لومړۍ- دواک مرکه : دې ډول مرکې ته واک ورکول کیږي ترڅو دستونزې یا مسلې په هکله پلټنه وکړي، ویې څیړي او دداوړو خواوو
ه لوري دو ی پوره واک لري تر څو دمسلې په هکله پریکړه وکړي .
دوهمه- دژبې ښورولو مرکه : په دې ډول مرکه کې
دستونزې یا مسلې دواړه خواوي راغوښتل کیږي ترڅو خپلې مسلې، دلایل اوشاهدان دمرکې په ترڅ کې مرکچیانوته وړاندې
کړي .په دغه ډول مرکه کې مرکچیان کوښښ کوي ترڅو ددواړوغاړو ترمنځ مسله اوستونزه داسې هواره کړي ترڅو دواړو
غاړوته دمنلو وړ وي اوداډول مرکه ترډیره بریده دمرکچیانو په ځانګړي څرنګوالي ،ټو
نیز مقام اودرهبری اومشرتابه په مهارتونو پورې اړه لري .دمرکچیانوپه اړه دغه پورتني څیزونه دداسې یوې پریکړې
په کولوکې خورا رول لري چې دواړوغاړوته دمنلو وړوي .دالله څخه ویره ،پټکی، شمله
دننګ اوناموس په اړه ،ټولنیز غیرت اودرناوی اودخیل یووالی هغه مهم تخنیکونه دي چې
ددې ډول مرکې دکامیابولو لپاره کاریږي .دواک په مرکه کې دمسلې دواړه غاړې خپل ټول واک خوښو کړیو مرکچیانو ته و
کوي دکومو په هکله چې دوی پوره ډاډ لري په دغه ډول مرکه کې مرکچیان خپله پریکړه دواړو خواو ته اعلانوي که دمس
ې یاستونزې یوه غاړه هم له دغې پریکړې انکار وکړی اوویې نه منی نو رټل کیږي ،یعنې ټول کلی یا کلا یا خیل ورسره
خپله هرراز اړیکه پریکوي اوهمداراز هغه چا چې له پریکړې سرغړاوی کړی ناغه به هم ورکوي .اوکله کله خوداسې هم
کیږي چې دکلي مشر دهغه کور هم ورسوزوي .
که چیرې دستونزې یا مسلې دواړه
غاړې اوخیل پریکړه نامناسبه وبولي نو کیدای شي داپریکړه ونه منل شي داځکه چې په دغه
صورت کې به په ځای ددې چې دمسلې اصلی نرخ دمرکچیانو لخواپه کار وړل شوی وي له بله نرخه کار اخستل شوي وي چې په دغه صورت کې داډول نر خ دکوږ نرخ په نوم یادیږي یعنې چې دیوه نرخ په ځای بل نرخ وکارول شي (misapplication )مګر دمسلې دواړه غاړې داکار په خپل سر نه شې کولای بلکه ددې
لپاره چې دامرکه رد کړي اودبلې مرکې غوښتنه وکړي باید دخیل ملاتړ له ځانه سره ولري که
چیرې دوهمې مرکې دا وپتیله چې مرکه سمه نه ده شوي اوکوږ نرخ کارول شوی نومرکچیان په خیل کې خپل درناوی اومشهو
تیا له لاسه ورکوي اوپه نورومرکو کې دبرخې اخستلو حق هم له لاسه ورکوي اوپه ځینو
وختو کې دمسلې دواړوغاړو ته تاوان هم ورکوي دمرکې همدغه اړخونه دې چې دمرکې مشروعیت اواجرایوي ضمانت په افغاني
ټولنه کې غښتلی اوپياوړی کوي
۲- قومې جرګه یا قبیلوي جرګه :
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه چې جرګه اومرکه تقریبا له یو
شان لاروچارو کار اخلي تر څو ستونزې اومسلې هوارې کړي همدالامل دی چې ډیر لیکوالان
اوعام وګړي دغه دواړه ویوکي(الفاظ) دیوبل لپاره کاروي . له دې سره سره قومي جرګه هم ددغې موخې لپاره کار کوي یعنې
ستونزې اومسلې هواروي مګر داباید جوته شي چې قومي جرګه په کومو زمینو کې کار کولی شي، په قومې کچه تر کومو ب
یدونو اوکچو کار کولی شي.
دافغانستان په دغه ګڼ توکمیزه ټولنه کې ډیره ستونزمنه چاره ده تر
څو دتوکم یا قبیلې طبیعت،څرنګوالی اوټولنیز بریدونه څرګند اووټاکل شي .ځینې
افغانستان پيژندونکو داهڅه کړې ده. یو برتانوي انسان
پیژندونکي Tapper(1983:4)په افغاني
ټولنه کښې قبیله داسې راپیژني :
په یوه یا څو سیمو کې ځای په ځای شوي دوګړیو ګروپ ته وایي چې
دخپلوۍ دیوې رشتې په مټ سره یوځای کیږي اوخپلې ورځنۍ چارې سنبالوي ، دقبیلې غړي په کلتوري توګه ځانته په توپیر
ایل وي نوموړی وایې چې دقبیلې داسپړنه بیرته هغه دپښتونولی ارونو ته ورګرځي نوموړۍ
کاږي چې دقبیلې هراړخیزه اوکره پیژندنه ډیره ستونزمنه اوپیچلې چاره ده.ځکه چې دافغانانوقبیلوي جوړښت له نورو
هغو سره ډیر توپیر لري په افغانې ټولنه کې قبیلوي سیستم لکه دیوي ونې په مثال دی چې ف
عې قبیلې به یا دونې د ښاخونو په دود یا هم دونې دریښو په دود له ونې سره په تړاوکې وي . دبیلګې په توګه یوه غټه
بیله په درزنونو فرعې قبیلې لري چې ددغو ټولو فرعې قبیلو غړې بیرته ځان په خپله لومړنی لویه قبیله پورې تړلي ګڼي
دنمونې په توګه دقیصر خیلو قبیله چې دسلیمانخیلو دقبیلې یو ښاخ ده په ختیځ افغانستان کې په تخمینې توګه په ز
ګونو غړي لري داقبیله که څه هم دسلیمانخیلو دقبیلې یو ښاخ ده خو ځان بیا هم په غلجیو
پورې تړلی ګڼي داځکه چې سلیمانخیل بیا دغلجیو دقوم یوه پښه ده.نو همدا دلیل دی چې هر قیصر خیل لمړی ځان قیصر خیل
ګڼې بیا ځان په سلیمانخیلو اوبیا په غلجیو پسې تړلی ګڼي .اوس داچې دوی له قبیلوي پلوه قیصر خیلو ته، که سلیم
انخیلو ته اوکه غلجیو ته ډیر وفاداره دي په ټولنیزو چارو اودټولنیزو چارو په راز راز اړخونو پورې تړاولري .
اځو اوس قومې یا قبیلوي جرګې ته ،لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه قومې جرګه هم
دستونزو اومسلو دهوارولو لپاره په کار وړل کیږي مګر په ټولنیزه توګه دکار زمینه یې دغه پورتنی قومې واحد
دی چې یوڅه مو تر غور لاندې ونیو.دیادونې وړده چې دقومې جرګې توکې هم دمرکې له توکېو سره ځانګړی توپیر نه لري هماغه
نرخ ،مرکچیان یا جرګه ماران اوپریکړه یا تړون همدلته هم کارول کیږي . مګر په دې
توپیر چې قومې جرګه له هغو جدي اومهمو ستونزو اومسلو سره سروکار لري چې دقوم یا قبیلې په دننه کې رامنځ ته کیږي لکه وژنه ،دځمکې په سر ناندرۍ،داوبو دکاریزونو یا ویالو په سر،داوبو دچینو اوداسې نو
و په سر ستونزې .اویا هم هغه ستونزې اومسلې هواروي چې ددووقبیلو ترمنځ پیښیږي لکه دولسې ځمکې په سر ناندرۍ،دغ
ونو په سر ،دځنګلونواولرګیو په سر،دیوې قبیلې دغړې وژنه دبلې قبیلې لخوا اوداسې نورې ستونزې.په حقیقت کې قومې ج
ګه په لوړه کچه یا دقبیلو په کچه دستونزو په هوارولو کې برخه اخلي .همداراز دلته دمرکې سره څه ناڅه نورتوپی
ونه هم لیدل کیږي که پام مووي په مرکه کې مرکچیان وو مګر دلته مرکچیانوته دجرګه مارانو ویوکی کارول کیږي هم
داراز په قومې جرګه دبیلوبیلو خیلونو هغه مشران چې دمشرتابه په چاروکې سرکښان وي ګډون کوي په دې مانا چې دوی
باید په میلمه پالنه کې ټولې قبیلې ته ځان کره کړی وي ،ښه کورنی ننګ اوغیرت باید ولري ،په کورنۍ کښې باید ښه ډیر
سړي چې میړونه ورته ویل کیږي ولري ،مشر اودکورنۍ اوخیل نورمیړونه یې باید زړه ور دجنګ په میدان کې غښتلي
اوپیاوړي وي ،په دولت کې باید سیاسې نفوذ ولري ،ښه خبر لوڅ باید وي اوپه جرګه کې دښو پریکړو توان باید په ځان کې
ولري . همداراز سپین پټکیان هم په قومې جرګه کې یو څه توپیر لري ، په مرکه کښې ملا هم کولی شو دسپین پټکې په توګه کښیني مګر په قومې جرګه کښې سپین پټکی باید په سیمه
کښې وتلی اونامې دینې عالم وي نه چې یو عادې ملا.همدراز په قومې جرګه کښې په نرخونو هم
پریکړې کېږي خوتر ډیره دپښتونولۍ له ارونو کار اخستل کیږي
دقومې جرګې غړې هم دیوې ګردې په بڼه
سره کښیني دجرګې دغړیو دناستې لپاره ځای ځانګړي شوي وي چې یوبیرغ هم لري دګردې په بڼه کښیناستل ددې زمینه براب
وي چې خلک یوبل په ښه توګه ولیدای شي اوبله داچې ټولو ته داسې وایسیږي چې زمونږ ټولو انډول یوشان دی اومساوي ح
ونه لرو.ښاغلی Glatzer(1998:176) دقومي جرګې دمساوي توب طبیعت په دې ډول سپړي :
قبیلوي مساوات ته په
پام سره دقبیلې هر له کاره فارغه اوتجربه لرونکی میړه کولای شي په قومي جرګه کښې برخه واخلي ،اودپریکړي درامنځ
ته کیدو لپاره خبرې وکړي .په قومې جرګې کښې دخبرو دمراتبو سلسله اویا دجر ګې مشریا
یس نه وي دقومې جرګې دمشورې اوغورکولو مهال کیدای شی ترڅو ورځو پورې وغزیږي خودابیا
تر ډیره دستونزې په پیچلتیا اوقانع کونکي پریکړې ته په رسیدو پورې اړه لري .دقومې جر ګې په دغه ټول مهال کښې قومې
مشران اویا هم نور خیر غوښتونکې خلک دجرګې کوربه توب په غاړه اخلي .چې دغه کوربه توب اودمیلمه پالنې ځانګړي
سنبالښتونه دمړۍ یا ټکلې په نامه یادیږي .عطایي (۱۹۷۹:۵۷) .کله چې ستونزه یا مسله دیوې قبیلې په دننه کښې وي نو
ومې جرګه پریکړه کوي چې د قومې جرګې دغه پریکړه دتړون په نامه یادیږي
لکه څنګه چې په یوه افغاني ټولنه کښې دیوه ګروپ خبره دیوه وګړي په پر تله ډیر اهمیت لري
ځکه نو قبیله یا قبیلوي مشران دقومي جرګې په پریکړه کښې ډیر مهم رول لري .
دوژنې په صورت کښې
مرکچیان خلک دبدل اوخونبها غوندې سزاګانو په مټ ډاروي اودوژنې بدي ورته بیانوي مګر دوژنو په ډیرو پیښو کې
دبدل په ځای دخونبها سزا ته ترجیح ورکول کیږي ځکه چې خونبها په اسلام کښې هم شتون لري
مګر دبدل دسزا په صورت کښې په قومې جرګه کښې دوژنې دمسلې دواړه خواووي کښینول کیږي اوددې ګټه داګڼل شوي چې نه
یوازې دستونزې داوړه خواوي له یوبل سره پخلا اویو کیږي بلکه ددوی نوې خپلولي هم پیل کیږي چې دبدل په نامه یوه
نجلی دقربانیانو ډلې ته ورکول کیږي .مګر ځینې وختونه خو داسې هم کیږي چې دبدل دښځې یا نجلی سره دخسر کورنۍ ناوړه
چلند کوي چې په دغه صورت کښې دټولې ستونزې پایلې همدغه یوه ښځمنه ګالي کوم چې دپښتونولۍ ، اسلام اوبل هیڅ قانون
سره سمون نه خوري.
دوژنې یاهم دبدن دغړیو دزیانمنیدلو په صورت کې دقومې جرګې مهم اړخ اورول دادی چې داوړه غاړې سره پخلا کوي اووژونکی یا یر غل کوونکی بیرته دقبیلې
دیوه غړي په توګه له قبیلې سره یوځای کوي چې ددې کار ترسره کولو لپاره کله کله اویا هم
ډیر ځله ننواتې ته هم اړتیا پيښیږي .
ننواتې یعنې څه؟
ښاغلی استاد صدیق ال
ه رښتین په پښتني لارښود کې لیکې چې: " دیوې ګناه دبخښلو لپاره دچا عذر کول اوکورته ورتلل ننواتې ده.ننواتې لیږل اوننواتې منل دپښتني قانون یو م
نلی دود دی . دننواتې په واسطه لوی لوی جرمونه اوګناهونه بخښل کیږي ،تردې چې پښتانه ددننواتې په ورتګ دمړي له
بدو هم تیرېږي . په ننواتې کښې سپین ږیري ، ملایان اومیاګان استول کیږي . خوپه زیاتو کښې ښځمنې اوتورسرې برخه اخ
ي ولې چې پښتانه دښځې پلو ته په ډیر دروند نظر ګوري . که څوک یو ناروا مرګ وکړي ،یا
دچاعزت اوناموس ته سپک وګوري ، نوله دې څخه خامخا دښمني پيدا کیږي په دې سبب مقابل لوری غواړي خپل بدل واخلي
.په دې وخت کې دګنهګار له خوا دهغه کورته ننواتې لیږل کیږي اوهغه یې دپښتني دود سره سم منلوته غاړه ږدي په
ننواتې کښې زیات پښتانه له ځانه سره پسونه هم بیايي اوبیایې هلته حلالوي . دغه شان قران پاک هم له ځان سره وړ ي
.
په یوه پښتو لنډۍ کې داخبره داسې بیان شوي ده :
سرمې سرتور
ران په لاس کې – دمرور یار ننواتې له ورځمه
ننواتې نه منل دپښتنو په نظر کې دلویي اوغرور
نښه ده چې دپښتونولۍ له قانون څخه مخالف کار ګڼل کیږي ، په تیره دښځمنو ننواتې نه منل په پښتني دود کښې ډیر ناوړه
کار دی .که څو ک ننواتې ونه مني نوبیا ورسره دتګ راتګ سلسله هم پرې کیږي اوڅوک ورته په ښه نظر نه ګوري ."
که څه هم چې
Dupree(1980:126) ننواتې دهیلوډک یوحق بولي اودسولې دحتمي منونکي وړاندیز په توګه یې تشریح کوي مګر Atayee(1997:65-67) وایي چې
ننواتې دبخښنې غوښتل اویا دسولې داسې وړاندیز دی چې مقابل لوري ته یې منل حتمي دي .همداراز ننواتې دهغوخلکو ډلې
ته هم ویلی شو چې دمنځګړوپه توګه دمسلې دوولوریو ترمنځ دسولې هڅې کوي ، کله چې یوه قومې جرګه پریکړه وکړي چې مقاب
ه ډله باید دمسلې قربانیانو ته ننواتې ورولي نوبیا به دغه دننواتې ډله چې سپین ګیري ، تورسرې چې ډیر ځله قران
پاک هم ورسره وي ،سپین پټکیان، دیرغل کوونکو نږدي خپلوان اوان تردې چې که دجرګه مارانو لخوامناسب وګڼل شي ی
غل کوونکی هم له ځانه سره اخلي اودپیښې دقربانیانو کورته له یوه پسه اواوړو سره ورځي . پسه دپیښې دقربانیانو
دکور په درشل کښې حلالیږي اوله حلالې وروسته دننواتې غړي دپیښې دقربانیانو کورته دننوتلو اجازه غواړي ، کله چې
دننواتې غړي دقربانیانو کورته ورننوزي نوجرګه ماران دیرغل کوونکي لپاره دبخښنې غوښتنه کوي . په عمومي توګه
داکار دپښتونولۍ په ارونو کښې ښه نه ارزول کیږي چې څوک دې دچا ننواتې ونه مني مګر داوړ کار ډیر کم پیښیږي .که چی
ې دقربانیانوسره دیرغل کوونکو لخواډیره ناوړه اوناروااویا داسې یوه چاره چې دبخښلو وړ نه وي ترسره شوي وي
نوبیا دپیښې قربانیان ننواتې نه مني اودننواتې غړي نه پريږدي چې ددوی دکور په درشل کښې پسه حلال کړي اوددوی کو
ته ننوزي . که چیرته مسله یا پیښه ډیره لویه وي نوبیا مرکچیان یا جرګه ماران کله کله یرغل کوونکي ته سپارښتنه
کوي چې دقربانیانودکور په درشل کښې غوایی یا اوښ حلال کړي . کله چې قربانیان دننواتې
دغړیو لخوا یرغل کوونکیوته بخښنه وکړي نو دننواتې دغړیو لخوا سوله وشي چې په پښتني
ارونو کې داوړ سوله دروغې په نامه یادیږي اوس داچې سوله اوروغه څه توپیر لري په دې به لږ رڼا واچوو ځکه ډیر خلک
سوله اوروغه یو ګڼي مګر خدای بښلی صدیق الله رښتین په پښتني لارښود کې په دې هکله داسې کاږي :"
که چیرې ددووقومونوترمنځ
په کومه معامله باندې اوږده جګړه پیښه شي اودواړوخوواووته زیان اوتاوان ورسیږي ،نوپه دې وخت کښې یاددوی په
غوښتنه یا دنورولس په نیک نیتۍ اواراده دسولې اوروغې خبرې پیل کیږي .سوله دیوې ټاکلې مودې لپاره دسپین روبو، م
ایانواویادولسې جرګې له خوامنځ ته راځي . په سوله کښې په دواړوخواووناغه ایښودل کیږي .سوله ماتول دتیګې دماتو
و معنی لري چې ماتوونکي ته یې ټا کلې سزا ورکول کیږي . روغه دې ته وایي چې ددو ډلو یا قومونوترمنځ پخه دایمي جوړه وشي ، ټولې پخوانۍ لانجي اوجګړې فیصله شي اودورورۍ اوقامولۍ سلسله دپخواپه شان ټینګه
اوکلکه شي .نوسوله دموقتي جوړې معنی لري اوروغه ددايمي فیصلي اوجوړې معنی ورکوي . په باجوړ کښې سولې ته "ووله" وايي کیدای شي چې اصل یې هوله وي سوله
اوهوله همریښه کلمي دي .له روغې اوسولې وروسته یرغل کوونکی اومجرم بیرته له قبیلې س
ه یو ځای کیږي مګر نوموړ ي ته اوس هم یو شرم ورپه غاړه وي اوهغه داچې دقبیلې دخلکو لخواملامتیږي اوورته ویل
کیږي چې ښه کار دې ونه کړ اونومړی دخلکو لخوا پړ ګڼل کیږي په پښتنې ارونو کښې پړه اوپړ کیدل خوار غټ شرم بریښې
که چې په دې پښتنې متل کې وایي :
پړ مې کړه ، مړ مې کړه
. یا بل ځای پښتانه پړ اومړ یو شان سره بولي لکه بل متل کې وايي :
چې مړ شي هغه پړ
ي . په هر صورت دادخلکو وینا تردې کچې نه وي چې دده دسپکاوي لامل شي بلکه ده ته اوس دقبیلې دغړي په توګه لکه
څنګه چې ښايي درناوی کیږي مګر ددې ملامتي اوپړې حکمت عملي په دې کښې دی چې تر څو دی بیا
په راتلونکې کښې دداوړ ناوړه اوناروا چارو ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي .
لکه څنګه موچې م
خکې وویل چې دقومي جرګې اغیز په مرکچیانویا جرګه مارانو پورې اړه لري ، که چیرې مرکچیان یا جرګه ماران سمه اووړ
پریکړه ،تړون اویا روغه ونه کړي نو جرګه نه منل کیږي اودنوروجرګو غوښتنه کیږي اوکه نورې جرګې هم خپل اغیزم
نتوب ونشي ښودلای نوداوړه ډلې یا قبیلې سره لاس په لاس یا ښکر په ښکر کیږي اوستونزه
قبیلوي بڼه غوره کوي چې داکار داوږد مهالوقبیلوي جګړو ،وینې توینواووژنو لامل کیږي
همدلته دی چې دنوروستروپښتني قبیلو لخوا مداخله کیږي اوددوی ترمنځ دیوه بل پښتني ار څخه چې دتیګې په نامه
یادیږي کار اخلي .
تیګه ایښودل دپښتني قانون یو محکم دوددی اودسولې اوامن یو ښکاره
اعلان دی . کله کله ددوخیلونواوقومونو ترمنځ دجنګ جګړي لانجه پیښه شي اودواړه خواوي په سخت کړاو اوتاوان
اخته شي ، نو په دې وخت کښې دقوم سپین ږیري ،مشران اوملایان راټولیږي اودجګړه ماروترمنځ دجنګ دبندیز تیګه ږدي
. دتیږي دایښودلوپه وخت کې یوه کلکه ناغه هم لګول کیږي . تیګه ماتول په پښتني دود کښې یو بد اوناوړه کار بلکه ج
م اوګناه ده . که چا تیګه ماته کړه نوهغوی ته بیا سزا ورکول کیږي اوټاکلې ناغه ترې اخستل کیږي . تیګه ایښودل
ددوجګړو کوونکو قومونوترمنځ دمتارکې اوسولې معنی لري . دتیګې دایښودلواوسولې دخبرو په وخت کې ډزې هم بندیږي چې
دې ته ډز بندي وایي.
که چیرې نور قومونه اوقبیلې دووسره نښتیو قبیلو ترمنځ په تیګه
ایښودلو یا سوله کولوبریالي نه شول نو دقبیلو ترمنځ دولتي یا حکومتي چارواکي منځګړتوب یا مداخله کوي کوم چې
دقبیلو دخوښې وړ کار نه دی مګر په اوسنیو حالاتوکښې دولت اوحکومت هیڅ هم نه شي کولای ځکه ددولت له قضایي اوعدلي نظام څخه دقبیلوي ارونو اجرایوي ضمانت غښتلی اوپیاوړی دی . ځکه چې ددولت د
ضایي اوعدلي چاروقیمتي ،سستوالی یا ډپوالی اوترټولو مشهور دبډو اخستل خلک خپلو عنعنوي ارونو ته اړایستلي
اوغوره یې بولي . مګر بل اړخ دادی که مرکچیان یا جرګه ماران ټولې هغه ځانګړنې چې مخکې م
و یادې کړې په ځان کښې ولري نوبیا هیڅ شونتیا نه لیدل کیږي ترڅو دښمنې ډلې دې دجرګې له پریکړو سرغړاوی وکړي ، که
چیرې یو له دوی څخه له پریکړې سرغړاوی وکړي نو دوی اړدې چې ناغه ورکړي اوهمداراز هغه
زیان چې دمرکې یا جرګې لپاره شوی هم دسرغړونکي په غاړه کیږي دلته به لږ ناغې ته تم شو اوبیا به بیرته خپلې موخې
ته راوګرځو ، ناغه دپښتنو یوولسي راوج دی دکوم غره یا ځنګله دونو په وهلو چې دولس لخوا کوم بندیز ولګیږي نوبیا یې څوک نه شي وهلی اوکه چا دغه بندیز ونه مانه ، نوټاک
ې ناغه ترې اخستل کیږي . په ولسې اوټولنیزو کارونوکې هم کله کله ناغه اوجریمه تړل کیږي
لکه دسرک اولارې جوړول ،ویالې ایستل یاداسې نور که څوک پکښې له نغارې ډنګولواوخبرتیا وروسته برخه وانخلي
نو ناغه پرې لګول کیږي اویا ورنه ټاکلې ناغه اخستل کیږي .ناغه دیوي ګناه په مقابل کښې هم ټاکل کیږي چې دلته دجرم
دسزا معنی ورکوي مثلا وایي چې دپلاني سړی نه ددغه کار له امله چې ترسره کړی یاېې نه دی ترسره کړی زر افغانۍ ناغه
واخیستل شوه.
اوس به بیرته راشو دقومي جرګې له پ
یکړو دسرغړاوي ټکې ته دلته اړینه ده چې ووایم چې داسې هم نه ده چې دقومې جرګې پریکړه دې
که دهرچا خوښه وي ومني اوکه خوښه یې نه وي نه دې یې مني بلکه دقومي جرګې دپریکړې لپاره دپښتونولۍ په ارونو کې اج
ایوي ضمانت شتتون لري چې داربکیانو په نوم یادیږي .
اربکیان دقبیلې هغه ځوان اوناواده شوي
ځوانان دي چې دقومي جرګې دپریکړو دعملې کولو دنده پر غاړه لري داسې هم کیږي چې جرګه ماران پریکړه وکړي اوله ا
بکیانو وغواړي چې دیرغل کوونکي یا سر غړونکي کورته اورورواچوی .مګر داخبره داوسني افغان دولت له قانون سره
په ټکر کښې ده اوهمداخبره ده (دپردیو په مټ افغانانو ته قوانین جوړول)چې دعنعنوي ارونو اودولتي قانونوترمنځ
اړې اوشخړې پيدا کوي .
۳- لویه جرګه :
لویه جرګه چې یو پښتو
عبارت دی چې له دووویوکو"لویه" او"جرګه" څخه جوړ دی . لویه جرګه په
افغاني سیاسي کلتورکې دافغاني قبیلوي مشرانو، سپین ګیریو اونورووګړ يو داسې یوې غونډې ته وایي چې په ملي
اونړیواله کچه مسلې تر غورلاندې نیسي اوپه ټولیزه توګه یې په هکله پریکړه اوهوډ کوي .په افغانستان کښې له ډیرو
مودوراپدیخوالویې جرګې راغونډیږي همدالامل دی چې دغه عبارت په افغاني ټرمینالوژي،تاریخ اوکلتور کښې ډیرې ژورې
ریښې ځغلولې دي . په افغاني کلتور اوتاریخ کښې تر ټولومشهوره اوله اهمیته ډکه لویه جرګه په کندهار کې دکال ۱۷۴۷
جرګه وه دکومې په ترڅ کښې چې دافغانستان ټولو قومو نو لوی احمدشاه بابا داوسني افغانستان دپادشاه په توګه ونوم
اوه چې داوسني افغانستان بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي .همدراز د۱۹۶۴ او۱۹۷۶ کلونو لویې جرګې هم دافغانستان په تا
یخ کښې مهمې ګڼل شوي اوبله داچې په دغو جرګو کښې دلمړي ځل لپاره
ښځینه استازو هم ګډون کړی وو. لویې جرګې په خپل وارسره دمهمو ملي مسایلو په هکله لکه ملي حاکمیت ، ملی
یووالی ، ځمکنی بشپړتیااوداسې نورو دپریکړو له امله نیول کیږي . Roshan (2001:4) لیکې داوسني افغانستان په تاریخ کښې
دواکمن دټاکلو، دجنګ اعلانولو ،دسولې په خاطر دخطرونو دقبلولو،داساسې قوانینو دمنلواوهمدراز دهیواد
اونړیوالو ستونزو او مسلو په هکله دهوډ کولو لپاره لویې جرګې رامنځ ته کیږي.
په
افغانستان کې دلویې جرګې کامیابې اوناکامي دهرې جرګې په مشروعیت پورې اړه لري .دلویې جرګې مشروعیت له دې ارزولی شو
چې افغانان لویه جرګه داسې یو بنسټ بولي چې په هغه کښې ددوی نماینده ګان ددوی په نماینده ګي داړوند مسایلو په هکله په پوره ایمانداری اودهیواد اوخلکو دګټو په پام کې نیولو سره پریکړه کوي
دابه خورا ډیر ستونزمن کار وي چې په کره توګه دلویو جرګو دمشروعیت میچ اوکچه وټاکو مګر بیاهم یوڅه خو کولای شو ووایو اوهغه داسې چې هیڅوک به نه وي چې دکال ۱۷۴۷ لویې جرګې مشروعیت چې په کندهار کښې
ترسره شوه تر پوښتني لاندې راولي اویا هم هغه لویه جرګه چې په کال ۱۹۲۲ کښې په پغمان کې ترسره شوه. همداراز د
۹۶۴او۱۹۷۶ کلونولویې جرګې چې په کابل کښې ترسره شوي هم مشروع ګڼل شوي Weber(1964) ددغو دووجرګو مشروعیت دهغو نماینده
ګانو چې په دې جرګه کښې یې برخه اخستې وه په روحاني اوعنعنوي صلاحیتونه کښې نغښتی ښود
ي دی وایي چې هغه نماینده ګان چې دغه جرګوته راغلي وه دخلکو ریښتینې نماینده ګان
ښودل شوي .مګر په افغانستان کښې ټولې لويې جرګې هم دخپلو موخوپه لاسته راوړلو کښې نه دي بریالۍ شوي هغه لویه جرګه چې په ۱۹۸۰ کالونو کې دافغان مارکسیستي دولت په مټ راوبلل شوه په بشپړه توګه رد
شوه او هیچا ونه منله همداراز دمجاهدینو د اهل الحل والعقدشورا هم دملت لخوا په بشپړه توګه رد اوونه منل شوه
یعني ځانګړی مشروعیت یې نه درلود.ځکه دواړو غوښتل په خلکو خپل ټوټالیتاري حکومتونه ومني .اوهمدراز مجاهدینو
خولا غوښتل چې دخپلې دغې شورا (چې یوه تته اوناجوته مفکوره وه)په مټ دلویې جرګې هغه بنسټ اودهغې ارزښتونه له پښولاندې کړي .اودداسې یوه اندرغپ اومبهم بنسټ له لارې چې په افغانې کلتور کښې هیڅ ډول
یښه نه درلوده خپل ټوټالیتاري حکومت په خلکو ومني .
د۲۰۰۲ کال لویه بیړنۍ جرګه چې دبن دپ وتوکول په بنسټ رامنځ ته شوه هم دافغانستان په تاریخ کې یوه مهمه پیښه وه .داجرګه په افغانستان کې دسولې اودیموکراسې په لور لومړنی ګام بلل کیده .که څه بیړنی لویه جرګه په داسې حالاتوکې ونیول شوه چې د جنګ سالارانو اودجنګې ډلو ټپلو دمشرانو (چې له بشري حقونو څخه دسرغړاوي اودسیاسې فساد دمستند تاریخې لاسوندونو په درلودلو دملیشوپه درلودلو اوپه ملک کې دسیاسې زور په لرلو تورن وه ) دړکه په هیواد کې چلیده.
(Amnesty International Annual Report on Afghanistan-2002, Human Rights Watch Report April, October 2002)
له نويو بیلګو اولاسوندونو څخه چې دبشر دحقوقو دسازمانونواودملل متحد دپلټنو په مټ
ابرسیره شوی معلومیږي چې په سلګونو اوان زرګونو طالب جنګې بندیان چې د۲۰۰۲ کال دنومبر په میاشت کې دشمالې ټ
والې جنګ سالارانو ته تسلیم شول دمرګ تر ستوني تیر اوبیا په کتلوي بڼه دلیلې په
دښته کې په کتلوي کیندلو قبرونو کې تر خاورو لاندې شول په دې هکله دډیر معلومات لپاره
دګوګل په پلټونکې ماشین کې دTaliban POWs عبارت ولیکی اوبیا یې پایلې وګوری .په زړه پورې خبره خولاداده چې دغه رپورټ وایي چې داکتلوي وژنې اوتر خاورلاندې کونې په داسې حال کښې ت
سره شوي چې دامریکې دمتحده ایالاتودپوځ ځانګړیو ځواکونو (SF )دافغانستان په شمال کښې دطالب ځواکونو پر ضد دشم
الي ټلوالې دځواکونو دتنظیم اوسمون چارې په غاړه درلودي (Newsweek, August 26, 2002:
16-25)
ددغو جنګ سالارانو دوامداره پوځي اوسیاسې نفوذ دبیړنی لویې جرګې اعتبار اوددغې
پروسې د اخري پایلو مشروعیت په جدې توګه اغیزمن کړو . خورا
اعتبار لرونکي لاسوندونه داښیي چې جنګسالاران په خپلو هغو هڅو کښې چې غوښتل یې بیړنۍ
لویه جرګه په خپله خوښه وڅرخوي ، ترڅو وکولای شي ځان په قدرت کښې وساتي بریالي شول .(Human Rights Watch, June 10, 2002) همداراز داسې لاسوندونه هم شته چې جنګ سالارانو دخپلو ګټو
په انډول دافغانستان دوګړیو دنفوسو اړوند خبرتوکي هم دخپلې خوښې مطابق بدل رابدل کړل بله داچې دبیړنۍ لویې جرګې
دغړیو دټاکلو کړنلاره
(2002:Art.14, Chap.IV) په ډانګ پییلې توګه کاږي چې: هغه څوک چې دمخدره توکیو په خپراوي ، قاچاق،دبشري حقونو په سرغړاوي ، جنګې جرمونو،دملې شتم
نیوپه لوټ کولو اودکلتوري اولرغونیومیراثونو په قاچاق ، دبې ګناه اومعصومو خلکو په وژنه کښې لاس لري حق نه ل
ي چې په دغه تاریخې اوستره راغونډیدنه کښې برخه واخلي .ددې سره سره هم هغه زورواکي جنګ سالاران چې دبشر دحقوثو
څخه په څرګندو سرغړونو تورن وو دبیړنۍ لویې جرګې په لومړنیو چوکیو کښې ناست اوځای په ځای وو.دبشر دحقوقو دمستقل
کمیسون مشرې سیما ثمر Guardian(13/6 2002) ته داسې وویل:
داو
سواکې (دیموکراسي ) نه ده . دایوه بې سواله اوبې ځوابه واکداري ده . هغه څوک چې زورواکي دی دهرڅه په هکله یې دوخته
پریکړې کړیدي .په دې جرګه کښې ټول جنګسالاران دي اویو هم له دې جرګې څخه بیرون نه دی
پاتې شوی .
دیوې افغان لوړپوړې (پخوانی دریس جمهر مرستیاله اودښځو دچارو وزیره) سیاسې
میرمنې داوړ تبصرې دهغه چادپاره چې په بیړنۍ لویه جرګه کې یې دبې قانونه زورواکۍ،ټوپک
اوشتو دړکه وچلوله یو خبرداری دی چې هغه تاریخې درس اوعبرت چې په یوه لویه جرګه کښې پروت وي باید له یاده ونه باسي. ځکه چې بریالیو لویو جرګو دځانګړیووګړیو له ګوندي اولنډ مهالو ګټوڅخه
دافغانستان دخلکو اوږد مهالو ګټو ته غوراوی ورکړی .
پردې برسیره دInternational Crisis Group(30, July, 2002) دراپور په وینا دبیړنۍ لویې جرګې پایله دافغان انتقالي
دولت دجوړیدلو په هکله په پراخه پيمانه دجنګ سالارانو په مټ
وضعه اوبرابره شوي وه .اوډیره په زړه پورې خبره خولاپکښې داوه چې دبیړنۍ لویې جرګې دکمیسون پرځای دوی دامریکا دمتحده ایالاتو اوملل متحد ملاتړ هم ترشاه درلودلو. دایو غیر دیموکراتیکه عمل دټولو رسنیولخوا په پراخه پیمانه خپور شو .دDaily Telegraph څخه Philip Smucker(June,20, 2002) چا چې دبیړنۍ لویې جرګې وروستی بدمرغه ناسته هم لیدلې وه په کومه کښې چې
دافغانستان د نوې انتقالي ادارې دجوړښت لپاره رایې ورکول کیدی . څخه خپل راپور داسې کاږي : مخکې له دې چې کرزی خپل لړلیک(لست)وړاندې کړی اوله ناستو وګړیو دهغه په هکله
دلاسونود پورته کولو یا ښکته کولو غوښتنه وکړي نوموړی (کرزی) تقریبا پیښمانه اوتوبه ګار ښکاریده. اوویې ویل:
" زه بخښنه
غواړم اوزه هیله کوم چې تاسو به ما وبخښی ، هغه څوک چې غږ یې نه دی اوریدل شوی ،زه پوهیږم ، زه باورلرم چې داح
کومت به تاسو ټولو ته دمنلو وړ نه وي مګر زه هیله لرم چې لږ تر لږه داحکومت به له تاسوڅخه د ځینو په خوښه وي .
" درایو اچولو په ځای دلاسونو ښودل اودنوې
کابینې منل یوازې دځینو لخوا،په هیڅ توګه دعنعنوي لویې جرګې له روحيې ،دورځنۍ ولسواکۍ دارزښتونو اودبن دتړون س
ه سمون نه درلود. که څه هم چې ډیر افغانان دامني چې ولس مشر حامد کرزی په رښتینې توګه په ډیر ستونزمن حالت کې وه
نوموړی دمصلحت ګرايي داړتیا(دجنګ سالارانو غوښتنوته ځواب ویل ) دتوازن سات
و،عنعنوي اوبنسټیزو ارونواوپرنسیپونوته وفاداره پاتې کیدلو اودلوېې جرګې روحیې اوارزښتونو ته دژمن پاتې کید
و په ستونزمن حالت کې وه. په دغه افغان لنډ مهالې اداره کې دیموکراتان نظر جنګسالا
انواوهغه چاته چې په بیړنۍ لویه جرګه یې خپله پوځې اوسیاسې زورواکې وتپله په ډیر کم
زوري حالت کښې وه. مګر ددې سره سره دغې لوې جرګې افغانانو ته یو تاریخې ونډ په لاس ورکړ تر څو خپل هوډ په ازاده
توګه څرګند کړي چې داکار په مساویانه توګه هم له ریښتینې اوهم له سمبولیکه اهمیته
ک وه. اودااهمیت په ځانګړې توګه په دې کښې هم وه چې افغانانو سره لوظ شوی وه چې بیړنۍ لویه جرګه به سیاسې واک له
ټوپک والو، زورواکیو اوزرواکیو څخه یوې غوره شوې افغان لڼد مهالې ادارې ته سپاري . ح
امد کرزي انډول ساتلو نوموړي مصلحت ګرایي ته داوږد مهالي ټیکاو په موخه غواراوی ورکړ اوهمداراز هغه بنسټیزو
پرنسیپونو ته اودخلکو غوښتنو ته ژمن پاتې شو چې دنوموړې داکاربه په راتلونکې کلونو
کې دافغانستان خلک وارزوي.
په ریښتنې توګه چې مونږ داخبره په څټ نه شو وهلی چې د۲۴ ک
ونو سر په سر جنګ څخه وروسته ددغې جرګې راغونډیدل په افغانستان کښې اسان کار نه وه.
بلکه دغه بیړنۍ لوېه جرګه دزرګونو وطن پالونکو افغانانو له کړاوګاللو،سخت کار
اوزیار، دملل متحد اونړیوالې ټولنې دسیاسې ، لوژیستیکې اوبسپنیز ملاتړ وروسته رامنځ
ته شوه . دایو غیر معمولي ونډ وه چې دافغانستان خلکو ته وړاندې شو همدالامل وه چې غوښتنې ډیر په توجیه منونکې
توګه لوړې وي .همدایواځینی لامل دی چې باید هر هغه څه چې دملې اونړیوالو واک ویشونکو
خواله افغانانو سره ژمنه شوي وه ورکړل شوي وای . خو له دې هر څه سره سره هم دټولنیز منطق له پلوه تر ټولو مهمه
خبره داوه چې دغې بیړنۍ لوېې جرګې په سلګونو افغانان دافغانستان اونړۍ له بیلوبیلو ګوښو څخه په خوراستونزمن حالت
کښې یوله بل سره رایوځای کړل چې اوس هم ستره بریا ګڼل کیدای شي .دغې جرګې دلمړې ځل لپاره دجنګ په تیر و څلوروی
توکلونوکښې دافغانې ټولنې دبیلابیلو پوړونو ترمنځ یو اړیکتیایې چینل رامنځ ته کړ . یعنې یو اړیکتیاېي چینل دجنګ
سالارانو اوعادې خلکو ترمنځ ،دسړیو اوښځو ترمنځ،دبیلا بیلو قبیلوي اوقومې ګروپونوترمنځ ،داسلام پالو اوسیکو
ریستانو ترمنځ اوبالاخره درویالستانو اوددوی دمخالفانوترمنځ یو اړیکتیایي چینل . دې جرګې دبحث داسې یو ډګر راوزیږاوه چې دمسلو ښکار شویو اوچپو قربانیانو وکولای
شو خپل احساسات څر ګند کړي .دنمونې په توګه Jonathan
Steele له بیړنۍ لویې جرګې څخه راپور ورکړ
چې : تاج کاکړ اودښځو یو ګروپ له پخوانې ولس مشر برهان الدین ربانې سره مخ په مخ شول
اوترې ویې پوښتل : تاولې زمونږ تورسرې مړې اوپه زور دې پرې جنسې تیروتنې وکړي ؟ ولې م
ونږ په خپل هیواد کې دومره کونډې لرو؟دشمالي ټلوالې وارخطا اوتت وت وتلي مشر ،دچا ځواکونو چې په ۱۹۹۰ کلونو
کې دکابل دغټوبرخو په ورانو لو کې ډیر مرسته کړي وه هیڅ ځواب نه درلود.(Guardian 13, June, 2002)
اوس څومره مهمه ده چې دپخوانې ولمشر سره سړي څه چې لا ښځو دمرمیو دتبادلې په ځای خبرې ښکته اوپورته کړي .له دې داسې ایسیږې چې کولای شو دجرګو له لارې دسولې اوټیکاو په پام کې نیولو سره ستونزو ته حل لارې اودپای ټکی کیږدو.په واقیعت کې خو دیوې ستونزې دسولیز حل لپاره لومړنی ګام اړیکه ده همداراز دااړیکه په ټولنیز بشپړاوي کښې هم خورا رول لري (Habermas 1987) اوهمداراز اړیکه دټولنې په ټولنیز پیوستون کښې هم دستر رول لرونکې ده (Durkheim 1984) که چیرې عامو افغانانو ته اجازه ورکړل شي ترڅو له یو بل سره په سوله ایزه توګه دستونزو دهوارې په موخه اړیکه ونیسې نو دابه په تدریجې توګه دافغانانو هغه دزغم ،توافق اودوه اړخیزه درناوي کلتور بیا راژوندی کړي .اودټوپک اوپیسو دواکمنې پر ځای دقانون واکمني تر ډیره ددغسې کلتورونو زیږنده وي .اوبیړنۍ لویې جرګې دغه ظرفیت ه ځانه وښوده اوویې ښودل چې مونږ داوړ کلتور لرو تر څو یوبل وزغمو.داسې یو کلتور چې دنړی مسلکیان زمونږ دپیړیو پيړیو پخوان