رنځپوه سعيد و .ع .
له ډار او ګواښ سره مخامخ دى
د رنځپوه سعيد و .ع . ليکنه _ مزار شريف
د افغانستان په شمال کې يو خبريال د جنرال دوستم پلويان تورنوي، چې د يو ويدويي فلم د غلا په تور يې هغه تښتولى او ځورولى دى .
د افغانستان په شمال کې د اسلام الدين مايل په نوم يو خبريال وايي، له هغه وروسته خپل ژوند خوندي نه بولي، چې د عبدالرشيد دوستم سرتيرو د جګړې د جرايمو د يو ويديويې فلم د غلا په تور د يوې لنډې مودې لپاره بند ته واچولو او له ډار او ګواښ يې سره يې مخامخ کړ.
داسې انګېرل کيږي، په دې ويديو ټايپ کې هغه تصويرونه شته، چې د يو آيرلنيډي خبريال، جيمي دوران له خوا د مزارشريف د ډله ييزو وژنو په اړوند اخيستل شوي دي. دا فلم عمومي نندارې ته وړاندې شوى نه دى، خو د ٢٠٠٢ کال د جون په مياشت کې په اروپا کې يو شمېر ټاکلو خلکو هغه ننداره کړى دى .
د دوران فلم ډېر ضد او نقيض اړخونه لري، ځکه په هغې کې ادعا شوې، چې د امريکا د متحده ايالتونو ځواکونه د بلخ ولايت په قلعه جنګي کې د طالبانو د ناکامه پاڅون په نتېجه کې د هغوى په ډله ييزې وژنې کې لاس لري . په دې فلم کې داسې تصوېرونه هم شته، چې په کې د قلعه جنګي له بېرته نيولو وروسته د مزار شريف د ختيځې برخې د ايرګنک په دښتې کې د پاتې ژوندې طالبانو وژنه ښيي .
په دې ويديو کې دا ادعا هم شوې، چې ددې وژنو پر مهال د امريکا د متحده ايالتونو ځواکونه هم موجود و. تر دې دمخه، چې فلم د ٢٠٠٢ کال په دسمبر کې د جرمني د يو پراخ تلويزيوني کانال، اى آر ډي (ARD) له خوا نندارې ته وړاندې شي، د امريکا د باندينو چارو وياند، لاري شوارتز ددې فلم غندنه کړې وه، چې: "په دې مستند فلم کې حقايق په بشپړه توګه ناسم دي او په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د ماموريت ناسمه څرګندونه کوي."
مايل، چې په ٢٠٠١ کال کې د دوستم له خوا د يو شمېرنورو فلم اخيستونکو (کمره مينانو) په کتار کې استخدام شوى، د دوستم له شخصي آرشيف څخه د هر راز فلم اخيستل او خرڅول ردوي .
مايل په دې ورځو کې د بلخ د راديو تلويزيون د ازبکي برخې خبريال و. نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د اکتوبر په ٢١ له ښار سره نژدې له خپل کور څخه د دوستم د وسله والو کسانو له خوآ وتښتول شو. تښتوونکو هغه د جوزجان ولايت يو شخصي زندان ته وليږدولو او د هغه د وينا له مخې د لس ورځې بند په موده کې تر څېړنې او شکنجې لاندې ونيول شو. هغه وروسته د اکتوبر په ٣١ له بنده خوشې شو.
جوزجان په دوستم پورې د تړلو ملېشو اصلي مرکز دى . دا جنرال، چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره يې د ميزان د اتلسمې په ټول ټاکنو کې ځان کانديد کړى و، خو برى په برخه نه شو، تر اوسه د جنبش ملي اسلامي په نوم د پوځي سياسي ډلې مشري کوي .
هغه کسيت ، چې مايل يې په غلا تورن شوى، د ٢٠٠١ کال په پاى کې په قلعه جنګي اود ايرګنک په دښتې کې د دوستم تر قوماندې لاندې د اتمې قول اردو د او په هغه پورې اړوندو نورو افرادو تصويرونه ښيي، چې د طالبانو په سلګونه نيول شوي افراد په ډله ييزه توګه وژل کيږي .
داسې ادعا شوې وه، چې ګوندې مايل ددې ويديو مواد د بلخ د تلويزېون په يو بل تن خبريال، نجيب الله قريشي باندې پلورلي و اوهغه بيا دا مواد د خپلواک خبريال دوران په واک کې ورکړي و. قريشي تر هغه وروسته چې دا فلم په يورپ کې نندارې ته وړاندې شو، له هېواده وتښتېد او ويل کيږي، چې په برتانيا کې اوسيږي. هغه د هالند تلويزيون ته ويلي و، چې په دوران باندې د فلم د پلورلو له امله د دوستم سړيو هغه شکنجه کړى و.
مايل آى ډبليوپي آر ته وويل، په جوزجان کې د بند پر مهال هغه ويلي و،چې دا فلم يې د ١٣٠ زرو ډالرو په وړاندې پلورلى دى . خو هغه وويل، چې له هغه څخه دا اعتراف د ګواښونو او رواني فشار لاندې اخيستل شوى و او په حقيقت کې له دغه راز معاملې سره هيڅ راز تړاو نه لري .
دې خبريال وويل، هغه ددې مستند فلم په څو برخو کې لېدل کېداى شي، چې په خپلې کمرې فلمونه اخلي. هغه وايي: "ما په ايرګنک او قلعه جنګي کې د ډله ييزو وژنو فلمونه اخيستي و. نورو اوو فلم اخيستونکو هم د ايرګنک او قلعه جنګي کې فلمونه اخيستي و او دا ټول فلمونه اوس د دوستم په آرشيف کې خوندي دي. دوستم زه ددې لپاره ترهولم، چې زه له دې ټولو اسرارو څخه خبر يم."
مايل له ٢٠٠١ کال څخه د ٢٠٠٤ کال د مى تر مياشتې پورې، چې د بلخ له تلويزيون سره يې کارپيل کړ، د دوستم کمره مين و.
مايل له آى ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې د خپلې تښتونې لاملونه او د هغې تر شا د چا د لاس د لرولو په اړوند څرګندونې وکړې. هغه وويل: "د اکتوبر په ٢١، د ماسپښين د دوو بجو په شواوخوا کې په دوستم پورې تړلي اته وسله وال کسان زما کور ته راننوتل . د ټولو کوټو له لټونې وروسته يي زما يو زيات شمېر کسيټونه او د يو کوچني ټايپ په ګډون د رپوټ چمتو کولو وسايل واخيستل او زه يې په يو موټر کې واچولم . کله چې د مزارشريف د ښار په خواوشا کې د له امنيتي پوستو تېر شو، نو زما لاسونه او سترګې يې وتړلې."
مايل وويل، ددې تر مخه چې سترګې يې وتړل شي، د دوستم د شخصي امنيت مشر، جنرال صمد يې په هغه موټر کې وليد، چې دې هم په کې سپور و. کله چې موټر له مزار څخه وخوځېد، نو په جوزجان کې يو غير حکومتي شخصي زندان ته يوړل شو. نوموړي دتښتوونکو سخته غندنه وکړه، چې د هغه شخصي او کورني کلکسيون او تايپ ريکادريې لوټلى او هغه ته يي د برمته کېدو پرمهال د مرګ ګواښونه کړي و. هغه وايي، که چېرته د هغه زوى دهغه د تښتونې په هکله د بي بي سي له راديو سره مرکه نه واى کړى، نو وخته به وژل شوى واى. هغه وايي: "که د بي بي سي له راديو سره زما د زوى مرکه خپره شوى نه واى، نو هغوى پلان درلود په هماغه شپه مې ووژني."
د مايل زوى، اسمعيل د اکتوبر په ٣١ د بي بي سي راديو ته ويلي و، چې د هغه پلار د دوستم سړيو تښتولى دى
مايل وايي، کله چې موضوع د خلکو غوږونو ته ورسېده او د مزار شريف د پوليسومشر خبر شو، نو د اکتوبر په ٣١ د مزارشريف استخباراتو ته وسپارل شوم. دا څانګه له سياسي موضوعاتو سره سروکار لري . مايل د نومبر په لومړۍ په حکومتي بنديخانې کې له يوې ورځې تېرولو وروسته خوشې کړاى شو.
ددې رپوت ليکوال د نومبر په لومړۍ له زندان څخه د راوتلو پرمهال مايل وليد، چې په پښو کې يي د اوسپنو د کړيو څرګندې نښې له ورايه ښکارېده او يوه پښه يې تړل شوې وه او بيا څه وخت وروسته يې له هغه سره مرکه وکړه.
د دوستم وياند، فيض الله ذکي آى ډبليو پي آر ته وويل،چې مايل د جوزجان امنيتي چارواکو د دوستم د شخصي آرشيف څخه د فلمو د پلورلو په تور بندي کړى و. د ذکي د وينا له مخې مايل د جوزجان ولايت په حکومتي بنديخانه کې ساتل شوى و. ذکي وايي، چې د هغه بندي کېدل د بلخ ولايت د پوليسو په ګډې مرستې تر سره شوي و. خو د مزارشريف د پوليسو مشر، جنرال محمداکرم خاکرېزوال آى ډبليوپي آر ته وويل، هغه ته ددغه بندې کېدو دمخه هيڅ خبر نه و ورکړ شوى او هغه يې د تښتونې يو عمل وباله . هغه وايي: "موږ دې کار ته تښتونه وايو، چې د ځايي پوليسو له سلا مشورې پرته تر سره شوى وه ."
د بلخ د ولايت د ملي امنيت مشر، جنرال مجيد عظيمي وايي، که مايل په رښتيا دا فلم پلورلى هم وي، د استخبارتو څانګه هغې ته د جرم په سترګه نه ګوري. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "د فلمونو پلورل په ټوله نړۍ کې دود دي او د يو جرم په سترګه ورته نه کتل کيږي."
سره له دې چې پوليس او استخبارات په ټول هېواد کې د ودې په حال کې دي، د مايل تښتول ددې څرګندونه کوي، چې هغوى د جرمونو او امنيتي پېښو ته د لازم غبرګون وړتيا نه لري. مايل د پوليسو د امنيتي پوستې په ٥٠ مترۍ کې برمته شو، خو پوليس په هغې خبر نه شول .
نوموړې پېښې دې ګونګوسو ته نور هم زور ورکړى دى، دوستم اوس د يو سوچه سياسي مشر ادعا کوي، خو که د ملېشو قومانده په لاس کې نه لري، لږ تر له په هغو باندې د پام وړ اغېز لري. د افغانستان د سياسي ګوندونو قانون وايي ګوندونه، نه شي کولاى پوځي ځواک ولري، خو جنبش په دوديزه توګه له شمالي ملېشو سره نژدې تړاو لري .
مايل د مزار شريف په شل کيلو مترۍ کې د سرې او برښنا د فابريکې د استوګنې په کورونو کې اوسيږي. دا سيمه د ٢٠٠٤ کال د مى له مياشتې څخه د مخه د دوستم د پوځونو په لاس کې وه، خو له هغې وروسته ملي پوليسو په رسمي توګه ددغه ځاى امنيت په غاړه واخيست .
مايل وايي، له تښتول کېدو وروسته يې د خپل ځان د ساتنې لپاره ساتونکي ګومارلي دي، خو له دې وروسته په افغانستان کې د خونديتوب احساس نه کوي.
هغه وايي: "زه د بند پرمهال له بدني شکنجو او ناوړه اعمالو سره مخامخ شوى يم، اوس د هغې په هکله څه نه شم ويلاى، خو کله چې له افغانستان څخه ووتلم، يو يو به يي بيان کړم ."