دخپریدو نیټه : 2007-09-04 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
لمونځ او د هغه په اړه څو پوښتني او جوابونه
ډاکټر فيض الله (ثاقب)
لمونځ څه شي ده ؟
د لمانځه ډیری موخی دي
چی د ټولو يادول پدی ځای کی د امکان څخه بهر بريښي خو دلته به مونږ پخپل اند په لنډو ټکو کی د لمانځه ځنی موخی په
لاندی ډول په ګوته کړو.
1. لمونځ په ډیره مينه د خپل مهربان پالونکی (رب) هغه خوږه بلنه منل دي چی هغه خپل خوږ
بنده په ډیره خوږه ژبه خپل دربار ته د ليدنی او خبرو کولو لپاره رابولي (اذان) .
2. لمونځ د خپل رب سره د هغی ژم
نی پوره کول دی چی د انسان روح د هغه د پيدا کيدو مخکی د خپل رب سره کړی يعنی هغه وخت چی الله پاک د انسانانو د
ارواحو څخه و پوښتل چی إيا زه ستاسو رب يم ؟ هغو ټولو په يو اواز وويل: هو ته زمونږ پالونکی (رب) یی.
3. لمونځ د
الله پاک پاکي او لویی بيانول دي ( الله اکبر – سبحنک اللهم) .
4. لمونځ په ډیره عاجزی او مينه خپل رب ته سر
ټيټول دي او دا ژمنه کول دي چی ته زما رب یی او زه ستا بنده يم. ته ډیر مهربانه یی او زه شرمنده يم؛ ته بښونګی
او زه ګنګار يم؛ دا سر به زه يواځی تا ته ټيټوم او پرته له تا نه به یی هيچاته د بنده ګی په موخه نه ټيټوم .
5.
مونځ د خپل رب سره دا ژمنه ده چي زما ټولی هيلی او غوښتنې ستا د يوی رضا نه لوګی شه.
دريدل (قيام) څه شي
ده؟
قيام په ډیره مينه او ادب لاس په نامه خپل رب ته دريدل دي.
د هغه غوره صفتونه بيانول دي (الحمدالله)
.
لمونځ ددی ژمنه ده چی ربه يواځی ستا بنده ګی کوم او يواځی ستا نه مرسته غواړم (اياک نعبد واياک نستعين)
لم
ونځ د الله پاک نه د سمی لاري د ښودلو غوښتنه ده ( اهدنا الصراط المستقيم).
اولمونځ دا ژمنه ده چی د بنده ګی په
موخه به پرته د خپل رب نه بل چاته داسی په ادب نه دریږم .
رکوع څه شی ده؟
يو ځل بيا په ډیره مينه او ادب
خپل رب ته د سر ټيټول او د هغه د پاکۍ او لویی بيانول دی (سبحن ربی العظيم)
سجده څه شي ده؟
دا د عاجزی او
ادب اخري کچه ده. تندی د بدن تر ټولو لوړه برخه او ځمکه (خاوره ) د عاجزۍ نښه ده ؛ دلته يو مسلمان په ډیره مينه
خپل رب ته خپل سر په ځمکه ږدي؛ د هغه لویی او پاکی بيانوي (سبحن ربی الاعلی ) او دا ژمنه کوی چی زه خپلی ټولی
غوښتنی ؛ خپل ټول تکبر؛ غرور او مستي ستا د يوی رضا څخه په ډېره مينه ځاروم . همدا رنګه يوځل بيا دا ژمنه کول دی
چی ربه پرته ستا به بل چاته زه داسی په ادب سر په ځمکه نه ږدم.
جماعت څه شي ده؟
جماعت د الله پاک د بلنی
هغه شکل ده چی هغه پخپله خپلو بنده ګانو ته ښودلې . پدی مانا چی إلله پاک خپلو بنده ګانو ته بلنه ورکوي چی تاسۍ
به ټول په ګډه زما دربار(مسجد) ته راځي او لمونځ به کوی . جماعت د لمانځه هغه طريقه ده چی پيغمبر (ص) یی لارښودنه
کړی .
ګرانه لوستونکيه:
راځه چی د ځان سره حساب وکړو چی ايا مونږ همداسی په مينه لمانځه ته ځو په کومه
مينه او خوږه ژبه چی الله پاک مونږ وربولي؟
ايا مونږ په لمانځه کی همدومره مينه او اخلاص د ځانه ښيو او که نه
يواځی يوه حواله ده چی د ځانه یی اړوو؟
ايا زمونږ سره دا ژمنه وي چی خپلی ټولی هيلی؛ غوښتنی او مستی د خپل رب
د يوی رضا نه لوګی کوو؟
ايا زمونږ سره لږ تر لږه دا خيال وی چی مونږ د خپل مهربان رب په مخکی ولاړ يو؟
په
پوره ډاډ سره سړی ويلی شي چی هرکله چی مونږ پخپل لمانځه کی پورتنيو ټکوته پام وکړ او په همدي موخه مو لمونځ وکړ
نو پرته د هر ډول شک نه به مونږ هيڅ ناوړه کار ونشو کړای ځکه چی لمونځ انسان ناوړه کارونو ته نه پريږ
دي.