دخپریدو نیټه : 2004-11-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د زهروجام ؟ که د افغان ولس د ارادې نه ډک جام
حبيب الله غمخور _ سويډن
نوشيجان !
حبيب الله غمخور _ سويډن
په افغا نستان کښي د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکني نه يوازي دا چي سر ته ورسيدلې بلکي پرون يې پايلي د ملي انتظار سره سم د ټولټاکنو دځانګړي کميسون استازي له خوا اعلان شوې چي ښاغلی حامد کرزی «٥٥،٤ »رايي تر لاسه کړي دي . دافغانستان داساسی قانون د« ٦٤» مادی له مخی ښاغلی کرزې واک تر لاسه کړ چی د را تلونکي حکومت ا و دولت په هکله ددغه دروند مسووليت د سر ته رسولو په منظور د افغان اولس دهغو غوښتنو سره سم کوم چی دهغه په منظور ئی رايي ورکړي د يوې کوچنۍ ولي غښتلي او پيا وړي کابيني دجوړولو په هکله فکر وکړي .
بل مقابل هغو ښاغلو او اغلو چی وئی نشوه کولای دافغان ولس د اعتبار او اعتماد خا وندان شې، نن ئی د کابل د ښکلی ښار « دا هغه ښار دۍ چی په ١٩٩٢ کال د ثور تر اومي نيټی وروسته دقدرت او بيله استحقا قه واک تر لاسه کولو پخاطر پدغه ښکلی او دافغان اولس پلازمينی کښی تر « ٥٠ » زرو زياتو هيواد والو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ دانتر کا نتينين تال هوټل دکنفرانو په تالار کی چی سړي ته اروپا ورپه يادوې د انتخابا تو د رايو شمير نی نتيجی ومنلي . «جالبه داده چي ۹۹٪ افغاننو دا هوټل ليدلۍ ندۍ ولي ددوي دسر نويشت په هکله هميشه همد لته دافغانانو سره دخوا خوږۍ اعلانونه کيږي » ښه خبره داده چی ډير ژرځينو سياست والوزده کړه ،بيله دينه چی ټوپک راواخلی، دخلکو ارادي او غوښتني ته غاړه کښيږدي ښه ئی ويلی دی « په زور کلي نه کيږی ».
خو دغه حقيقت ته لکه څڼه چی لازمه ده غبرگون په افغانی سپيڅلي احساس ونښود ل شو، په ډيرو باريکو او ډيپلوما تيکوجملو سره هغوې خپلو پلويانو ته څرگنده کړه،چي دوی خو راضی نه دي ولي د يو مجبوريت له مخی دا منې چی د ټولټاکنو پايلی ته غاړه کښيږدي . که څه هم دوي پدي عقيده دی چي در غلۍ ډيری زياتی وي که چيري هغه نه واي نو هرومرو به همدوې رايی گټلی وای « والله اعلم». د ښاغلی يو نس قانونی د وينا له مخی چی وايی :«نا گذيريم جام زهر را بنوشيم»،او ښاغلۍ محمد محقيق بيا وايی : با همه نقا ئيس که در جريان انتخا بات پيش آمد مجبور هستيم اگر برای ما ومردم تلخ هم باشد نتا ئج انتخابات راميپذيريم»،زه فکر کوم دده په ژبه« مردم » ، هغوې خو پدغه نږدي تيرو ټولټاکنو کښی خپل غبر گون څرگندکړ؟ ايا يو ځل بيا با يد دوي علا هيده دخوابدو پخا طر کوم څه سرته ورسوي؟
دافغانانو لپاره نن ډيره په زړه پوري داو ه هغه چا چی دټولټا کنو تر ورستيو شيبو پو ري یی ځان د مجاهدينو استازۍ بلۍ او گواکي دهغوي په غوښتنه ئی دولسمشرۍ ټولټاکنو ميدان ته ور دانګلي وه نن وويل:« من به جهاد و مجا هيدين احترام دارم ،به کساني که عليه طالبان مقاومت کردند احترام دارم. اما ميخواهم بگويم هر کسي که ميخواهد از نام و اعتبار جهاد سړ استفاده کند وسبب اذيت و آزار مردم و مانع گستريش نظام در افغانستان شود مجاهد نيست ». رښتياهم ښه داده چی هر څوک پخپل نامه ږغ وکړې .
او ددغی خبري مخکښي واېی : «اعتقاد من ين است که ما بايد خودرا با تغيرات جديد در افغانستان هماهڼ کنيم،کسانيکه با سړ استفاده از نام جهاد ومقاومت مانع گسترش نظام در افغانستان می شوند اشتباه می کنند،من درگذشته از ين گونه افراد دفاع نکره ام ودر آينده نيزنخواهم کرد». دا ډيره ښه او په ړه پورې څرگندوني دي ،ځکه هر څه دسياست په لفا فه کښی داسی پيچل شوې دي چی هر افغان پوه شو خبره څه ده .
ولی هر هغه څوک چی هره لهظه دوطن حالات څاری پدغو څرگندونو ښه پوه شوه چي دا ولې د« هزرو جام دۍ »؟
افغانان په نيمه پوه شول ،کله چی ښاغلی قانونی وړاندی وويل «ميخواهم از طريق حضور فعال در پارلمان بتوانم مبارزه مسالمت اميز سياسی با يک جريان اصلاح طلب سازما ندهی نمايم ». که يو څل بيا د ملي شورا لپاره ټو لټاکنی دپخوانيو دښمنيو دسرته رسولو په ډگر بدلي شی فکر کوم چی پا يله به ئی داسی نوي وي لکه څنګه چي ځيني ښاغلي فکر کوي . دا د يکتازۍ آس يوځل وڅغلول شو خو د بزکشۍ دميدان د با زۍ وزگړۍ هيچا د حلال دايري ته ونشو رسولاي ، اوس به څنګه دا سياست غوره پايله ولري ؟ . زه پدي عقيده يم هر چا چی دځان غوښتني اوافغان ولس دتير وتني خيا لونه په خپل سر کي روزلي سر يې خوړلۍ دۍ .
زه پدي باور يم داد اتلانو په ټاټو بي کښي به هغه څوک بر يالۍ وي چی په رښتيا او صداقت سره د افغان اولس غښتلتيا ، پوهې او ملي غرور په راز پوه شوۍ وي ،او همدغه راز ته ددرناوي او قدر په ستر گه وگوري .