له هغه لمړۍ ورځی هرهوښېار او پوه پدي پوره پوهيده چی دا اداره او دا دندی ډيری سره ليري دي ،اوله بلی خوا ددغو سنگينو دندو سرته رسول هغه چاته سپارل شوۍ وه چی دهغوی اکثريت داټولی موجودی بدمرغۍ دغه ملک ته ډالۍ کړي وې ،او ددوی تر منځ دڅوکيو پر سر دجگړې دخرابيو نښی نښانی او دشهيدانو وينی تراوسه دکابل ښار له دیوالو ندی پاکی شوې.په همدی اساس افغانانو ددغو دندو سرته رسولو ته زړه ښه نکړ.
په هر صورت نړۍوالو چی پخپله تير وتنه پوه شول خپل ټول اميدونه ئی په راتلونکي بيړنۍ لویی جرگي پوری چی د«2002 دجون په 22 نيټه دايره شول وتړل او دهغی پريکړو ته سترگی په لاره وه، مگر داځل هم دا آميدونه په نا اميدۍ بدل شوه ولی يو پښتو متل دۍ یوائی:« يوه د اوړو پزه جوړه شوه »دلویی جرگي جريان ټولو وليد او واوريد او پريکړی ئی هم ټولوته ښکاره دی ځکه ئی ويل تکرار بولم،ولی دهمدی جرگی پايله يوي عبورې اداري ته اوښتون ؤ نوي اداره له زړو کدرونوجوړه اويوځل بيا هغه چا غوښن مقامونه تر لاسه کړه چي دهمدي لپاره ئی شپه او ورځ تلاښ کاوه . په دولتی ادارو کښی پوهو او لايقو کسانو ته کار ورکول هير شوه. جنگسلارانو هر څه تر لاسه کړه، ځينو تنظيمی رهبران خپل استازی په دولتی لوړو څوکيو کی وگمارل اما ددی لپاره چی افغان ولس وغولوي بيایی هم دخپلو پلويانوپه ملاتړدناخوښۍ ږغونه له يو اوبل ځاي نه پورته کړل، په پښتو کی يو متل دۍ وایی :«کونډی هم ژاړی رنډی هم ژاړې هغه چی نن ئی راودکړې هغه په ناورين ژاړې» دوي دا هيره ول غواړي چي ددوی په برکت پدي غمځپلی هيواد کی په لسهاوو زره وړ مسلکی او دپوهی خاوندان افسران،معلمان، ملکی مامورين، انجينران،ډاکټران له کاره گوښه شول،د بي معاشۍ او بيکارۍ په اساس بيکوره اودخپل اولاد لپاره ديو گولي ډوډۍ دپيداکولو پخاطر دکابل نه تر پښاوره،ايران ،ډوبۍ او مسکو په ښارو کی پلنډيتوب ،روزمزدورۍ او خټگرۍ ته اړشول، داکسان دلوږې او خوارۍ نه شکايت لرې ،ولی جنگسلاران او تنظيم سالاران بيا پر هر څه سربيره ځانونه مستحق او دحاکميت اصلی وارسان بولې ځکه شاکيدې.ددغه شان تنظیمی ادارو جوړول يو ځل بيا وښودل چی دوي ددي هيواد دستونزو داورولو لپاره دملی گامونو دپورته کولو جوگه ندي.دافغان ولس هغه اميدونه چي عبوري ادري نه ئی لرل له خاورو سره خاوري شول،تر «500»مليارده زيات ډالر دافغاستان دبيا رغاوني پخاطر داسی مصرف شول چی هر څوک ورته حيران پاته دۍ .داچی څه ناڅه کار پدغو پيسو وشو فکر کيږی دا هم دپيسو راليږنکو زور ؤ،يو فارسی متل دلته ښه پر ځای بريښي وائی:«زوري کاکا است که انگور در تاک ها است». افغان اولس چی اوس اوس دالقاعدي او دهغوی دپلويانو له شرڅخه دخلاصون ساه باسې دژوند ستونزی یی کمي نشوې بلکه په يو شمير ځايو کی مخ پر زياتيدو دي.
داچی افغان مهاجر وطن ته راستانه شول ددليل ئی په هيواد کی دسولي ارامۍ او قانونيت ټينگښت نه بلکه پسله هغه چي په ميليونو دامريکایی ډالرو اوعربی ريالونو ليږل پاکستان او ايران ته کم شوه له افغا نانو سره ددغو هيوادو دچارواکو سلوک او برخورد غيری انسانی بڼه واخيستل، ځکه دوي وطن ستنيدو ته مجبور شول، څرنگه چي دمهاجرينو دستنيدو لپاره کوم دقيق دولتی پلان تر لاس لاندی نه وو وطن ته په راتگ سره ددوی ستونزیحل نشوې ،نوره هم بيکاري،لوږه ، بيکورې، دمکتب څخه دهغوي دماشومانو ليری پاته والۍ او دروغتيایی خدمتونو نشتوالۍ له ځانه سره راوړ، دمثال په توگه دکابل دښار داوسيدونکو شمير نږدي څلور ميليونو ته ورسيد په چمن حضورې کی دافغان کډالو دژوند بڼه دبيکورو دناخوالو او سرگردانيو انکارنه کيدنکي بيلگي دې.
که انجوگانو په اصطلاح دافغانستان دبيا جوړونی په مظور منډی ترړي شروع کړي،خو پايله یی دځانو لپاره دلوکسو موټرونواوکورونو تهيه کول،دوه مخيزی اړېکی ،دکورونو او خوراکی موادو دقيمتونو لوړ والۍ ،درشوت ، ډاليو او نورو ناخوالو رواجول شوه.
په مؤقتی او عبوری دورو کي هغه څه وشول چی دزياتو واکدارنو خوښه وه په همدی اساس ټولنيزی ناخوالی خپل ورستنو پړاونو ته ورسيدلی، رشوت،اختلاص، دملی دارایی نه ناوړه استفادي،دماشومانو او پيغلو تښتول،په سلهاوو ښځو ځان سوځونه او دهيروئنو قاچاق قانونی بڼه غوره کړه،قضا او قانونی قضاوت کله کله خپل ځای فتواگانو ته پريښود چی هغه هم دعدلي دوزارت تر دروازو بيرون د ځينو چارواکو او زورمندانو لپاره دمنلو وړ نه وې، او کله به بيا مجرم ښودل شوۍ کس درشوت او يا تنظيمی اړيکو پر بنياد ډير ژر له زندان څخه خلاص شو.کله چي به خلکو له دغو ناخوالو نه انديښنه څرگندولی هر چيری به داورته ويل کيده صبر وکړۍ چی داځل لويه جرگه دايره شی او اساسی قانون تصويب شی هر څه به ښه شی دا تياره شپه به رڼا دټولو بي قانو نيو او بي عدالتيو مخه به ونيول شي،خوداکار ونشو او نهم داخوب په رښتيا بدل نشو!
دبن دپريکړو ديوی بلی مادی دپلي کولو وار راورسيد ،داساسی قانون دتصويب لپاره لويه جرگه راوغوښتل شوه ،داجرگه دتيری جرگي په پرتله دقدرت پر سر اوهيوادسره ددښمنۍ په کچه ډيره تاريخی وه، تر شلو ورځو زيات ئی د وام درلود،داجرگه به هيڅکله دافغانانو هيره نشی، ځکه پدی جرگه کی زياتی چني ووهل شوي،پرخوله مهرونه ولگيدل،هر چا غوښته خپل واک ا وقوت دافغانانو او بهرنيانو لپاره ننداري ته وړاندی کړی، نږدي ؤ چی جرگه بيله کومی پريکړی پاي ته ورسيږی،همدا د بهرنيانو ئی کور ودان چی خپلو دواک پر گدۍ کښنونکو ته یی غاښ چيچنه وکړه او هغوي ئی يو ډول جوړجاړي ته وهڅول ترڅوجرگه يوه پايله ولری،که څه هم هيره بايد نشی چی په همدي جرگه کښی دافغان ولس دلوي اکثريت دروا او مسلمو حقو قو پر خلاف پريکړي وشوي،او داسی اساسی قانون تصويب شو چي تر هيڅ ښه ،خو دپلی کولو پايلی به ئی زيات ناندريز وې.
څرنگه چي دافغان ولس دبرخليک خښته دبن په کنفرانس کږه ايښودل شوې نو هرومرو به تر څوچي داکسان او همداتنظيمونه وي دهر اوښتون دماڼۍ ديوال به کوږ وی.
اساسی قانون تصويب دمطبوعاتو دزادۍ ،سياسی فعالیت او گوندنو جوړول قانونی بڼه تر لاسه کړه دا يوازنۍ مثبت اوښتون ؤ . ولی په عمل کی ئی پلی کول ستونزمن شول، مثلادمطبوعاو آزادی يو وازی دا مانا نلري چی په سلهاوو ورځپاڼی نشرات وکړی اومختلفي تلويزيونی او راډيویی دستگاه وی فعاليت ولری، مهمه دا ده چی دا دعامه خبروني مؤسسی څنگه او دڅه لپاره خپرونی لري؟ ايا موخه ئی په هيواد کښی دآزادۍ، دموکراسۍ ،سولی او امنيت دټينگښت ،ځوان نسل دعلم او تخنيک په برياوو خبرول اوافغان ولس يو متمدن او پرمختللی ژوند ته هڅول دی ؟ ايا دغه دډله ايزي خبرونی وسيلي داواک لري تر څو حقايق انعکاس کړی اوهغه کسان چه عملآ دافغان ولس دگټو پر خلاف کړني سرته رسوې رسوا اوڅرگند کړي ؟د نښو نښانو له مخی دا کار ددوي لپاره تر او سه ستونز من ښکارې دليکوالو،ژورنالستانو دتهديد او توهين بيلگي زياتی دي .
جالبه لا داده چی يوبام او څوهواوي! يو وطن او په اصطلاح شپاړس قانونه،د هر ولايت والي دمطبوعاتو دپاليسۍ په هکله پخپله پرکړه کوي ،کله په راډيو اوتلويزيون کی ښځينه اواز اورول مجازوی اوکله چي بيا چارواکۍ نه غواړی سمدستی دښځينه اواز اوپه تلويزين کی سندرو ايښودل داسلام دين له پاک نامه نه په استفادي سره منع شی ،کله کله سوال پيدا کيږی داسلام مبارک دين يو او په ټولو اسلامی هيوادو کی يو شان بايد دعملی کليدو بڼه ولری؟ خير که چيري سخت دريزه اوکله منځمهاله پلی کونکې وي ،د ټولو اسلامی هيوادوپه تلويزيون او راديو گانو کی دښځو او نرو اوازونه خپريږي هيڅ کوم ممانعت نشته ولي نه پوهيږو چی زموږ په ملک کښی بيا ولی هر چاته ددولت او مطبوعاتو دپاليسۍ په ټاکلو کی اجازه شته ؟ افغانستان دنورو اسلامي هيوادو په شان يو هيواد دۍ ښه به دا وې ملا صاحبان دمسجدو کارونه داسی سمبال کړي چی دولت په هغه کښی مداخلي کولو ته مجبور نشی او دولت دولتی کارونه بيله هغه چا دمداخلو نه چي پدی هکله یی هڅ ډول تحصيل ندۍ کړۍ په امان کښی پاته شی .
زموږ په هيواد کښی دهرات امير دطالبانو دوخت قوانين پلی کول،په مقابل کښی په مزار سمنگان ،کندوذ،کندهار،پکتيا،ننگرار او کابل کښی نشرات،راډيو اوتليزيونی خپرونی دمقايسی وړنوی.دغه شان دمطبوعاتو ازادۍته مطبوعاتی انارشې ويلای شو .لازمه بريښی دا انارشی پای ته ورسيږی.
دسياسی گوندونو او سازمانو نو په هکله :
دسياسی فعاليت او سياسی گوندونو دجوړيدو دقانون تر اعلان وروسته زموږ دهيواد په شرايطوکښی چي اکثريت ئی نا لوستي، دسياسی پوهی او ټولنيزو تجريبو څخه بي برخی دي ددومره زيات گوندونو چی شمير ئی تر «76»اوړي دشته والي په هکله دافغانانو سره داسوال پيداشوۍ چي:ددومره زياتو گوندونو جوړول په هيواد کښی دبهرنيانو دموجوديت په وخت کی دځينو روښنفکرانو تر منځ دگوندونو دجوړولو پر سر مسابقو پايله ده.دا ډيره ښه او په زړه پورې ده چی دمليشو دټولگيو پر ځای گوندونه جوږيږی او د ټوپک داستعمال پرځای دسياسی ځواک په لرلو سره واک تر لاسه کول عنعنه شي .مگر ټول دا فکر کوی چی دگوندونو دومره زيات والۍ ددمکراسۍ څخه دپرځای استفادي نښه نه بلکه دسياسی فعالينو دبي اتفاقيو او ځان غوښتنو بيلگه ده. په حقيقت کښی افغان ربړيدلۍ اولس همدا روڼ اندوته سترگی په لاردي دافغانانو او وخت لمړنۍ غوښتنه همداده چی ډير ژر هغه گوندونه اوسازمانونه چی يوشان کړنلاره ، موخي او ريښي لري پرته له ټولو ځان غوښتنو او خوابديو سره يوشې،تر څو ديو قوی سياسی ځواک په بڼه وکولای شي په ټولنه کښی دقوی او غښتلي ځواک په توگه په هيواد کښی دسرتاسري سولي، دموکراسۍ او اجتماعی عدالت په پلی کولو کښی غوره رول ولوبوي.دافغان لس ارزوده چی يوه ورځ اتفاق او اتحاد دافغانانو دکور دروازه وټکوي،پدي بايد هرڅوک پوه وي چی افغانان د روڼ اندو نه يودبل په مقابل کښی ځان تيريدنی ،سالم او صادقانه يووالي ته ضرورت لري. زما په اند بي اتفاقې ځان خوښونه او ځان غوښتنه دنابدۍ زيرۍ دۍ. افغان اولس هميشه په يووالی کښی زياتی برياوې تر لاسه کړيدې،دتلي دمياتي په «18» نيټه دزبرځواکو او هغو چی دکودتاگانو و وسلو داستعمال په زور دولتی واک تر لاسه کاوه د افغانانو واحد غبرگون به دتل لپاره دهيواد په تاريخ کښی پاته شی.
دغو ټولټاکنو به زياتی نيمگړتياوی درلودي خو دا چي افغانانو دا واک تر لاسه کړ ترڅو خپل برخليک پخپله و ټاکی دستاينی او وياړ وړ ده. ولی دافغانانو دا ملی غبرگون لکه څنگه چی ئی له پخوا انتظار کيده په رنگ رنگ شو،خوښې په خواشينۍ او يوبل پسي سپکي سپورو په ويلو بدل شوه،له انصافه ليری خولاداده چی خوار پښتانه يو ځل بيا دهر کس او ناکس خود غرضه بحسو نو اجندآ وگرځيده. له نيکه مرغه پښتانه پدي ښه پوهيږي هغه څوک چي ددوي سپکاوۍ کوي هغه په ورڼو قومونو کښی هيڅ ځای نلري او دهغوي نماينده گی نشي کولای،دغو وړو قومونو دا ښاغلی ډير پخوا پريښي وه که ئی دوي پريږدي.داوطن دټولو گډ کور دۍ اوپه گډ هاند به جوړيږي. هر څه چی وه تير شوه ټولټاکني دپرديو په زيات مالی لگښت او څو افغانو دژوند په قربانۍ پای ته ورسيدل،دوروستۍ شميرنی پر اساس ښاغلی کرزې ٪4، 55 رایی تر لاسه کړي دي، داساسی قانون د 64 مادی له مخی هغه دا صلاحيت لري چی د دراتلونکی حکومت دجوړيدو په هکله فکراو مشوري وکړي.
تقريبآ يوه مياشت وروسته به ښاغل کرزۍ دځانگړو مراسمو په طرځ کښی افغان اولس ته دچوپړاو وفادارۍ دلوړي مراسم پرځای کړې .
دهمدغو مراسمونه وروسته ښاغل کرزۍ دهغه چاپه توگه چه اولس دځان او خپل هيواد سرنويشت دهغه پلاس ورکړۍ ايماني او افغانی دده لري چی دولس غوښتنو اوسوالونوته پوره ځواب ووائی او هغه زړي وعدی چی زياتی ئی ندی ترره شوی سرته ورسوی. داجوته ده چی له پخوا راپاته زړي ستونزي او ناخوالي يو ځل بيا په پخوانۍ دوه ځله ازمويل شوې کابينی ناشونۍ کار دۍ. ځکه نو دافغان څو ځليز غوليدلي اولس سره دا تشويش او سوال دۍ چي ښاغلۍ کرزۍ به دا ځل څنگه او دکومو کسانو او ځواکونو په مټ دا درني او له جنجالو ډکی ستونزی حلوي؟
هغه غوښتنی چي افغان اولس د ښاغلی کرزي څخه دهغو دپلي کيدو غوښتونکې دی په لنډه تو گه داسی خلاصه کړو:
-1 دوړوکي او مؤثری دولتی اداري جوړول،او په هغه کښی دتنظيمی اړيکو پر ځای دکار دوړتيا، پوهې اومسلک پر اساس دافغاستان دټولو قومونو استازو ته بيله هر ډول سيا سی،مذهبی او ژبنی تعصب نه دافغانستان دټولو قومونو استازی پکار گمارل. دولسمشرۍ په ټاکنو کي دافغانانو پراخ ګډون په واقيعت کښی دتنظيمی او مصليحتی اداری پر ضد غبرگون ؤ.
دپورته نه تر کښته پوري په دولتی ادرو کښی دهغو کسانو گمارل او ځا ي پر ځای کول چی په هيواد کی ددمکراسۍ،قانوني حاکميت،ښځو ته دبرا بر حق ورکولو ،مطبوعاتو درښتنيو ازاديو،دسياسی مؤثرو فعاليتونو ،په ټولنه کی ددمکراتکو آزاديو او نورو ټولنزو ښيگڼو او رغاونو سره پخلااو دغو موخو ته درسيدو لپاره په يوه او بله بڼه اونامه ستونزی راپيدانکړي.
داچی وایی که په راتلوکی حکومت کی ماته ځاي رانکړه شی ،هغه حکومت به ملی مشروعيت ونلري ،خداي بخښلي ډاکټر نجيب اله ددغو کسانو په وجو کي دحکومت ملی مشروعيت لټاوه پايله ئی يوه تاريخی ناندريزه شوه.او يا داچی ځينی اوس په دغه ممکن پوه شوې وې چی څوکۍ ئی له لاسه ورکړه ځکه وایی:« موږ ته اولس رایی راکړي بايد موږ په راتلونکي حکومت کښی گډون ولرو»،زما په عقيده داولسمشرۍ لپاره ځان ټاکل په راتلونکی حاکميت کی دڅوکۍ دترلاسه کولو معيار نشې کيدای په هغه اوله ورځ هر څوک په دغه ښه پوهيده چي داټولو دشهرت او هم دنورو په اشاره ځانونه ټاکلی دي.دغی خبری ته بايد بل رنگ ورنکړه شی ، افغانانو ددوي څخه دخلاصون لاره لټول څنگه کيدای شی دوي ته رایی ورکړې؟
2- تر محلاتو پوري دمرکزی حکومت رښتنې مزي غځول،په مرکزاو ټول افغانستان کې تنظيم سالارۍ او قوماندان سالارۍ ته دپاي ټکۍ ايښودل.
3- په ټول هيواد کښي بيله کوم امتيازنه دټول افغان بيوسلي کولو پروسي عملي کول، او د محال ويش سره سم د DDR د پروگرام دپلي کولو لپاره دلازمو اسانتياوو برابرل .
4- په مليشو کی دپخوانيو تنظم شويو لپاره د سوله ايز کار دبرابرولو په خاطر کوچنيو او متوسطو صنعتی او زراعتی پروژو د جوړلو پخاطر داخلي او نړۍ وال پانگوال پانگي اچوني ته هڅول.
5- دملي اردو، پوليسو او ملی امنيت وړو ولی غښتلو تشکيل جوړښت ته خاصه پاملرنه، ددغه وسلوال ځواک کادري سياست داسی پلۍ کول چی هلته دافسرانو او اداری پرسونل دنظامی دمسلکي پوهی او عالی تحصلاتولرونکي بیله پخوانيو تعصوباتونه په کار وگمارل شی، همدا اوس زموږ په هيواد کی دومره دعلمی او مسلکی تحصيلاتو خاوند افسران بي کار دي چی داشان دو مسلح قواوي جوړه ولاي شی ، ولي له بده مرغه دوسلوال پوځ نه داکسان په يوه او بل تهمت ليری کړه شوه ،زماپه عقيده دا لويه تيروتنه وه ځکه په شل کاله بيا دداسی افسرانو تربيه ناشونۍ کار دۍ و له بلي خوا ددوي په قابل کی داشان کړنه دبشر دحقوقو او ټولو نړۍالو نورمنو خلاف يو عمل ؤ .«دبشر دحقوقو اعلامي ته دي په فارسی او انگليسی ژبو مراجعه وشی».وسلوال پوځ بايد له هرډول تنظيم، حزب او ټوپکسالارانو سره له اړيکو اوتآثيراتو نه خلاص وی،دهغوي دنده دملي نوا ميسو ،ملی حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه غوڅه دفاع او ساتنه وي. 6- شپږ مياشتی وروسته دملی شورا لپاره دټاکنو وخت رارسيږی ،له پخوانه او دا اوس هم هغو چی نور ځانته په دولتی واک کښی ځای نه ويی او داسی معلميږی چی تنظيم سالاری، ټوپکسلاری او دزور له لاری دولتی واک تر لاسه کول مخ پر ختميدو دي، دد ي لپاره ئی مټی رانغښتی چه يوځل بيا دافغان اولس دپاکو اسلامي احساستو نه په استفادي سره دپارلماني انتخاباتو له لاری ځانته ځاي پيداکړی اوپارلمان په هيواد کښی دملي او دموکراتيکو سياسی اقتصای او اجتماعی ريفورمونو او اوښتنو پر ضد وکاروې. ځکه پر ټولو افغانانو او په لمړي سر کی پر ښاغلی کرزي ده چی راتلونکې ملي شورا ا وپارلمان دافغان اولس دملي ، منافعو، ملي وحدت او واحد افغانستان دگټو پر خلافدتلاښونو په ستيژ بدل نشی.
7- دژبي ملی ستونزه :
دتاريخ په اوږدو کي هيڅ کوم واکدار دژبی دملی مسآلي حل ته پام ندۍ اړولۍ ،ځکه نو دشورويانو تر تهاجم وروسته دهغوي لخوا په هيواد کي قومي بيلوالي ته زياته لمن ووهل شوه دغه تلاښ ځکه ډير ژر ثمر ورکړ چی له يوي خوا بهرنيانو دافغانانو په بي اتفاقيو کښی خپلی ملي گټی لټولي او له بلي خوا متاسفانه يو شميرپه اصطلاح روڼ اندو او دهغوي ډلوټپلو په همدي کي خپله بقا او دولتي واک ته رسيدنه ليدل،ډير لنډ مثال ئی همدا اوس دقوم په نامه دځينوبي استحقاقه کسانو دولتي څوکۍ غوښتني دي.
ضرور ده ښاغلۍ کرزۍ ديو افغان په توگه ددغي ملی لانجي سره په زړه خوږې اوملي روحي په لرلو سره برخورد وکړی ،په دولتی پرکړو او پروگرامونو په پلي کولو کي ددغی مسلی حساسيت په نظر کی ونيسی هر څوک دخپل شمير له مخي برخه تر لاسه کړي،نه دا چی ځينی تنگ نظره دا هر څه دوينکو په شمير ويشي.دکابل پوهنتون ،عالی تحصيلاتو د مؤسسو ژبنې انډول ساتنه دراتلوني حکومت لمړنۍنده ده ، کابل ښار چی موږ دهيواد پلازمينه ده او اوس ئی داوسيدونکو شمير څلور مليونو ته رسيږی ددو پښتو ژبو ليسو(احمان بابا ،خوشحالخان ليسو) موجوديت بر بنډ ظلم دۍ افغان ماشومان د سياسی ناروامصليحتونو په نتيجه کی نه بايد غير له مورنۍ ژبي دبلي ژبي حتمي ويلو ته مجبور کړ ه شی.
په ټول افغانستان کی ابتدايی اومتوسط تعليمات په مورنۍ ژبه او راوروسته په پښتو او دری ژبه دغه توازن بايد عينی په نظر کي ونيول شي .«دا ده دنوي اساسی قانون يو لو يه ناخواله هلته په جرگه دقانون پر دغه ماده چي ملي ژبه کومه يوه وي ټينگار ونشو اوس ددغی مادي پلي کول ځکه مشکل دي».
په ټو ل هيواد کی بايد ماشومان او ځوانان دتعليمی اسانتياوو څخه يو شان برخمن وي،او يوشان دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر دعالي او مسلکی تحصلاتو امکانات ولری ،که څوکۍ دقومونو پر سر ويشل کيږی، تحصيلی برسونه هم بايد دولاياتو اوقومونو پر سر وويشل شی هرڅه بايد دشمير له مخی تقسيم شي.
8- ټول افغانان زما په شمول په دا دريو کلو کښی له ښاغلي کرزي نه خفه او گيلی لری خو يوه لويه گيله چی ملي ارزښت لری او پلي کل ئی دملی غورور ښکارندي ده هغه دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر په انگليسی ژبه خبري کول دی ،افغانان له هيڅ ژبي سره دښمني نلري ولی ټول ملی او نړۍ وال نورمونه دا حکم کوي چی ديو هيواد مشر بايد پخپله مورنۍ ژبه وږغيږی،دا په ټولو هيواد کښی يو منل شوۍ اصل دۍ.که په افغانستان کی ملاقات وي دبهرنيو چارو وزارت دنده لري دميلمنو دپوهاوي لپاره دترجمی امکانات برابر کړي او که په بهر کي هلته داستونزه اوس ځکه نشته چي کمپيوټری دستگاوی ئی اتومات ژباړي.که زموږ چارواکي په انگليسی ژ به خبری کول شروع کړي دافغان اولس سره دا ډار پيدا کيږی چی خداي مه کړه دا ځل مو ملی ژبه انگليسی نشي ! پښتو خو اوس دميري ژبه شوه.
9- کوکنار، تروريزم او جنگسلار زموږ هيوادوالو ته يوشان خطر دۍ ،دا لوي بحث ته اړتيا لري فعلا دومر ويل ارزښتمن گڼم همدا کوکنار دي چي دترورستانو لپاره دپيسو پيدا کولو هوسا لاره او منع ده، بل هرو مرو پدغو زهرو زموږ ځوانان اخته کيږي پدي بايد و پوهيږو چی همدا ځوانان زموږ دهيواد راتلونکۍ نسل دۍ که چير ي هغوي په هروئينو اخته شي زموږ دهيواد راتلونکي څنگه بولۍ؟ او له بلي خوا همدا دکو کنارو کر کيلی زموږ دهيواد بين المللي اعتبار ته تاوان رسولۍ،زما په فکر دلته بايد ملا صاحبان پنځه وخته ددغو زهرو پرضد لمونځ کونکو ته لار ښوني وکړې اوفغانان داسلام دسپيڅلي دين دارشاداتو په رڼاکښی دکو کنارو دکرلوا و تجارت زيانونو ته متوجه کړي.ددي په څنگ کي دولت بايد دهقانانو سره دمرستی داسی لاری چاری ولټوي ترڅو دهقانان دکو کنارو له کرلو نه لاس واخلی يوازي فرمان دا ستونزه ځکه نشی حلولای چی له يوی خوا دا شپږ کاله وچکالي او له بلي خو ا دافغانانو بيچاره گی او غريبی. دولت بايد داسی پلانونه تر لاس لاندی ونيسی چی هم دکو کنارو کر کيله بنده شي او هم دهقانان داقتصادی ستونزو دحلولو لپاره يو اندازه پيسو د تر لاسه کولو امکانات پيدا کړی.
10- په هيواد کي دبيکارۍ دمخنيوې او په ټول هيواد کښی دزراعت اوصناعت دبرابر پراختيا په منظور دکورنيو او بهرنيو پانگوالو هڅونه. دغه پانگه اچونی داسی بايد تنظيم شی چی دهيواد ټول ولايتونه دزراعتي او صنعاتي پرمختياوو څخه برخمن شی،په هغه صورت کښی به دهيواد دمساويانه پراختيا او پرختيا سياست يو شان پلۍ شی او دښارونو تر منځ به دا اوسنۍ لوړ توپر له منځه لاړشي.
11- کوچيان زموږ دهيواد هغه لويه برخه وگړي تشکيلوی چی ددوي دژند دښوالي په هکله هر گوند ا وسزمان په خپلو کړنلارو کي څه نا څه ليکي دی خو دپلي کولو لپاره ئی هيچا څه سرته نده رسولي.کوچيان دافغانستان اصلي بچي اوا وسيدونکی دي دوی دهيواد په دفاع، او جوړه ونه کی دټولو افغانانو سره مساوی ونډه اخيستي ، مگرهيچا مساوی حق ندۍ ورکړۍ هميشه د ميرزې ورور کړنه ورسره شوي ده.
کوچيانو تر هر چازياتي بدمرغې او لالهاند ه شپی او ورځی تيری کړي هغوی په کورنۍ جگړه کښي هرڅه له لاسه ورکړه ،دوي په دښتو او غرورغو کي ژوندکوي زيات شمير دمينونو قرباني شوه، دولت تر هر چا زيات ددو ی په مقابل کی مسؤليت لری تر څو په اقتصادی لحاظ ديوه ځانگړي پلان پر اساس ددوی لاس نيوۍ وکړي . که دوي« ميږي بزې او اوښان»له لاسه ورکړي خو له کوچاني ژوند سره ئی علاقه او مينه نده کمه شوې ،لازمه ده چي دوي ته دمواشيو درانيولو پخاطر دلنډي ا و اوږدي مودي لپاره په پورونو ورکولو سره وکوچاني ژوندته دهغوی دهڅولو پخاطر چټک گامونه پورته شي .
12- زموږ دهوادد بهرنې سياست دملا تير په سوله کي دگډ ژوند دعلاقمندی ،دنور په داخلی چارو کي لاس نه وهل او له نورو هيوادنه هم داغوښتل چي زموږ په کورنيو او بهرنيوچارو کښی له لاس وهنی نه لاس پر سر شي. زموږ بهرنۍ سياست بايد دافغانا نو دملي گټو او ملي افتخاراتو ساتونکۍ اومنعکسونکۍ وي.
زه نه غواړم راتلونکی ولسمشر ته کړنلاره وليکم او يا دهغه کورنۍ او بهرنۍ سياست وټاکم، ولي يو متل دۍ وایی«شيدو سوۍ مستي پوکې» ما يوازی دافغان اولس دفريشانيو او تشويشونو يو لنډ انځور وليکه .
زموږ هيواد بيلی اقتصادی،سياسی و اجتماعي ځانگړتياوی لر ی، دنو وپلانونو پلي کول هم بايد همدغو ځانگړياوو ته په نظر کی نيول سره سرته ورسيږي ، هغه دا چي زموږ دهيواد په اوسنيو شرايطو کښی کله کله روبنایی مسايل دلمړي توب دحق کچی ته پورته کيږي همدا علت دي ټول افغانان تر هر څه دمخه دچارواکو څخه دټوکسالاۍ ختم او امنيت راوستل غواړي تر څو سوله او منيت ټينگ نشي نه بهرني پانگوال پانگي اچوني ته زړه ښه کوي، اونه به مهاجرين او افغان کارپوهان چي همدا اوس يو ه لويه تشه ده وطن ته راستانه شی ،و نه هم دهيواد دبيارغاوني پروسه له زياتو ستونزو سره مخامخ شي.
خو که« غر هر څومره لوړ دۍ لار ئی پر سر تيره شوي ده» هيڅ داسی ستونزه نشته چی دحل لاره دی ونلری،خو پدی شرط چی ددغی يا هغی ستونزی دليری کولو لپاره پاک نيت اخلاص اوبيله کوم تعصب نه گام اوچت شی.
افغانان ډير مهربان او پر وطن مين خلک دي هر کله چی ئی ددولتي چارواکو نه دصداقت او واخواخوږۍ احساس کړۍ دقربانۍ تر سرحده ورسره دريدلی دي .
که چيری دتظيمی او غيرې ضروري مصلحتنو پر ځاي يوه وړوکې ولی متحده ،د پوهو ،مسلکي او خواخوږو کسانو په گډون يوه کابينه او اداره جوړه شوه افغان اولس به ډير ژر دزياتو ناخوالونه خلاص شي.اوښاغلي کرزۍ به دهيواد په تاريخ کښی هغه ولسمشر وې چی دافغان ملت غوڅ اکثريت له ملاتړ نه برخمن وي .